مسوده:وینځه
وینځه (په عربي کې: جاریه)[۱] هغې غلامې ښځې ته ویل کېدل[۲] چې د غلامۍ او مرییتوب په نظام کې د جګړې له لارې د اسیرېدو یا د پېر او پلور له لارې د خلکو په ملکیت کې راتله. د تشیع په تاریخ کې، د اوو شیعه امامانو میندې، چې نومونه یې شهربانو،[۳] حُمَیده،[۴] نَجمه،[۵] سَبیکه،[۶] سَمانه،[۷] حُدیث،[۸] او نَرجِس[۹] دي، وینځې وې.
وینځې په دوو طریقو اسلامي ټولنې ته داخلېدې: د مسلمانانو او کفارو ترمنځ د جګړې په ډګر کې اسیرېدل،[۱۰] یا د مریانو د سوداګرۍ او تجارت له لارې له غیر اسلامي سیمو څخه انتقالېدل.[۱۱] له اسلام څخه مخکې[۱۲] د وینځو پېر او پلور د مکې په څېر سیمو کې دود و.[۱۳] د اسلام په لومړیو وختونو کې د وینځو شتون په قرآن[۱۴] او روایتونو[۱۵] کې هم منعکس شوی دی.[۱۶] په قرآن[۱۷] کې مؤمنه وینځه پر مشرکې آزادې ښځې غوره بلل شوې ده.[۱۸] د نور سورت په ۳۳م آیت کې وینځې زنا ته اړ ایستل او له دې لارې د عاید ترلاسه کول منع شوي دي.[۱۹]
د مالک او وینځې ترمنځ جنسي اړیکه د «مِلکِ یمین» اړوندو فقهي احکامو په چوکاټ کې تنظیم شوې ده. دغه احکام په فقهي سرچینو کې، په ځانګړي ډول د نکاح په بابونو کې، څېړل شوي دي.[۲۰] له بلې خوا، د اسلام په دیني متونو کې له وینځو سره پر انساني چلند او د هغوی د آزادولو پر هڅونې ټینګار شوی دی.[۲۱] د اهلسنتو په ځینو روایتي سرچینو کې له رسول الله(ص) څخه د وینځې لپاره د «زما لور» په څېر د نرمو او مهربانه اصطلاحاتو د کارولو سپارښتنې نقل شوې دي.[۲۲]
په شیعه فقهي[۲۳] او روایتي[۲۴] سرچینو کې د «کِتابُ العِتْق» تر عنوان لاندې برخې د مریانو د آزادولو احکامو ته ځانګړې شوې دي چې د مرتضی مطهري په وینا، د غلامۍ (رق) پر ځای د آزادۍ (عتق) په اړه د اسلام د پاملرنې ښکارندويي کوي.[۲۵] په اسلام کې د وینځې د آزادېدو له لارو څخه یوه دا ده چې له خپل مالک څخه اولاد وزېږوي.[۲۶] داسې ښځه چې په فقه کې أُمِّوَلَد بلل کېږي،[۲۷] د مالک له مړینې وروسته آزادېږي.[۲۸]
فقیهان حجاب د ټولو مسلمانو ښځو لپاره، که آزادې وي او که وینځې،[۲۹] واجب ګڼي.[۳۰] که څه هم په ځینو روایتونو[۳۱] کې د وینځو د جامو او پوښښ په اندازه کې په ځانګړو مواردو کې استثناوو ته اشاره شوې ده.[۳۲]
فوټ نوټ
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه «کنیز».
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه «برده».
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۲۷.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۳۱۳.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۴۷.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۷۳.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۹۷.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۳۱۳.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۳۳۹.
- ↑ زیدان، تاریخ تمدن اسلام، ټوک۵، مخ۸۸۹؛ گرامی، نگاهی به بردگی، مخ۴۳.
- ↑ حسینی طباطبائی، بردگی از دیدگاه اسلام، مخ۱۴.
- ↑ زورق، شهر گمشده، ۷۹-۸۰مخونه.
- ↑ حسینی طباطبائی، بردگی از دیدگاه اسلام، مخ۱۴.
