منځپانگې ته ورتلل

په کوفه کې د امام سجاد(ع) خطبه

د wikishia لخوا
په شام کې د امام سجاد(ع) د خطبي سره تېروتنه نه شئ
په کوفه کې د امام سجاد(ع) خطبه
موضوعد کربلا له پېښې وروسته او په کوفه کې د اسارت پر مهال د امام سجاد (ع) وينا
اصلي راویحذیم بن شریک اسدي
شیعه سرچینېد طبرسي کتاب الاحتجاج او د سید ابن طاووس کتاب اللهوف
د سلسلةالذهب حدیثد ثقلین حدیثد کساء حدیثد عمر بن حنظلة مقبولهد قرب نوافل حدیثد معراج حدیثد ولایت حدیثد وصایت حدیثد جنود عقل او جهل حدیثد شجره حدیث


په کوفه کې د امام سجاد(ع) خطبه د کربلا تر پېښې وروسته د امام سجاد(ع) لومړنۍ وینا ده، چې د حضرت زینب(س) له خطبې وروسته د کوفې د خلکو په منځ کې واورول شوه. دا خطبه، سره له دې چې لنډه ده، د فصاحت او بلاغت له پلوه د پام وړ ده او منځپانګه یې د کوفې د خلکو په چلند د کره کتنې او د هغه وخت د سیاسي او ټولنیزو شرایطو د بیان په اړه ده.

په دې خطبه کې، امام سجاد(ع) د امام حسین(ع) د زوي په توګه ځان معرفي کوي، د کربلا مصیبتونه بیانوي، د کوفیانو د تړون ماتونې او فریب‌کارۍ یادونه کوي، د هغوی د کړنو د پایلې وړاندوینه کوي او له اهل‌بیتو(ع) سره د مینې او وفادارۍ پر اړتیا ټینګار کوي. همدارنګه، د امام حسین(ع) د شهادت د بیان لپاره د صبر قتل تعبیر کاروي او هغه د ویاړ وړ بولي.

د تاریخي سرچینو له مخې، دې خطبې پر حاضرینو ژور اغېز وکړ او د کوفې یو شمېر خلکو له امام څخه وغوښتل چې د وینې اخیستنې لپاره د هغوی مشري پر غاړه واخلي. امام د کوفیانو د پخوانیو عهدشکنیو په یادولو سره دا غوښتنه ونه منله او یوازې یې ترې وغوښتل چې که د اهل‌بیت(ع) مرسته نه شي کولی، لږ تر لږه دې د هغوی له دښمنانو سره ملګرتیا نه کوي. ځینو څېړونکو دا خطبه د حضرت زینب(س) له خطبې سره یو ځای د توابینو د پاڅون او د مختار د قیام له اغېزمنو لاملونو څخه ګڼلې ده.

دا خطبه په ځينو سرچینو لکه الاحتجاج او اللهوف کې نقل شوې ده؛ خو سید جعفر شهیدي په کوفې کې د دې خطبې د ورکول کېدو په اړه شک څرګند کړی او هغه یې د امام سجاد(ع) له خطبې سره چې په دمشق کې ورکړل شوې وه، یو شان بللې ده.

پېژندنه او ځایګاه

په کوفه کې د امام سجاد(ع) خطبه، د عاشورا له پېښې وروسته د امام سجاد(ع) لومړنۍ خطبه ده چې د حضرت زینب(س) له خطبې وروسته د کوفې د هغو خلکو په منځ کې ورکړل شوه چې د کربلا د اسیرانو د لیدو لپاره راټول شوي وو.[۱] دا خطبه د کوفیانو د چلند پر وړاندې د امام اعتراض څرګندوي او د وخت او ځای له شرایطو سره سمه بلل شوې ده.[۲]

