منځپانگې ته ورتلل

د آل عمران سورې ۱۴۴ آیت

د wikishia لخوا
د آل عمران سورې ۱۴۴ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتآل عمران سوره
د آیت شمېر۱۴۴
جزء۴
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأنلری
د نزول ځایمدینه
موضوعاعتقادي او اخلاقي
په اړهدا د هغو مسلمانانو په اړه ده، چې د احد په غزا کې یې د رسول الله(ص) د شهادت (وژل کېدو) د خبر په اورېدو سره له اسلام څخه مخ واړاوه (له دینه وګرځېدل).


د آل عمران سورې ۱۴۴ آیت پیغمبر(ص) یوازې د خدای له لوري د رسول په توګه معرفي کوي، او د هغه له وفاته وروسته، مسلمانان باید خپل ایمان پری نه ږدي.[۱] په دې آیت کې، پداسې حال کې چې د هغو کسانو غندنه کوي چې له اسلام څخه مخ اړوي، شکر کوونکو سره د اجر ژمنه کیږي.[۲] شکر کوونکي هغه کسان وو چې د پیغمبر(ص) د شهادت د اوازې له اوریدو وروسته یې هم خپلې هڅې نه دي پرېښې. د علامه طباطبایي په وینا، دوي د ایمان په لاره کې ثابت قدم دي[۳] او له شیطان څخه خوندي دي.[۴]

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ


او محمد(ص) یوازې یو رسول دی، چې له هغه څخه مخکې هم پيغمبران تېر شوي دي نو که هغه وفات شي یا قتل کړی شي نو تاسو به له خپل ایمان څخه بیرته وګرځئ؟ او څوک چې له خپل ایمان څخه مخ واړوي هیڅکله به الله ته هیڅ زیان ونه رسوي. او الله به ډیر ژر شکر کوونکو ته اجر ورکړي.



آل عمران سوره، ۱۴۴ آیت

شیعه[۵] او سني[۶] مفسرین په دې باور دي چې د دې آیت شان نزول د هغو کسانو په هکله دی چې د احد په جګړه کې یې کله د حضرت محمد(ص) د شهادت اوازه واوریده نو له اسلام څخه یې مخ واړوه. علامه طباطبايي هم د آیت سیاق د هغې د شان نزول لپاره د دلیل په توګه ګڼي.[۷] په هرصورت، سید عبدالحسین طیب وايي چې دا آیت د پیغمبر(ص) د وفات وروسته ځینو پیښو او د هغه د جانشینۍ کیسې ته اشاره کوي.[۸] په تفسیر عیاشي کې روایت شوی چې امام علي(ع) د جمل په جګړه کې وویل چې خدای د هیڅ پیغمبر روح نه دی اخیستی مګر دا چې د خلکو په منځ کې یې یو داسې څوک و چې هغه سیرت او سنت ته یې خلک هدایتول. بیا یې دا آیت تلاوت کړ.[۹]

د احد په جګړه کې، عمرو بن قمیئه په پیغمبر(ص) باندې د ډبرې ګوزار وکړ چې هغه یې ټپي کړ. مصعب بن عمیر چې د پیغمبر(ص) سره یې ورته والی درلود، شهید شو او دښمن فکر کاوه چې پیغمبر(ص) شهید شوی دی. دا اوازه سبب شوه چې د مسلمانانو صفونو وران شي او ځینې له میدانه وتښتېدل، خو ځينې کسانو لکه امام علي علیه السلام او ابو دجانه مقاومت وکړ.[۱۰] وروسته له دې چې څرګنده شوه چې پیغمبر(ص) ژوندی دی، یو آیت نازل شو، چې د هغو کسانو غندنه یې وکړه چې تښتیدلي وو او هغه کسان یې وهڅول چې ثابت پاتې وو.[۱۱]

د ډیرو شیعه مفسرینو له نظره، د «انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ» عبارت له اسلامه د بیرته ګرځیدو په معنا دی[۱۲] وروسته له دې چې د پیغمبر(ص) د شهادت اوازه خپره شوه.[۱۳] فخر رازي، چې یو سني مفسر دی، دا نظر تایید کړی دی.[۱۴] ځینو شیعه او سني مفسرینو «انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ»[۱۵] د توحید پریښودلو او جهاد پریښودلو په معنی ګڼلی دی.[۱۶] محمد هادي معرفت هم دا جمله د پيغمبر(ص) له وفات وروسته د اسلام د پای ته رسېدو د احساس په معنی ګڼي.[۱۷] طیب دا ارتداد له پيغمبر(ص) وروسته د ځای ناستي د انتخاب په اړه اندیښنې سره تړلی ګڼي.[۱۸]

مکارم شیرازي دا آیت د مسلمانانو لپاره د یو درس په توګه ګوري چې دوي باید په یو ځانګړي فرد یا ډلې تکیه ونکړي، بلکې باید اصولي او سازماني واوسي.[۱۹] علامه طباطبایي هم ټینګار کوي چې مسلمانان باید د دین بقا د پیغمبر(ص) ژوندي پاتې کیدو سره ونه نښلوي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. طبرسی، مجمع البيان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۸۵۰.
  2. اشکوری، تفسير شريف لاهيجى، ۱۳۷۳ش، ټوک۱، مخ۳۸۵؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ټوک۴، مخ۳۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ټوک۳، مخ۱۱۷؛ معرفت، التفسیر الاثری الجامع، ۱۳۸۷ش، ټوک۹، مخ۱۰۷؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۹، مخ۳۷۷.
  3. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ټوک۴، مخونه۳۹-۴۰.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ټوک۴، مخ۳۹.
  5. قمی،‌ تفسير القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۱۹؛ طوسی، التبيان، بیروت،‌ ټوک۳، مخونه۶-۷؛ طبرسی، مجمع البيان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخونه۸۴۸-۸۴۹؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ټوک۵، مخونه۹۱-۹۴؛ کاشانی، تفسیر کبیر منهج الصادقين، ۱۳۳۶ش، ټوک۲، مخونه۳۴۹-۳۵۰؛ جرجانی، تفسیر گازر، ۱۳۳۷ش، ټوک۲، مخونه۱۳۰-۱۳۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ټوک۳، مخ۱۱۵؛ مغنیه، التفسير الکاشف، دار الکتاب الاسلامی،‌ ۱۴۲۸ق، ټوک۲، مخونه۱۶۹-۱۷۱؛ معرفت، التفسیر الاثری الجامع، ۱۳۸۷ش، ټوک۹، مخ۱۰۷.
  6. عبده، الاعمال الکاملة، ۱۴۲۷ق، ټوک۵، مخونه۱۱۸-۱۱۹؛ بیضاوی، انوار التنزیل، ۱۴۱۸، ټوک۲، مخ۴۱؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۹، مخ۳۷۶؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخونه۴۲۲-۴۲۳
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ټوک۴، مخونه۳۷-۳۸.
  8. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ټوک۳، مخ۳۷۵.
  9. عیاشی، تفسير العيّاشی، ۱۳۸۰ق، ټوک۱، مخ۲۰۰.
  10. قمی،‌ تفسير القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۱۹؛ طوسی، التبيان، بیروت،‌ ټوک۳، مخونه۶-۷؛ طبرسی، مجمع البيان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخونه۸۴۸-۸۴۹؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ج۵، مخونه۹۱-۹۴؛ کاشانی، تفسیر کبیر منهج الصادقين، ۱۳۳۶ش، ټوک۲، مخونه۳۴۹-۳۵۰؛ جرجانی، تفسیر گازر، ۱۳۳۷ش، ټوک۲، مخونه۱۳۰-۱۳۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ټوک۴، مخ۳۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ټوک۳، مخ۱۱۵؛ مغنیه، التفسير الکاشف، دار الکتاب الاسلامی،‌ ۱۴۲۸ق، ټوک۲، مخونه۱۶۹-۱۷۱؛ معرفت، التفسیر الاثری الجامع، ۱۳۸۷ش، ټوک۹، مخ۱۰۷.
  11. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۸۷؛ شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، مخ۱۴۳؛ کوفی، تفسير فرات الكوفی، ۱۴۱۰ق، مخ۹۵؛ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ټوک۸، مخ۱۱۰؛ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، مخ۲۰۰؛ ابن هشام،‌ السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۲، مخ۱۰۰؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۴۶ش، ټوک۲، مخونه۵۱۴-۵۱۵؛ زرندی، نظم درر السمطين، ۱۴۲۵ق، ۲۰۰۴م، مخونه۱۵۳-۱۵۴؛ ابن اثیر، الكامل، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخونه۱۴۸-۱۵۴.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ټوک۴، مخ۳۷.
  13. مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ټوک۱، مخ۳۰۵؛ قمی،‌ تفسير القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۱۹؛ طوسی، التبيان، بیروت،‌ ټوک۳، مخ۷؛ طبرسی، مجمع البيان، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۸۵۰؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ټوک۵، مخ۹۶؛ فیض کاشانی، تفسير الصافی، ۱۳۷۳ش، ټوک۱، مخ۳۸۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ټوک۳، مخونه۱۱۶-۱۱۷.
  14. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۹، مخ۳۷۷.
  15. اشکوری، تفسير شريف لاهيجى، ۱۳۷۳ش، ټوک۱، مخونه۳۸۴-۳۸۵؛ کاشانی، تفسیر کبیر منهج الصادقين، ۱۳۳۶ش، ټوک۲، مخونه۳۵۰-۳۵۱؛ صادقی تهرانی، البلاغ، ۱۳۷۷ش، مخ۶۸.
  16. مغنیه، التفسير الکاشف، دار الکتاب الاسلامی،‌ ۱۴۲۸ق، ټوک۲، مخ۱۷۱؛ عبده، الاعمال الکاملة، ۱۴۲۷ق، ټوک۵، مخونه۱۱۸-۱۱۹.
  17. معرفت، التفسیر الاثری الجامع، ۱۳۸۷ش، ټوک۹، مخ۱۰۷.
  18. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ټوک۳، مخ۳۷۵.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ټوک۳، مخونه۱۱۶-۱۱۷.
  20. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ټوک۴، مخ۳۷.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علي بن محمد، الکامل في التاریخ، بیروت، دار صادر، لومړی چاپ، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق او تصحیح: ابراهیم ابیاري، مصطفی سقا او عبدالحفیظ شبلي، بیروت، دار المعرفة، بې‌نېټې.
  • ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض الجنان و روح الجنان في تفسیر القرآن، تصحیح: محمدمهدي ناصح او محمدجعفر یاحقي، مشهد، د آستان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۳۷۱ل.
  • اشکوري، محمد بن علي، تفسیر شریف لاهیجي، تصحیح: جلال‌الدین محدث، تهران، د نشر داد دفتر، ۱۳۷۳ل.
  • بیضاوي، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التاویل، راټولونه: محمد عبدالرحمن مرعشلي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۱۸ق/ ۱۹۹۸م.
  • جرجاني، حسین بن حسن، تفسیر گازر، راټولونه: عزیزالله عطاردي قوچاني، تصحیح: جلال‌الدین محدث، بې‌ځایه، بې‌ن، ۱۳۳۷ل/ ۱۳۷۸ق.
  • زرندي، محمد بن یوسف، نظم درر السمطین في فضائل المصطفی و المرتضی و البتول و السبطین، تحقیق: علي عاشور، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۵ق، ۲۰۰۴م.
  • زمخشري، محمود بن عمر، الکشاف، بیروت، دار الکتاب العربي، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، الامالي، ژباړه: محمدباقر کمره يي، تهران، کتابچي، ۱۳۷۶ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الامالي، قم، دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، د محمدمحسن آقابزرګ تهرانې په سریزې سره، تصحیح: احمد حبیب عاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد في معرفة حجج الله علی العباد، قم، المؤتمر العالمي لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • صادقي تهرانې، محمد، البلاغ في تفسیر القرآن بالقرآن، قم، مکتبة محمد الصادقي تهرانې، ۱۳۷۷ل/ ۱۴۱۹ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان، تصحیح: هاشم رسولي او فضل‌الله یزدي طباطبایي، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۸ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الطبري: تاریخ الامم و الملوک، بیروت، روائع التراث العربي، ۱۳۴۶ل/ ۱۳۸۷ق/ ۱۹۶۷م.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، اسلام، ۱۳۷۸ل.
  • عبده، محمد، الاعمال الکاملة، تحقیق: محمد عماره، مصر، دار الشروق، ۱۴۲۷ق/ ۲۰۰۶م.
  • عیاشي، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشي، تصحیح: هاشم رسولي، تهران، مکتبة العلمیة الاسلامیة، ۱۳۸۰ق.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ق/ ۱۹۹۹م.
  • فیض کاشاني، محمد بن شاه مرتضی، تفسیر الصافي، تصحیح: حسین اعلمي، تهران، مکتبة الصدر، ۱۳۷۳ل/ ۱۴۱۵ق.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، تصحیح: طیب جزایري، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کاشاني، فتح‌الله بن شکر‌الله، تفسیر کبیر منهج الصادقین في الزام المخالفین، تهران، محمدحسن علمي کتاب‌پلورنځی او چاپخونه، ۱۳۳۶ل.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تصحیح: علي‌اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۶۳ل.
  • کوفي، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفي، تصحیح: محمد کاظم، تهران، د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت د نشر او چاپ مؤسسه، ۱۴۱۰ق/ ۱۹۹۰م.
  • معرفت، محمدهادي، التفسیر الاثري الجامع، قم، د التمهید کلتوري او خپرونې مؤسسه، ۱۳۸۷ل/ ۱۴۲۹ق/ ۲۰۰۸م.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، بې‌ځایه، دار الکتاب الاسلامي، ۱۴۲۸ق/ ۲۰۰۳م.
  • مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، تحقیق: عبدالله محمود شحاته، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۳ق/ ۲۰۰۲م.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ل.