منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د دخانیاتو استعمال

د wikishia لخوا


د دخانیاتو استعمال یا د تنباکو څکول د هغه لوګي تنفس کولو او راښکلو ته ویل کېږي چې د توتون یا تنباکو د سوځولو له امله د سګریټ، چیلم، چپق یا پایپ په څېر وسایلو په وسیله رامنځته کېږي. په مسلمانو فقیهانو کې د دې د شرعي حکم په اړه اختلاف دی. ځینو، لکه شیخ حر عاملي او ناصر مکارم شیرازي، د زیان رسولو له امله د دخانیاتو استعمال حرام بللی دی، او یوې بلې ډلې د برائت د اصل او د حلیت د قاعدې په استناد هغه جایز ګڼلی دی.

د فقیهانو په فتوا، د واجب احتیاط له مخې روژتي باید د دخانیاتو له استعمال څخه ډډه وکړي. ځینې فقیهان، لکه سید موسی شبیري زنجاني، د روژې په میاشت کې د سګریټ څکول، که د روژې بې‌احترامي وګڼل شي، جایز نه بولي. همدارنګه سید علي سیستاني په عامه ځایونو یا د نورو په ملکیت کې د هغوی له اجازې پرته د سګریټ استعمال منع ګڼي. په افغانستان او ایران کې هم په سرپوښو عامه ځایونو کې د دخانیاتو استعمال منع دی.

مفهوم‌پېژندنه او حیثیت

د دخانیاتو استعمال یا د تنباکو څکول د هغو لوګیو تنفس کولو ته ویل کېږي چې د توتون یا تنباکو د سوځولو له امله د سګریټ، چیلم، چپق یا پایپ په څېر وسایلو څخه رامنځته کېږي.[۱] د توتون او تنباکو هر ډول استعمال، که د سګریټ په بڼه وي او که په بله بڼه، دخانیات بلل کېږي.[۲]

د دخانیاتو د استعمال موضوع د فقهې د لمانځه او روژې په بابونو او همدارنګه د نوو فقهي مسایلو په بحثونو کې مطرح شوې ده[۳] او فقیهانو د هغې د شرعي حکم او د پېر او پلور په اړه بحث کړی دی.[۴] له هغو بېلګو څخه چې د برائت د اصل لپاره یادېږي، د توتون څکول یا د دخانیاتو استعمال دی.[۵]

اسلامي هېوادونو ته د دخانیاتو د رسېدلو تاریخ

ویل کېږي چې دخانیات لومړی ځل د لسمې هجري پېړۍ په وروستیو کې له لوېدیځو هېوادونو څخه اسلامي هېوادونو ته داخل شول.[۶] توتون او تنباکو په ترتیب سره لومړی ترکیې (۱۶۰۵م)، بیا دمشق (۱۶۰۶م)، او وروسته حجاز او مصر (۱۶۰۱م) ته ورسېدل.[۷] ایران ته د هغوی د ننوتلو راپور هم د یوولسمې هجري پېړۍ له پیل څخه ورکړل شوی دی.[۸] کله چې د مسلمانانو ترمنځ د دخانیاتو استعمال عام شو، فقیهانو د هغه د شرعي حکم څېړنه پیل کړه.[۹]

د توتون او تنباکو د استعمال د تحریم فتوا

په ۱۳۰۹ هـ.ق کال کې د میرزای شیرازي فتوا د انګلیسي رژي کمپنۍ ته د توتون او تنباکو د انحصاري امتیاز د ورکړې په غبرګون کې صادره شوه، او له همدې امله یاد تړون لغوه شو.[۱۰] د فتوا متن داسې و:الیوم استعمال توتون و تنباکو بِأی نَحوٍ کان در حکم محاربه با امام زمان(عج) است.»[۱۱]

د دخانیاتو د استعمال حکم

فقیهان د دخانیاتو د استعمال د شرعي حکم په اړه بېلابېل نظرونه لري:

د دخانیاتو د استعمال حرمت

یو شمېر فقیهان د دخانیاتو استعمال حرام ګڼي. د بېلګې په توګه، د سید علي سیستاني د فتوا له مخې، د نشه‌یي توکو، سګریټ او چیلم استعمال، که د پام وړ زیان ولري، حرام دی.[۱۲] همدارنګه ځینو نورو شیعه فقیهانو، لکه حر عاملي او ناصر مکارم شیرازي، د دخانیاتو استعمال په مطلق ډول حرام بللی دی.[۱۳] حر عاملي په خپل کتاب الفوائد الطوسیة کې د دخانیاتو د حرمت لپاره دولس دلیلونه وړاندې کړي دي،[۱۴] چې له هغو څخه یو هم د امام صادق(ع) روایت دی،[۱۵] چې پکې د یو شي زیان د هغه د حرمت علت ګڼل شوی دی.[۱۶] ناصر مکارم شیرازي هم د سګریټ او نورو دخانیاتو د زیانونو له امله، هغه د لاضرر د قاعدې مصداق ګڼلی او حرام یې بللی دی.[۱۷] د حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي مذهبونو یو شمېر فقیهانو، او همدارنګه د سعودي عربستان وهابي مفتي هم د دخانیاتو د حرمت فتوا ورکړې ده.[۱۸]