د څېړونکو په وینا، امام سجاد(ع) د دې خطبې په ورکولو سره، د ځان د پېژندنې او د کربلا د پېښو د بیان تر څنګ، هغه کسان متاثره کړل چې د اموي تبلیغاتو تر اغېز لاندې غافل شوي وو، او په هغوی کې یې د جهاد او شهادت روحيه راژوندۍ کړه. دا خطبه او د حضرت زینب(س) خطبه د توابینو د قیام او د مختار د پاڅون په رامنځته کېدو کې اغېزمنې وې.[۳]

شیعه تاریخ‌پوه، سید جعفر شهیدي (مړینه: ۱۳۸۶هـ ل)، په دې باور دی چې د کوفې د شرایطو، د اموي حکومت د مأمورانو د سخت‌دریځۍ او د خلکو د وېرې له امله، کېدای شي امام سجاد(ع) په کوفه کې خطبه نه وي ورکړې، او هغه خبرې چې ده ته په کوفه کې منسوبې شوې دي، هماغه د دمشق د جومات خطبه وي چې د وخت په تېرېدو سره راویانو پېښې سره ګډې کړې دي.[۴]

د خطبې سند

په کوفه کې د امام سجاد(ع) خطبه په ګڼو سرچینو کې نقل شوې ده؛ له هغه څخه ځينې دا دي الاحتجاج کتاب،[۵] اللهوف،[۶] مُثیر الاحزان[۷] او بحارالانوار.[۸]

منځپانګه

د الاحتجاج د راپور له مخې، د حضرت زینب(س) د خطبې تر پای وروسته، امام سجاد(ع) هغې ته ډاډ ورکړ، د چوپتیا بلنه یې ورکړه او هغې ته یې د عالمة غیرمُعَلّمه لقب ورکړ. بیا خپله د کوفې د خلکو منځ ته ورغی او وینا یې وکړه.[۹] د امام سجاد(ع) د ویناوو د جامع فرهنګ د کتاب پر بنسټ، د دې خطبې مهم مطالب دا دي:

د امام حسین(ع) د صبر قتل

د امام سجاد(ع) په خطبه کې د صبر قتل اصطلاح د امام حسین(ع) د شهادت د بیانولو لپاره کارول شوې ده او امام پرې ویاړي.[۱۱] حسین عندلیب همداني د دې ویاړ لامل دا بولي چې دښمن له امام سره د مخامخ مقابلې توان نه درلود، او دا ډول بې ساری شهادت د هېڅ یو پیغمبر او الهي ولي نه په نصیب شوی.[۱۲]

د امام سجاد(ع) په ویناوو د کوفې د خلکو غبرګون

د تاریخي راپورونو له مخې، د امام سجاد(ع) د خطبې تر ورکول کېدو وروسته، د کوفې خلک چې متاثره شوي وو، له امام څخه یې وغوښتل چې د پاڅون او د وینې اخیستنې مشري پر غاړه واخلي. امام د هغوی پخوانۍ عهدشکنۍ او له خپلو پلرونو سره یې چلند ور په یاد کړ، دا غوښتنه یې رد کړه او یوازې یې ترې وغوښتل: «که له موږ سره نه یاست، لږ تر لږه زموږ له دښمنانو سره ملګرتیا مه کوئ.»[۱۳]

په کوفه کې د امام سجاد(ع) د خطبې متن او پښتو ژباړه

په کوفه کې د امام سجاد(ع) خطبه

متن ژباړه
قالَ حُذَیم بن شَریک الأسدی خَرَجَ زَیْن العابِدین(ع) إلی النّاسِ وأومَی إلَیْهِم أنْ اُسْکُتوا فَسَکتوا و هو قائِمٌ فَحمد اللهَ وأثْنی عَلیه و صَلّی عَلی نَبِیّه.ثُمّ قال:[۱۴]

أَیُّها النّاسُ مَنْ عَرَفَني فَقَدْ عَرَفَني و مَنْ لَمْ یَعْرِفْني فَأنا عليُّ بْنُ الحُسَیْنِ المَذْبُوحِ بِشَطِّ الْفُراتِ مِنْ غَیْرِ ذَحْل وَ لا تِرات، اَنَا ابْنُ مَنِ انْتُهِکَ حَرِیمُهُ وَ سُلِبَ نَعِیمُهُ وَ انْتُهِبَ مالُهُ وَ سُبِیَ عِیالُهُ، اَنَا ابْنُ مَنْ قُتِلَ صَبْراً، فَکَفى بِذلِکَ فَخْراً.

