منځپانگې ته ورتلل

شبه عمد قتل

د wikishia لخوا

شبهِ عمد قتل د قتل یو ډول دی چې په هغه کې قاتل د وژلو اراده نه لري او ترسره شوی عمل هم معمولا وژونکی نه وي، خو قاتل په قصدي ډول دا عمل ترسره کړی دی؛ لکه طبي عملیات چې په غیر ارادي ډول د ناروغ د مرګ لامل کیږي. شبهِ عمد قتل د عمدي قتل او غیر عمد په مقابله کې دی چې په لومړي کې، قاتل د وژلو اراده لري او په وروستي کې نه د وژلو اراده لري او نه یې هم په قصدي ډول هغه عمل ترسره کړی وي چې د مقتول د مرګ لامل کیږي.

د فقیهانو په وینا، شبه عمد قتل قصاص نه لري، خو قاتل باید پوره دیه ورکړي او کفاره ورکړي. کفاره یې دوه میاشتې پرله پسې روژې نیول دي او که امکان یې نه وي نو شپیتو فقیرانو ته خواړه ورکړي.

د ایران د اسلامي سزا قانون، د شبه عمد ځینې بیلګو ته اشاره کړې ده او هغه قتل چې په ناخبرۍ کې ترسره شوی دی، د شبه عمد قتل له مصداقونو ګڼل شوی دی.

موقعیت

شبه عمد قتل د قتل له ډولونو دی.[۱] فقیهانو د دې عنوان په هکله په ځینې برخو لکه قصاص او دیات کې بحث کړی دی او دې سره تړلي احکام یې بیان کړي دي.[۲] په ځینو حدیثي سرچینو کې په دې عنوان سره یو باب هم شته.[۳] د نساء سوره په ۹۲ آیت کې غیر عمد قتل او د هغې د دیې واجب کیدو ته اشاره شوې ده و مفسرانو دا په شبه عمد قتل تطبیق کړی دی.[۴]

مفهوم پيژندنه

شبه عمد قتل دې ته ویل کیږي چې یو انسان ووژني، بې له دې چې قاتل یې د وژلو قصد کړی وي او کوم کار چې یې ترسره کړی دی هغه هم وژونکی نه دی، خو هغه کار یې له قصده ترسره کړی دی؛[۵] لکه ځینې طبي عملیات چې په ناغوښتی سره د ناروغ د مرګ سبب کیږي[۶] او خپل بچي وهل چې په ناغوښتی زړه د هغه د مرګ سبب شي.[۷] په فقهي او حقوقي سرچینو کې، شبه عمد قتل د دوه ډول قتلونو یعنی عمدي قتل او خطا قتل یا غیر عمد په مقابله کې تقسیم شوی دی.[۸]

د عمدي قتل پرتله او ملاک دا دی چې عمل او په قتل کې د قاتل اراده، دواړه عمدي وي. د غیر عمد قتل ملاک دا دی چې هم عمل او هم د قاتل اراده په خطايۍ سره وي، مثلا یو ځناور ولي خو مرمۍ په غلطۍ سره په انسان ورشي.[۹] د شبه عمد قتل ملاک دا دی چې عمل یې عمدي وي خو د وژلو نیت او اراده یې نه وي.[۱۰]

شبه عمد قتل کله کله ځینې ابهاماتو سره مخامخ دی او د مشخص کولو کې یې اختلاف دی؛ ځکه چې دې کې دواړه څیزونه راغلي دي هم په کې عمد شته او هم خطا؛[۱۱] یعنی له دې نظره چې قاتل د دې کار قصد درلود، د عمدي قتل په شان دی او له دې نظره چې د قتل قصد یې نه درلود نو خطا په شان دی.[۱۲] مثلا یو کس چې بل ته ضرر ورسوي چې یواځې د هغه د ناروغۍ سبب شي خو په راتلونکي وخت کې یې همدا ناروغي د مرګ سبب شي، نو د فقیهانو تر مینځ اختلاف دی چې آیا دا عمدي قتل دی که شبه عمد دی.[۱۳]

د شبه عمد قتل حکم

د فقیهانو د فتوا له مخې، شبه عمد قتل د دې سبب نه کیږي چې قاتل قصاص شي؛ بلکې باید دیه ورکړي.[۱۴] په شبه عمد قتل کې د دیې د ورکولو وخت دوه کاله دی او په خپله د قاتل له ماله باید ورکړی شي.[۱۵] په فقهي سرچینو کې راغلي دي کله کله د دیې ورکول ابراء ذمه (د دیې د څیښتن په حقه سترګې پټولو) سره او همدارنګ له هغه څخه د مسئولیت حق په اوچتولو سره، لری کیږي؛ مثلا که یو ډاکټر د ناروغ له درملنی وړاندې ووايي چې که ناروغ وفات شو نو زه یې ذمه وار نه یم او د ناروغ ولي یې ومني، او ډاکټر هم په درملنی کې کوم کمی ونه کړي او ناروغ وفات شي، نو د مشهور د نظر مطابق، په ډاکټر باندې دیه ورکول واجب نه دي.[۱۶]

د فقیهانو د وینا له مخې، په شبه عمد قتل کې، په دیې سربیره، کفاره هم باید ورکړي.[۱۷] د مشهور د نظر له مخې،[۱۸] د کفارې ورکول په دې ترتیب سره دي: د یو مریي ازادول؛ که بیا ممکن نه وي، دوه میاشتې پرله پسې روژې نیول؛ که په دې کې یو هم ممکن نه وي، نو شپیتو فقیرانو ته ډوډۍ ورکول.[۱۹]

شبه عمد قتل د ایران او ځینې نورو هیوادونو په قانونونو کې

په ایران کې، د جزا عمومي قانون چې په ۱۳۰۴ لمریز کال کې تصویب شوی او په ۱۳۵۳ لمریز کال کې یې اصلاح شوی، د قتل ډولونه د عمدي او غیر عمدي قتل په توګه تعریف کړي وو؛ خو په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د اسلامي انقلاب له راتلو وروسته، همدارنګ د اسلامي مجازاتو قانون چې په ۱۳۷۰ لمریز کال کې او د دیات او اسلامي مجازاتو قانون چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ولیکل شو، د قتل ډولونه د دریو اصلي سرلیکونو لاندې تشریح شوي: عمدي قتل، نیم عمدي قتل، او خالص په غلطۍ سره قتل.[۲۰]

د اسلامي جزا قانون ۲۹۱ ماده د نیم عمدي قتل قضیو ته اشاره کوي او هغه قتل چې د ناپوهۍ له امله ترسره شوی د نیم عمدي قتل یو مصداق ګڼي؛ د مثال په توګه، مثلا یو ښکاری په یو انسان باندې په دې ګمان ډز وکړي چې فکر کوي هغه ځناور دی او ویې وژني.[۲۱] په ځینو غیر اسلامي قانوني سیسټمونو کې، لکه فرانسه، قتل په عمدي او غیر عمدي قتل ویشل شوی، او د نیم عمدي قتل هیڅ یادونه په کې نه ده شوی.[۲۲]

فوټ نوټ

  1. قطب‌الدین راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۱۴.
  2. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلّی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۲۲۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۴۲، ص۷؛ سبزواری، مهذّب الأحکام، ۱۴۱۳ق، ج۲۹، ص۶۲.
  3. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۷۸؛ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۹، ص۳۵.
  4. د مثال په توګه وګورئ: طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۱۳۶؛ فخرالدین رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۷۶-۱۷۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۷۱.
  5. گرجی، آیات الاحکام حقوقی و جزایی، ۱۳۸۵ش، ص۴۵.
  6. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۴۳، ص۴۶-۴۷؛ منتظری، احکام پزشکی، ۱۴۲۷ق، ص۵۱؛ فاضل لنکرانی، احکام پزشکان و بیماران، ۱۴۲۷ق، ص۱۸۷.
  7. گرجی، آیات الاحکام حقوقی و جزایی، ۱۳۸۵ش، ص۴۵.
  8. قطب‌الدین راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۱۴؛ «ماده ۲۸۹ قانون مجازات اسلامی»، مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی؛ احمدی‌نژاد، «بزه قتل عمد در حقوق ایران و فقه امامیه»، ص۱۰۱ و ۱۰۲.
  9. محقق حلّی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۲۲۸.
  10. محقق حلّی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۲۲۸.
  11. حاتمی و دیگران، «تشخیص قتل شبه عمدی در فقه امامیه و نظام های حقوقی ایران و فرانسه»، ص۱۱۵.
  12. مالمیر و دیگران، «معیارهای قتل شبه عمد در فقه امامیه و حقوق موضوعه ایران»، ص۵۶.
  13. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۴۹۲.
  14. حلّی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۵۲۷؛ قطب‌الدین راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۱۵.
  15. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۲۲۹؛ شهید ثانی، الروضه البهیه، مجمع الفکر الاسلامی، ج۴، ص۴۸۸؛ امام خمینی، تحریرالوسیله، دارالعلم، ج۲، ص۵۵۶-۵۵۷.
  16. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۴۳، ص۴۶-۴۷؛ منتظری، احکام پزشکی، ۱۴۲۷ق، ص۵۱؛ فاضل لنکرانی، احکام پزشکان و بیماران، ۱۴۲۷ق، ص۱۸۷.
  17. قطب‌الدین راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۱۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۴۳، ص۴۰۷؛ منتظری، الأحکام الشرعیة، ۱۴۱۳ق، ص۵۶۴.
  18. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۴، ص۴۹۵.
  19. قطب‌الدین راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۱۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۴۳، ص۴۰۷.
  20. حاتمی و دیگران، «تشخیص قتل شبه عمدی در فقه امامیه و نظام های حقوقی ایران و فرانسه»، ص۱۲۴.
  21. «قانون مجازات اسلامی»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی.
  22. حاتمی و دیگران، «تشخیص قتل شبه عمدی در فقه امامیه و نظام های حقوقی ایران و فرانسه»، ص۱۳۰.