همدارنګه، ځینې فقیهان په دې باور دي چې د قرآن کریم د دې آیت له مخې: يُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ»،[۱۹]الله تعالی پاک او غوره شیان حلال کړي او ناپاک شیان یې حرام کړي دي، او دخانیات هم له همدغو ناپاکو شیانو څخه شمېرل کېږي.[۲۰] دوی همدارنګه وایي چې د دخانیاتو استعمال، له دې امله چې د ګڼو ناروغیو لامل کېږي، د انسان له‌خوا ځان هلاکت ته اچول دي، او الله تعالی په تهلکه آیتِ کې له دې کار څخه منع کړې ده.[۲۱]

د دخانیاتو د استعمال جواز

ځینو فقیهانو د دخانیاتو استعمال جایز ګڼلی او د خپل نظر لپاره یې بېلابېل دلایل وړاندې کړي دي.له دغو دلایلو څخه یو دا دی چې د دخانیاتو زیان مطلق نه دی؛ بلکې د اشخاصو، مزاجونو او وختونو له مخې توپیر کوي، نو ځکه نه شي کېدای چې په ټولو مواردو کې یې د حرمت حکم وشي.[۲۲] همدارنګه د قرآن کریم د دې آیت په استناد:كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا»،[۲۳] دوی په دې باور دي چې هر څه چې له ځمکې څخه راټوکېږي، حلال او پاک دي، مګر دا چې د هغو د حرمت لپاره ځانګړی نص یا دلیل موجود وي؛ نو له همدې امله توتون او تنباکو هم حلال ګڼل کېږي.[۲۴] سربېره پر دې، د دخانیاتو د استعمال د حرمت په اړه کوم ځانګړی شرعي نص نه دی وارد شوی، او فقیهان د حلیت قاعدې پر بنسټ په دې اجماع لري چې هر هغه شی چې د حرمت په اړه یې نص نه وي راغلی، حلال دی.[۲۵] محمد بن علي شوکاني، چې یو زیدي عالم دی، او همدارنګه د اهل سنتو ځینو فقیهانو هم د دخانیاتو د استعمال د جواز د اثبات لپاره په همدې قاعدې استناد کړی دی.[۲۶] د اهل سنتو ځینو نورو فقیهانو بیا د دخانیاتو استعمال مکروه بللی دی.[۲۷]

د روژتي لپاره د دخانیاتو د استعمال حکم

فقیهان د واجب احتیاط له مخې دا اړینه ګڼي چې روژتي د هر ډول دخانیاتو او نشه‌یي موادو له لوګي څخه، چې د پوزې یا د ژبې لاندې د بدن له خوا جذبېږي، ځان وساتي.[۲۸] د سید موسی شبیري زنجاني د فتوا له مخې، د روژې په میاشت کې د دخانیاتو ښکاره استعمال، په داسې ډول چې د روژې بې‌احترامي وګڼل شي، جایز نه دی، او که څوک دا کار وکړي، باید خپله روژه قضا کړي.[۲۹]

په عامه ځایونو کې د دخانیاتو استعمال

د ځینو فقیهانو، لکه سید علي سیستاني، د نظر له مخې، په عامه ځایونو یا د بل چا په ملکیت کې د مالک له اجازې پرته د سګریټ یا چیلم استعمال جایز نه دی، په ځانګړي ډول که نورو خلکو ته زیان رسوي.[۳۰] په افغانستان کې هم د ۱۳۹۳ هـ ل کال د جمهوریت نظام په دوره کې «په عامه ځایونو کې د دخانیاتو د استعمال د منعې قانون» له مخې، په ټولو عامه ځایونو کې د هر ډول دخانیاتو استعمال منع شوی دی، دا قانون، په ۵ فصلونو او ۲۲ مادو کې، په ۱۳۹۲ ل کال کې د ولسي جرګې لخوا تصویب او بیا په ۱۳۹۳ ل کال کې د ولسمشر لخوا توشیح شو.[۳۱] په ایران کې هم د ۱۳۷۶ هـ ل کال د «په عامه ځایونو کې د سګریټ او نورو دخانیاتو د استعمال او عرضه کولو د منع د آیین‌نامې» له مخې، په ټولو سرپوښو عامه ځایونو کې د هر ډول دخانیاتو استعمال منع شوی دی.[۳۲]