اَیُّهَا النّاسُ! ناشَدْتُکُمْ بِاللهِ هَلْ تَعْلَمُونَ اَنَّکُمْ کَتَبْتُمْ اِلى اَبِی وَ خَدَعْتُمُوهُ، وَ اَعْطَیْتُمُوهُ مِنْ اَنْفُسِکُمُ الْعَهْدَ وَ الْمِیثاقَ وَ الْبَیْعَة ثُمَّ قاتَلْتُمُوهُ وَ خَذَلُْتمُوهُ؟ فَتَبّاً لَکُمْ ما قَدَّمْتُمْ لاَِنْفُسِکُمْ وَ سَوْاهً لِرَاْیِکُمْ، بِاَیَّةِ عَیْنِ تَنْظُرُونَ اِلى رَسُولِ اللهِ(ص) یَقُولُ لَکُمْ: قَتَلْتُمْ عِتْرَتِی وَ انْتَهَکْتُمْ حُرْمَتِی فَلَسْتُمْ مِنْ اُمَّتِی؟

قالَ: فَارْتَفَعَتْ أصْواتُ النّاس بِالْبُکاءِ و یَدْعُو بَعضهم بعضاً هَلکْتُم و ماتَعْلمُون.فَقال عَلیُّ بْن الحُسَین: رَحم اللهُ اِمرأًٌ قَبْلَ نَصیحَتی و حَفِظَ وَصیّتی فِی اللهِ و فی رَسُولِه و فی أهلِ بیتِه، فإنّ لَنا «فِی رَسُولِ اللهِ أُسْوَة حَسَنَة»[۱۵]

فَقالُوا بِأجْمَعهم نَحْنُ کُلُّنا یَاابْنَ رَسُول الله سامِعُون مُطِیعُون حافِظُون لِذِمامِک، غَیْر زاهِدین فیکَ و لا‌‌ راغِبینَ عَنْکَ فَمُرْنا بأمْرِکَ، رَحمکَ الله فإنّا حَرْبٌ لِحَرْبِکَ و سِلْمٌ لِسِلْمِکَ لِنَأخَذَنَّ ترتک وترتنا مِمَّنْ ظَلَمَکَ و ظَلَمَنا.

فقال علی بن الحسین ع: هَیْهات! اَیُّهَا الْغَدَرَةُ الْمَکَرَةُ! حِیلَ بَیْنَکُمْ وَ بَیْنَ شَهَواتِ اَنْفُسِکُمْ، اَتُرِیدُونَ اَنْ تَاْتُوا اِلَیَّ کَما اَتَیْتُمْ اِلى آبایِی مِنْ قَبْلُ، کَلاّ وَ رَبِّ الرّاقِصاتِ اِلى مِنى، فَاِنَّ الْجُرْحَ لَمّا یَنْدَمِلْ، قُتِلَ اَبِی بِالاَْمْسِ وَ اَهْلُ بَیْتِهِ مَعَهُ، فَلَمْ یُنْسِنِی ثُکْلَ رَسُولِ اللهِ(ص) وَثُکْلَ اَبِی وَ بَنِی اَبِی وَ جَدِّی، شَقَّ لَهازِمی وَ مَرارَتُهُ بَیْنَ حَناجِرِی وَ حَلْقِی، وَ غُصَصُهُ تَجْرِی فِی فِراشِ صَدْرِی، وَ مَسْاَلَتِی اَنْ لا تَکُونُوا لَنا وَ لاعَلَیْنا.

