منځپانگې ته ورتلل

مسوده:سبع المثاني

د wikishia لخوا
سبع المثاني
فاتحه
شمیره۱
جزء۱
آیت۷
مکي/مدنيمکي/ مدني
کلمه۲۹
حرف۱۴۳


سَبْعُ الْمَثانِي (اووه تکرارېدونکي) د حمد سورت له نومونو څخه دی.[۱] د دې نوم‌ايښودنې دلیل، د دې سورت اووه آیتونه لرل او په ورځنیو لمونځونو کې یې بیا بیا تکرارول بلل شوي دي.[۲] نور دلایل یې دا دي: د دې سورت دوه ځله نازلېدل، یو ځل په مکه او یو ځل په مدینه کې[۳] او له دوو برخو، یعنې د الله تعالی له حمد او د بندګانو له غوښتنې څخه جوړېدل.[۴]

د «سَبْعاً مِنَ الْمَثانِي» تعبیر په دې آیت کې راغلی دی: «وَ لَقَدْ آتَیناک سَبْعاً مِنَ الْمَثانی وَ الْقُرْآنَ الْعَظیمَ». د یوه روایت له مخې، د دې آیت د نزول شأن مدینې ته د بني‌قریظه او بني‌نضیر د یهودو لپاره د اوو سوداګریزو کاروانونو له راتګ سره تړاو لري، چې د ټوکرانو، عطرو او ګاڼو بار یې لېږداوه. مسلمانانو چې دغه کاروانونه ولیدل، ویې ویل: که دا مالونه زموږ وای، نو موږ به ځواکمن او شتمن شوي وای او د الله په لار کې به مو انفاق کړی وای. له دې وروسته دا آیت نازل شو او پېغمبر(ص) وفرمایل: ما تاسو ته اووه آیتونه درکړي دي چې له دغو اوو کاروانونو څخه غوره دي.[۵]

تفسیري لیدلوري

  • د قرآن کریم اووه لومړني سورتونه: «سبع» د قرآن کریم اوو لومړنیو سورتونو ته او «مثاني» خپله قرآن ته اشاره کوي.[۶] مرتضی مطهري د قرآن د «سبع المثاني» په نوم د نومولو دلیل د بشارت (زېري) او انذار (خبرداري) یو ځای والی ګڼي.[۷]
  • پر انبیاوو نازل شوي اووه صحیفې[۸]
  • اووه ډوله مطالب چې عبارت دي له: امر، نهی، بشارت، انذار، مثالونه، د نعمتونو شمېرل او د امتونو خبرونه.[۹]
  • څوارلس معصومین: د ځینو روایتونو پر بنسټ، له «دوو اوو» څخه موخه څوارلس معصومین (پیغمبر(ص))، حضرت فاطمه او امامان(ع)) دي.
  • حمد سورت: علامه طباطبایي په دې باور دی چې «سبع المثاني» یوازې پر حمد سورت دلالت کوي او په دې اړه نور قولونه له قرآن یا روایتونو څخه روښانه دلیل نه لري.[۱۰]
د حمد سورت پر بنسټ د «سبع المثاني» د طلسم لوح جوړ شوی دی. په دې کې د علم اعداد قواعد او د بُرجونو د دولسو افقونو مطالب درج شوي دي.

فوټ نوټ

  1. ↑ علامه طباطبایي، المیزان، ټوک۱۲، مخ۱۹۱.
  2. ↑ عیاشي، تفسیر عیاشي، ټوک۱، مخ۱۹؛ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۱۱، مخ۱۲۹.
  3. ↑ خویي، البیان، ټوک۱، مخ۴۱۸.
  4. ↑ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۱۷.
  5. ↑ واحدي نیشابوري، اسباب النزول، مخ۲۷۶.
  6. ↑ عیاشي، تفسیر عیاشي، ټوک۱، مخ۱۹.
  7. ↑ مطهري، سیري در سیره نبوي، مخ۱۸۱؛ مطهري، آشنایي با قرآن، ټوک۱۱، مخ۱۰۳.
  8. ↑ آلوسي، روح المعاني، ټوک۱۴، مخ۷۸.
  9. ↑ آلوسي، روح المعاني،ټوک۱۴، مخ۷۸.
  10. ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۴۶، مخ۲۰۰.

سرچينې

  • آلوسي، محمود، روح المعاني، بیروت چاپ (افسټ)، بې نېټه.
  • ابوعبیده، معمر بن مثنی، مجاز القرآن، د فؤاد سزگین څېړنه، قاهره، ۱۹۶۲م.
  • خویي، سید ابوالقاسم، البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالزهراء، بې نېټه.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، دارالمعرفة، بیروت، ۱۴۰۸هـ.ق.
  • علامه طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامي، ۱۴۱۷هـ.ق.
  • عیاشي، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشي، تهران، مکتبه العلمیه، ۱۳۸۰هـ.ق.
  • مطهري، مرتضي، آشنایي با قرآن، صدرا خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۲هـ.ش (۱۴۴۵هـ.ق).
  • مطهري، مرتضي، سیري در سیره نبوي، صدرا خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۲هـ.ش (۱۴۴۵هـ.ق).
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۳هـ.ل.
  • واحدي نیشابوري، علي بن احمد، اسباب النزول، څېړنه: کمال بسیوني زغلول، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۱هـ.ق.