فوټ نوټ

  1. ↑ طیار و دیگران، الفقه المیسر، ټوک۱۳، مخ۴۴؛ عقیق، الاحكام الفقهیة المتعلقة بالتدخین، مخ۱۹.
  2. ↑ مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ټوک۳، مخ۵۸۶.
  3. ↑ مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ټوک۳، مخ۵۸۶.
  4. ↑ د مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، الفوائد الطوسیة، مخ۲۲۴؛ الطیار و دیگران، الفقه المیسر، ټوک۱۳، مخ۴۴؛ عقیق، الاحكام الفقهیة المتعلقة بالتدخین، مخ۱۹؛ یو شمېر لیکوالان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ټوک۱۰، ۱۰۹-۱۱۰ مخونه.
  5. ↑ شیخ انصاری، فرائد الاصول، ټوک۲، ۱۱-۱۲ مخونه.
  6. ↑ عبد السلام الطویلة، فقه الاشربة و حدها، مخ۴۳۶.
  7. ↑ عتیق، الاحکام الفقهیة المتعلقة بالتدخین، مخونه۲۴-۲۵.
  8. ↑ فتح‌الله‌پور، «دخانیات»، ټوک۱۷، مخ۳۸۹.
  9. ↑ رحیمی، «بررسی آیات فقهی در حلیت یا حرمت استعمال دخانیات در نگاه فریقین»، مخ۷۰.
  10. ↑ اصفهانی کربلایی، تاریخ دخانیه، مخونه۱۱۷-۱۱۸.
  11. ↑ اصفهانی کربلایی، تاریخ دخانیه، مخ۱۱۸.
  12. ↑ سیستانی، «توضیح المسائل جامع»، سید علي حسیني سیستاني د رسمي دفتر وېب‌پاڼه.
  13. ↑ حر عاملی، الفوائد الطوسیة، مخ۲۲۴؛ علیان‌نژادی، سیگار پدیده مرگبار عصر ما، مدرسة الامام علی ابن ابی الطالب، مخ۶.
  14. ↑ حر عاملی، فوائد الطوسیة، مخونه۲۲۴-۲۲۶.
  15. ↑ کلینی، الکافی، ټوک۶، مخ۲۴۲.
  16. ↑ حر عاملی، الفوائد الطوسیة، مخ۲۲۴.
  17. ↑ علیان نژادی، سیگار پدیده مرگبار عصر ما، مخ۱۳.
  18. ↑ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ټوک۱۰، مخ۱۰۲؛ الموسوعة الفقهیة، «حكمُ شرب التبغِ (الدخان)»، سایت الدرر السنیة.
  19. ↑ د اعراف سورې ۱۵۷ آیت.
  20. ↑ حر عاملی، الفوائد الطوسیة، مخ۲۲۴؛ طیار و دیگران، الفقه المیسر، ټوک۱۳، مخ۴۴؛ عتیق، الاحکام الفقهیة المتعلقة بالتدخین، دار المیمان، مخ۵۵.
  21. ↑ طیار و دیگران، الفقه المیسر، ټوک۱۳، مخ۴۴؛ عتیق، الاحکام الفقهیة المتعلقة بالتدخین، دار المیمان، مخ۵۴.
  22. ↑ جزایری، الانوار النعمانیة، ټوک۴، مخ۴۴؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة، الکویتیة، ټوک۱۰، مخ۱۰۶.
  23. ↑ د بقره سورې ۱۶۸ آیت.
  24. ↑ شوکانی، ارشاد السائل، مخ۵۱؛ جزایری، الانوار النعمانیة، ټوک۴، مخ۴۴.
  25. ↑ جزایری، الانوار النعمانیة، ټوک۴، مخ۴۴.
  26. ↑ شوکانی، رسالة ارشاد السائل، مخونه۵۰-۵۱؛ کرمی حنبلی، تحقيق البرهان في شان الدخان، مخ۵۹.
  27. ↑ د مثال په توګه وګورئ: موسوعة الفقهیة الکویتیة، ټوک۱۰، مخ۱۰۷.
  28. ↑ د مثال په توګه وګورئ: خویی، توضیح المسائل، مخ۲۷۶؛ سیستانی، توضیح المسائل، مخ۳۳۵؛ اصولی و بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل (مراجع)، ټوک۱، مخ۹۷۴.
  29. ↑ شبیری زنجانی، توضیح المسائل، مخ۳۳۴.
  30. ↑ سیستانی، «توضیح المسائل جامع»، د سید علي حسیني سیستاني د رسمي دفتر وېب‌پاڼه.
  31. ↑ https://swn.af/archive/%D8%A8%DB%8C%E2%80%8C%D8%A7%D8%B9%D8%AA%D9%86%D8%A7%DB%8C%DB%8C-%D8%A8%D9%87-%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86-%D9%85%D9%86%D8%B9-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%81%D8%A7%D8%AF%D9%87-%D8%A7%D8%B2-%D8%AF%D8%AE/ بی‌اعتنایی به قانون منع استفاده از دخانیات در افغانستان. د خپریدو نېټه 20 ژوئن 2018، د لېدنې نیټه، د ۱۴۰۵ ل کال د زمري ۸ نېټه. د سلام وطندار وېبپاڼه.
  32. ↑ «آیین نامه ممنوعیت استعمال و عرضه سیگار و سایر مواد دخانی در اماکن عمومی»، د اسلامي شورا د مجلس د څېړنو مرکز.