- ↑ نساء سوره، ۲۵ آیت او ۹۲؛ احزاب سوره، ۵۹آیت؛ مؤمنون سوره، ۵-۷ آیتونه.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، کتاب العتق، مخ۲۳
- ↑ ابناسحاق، کتاب السیر و المغازی، مخونه۱۹۱ او ۲۶۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، تهران، ټوک۲۱، مخ۴۱۳.
- ↑ د بقره سورې ۲۲۱ آیت.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ټوک۲، ۲۰۴-۲۰۵مخونه.
- ↑ طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن، ټوک۱۸، مخ۱۰۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۳۰، ۲۸۴-۲۹۲مخونه.
- ↑ مکارم شیرازی، اسلام و آزادی بردگان، ۱۰-۱۱مخونه.
- ↑ بخاری، صحیح بخاری، ټوک۳، مخ۱۵۰.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۳۴، مخ۸۶.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، کتاب العتق، مخ۲۳.
- ↑ مطهری، آشنایی با علوم اسلامی، ټوک۳، مخ۱۳۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۳۴، مخ۳۷۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۳۴، مخ۳۷۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۳۴، مخ۳۷۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورې: فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعة، ۵۶۸-۵۷۹مخونه.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعه، ټوک۲، مخ۹۸؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ټوک۲، مخ۳۱۷.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ټوک۲۰، مخ۲۰۷.
- ↑ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ټوک۱، مخ۵۵.
سرچينې
- ابناسحاق، محمد، کتاب السیر و المغازی، دمشق، دار الفکر، ۱۳۹۸هـ.ق.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، څېړنه: محمد زهیر بن ناصر الناصر، دمشق، دار طوق النجاة، لومړی چاپ، ۱۴۲۲هـ.ق.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، کتاب العتق، قم، مؤسسة آلالبیت لإحیاء التراث، درېیم چاپ، ۱۳۷۴هـ.ش/۱۴۱۶هـ.ق.
- حسیني طباطبایي، مصطفی، بردگی از دیدگاه اسلام (په اسلام کې غلامي)، تهران، بنیاد دائرةالمعارف اسلامي، لومړی چاپ، ۱۳۷۲هـ.ل.
- دهخدا، علياکبر، لغتنامه دهخدا، تهران، د تهران پوهنتون خپرندوی، ۱۳۷۷هـ.ش.
- دهخدا، علياکبر، لغتنامه، تهران، د تهران پوهنتون خپرندوی، ۱۳۴۷هـ.ش.
- زورق، محمدحسن، شهر گمشده؛ فاطمه چه گفت…؟ مدینه چه شد…؟، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامي، اووم چاپ، ۱۳۹۴هـ.ل.
- زیدان، جرجي، تاریخ تمدن اسلام، څېړنه: علي جواهرکلام، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۲هـ.ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد، څېړنه: مؤسسة آلالبیت، قم، مؤسسة آلالبیت، ۱۴۱۳هـ.ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، درېیم چاپ، ۱۳۹۳هـ.ق.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، لومړی چاپ، ۱۴۱۹هـ.ق.
- طبري، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲هـ.ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۱۳هـ.ق.
- فاضل لنکراني، محمد، تفصیل الشریعة (الصلاة)، قم، مرکز فقهي ائمه اطهار (ع)، ۱۴۰۸هـ.ق.
- ګرامي، محمدعلي، نگاهی به بردگی (غلامۍ ته یوه کتنه)، قم، د حضرت آیتالله العظمی ګرامي دفتر، ۱۳۸۵هـ.ل.
- مطهري، مرتضی، آشنایی با علوم اسلامي (مجموعه آثار)، تهران، د صدرا خپرندوی، ۱۳۷۷هـ.ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، اسلام و آزادی بردگان، قم، د آیتالله مکارم شیرازي د آثارو خپرونې، لومړی چاپ، ۱۳۵۳هـ.ش.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴هـ.ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، کتاب النکاح، څېړنه: محمدرضا حامدي او مسعود مکارم، قم، مدرسه امام علي بن ابیطالب (ع)، لومړی چاپ، ۱۴۲۴هـ.ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲هـ.ل.