د انفال سورې ۱۷ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | انفال سوره |
| د آیت شمېر | ۱۷ |
| جزء | ۹ و ۱۰ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نازلیدو شأن | د بدر په جګړه کې د مسلمانانو بریا ځان ته منسوبول |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | اعتقادي |
| په اړه | د بدر غزوه |
| اړونده آیتونه | د انفال سورې ۴۲ آیت |
د انفال سورې ۱۷ آیت د بدر په غزا کې د مسلمانانو بری د الله تعالی د مرستې پایله بولي او دا څرګندوي چې مسلمانان باید د دې بري له امله په ځانستاینه او تفاخر اخته نه شي؛ ځکه دا جګړه د هغوی لپاره یوه الهي ازموینه وه.
راپور شوی چې د بدر په جګړه کې رسول الله(ص) یوه موټی شګې او واړه کاڼي د دښمن پر لور وغورځول چې د مشرکانو سترګو او خولو ته ننوتل، وېره پرې خپره شوه او همدا د هغوی د ماتې سبب شوه. کله چې مسلمانان بېرته ستنېدل، په دې بري خوشحال وو او یو پر بل یې فخر کاوه، نو دا آیت نازل شو.
د مفسرانو په وینا، دا چې آیت وایي: «تاسو دا کار ونه کړ»، مطلب یې دا دی چې پر دښمن د برلاسۍ ځواک او هغه معجزې چې د بدر په جګړه کې پېښې شوې او د دښمن د ماتې لامل شوې، ټولې د الله له لوري وې.
پېژندنه
د انفال سورې ۱۷ آیت یادونه کوي چې د بدر په جګړه کې د مشرکانو ماتې د الله تعالی د مرستې پایله وه، څو مسلمانان په ځانغوښتنه او غرور اخته نه شي؛ ځکه په مخکینیو آیتونو کې هغوی له مشرکانو سره جګړې ته بلل شوي وو او د دښمن وژل یې ځان ته منسوبول.[۱]
د «وَ مَا رَمَیْتَ إِذْ رَمَیْتَ وَ لَٰکِنَّ اللَّهَ رَمَىٰ» له عبارت څخه، چې د مؤمنانو لپاره د الله مرستې ته اشاره کوي، د بري په پیغامونو[۲] او د دښمن پر وړاندې د مقاومت د روحیې په پیاوړتیا کې ګټه اخیستل شوې ده.[۳]
فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
(نو تاسو هغوی ونه وژل، بلکې الله هغوی ووژل؛ او کله چې دې [شګې] وغورځولې، ته نه وې چې ودې غورځولې، بلکې الله وغورځولې، چې مؤمنان په ښه ازموینه وازمويي؛ بېشکه الله ښه اورېدونکی او ښه پوه دی.)
انفال سوره، ۱۷ آیت
د نزول سبب
د مفسرانو په وینا، دا آیت د بدر د جنګ په اړه نازل شوی دی.[۴] په دې جګړه کې رسول الله(ص) د جبرئیل په امر د دښمن پر لور شګې وغورځولې چې د مشرکانو په زړونو کې یې وېره واچوله. وروسته مسلمانانو جګړه روانه وساتله او دښمن یې مات کړ.[۵] له بري وروسته مسلمانان یو پر بل ویاړېدل چې هر یوه څه کړي دي؛ نو دا آیت د دې لپاره نازل شو چې یادونه وکړي بری یوازې د الله له لوري دی.[۶]
د بدر غزا؛ د اعجاز او الهي ازموینې ډګر
د بدر غزا د الهي اعجاز او الهي آزموینه یوه بېلګه ګڼل کېږي. په هغه آیت کې چې وایي: «لِیُبْلِیَ الْمُؤْمِنِینَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا»، مراد دا دی چې مؤمنان د نعمت او بري له لارې وازمویل شي.[۷] ناصر مکارم شیرازي «بلاء حسن» د نعمتونو او بریاوو له لارې الهي ازموینه بولي، چې د «بلاء سیء» (د مصیبتونو له لارې ازموینه) مقابله ده.[۸] هغه وایي الله غوښتل چې مسلمانان په خپل لومړي وسلهوال ټکر کې د بري خوند وڅکي او زړونه یې پیاوړي شي؛ خو دا بری باید د غرور لامل نه شي، او مسلمانان باید له الله څخه پر توکل غافل نه شي؛ له همدې امله آیت د «إِنَّ اللَّهَ سَمِیعٌ عَلِیمٌ» په جمله پای ته رسېږي.[۹]
علامه طباطبایي په المیزان تفسیر کې د مسلمانانو بری د طبیعي قوانینو خلاف او د الهي مرستې پایله بولي. هغه وایي چې د پرښتو نزول او د مشرکانو په زړونو کې د وېرې اچول د دې لامل شول چې دا بری الله ته منسوب شي، که څه هم په ظاهر کې رسول الله(ص) او مؤمنان په جګړه کې حاضر وو.[۱۰]