سرچينې

  • «آیین‌نامه ممنوعیت استعمال و عرضه سیگار و سایر مواد دخانی در اماکن عمومی» (په عامه ځایونو کې د سګرېټو او نورو دخانیاتو د استعمال او وړاندې کولو د منعې کړنلاره)، د اسلامي شورا د مجلس د څېړنو مرکز، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • بی‌اعتنایی به قانون منع استفاده از دخانیات در افغانستان/ سلام وطندار(په افغانستان کې د دخانیاتو د استعمال د منعې قانون ته بې اعتنايي (یا بې پروايي).) د خپریدو نېټه 20 ژوئن 2018، د لېدنې نیټه، د ۱۴۰۵ ل کال د زمري ۸ نېټه.
  • اصولي، احسان او محمدحسن بني هاشمي خمیني، رساله توضیح المسائل (مراجع)، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر، بې نېټې.
  • الموسوعة الفقهیة، «حكمُ شرب التبغِ (الدخان)»، د الدرر السنیة وېب‌پاڼه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • جزایري، سید نعمت‌الله، الانوار النعمانیة، بیروت، دار القارئ، ۱۴۲۹ ق.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، الفوائد الطوسیة، قم، محلاتي خپرندویه ټولنه، ۱۴۲۳ ق.
  • د اسلامي فقهې د دایرة المعارف مؤسسه، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع) (د اهل بیتو (ع) د مذهب له مخې د فقهې فرهنګ)، تر څارنې لاندې: سید محمود هاشمي شاهرودي، قم، د اسلامي فقهې د دایرة المعارف مؤسسه، ۱۳۸۷ ل.
  • رحیمي، مرتضی، «بررسی آیات فقهی در حلیت یا حرمت استعمال دخانیات در نگاه فریقین» (د دواړو لوریو په لیدلوري کې د دخانیاتو د استعمال د حلیت یا حرمت په اړه د فقهي آیتونو څېړنه)، حلال څېړنپاڼه، ۱ ګڼه، د ۱۳۹۷ ل کال کب.
  • سیستاني، سید علي، «جامع توضیح المسائل»، د ستر مرجع ښاغلي سید علي حسیني سیستاني د رسمي دفتر وېب‌پاڼه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • شوکانِي، محمد، ارشاد السائل الی دلائل المسائل، بې ځایه، بې نومه، ۱۳۴۸ ق.
  • شیخ انصاري، مرتضي، فرائد الاصول، قم، مجمع الفکر الإسلامي، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ ق.
  • طیار، عبدالله بن محمد او نور، الفقه المیسر، ریاض، بې نومه، ۱۴۳۳ ق.
  • عبدالسلام الطویلة، عبدالوهاب، فقه الاشربة و حدها، قاهره، دار السلام، ۱۴۰۶ ق.
  • عقیق، احمد بن محمد، الاحکام الفقهیة المتعلقة بالتدخین، ریاض، دار المیمان، بې نېټې.
  • علیان‌نژادي، ابوالقاسم، سیگار پدیده مرگبار عصر ما، قم، مدرسة الإمام علي بن أبي طالب(ع)، ۱۳۸۶ ل.
  • فتح‌الله‌پور، پرویز، «دخانیات؛ گیاه‌شناسی، تاریخ و کاربرد» (دخانیات؛ بوټي پېژندنه، تاریخ او کارول)، د اسلامي نړۍ په پوهنغونډ (دانشنامه جهان اسلام) کې، تهران، د اسلامي دایرة المعارف بنسټ، ۱۳۹۱ ل.
  • کرمي حنبلي، مرعي بن یوسف، تحقیق البرهان في شان الدخان الذي یشربه الناس الآن، بیروت، دار ابن‌حزم، ۱۴۲۱ ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سمون: محمد اخوندي او علي‌اکبر غفاري، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ ق.
  • یو شمېر لیکوالان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، کویټ، د اوقافو او اسلامي چارو وزارت، ۱۴۱۴ ق.