د جابر حدیث

د wikishia لخوا
دوتنه:Katibe mehrab.PNG
د جابر حدیث د اصفهان د جامع جومات د الجایتو محراب په لیکنه کې

د جابر حدیث، له پېغمبر(ص) یو حدیث دی چې پکې د دولسو امامانو نومونه او امامت په جوته توګه ذکر شوې دي. پېغمبر دغه حدیث د جابر بن عبدالله انصاري د پوښتنې په ځواب کې چې په اولی الامر ایت کې یې د اولو الامر د مصداق په اړه کړې وه. په دې حدیث کې همداراز د شیعیانو د پینځم امام لقب باقر ته هم اشاره شوې ده. شیعیان د امامت د اثبات او د پېغمبر له خوا د خپلو امامانو د ټاکل کېدو لپاره په دې حدیث استناد کوي.

د جابر حدیث په ځینو شیعي سرچینو لکه کفایة الاثر، کمال الدین او بحار الانوار او همداراز د اهل سنتو په ځینو سرچینو لکه ینابیع المودة کې راغلی دی. همداراز په ځینو شیعي تفسیرونو کې د اولی الامر ایت په تفسیر کې راوړل شوی دی.

د حدیث متن

د اطاعت ایت [یادداشت۱] له نازلېدو وروسته جابر بن عبدالله انصاري له پېغمبر(ص) پوښتنه وکړه: یا رسول الله، مونږ خدای او رسول یې وپېژندل، اولی الامر څوک دي چې خدای تعالی یې اطاعت د خپل ځان او ستاسو تر څنګ ګرځولی دی؟ پېغمبر په ځواب کې وفرمایل:«هغوي زما ځای ناستي او له ما وروسته د مسلمانانو امامان دي چې لومړی یې علي ابن ابیطالب دی او له هغه وروسته په ترتیب سره حسن، حسین، علي بن حسین، او محمد بن علي چې په تورات کې په باقر مشهور دی او ته به په بوډاتوب کې هغه ووینې او هر وخت چې دې ولیده زما سلام ورته ورسوه. له محمد بن علي وروسته په ترتیب سره جعفر بن محمد، موسی بن جعفر، علي بن موسی، محمد بن علي، علي بن محمد، حسن بن علي او له هغوي وروسته یې زوی دی چې زما هم نام او هم کنیه دی. هغه دی چې د خلکو له نظره به غایبیږي او غیبت به یې اوږدیږي تر دې چې یوازې هغه کسان چې کلک ایمان لري د هغه په عقیده باقي پاتې کیږي.[۱]

راوي او مینځ پانګه

دا حدیث جابر بن عبدالله انصاري د خدای له رسوله نقل کړی دی، له دې امله د جابر په حدیث پېژندل کیږي. د جابر په حدیث کې د شیعیانو د [[د شیعو امامان|دولسو امامانو هر یو جدا جدا نوم راغلی دی. پېغمبر(ص) د شیعیانو د پينځم امام]] د نوم اخستلو په وخت د هغه لقب (باقر) ته هم اشاره کړې او له جابره یې غوښتي چې کله دې امام باقر(ع) سره ملاقات وکړ زما سلام ورته ورسوه.[۲] په دې حدیث کې همداراز د شیعیانو د دولسم امام غیبت او د هغې اوږدېدو ته اشاره شوې او غائب امام له وریځو شاته لمر ته ورته ګڼل شوی دی.[۳]

د حدیث سرچینې

دا حدیث د شیعیانو په ځینو سرچینو لکه کفایة الاثر،[۴] کمال الدین[۵] او بحارالانوار[۶] او د اهل سنتو په ځينو سرچینو لکه ینابیع الموده[۷] کې راغلی او ځینو شیعه مفسرانو د اولی الامر ایت یا د اطاعت ایت د بحث په ذیل کې هغه راوړی دی.[۸]

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۸۲؛ قندوزی، ینابیع الموده، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۳۹۸-۳۹۹.
  2. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۸۱-۱۸۲.
  3. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۸۱-۱۸۲.
  4. خزاز رازی، کفایه الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۵۴-۵۵.
  5. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱‌، ص۲۵۴-۲۵۳.
  6. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۶، ص۲۵۱.
  7. قندوزی، ینابیع الموده، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۳۹۸-۳۹۹.
  8. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۰۳-۱۰۴؛ فیض کاشانی، الاصفی، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۱۷؛ طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۱۱۶؛ شریف لاهیجی، تفسیر لاهیجی، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۴۹۶؛ قمی مشهدی، کنزالدقائق، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۴۳۸؛ عروسی حویزی، نورالثقلین، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۴۹۹.


یادونه

کينډۍ:یادونه

سرچينې

  • بحرانی، سیدهاشم، البرهان فی تفسیرالقرآن، تحقیق: قسم الدراسات الاسلامیه مؤسسة البعثه، بنیاد بعثت، تهران، ۱۴۱۶ق.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تصحیح: عبداللطیف حسینی کوهکمری، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • شریف لاهیجی، محمد بن علی، تفسیر شریف لاهیجی، تحقیق: محدث ارموی، تهران، دفتر نشر داد، ۱۳۷۳ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح: علی اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، آل البیت، ۱۴۱۷ق.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، ۱۳۷۸ش.
  • عروسی حویزی، عبدعلی بن جمعه، تحقیق: سید هاشم رسولی محلاتی، تفسیر نورالثقلین، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
  • فیض کاشانی، محسن، الاصفی فی تفسیرالقرآن، تحقیق: محمدحسین درایتی و محمدرضا نعمتی، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۱۸ق.
  • قمی مشهدی، کنزالدقائق و بحر الغرائب، تحقیق: حسین درگاهی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع الموده لذو القربی، قم، اسوه، ۱۴۲۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاءالتراث العربی، ۱۴۰۳ق.