سرچينې

  • احمدی‌نژاد، نیما، «بزه قتل عمد در حقوق ایران و فقه امامیه»، پژوهش ملل، شماره ۵۸، آبان ۱۳۹۹ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسه مطبوعات دارالعلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • جزیری، عبد الرحمن، غروی، سید محمد، مازح، یاسر، الفقه علی المذاهب الأربعة و مذهب أهل البیت وفقاً لمذهب أهل البیت(علیهم السلام)، بیروت، دار الثقلین، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • حاتمی، محمود و دیگران، «تشخیص قتل شبه عمدی در فقه امامیه و نظام های حقوقی ایران و فرانسه»، در فصلنامه پژوهش تطبیقی حقوق اسلام و غرب، شمارهٔ ۲، تابستان ۱۴۰۱ش.
  • حسینی شیرازی، سید محمد، فقه العولمة، بیروت، مؤسسة الفکر الإسلامی، اول، ۱۴۲۳ق.
  • حلّی، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • سبزواری، سید عبدالأعلی، مهذّب الأحکام فی بیان الحلال و الحرام، قم، مؤسسه المنار، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضه البهیه فی شرح اللمعه الدمشقیه، قم، مجمع الفکر الاسلامی، بی‌تا.
  • شیخ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، احکام پزشکان و بیماران، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
  • فخرالدین رازی، ابوعبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • «قانون مجازات اسلامی»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی، تاریخ نشر: ۱ اردیبهشت ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید، ۲۵ آذر ۱۴۰۳ش.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن عبداللّٰه، فقه القرآن، تحقیق: سید احمد حسینی، قم، انتشارات کتابخانه آیةالله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
  • کلینی، محمدبن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • گرجی، ابوالقاسم، آیات الاحکام حقوقی و جزایی، تهران، نشر میزان، چاپ سوم، ۱۳۸۵ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • مالمیر، محمود و دیگران، «معیارهای قتل شبه عمد در فقه امامیه و حقوق موضوعه ایران»، در مجله علمی فقه، حقوق و علوم جزا، شمارهٔ ۱۰، زمستان ۱۳۹۷ش.
  • محقق حلّی، نجم الدین جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح: عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، نظریه حقوقی اسلام، تحقیق و نگارش: محمدمهدی نادری قمی و محمدمهدی کریمی‌نیا، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۹۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • منتظری، حسین‌علی، احکام پزشکی، قم، نشر سایه، چاپ، سوم، ۱۴۲۷ق.
  • منتظری، حسینعلی، الأحکام الشرعیة علی مذهب أهل البیت(ع)، قم، نشر تفکر، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • موحدی ساوجی، محمدحسن، «بررسی تطبیقی حق حیات از دیدگاه قرآن کریم و اسناد حقوق بشر»، دین و دنیای معاصر، شماره ۱۰، ۱۳۹۸ش.
  • نجفی جواهری، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ق.