ثم قال(ع): لا غَرْوَ اِنْ قُتِلَ الْحُسَیْنُ وَ شَیْخُهُ قَدْ کانَ خَیْراً مِنْ حُسَیْنِ وَ أَکْرَما فَلا تَفْرَحُوا یا أَهْلَ کُوفَهَ بِالَّذِی أُصِیبَ حُسَیْنٌ کانَ ذلِکَ أَعْظَما قَتِیلٌ بِشَطِّ النَّهْرِ نَفْسِی فِدَاؤُهُ جَزاءُ الَّذِی أَرْداهُ نارُ جَهَنَّمَا

حُذَیم بن شریک اسدي وايي: زین العابدین(ع) د خلکو مخې ته راووت، خلکو ته یې د چوپتیا اشاره وکړه؛ نو ټول چوپ شول، حال دا چې هغه ولاړ و. د خدای حمد او ستاینه یې وکړه او پر خپل پېغمبر یې درود ولېږه، بیا یې وفرمایل:

اې خلکو! څوک چې ما پېژني، هغه مې پېژني، او څوک چې ما نه پېژني، نو (پوه دې شي) زه علي د حسین زوی یم؛ هغه حسین چې د فرات پر غاړه بې له دې چې د چا وینه یې په غاړه وي او بې له دې چې د چا پرې د قصاص حق وي، ذبحه کړل شو. زه د هغه زوی یم چې حرمت یې مات کړل شو، نعمتونه یې ترې واخیستل شول، مال یې لوټ شو او کورنۍ یې اسیران کړل شول. زه د هغه زوی یم چې په صبر سره ووژل شو، او همدا زما د ویاړ لپاره بس دی.

اې خلکو! زه تاسوته د خدای په نوم قسم درکوم، ایا پوهېږئ چې تاسو زما پلار ته لیکونه واستول، هغه مو وغولاوه، له خپلو ځانونو مو ورسره عهد، میثاق او بیعت وکړ، بیا مو ورسره جګړه وکړه او یوازې مو پرېښود؟ نو تباهي دې وي پر تاسو! څومره بده توښه مو د خپلو ځانونو لپاره وړاندې کړه، او څومره بد ستاسو نظر و! په کومو سترګو به د رسول الله(ص) پر لور ګورئ، هغه مهال چې تاسو ته ووایي: تاسو زما عترت وواژه او زما حرمت مو مات کړ، نو تاسو زما له امت څخه نه یاست؟

راوي وایي: د خلکو غږونه په ژړا پورته شول او یو بل ته یې ویل: هلاک شوئ او تاسو نه پوهېدئ ( په ناپوهۍ کې هلاک شوئ)! نو علي بن الحسین(ع) وفرمایل: الله دې پر هغه رحم وکړي چې زما نصیحت ومني او د خدای، د هغه د رسول او د هغه د اهل‌بیتو په اړه زما وصیت وساتي؛ ځکه چې زموږ لپاره په رسول الله کې غوره بېلګه ده:

ټولو وویل: اې د رسول الله زویه! موږ ټول ستا خبرې اورېدونکي او اطاعت کوونکي یو، ستا ذمه او حق ساتو، له تا نه مخ نه اړوو او ستا پر وړاندې بې‌پروا نه یو. الله دې پر تا رحم وکړي! موږ ته امر وکړه؛ ځکه موږ له تا سره له جګړه کوونکي سره جګړه کوو او له تا سره له سوله کوونکي سره سره سوله کوو، او ستا او زموږ د وینې قصاص به له هغو کسانو اخلو چې پر تا او پر موږ یې ظلم کړی دی.

نو علي بن الحسین(ع) وفرمایل: هېهات! اې خیانتکارانو او مکارانو! ستاسو او ستاسو د نفس د غوښتنو ترمنځ خنډ راغلی دی. ایا غواړئ له ما سره هماغسې وکړئ لکه څنګه چې مخکې مو زما له پلرونو سره وکړل؟ هېڅکله نه! د «راقصاتو» په پروردګار قسم، هغه زخم چې پرون زما د پلار او د هغه د اهل‌بیت د وژل کېدو له امله زما پر زړه ولګېد، لا تر اوسه نه دی رغېدلی. د رسول الله(ص) غم، د پلار، د پلار د زامنو او د نیکه غم لا هم نه دی هېر شوی؛ د هغه تریخ درد زما د ستوني او مرۍ ترمنځ پروت دی، او د هغه غم زما د سینې په تل کې روان دی. زما غوښتنه دا ده: نه زموږ سره اوسئ او نه زموږ پر ضد!

بیا یې وفرمایل: ژباړه: حیرانوونکې خبره نه ده که حسین ووژل شو، ځکه د هغه ستر پلار علي، چې تر حسین هم غوره او عزتمند و، هغه هم وژل شوی و؛ اې د کوفې خلکو! په هغه مصیبت مه خوشالیږئ چې پر حسین راغی، ځکه دا تر ټولو لوی مصیبت و؛ زما ځان دې قربان وي پر هغه چې د فرات د سیند پر غاړه شهید شو، او د هغه چا سزا چې هغه یې وواژه، د جهنم اور دی.

اړوند څیړنې

فوټ نوټ

  1. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۳۰۵؛ سید بن طاووس، اللهوف، ۱۳۵۳ش، مخ۱۵۷؛ حسینی اجداد، «تحلیل گفتمان خطبه امام سجاد(ع) در کوفه بر اساس بافت متنی و موقعیتی»(د کوفې په ښار کې د امام سجاد(ع) د خطبې د وینا د متن او حالاتو له مخې د ګفتمان شننه)، مخ۱۱۱.
  2. حسینی اجداد، «تحلیل گفتمان خطبه امام سجاد(ع) در کوفه بر اساس بافت متنی و موقعیتی»(د کوفې په ښار کې د امام سجاد(ع) د خطبې د وینا د متن او حالاتو له مخې د ګفتمان شننه)، مخ۱۱۱.
  3. مکارم شیرازی، عاشورا ریشه‌ها، انگیزه‌ها، رویدادها و پیامدها، ۱۳۸۷ش، مخ۵۷۶؛ واحدی فرد و همکاران، «شیوه‌های حفظ حماسه حسینی در منظر امام سجاد(ع) و مقایسه آن با دوران معاصر»، مخونه۲۹۱-۲۹۲؛ فارسی مدان، «مخاطب‌شناسی خطبه‌های امام سجاد(ع) در کوفه و شام»(په کوفه او شام کې د امام سجاد(ع) د خطبو د مخاطب پېژندنه)، مخونه۱۰۲-۱۰۳.
  4. شهیدی، زندگانی علی ابن الحسین(ع)، ۱۳۸۵ش، مخ۵۷.
  5. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۳۰۵.
  6. سید بن طاووس، اللهوف، ۱۳۵۳ش، مخ۱۵۷.
  7. ابن نما حلی، مثیر الاحزان، ۱۴۰۶، مخ۸۹.
  8. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۴۵، مخونه۱۱۲-۱۱۳.
  9. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۳۰۵.
  10. شریفی و همکاران، فرهنگ جامع سخنان امام سجاد(ع)، ۱۳۹۴ش، ټوک۱، مخونه۴۳۷-۴۳۹.
  11. رضایی تهرانی، صد نکته از هزاران درباره نهضت سالار شهیدان، ۱۳۹۲ش، مخ۲۱۹.
  12. عندلیب همدانی،ثارالله: خون حسین در رگ‌های اسلام، ۱۳۷۹ش، مخ۲۷۷.
  13. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۳۰۷.
  14. الطبرسی، الاحتجاج، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۱۱۹؛ سید بن طاووس، اللهوف، ۱۳۵۳ش، مخ۱۱۹؛ ابن نما حلّی، مثیر الأحزان، ۱۴۰۶ق، مخ۸۹.
  15. احزاب سوره ۲۱ آیت.

