د مړي د تقلید دوام
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د مړي په تقلید باندې باقي پاتی کیدل یا د مړي د تقلید دوام، د جامع الشرائط مجتهد (هغه مجتهد چې د اجتهاد ټول شرطونه یې پوره وي) تقلید ته ویل کیږي چی له وفات یي وروسته ترسره کیږی. د فقهاوو له نظره، مکلف کولی شي د هغه مجتهد تقلید ته دوام ورکړي چې د هغه په ژوندانه یې د هغه تقلید کړی وي.
د عقلاوو سیرت او د حکم استصحاب د مړي د تقلید د دوام د جواز لپاره د دلیلونو په توګه یاد شوي دي. د مړي د تقلید د دوام لپاره له شرطونو څخه یو شرط دا دی چې ژوندی مجتهد د مړ مجتهد د تقلید اجازه ورکړي.
فقها په دې باور دي چې که څوک د مړي په تقلید باندې د پاتی کیدو شرطونه لري خو که ژوندي مجتهد ته رجوع وکړي، نو هغه نشي کولی بیا د مړ مجتهد تقلید ته ورګرځي. مګر داسې حالت کې چې مړ شوی مجتهد د ژوندي مجتهد په پرتله اعلم وي.
مفهوم او مقام
د مړي په تقلید باندې باقي پاتی کیدل یا د مړي د تقلید دوام د هغه جامع الشرائط مجتهد په تقلید باندې باقي پاتی کیدو ته وايي چې مړ شوی وي.[۱]
دا بحث په فقهي کتابونو کې د اجتهاد او تقلید په برخه کې راغلی دی[۲] او د جعفر سبحاني په وینا، د دې بحث مخینه دیارلسمې هجري پیړۍ ته رسي چې د صاحب فصول او صاحب جواهر دوره وه.[۳]
د مړي د تقلید د جایزیدو نه جایزیدو دلیلونه
- د مړي د تقلید جایز شونه: هغه کسان چې وايي چې د مړي پیروي کول جائز دي د لفظي دلیلونو په مطلق شونې سره دلیل راوړي، لکه د نَفْر، اَهلُالذّکر، کِتْمان آیتونه، او روایتونه لکه د غیبت په دوره کې فقهاوو ته د رجوع په هکله توقیع[۴] چې د مجتهد د فتوا په حجیت دلالت کوي او د مجتهد په ژوندي کیدو کې محدود نه دي.[۵] همدارنګه، د عقلاو سیرت، د پخوانیو احکامو استصحاب، او د متشرعه سیرت، د دې ډلې له نورو دلیلونو څخه دي.[۶]
- د مړي د تقلید جایز نه شونه: یوه ډله لکه صاحب کفایه د مړ مجتهد تقلید کول جائز نه ګڼي، ځکه چې د عرف له مخې، فتوا د مجتهد ژوند پورې اړه لري او د هغه له مړینې وروسته اعتبار نلري.[۷] همدارنګه، د شیخ انصاري په باور، د مړي د لومړني تقلید د منع کولو په اړه اجماع د تقلید دوام ته هم شاملیږي.[۸]
د مړي د تقلید د دوام د ماهیت په اړه د فقهاوو نظریات
د فقهاوو ترمنځ د نظر اختلاف شتون لري چې ایا د مړي د تقلید دوام د هغه په ژوند کې د هغه په فتوا باندې په عمل کولو سره مشروط دی که نه:
- په عمل سره مشروط: مقلد باید په هغه مجتهد په ژوند کې د هغه په فتوا عمل کړی وي، که څه هم په یوه مسله کې، ترڅو وکولی شي د هغه تقلید ته دوام ورکړي. امام خمیني،[۹] آیت الله خامنه اي[۱۰] او نوري همداني[۱۱] دا نظر لري.
- یوازې په هغو مسایلو کې چې عمل یې پرې کړی وي: مقلد کولی شي د مجتهد له مړینې وروسته یوازې په هغو مسایلو کې چې د هغه په ژوند کې يې ورباندې عمل کړی وي، تقلید کولی شي، او په نورو مسایلو کې باید ژوندي مجتهد ته مراجعه وکړي.[۱۲] کاشف الغطاء، آیت الله بروجردي،[۱۳] محمد تقي بهجت (وفات: ۱۳۸۸)[۱۴] او مکارم شیرازي[۱۵] دا نظر منلی دی.
- د عمل له شرط پرته: د مړي د تقلید کولو لپاره د مجتهد په ژوند کې عمل کول شرط نه دی، او هغه کولی شي په ټولو مسئلو کې د مجتهد تقلید ته دوام ورکړي.[۱۶] آیت الله خويي،[۱۷] وحید خراساني[۱۸] او سیستاني[۱۹] له هغو کسانو څخه دي چې دا نظر لري.