ایا د آیت محتوا پر جبر دلالت کوي؟
اشاعره باور لري چې دا آیت، چې الله تعالی د مشرکانو وژل او د شګو غورځول ځان ته منسوب کړي، پر جبر دلالت کوي؛ یعنې انسانان په خپلو اعمالو کې هېڅ اختیار نه لري[۱۱] او هر څه د الله تر ارادې او فعل لاندې دي، آن ایمان، کفر، کښېناستل او پورته کېدل.[۱۲]
خو د دې نظر په ځواب کې ویل شوي چې د دې اعمالو الله ته نسبت ورکول دا ښيي چې: لومړی: هغه ځواک او توان چې مسلمانانو د بدر په جګړه کې د بري لپاره وکاراوه، د الله له لوري و. دویم: هغه معجزې او الهي مرستې چې د مسلمانانو روحیه یې لوړه کړه او د دښمن د ماتې سبب شوې، په حقیقت کې د الله کار و. نو په دې معنا، بری هم د انسانانو کار و (ځکه د هغوی په اراده او هڅه ترسره شو) او هم د الله کار و (ځکه الهي ځواک یې تر شا و).[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۸۲ش، ټوک۴، مخ۸۱۵.
- ↑ «پیام امام خمینی به مناسبت آزادی خرمشهر»، د امام خمیني پورټل.
- ↑ «و ما رمیت اذ رمیت»، د دانشجو خبري آژانس.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۸۲ش، ټوک۴، مخ۸۱۴؛ مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۱۵، مخ۴۶۶؛ طباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۷ق، ټوک۹، مخ۳۸.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۸۲ش، ټوک۴، مخ۸۱۴؛ واحدی، أسباب نزول، ۱۴۱۱ق، مخ۲۳۷.
- ↑ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ټوک۳، مخ۵۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۱۱۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۱۱۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۱۱۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، منشورات اسماعيليان، ټوک۹، مخونه۳۸-۳۹.
- ↑ ملاصدرای شیرازی، محمدبن ابراهیم، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۱۵، مخ۴۶۶؛ قاسمی، محاسن التأویل، ۱۴۱۸ق، ټوک۵، مخ۲۶۹.
- ↑ طیب، کلم الطیب، ۱۳۶۳ش، مخ۱۰۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۱۱۵.
سرچينې
- بېضاوي، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، څېړنه: المرعشلي، محمد عبدالرحمن، بیروت، دار احیاء التراث العربي، لومړی چاپ، ۱۴۱۸هـ.ق.
- «پیام امام خمینی به مناسبت آزادی خرمشهر»( د خرمشهر د آزادۍ په مناسبت د امام خميني پېغام)، د امام خميني پورټل، د خپرېدو نېټه: ۴ غبرګولی ۱۴۰۰ل، د لیدنې نېټه: ۲۶ لړم ۱۴۰۲ل.
- طباطبايي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرندویې دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷هـ.ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: بلاغي، محمد جواد، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۸۲ل.
- طیب، سید عبدالحسین، کلم الطیب در تقریر عقاید اسلام، ۱۰۸ مخ، کتابخانه اسلام، څلورم چاپ، ۱۳۶۳ل.
- فخرالدین رازي، ابوعبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰هـ.ق.
- قاسمي، محمد جمالالدین، محاسن التأویل، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۸هـ.ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.
- واحدي، علي بن احمد، اسباب نزول القرآن، څېړنه: زغلول، کمال بسیوني، بیروت، دارالکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ.ق.
- «و ما رمیت اذ رمیت»، د دانشجو خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۶ تله ۱۳۹۱ل، د لیدنې نېټه: ۲۶ لړم ۱۴۰۲ل.