سرچينې

  • ابن‌نمای حلّي، جعفر بن محمد، مثیر الأحزان، قم، د امام مهدي(عج) د مدرسې خپرونې، ۱۴۰۶ق.
  • حسيني اجداد، سید اسماعیل، «تحلیل گفتمان خطبه امام سجاد(ع) در کوفه بر اساس بافت متنی و موقعیتی» (د کوفې په ښار کې د امام سجاد(ع) د خطبې د وینا د متن او حالاتو له مخې د ګفتمان شننه)، د اسلامي متونو ادبي فصلنامه، ۱م پړاو، ۳مه ګڼه، ۱۳۹۵ل.
  • رضایي تهراني، علي، صد نکته از هزاران درباره نهضت سالار شهیدان (د شهیدانو د سردار د نهضت په اړه سل ټکي له زرګونو څخه)، مشهد، د اسلامي علومو او معارفو د ستراتیژیکو مطالعاتو مؤسسه، ۱۳۹۲ل.
  • سید بن طاووس، علي بن موسی، اللهوف علی قتلی الطفوف، تهران، جهان خپرندویه، ۱۳۵۳ل.
  • شریفي، محمود؛ سید حسین سجادي‌تبار؛ علي غلامي؛ مهدي اسماعیلي؛ او محمد بابایي، فرهنگ جامع سخنان امام سجاد(ع) (د امام سجاد(ع) د ویناوو جامع فرهنګ)، د باقرالعلوم(ع) د څېړنیز مرکز په ملاتړ، تهران، د اسلامي تبلیغاتو سازمان، ۱۳۹۴ل.
  • شهیدي، سید جعفر، زندګانی علی ابن الحسین(ع) (د علي بن الحسین(ع) ژوندلیک)، تهران، د اسلامي فرهنګ د خپرولو دفتر، دیارلسم چاپ، ۱۳۸۵ل.
  • طبرسي، احمد بن علي، الاحتجاج علی أهل اللجاج، څېړنه: محمدباقر خرسان، مشهد، مرتضی خپرندویه، ۱۴۰۳ق.
  • عندلیب همداني، حسین، ثارالله: خون حسین علیه السلام در رگ‌های اسلام (د حسین علیه السلام وینه د اسلام په رګونو کې)، قم، د «در راه حق» مؤسسه، ۱۳۷۹ل.
  • فارسي مدان، علي، «مخاطب‌شناسی خطبه‌های امام سجاد(ع) در کوفه و شام» (په کوفه او شام کې د امام سجاد(ع) د خطبو د مخاطب پېژندنه)، د معارف حسيني فصلنامه، ۶م پړاو، ۲۱مه ګڼه، ۱۴۰۰ل.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، عاشورا ريشه‌ها، انگيزه‌ها، رويدادها، پيامدها (عاشورا: ریښې، انګېزې، پېښې او پایلې)، د یو شمېر فاضلانو په تنظیم، قم، د امام علي بن ابي طالب(ع) خپرندویه، ۱۳۸۷ل.
  • واحدي‌فرد، محمدصادق؛ محمد رمضان‌پور؛ او حسن غفاري روزي، «شیوه‌های حفظ حماسه حسینی در منظر امام سجاد(ع) و مقایسه آن با دوران معاصر» (د امام سجاد(ع) له نظره د حسيني حماسې د ساتنې لارې او د معاصرې دورې سره یې پرتله)، د امام سجاد(ع) د نړیوال کنفرانس د مقالو ټولګه، لومړی ټوک، قم، د اهل‌بیت(ع) د نړیوال ټولنې، ۱۳۹۴ل.