د مړي په تقلید باندې د باقي پاتی کیدو شرطونه
- د ژوندي مرجع اجازت: د مړي په تقلید باندې باقي پاتی کیدل، د ژوندي مجتهد فتوا یا اجازې ته اړتیا لري چې د مړي په تقلید باندې د باقي پاتې کېدو جواز تایید کړي.[۲۰]
- د مړ شوي مجتهد اعلمیت: که مړ شوی مجتهد له ژوندي مجتهد څخه اعلم وي نو د مقلد لپاره د مړي تقلید کول واجب دي.[۲۱] د امام خمیني له نظره، واجب احتیاط دا دی چې که ژوندی مجتهد اعلم وي، نو د مړي په تقلید پاتې کېدل جایز نه دي.[۲۲]
- د مجتهد د فتوا یاد ساتل: آیت الله خویي(وفات: ۱۳۷۱) په دې باور دی چې مقلد باید د مړي شوي مجتهد فتوا په یاد ولري. که د مجتهد فتوا یې هېره شوې وي یا یې نه وي زده کړی، نو باید ژوندي مجتهد ته مراجعه وکړي.[۲۳]
د ژوندي مجتهد له تقلیده وروسته مړي ته بیرته ستنیدل
طباطبايي یزدي په دې باور دی چې که چیرې تقلید کوونکی د مجتهد له مړینې وروسته ژوندي مجتهد ته مراجعه وکړي، نو هغه نشي کولی بیرته د مړي تقلید ته ستون شي.[۲۴] خو، آقا ضیاء عراقي په دې باور دی چې که مړ شوی مجتهد د ژوندي مجتهد په پرتله اعلم وي، نو د مړي تقلید ته بیرته ستنیدل جایز دي.[۲۵]
فوټ نوټ
- ↑ مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۱۲۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۷.
- ↑ سبحانی تبریزی، الرسائل الأربع، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۱۸۳.
- ↑ شیخ صدوق، کمال الدين و تمام النعمة، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۴۸۴.
- ↑ فاضل لنکرانی، ایضاح الکفایة، ۱۳۸۵ش، ټوک۶، مخ۴۲۸
- ↑ فاضل لنکرانی، ایضاح الکفایة، ۱۳۸۵ش، ټوک۶، مخ۴۲۸.
- ↑ آخوند خراسانی، کفایة الاصول، ۱۴۰۹ق، مخ۴۷۷.
- ↑ شیخ انصاری، مجموعة رسائل، ۱۴۰۴ق، مخ۵۸.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹.
- ↑ خامنهای، اجوبة الاستفتائات، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۶.
- ↑ نوری همدانی، توضیح المسائل، ۱۳۷۳ش، مخ۱۴.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۸.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۸.
- ↑ بهجت، توضیح لمسائل، ۱۳۷۸ش، مخ۱۱.
- ↑ مکارم شیرازی، رسالة توضیح المسائل، ۱۴۲۴ق، مخ۹.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۷.
- ↑ خویی، التنقیح، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخونه۸۷-۸۸
- ↑ وحید خراسانی، توضیح المسائل، ۱۴۲۱ق، مخ۱۹۴.
- ↑ سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، مخ۸.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۴۲؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۷.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹.
- ↑ خویی، توضیح المسائل، ۱۴۲۲ق، مخ۳.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۸.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۸.
سرچينې
- آخوند خراساني، محمدکاظم، کفایة الاصول، قم، د آلالبیت (ع) مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
- امام خمیني، سید روحالله، تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني (ره) د آثارو د تنظیم او نشر مؤسسه، ۱۳۹۲ل.
- بهجت، محمدتقي، توضیح المسائل، قم، شفق خپرندویه ټولنه، ۱۳۷۸ل.
- خامنهيي، سید علي، أجوبة الاستفتائات، بیروت، الدار الاسلامیه، ۱۴۲۰ق.
- خويي، سید ابوالقاسم، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، تصحیح: علي غروي تبریزي، قم، د لطفي خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۷ق.
- خويي، سید ابوالقاسم، توضیح المسائل، قم، د احیاء آثار الامام الخويي مؤسسه، ۱۴۲۲ق.
- سبحاني تبریزي، جعفر، الرسائل الأربع قواعد اصولیة و فقهیة، تقریر: محسن حیدري، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، ۱۴۱۵ق.
- سیستاني، سید علي، توضیح المسائل، قم، د مهر خپرونې، ۱۴۱۵ق.
- شیخ انصاري، مرتضی، مجموعة رسائل فقهیه و اصولیه، تحقیق: عباس حاجیاني دشتي، قم، مکتبة المفید، ۱۴۰۴ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، کمال الدین و تمام النعمة، تصحیح: علياکبر غفاري، تهران، اسلامیه خپرونه، ۱۳۹۵ق.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشّی)، تصحیح: احمد محسني سبزواري، قم، دفتر نشر اسلامي، ۱۴۱۹ق.
- فاضل لنکراني، محمد، ایضاح الکفایة، قم، د نوح خپرونې، ۱۳۸۵ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، رسالة توضیح المسائل، قم، د امام علي بن ابي طالب (ع) مدرسه، ۱۴۲۴ق.
- مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، قم، د اسلامي دایرةالمعارف مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۸۷ل.
- وحید خراساني، حسین، توضیح المسائل، قم، د باقرالعلوم (ع) مدرسه، ۱۴۲۱ق.