د مړي تقلید
ونگبڼه
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د مړي تقلید د هغه مجتهد تقلید دی چې وفات شوی وي.[۱] د تقلید دا ډول د هغه تقلید په مقابله کې دی چې له ژوندي مجتهده کیږي.[۲] او دا حالت هغه وخت مخې ته راځي کله چې یو ژوندی مجتهد ته لاس رسي لري او هغه کس چې تقلید یې کوي ژوندي مجتهد ته رجوع کولی شي.[۳]
د مړ مجتهد د تقلید د حکم په اړه پنځه نظرونه وړاندې شوي دي:
- ځینې فقها په دې باور دي چې د مجتهد ژوندی شونه د تقلید لپاره شرط دی[۴] او د مړي شوي مجتهد تقلید جایز نه دی،[۵] که د تقلید پیل کوي هم او که د مجتهد له مړینې وروسته ورته دوام ورکوي هم.[۶] د هغوي په وینا، فقها په دې مسله کې اجماع لري.[۷] او په حکم کې هیڅ اختلاف نشته.[۸] وحید بهبهاني دا حکم د [[امامیه مذهب له ځانګړتیاوو ګڼلی دی.[۹] د هغوي په دلیلونو کې عقلي دلیل،[۱۰] آیتونه او روایتونه لکه د نفر، اهل الذکر او کتمان آیتونه شامل دي.[۱۱] همدارنګه، د حسبیه چارو مسؤلیت په غاړه درلودل او په نویو راپورته شویو مسلو کې د فتوا صادرول، نور هغه دلیلونه دي چې مړ شوي مجتهد ابتدايي تقلید جائز نه ګڼي.[۱۲] ویل شوي چې د تقلید په بحث کې، معیار مفتي دی، نه فتوا، او مفتي یوازې ژوندی مجتهد کیدی شي.[۱۳]
- د شیعه عالمانو په منځ کې، اخباریان په دې باور دي چې د هغه مړ شوي کس تقلید چې د حدیث راوي وي، جائز دی، په دې شرط چې مړ شوی مجتهد له ځانه هیڅ استنباط نه وي کړی.[۱۴] همدارنګ، میرزای قمي په خپل کتاب جامع الشتات کې د مړ شوي کس تقلید جائز ګڼلی دی.[۱۵] هغه کسان چې د مړي د لومړني تقلید د جواز لپاره استدلال کوي په دې باور دي چې هغه آیتونه او روایتونه چې د مجتهد د تقلید د جواز څرګندونه کوي د حجیت له مخې مطلق دي او دا قید په کې نشته چې د ژوندي مجتهد باید تقلید وشي.[۱۶] د مړي د لومړني تقلید د جواز لپاره له نورو دلیلونو څخه عقلي دلیل،[۱۷] د عقلاء سیرت،[۱۸] او د تقلید د جایزیدو استصحاب یا د مجتهد د فتوا د حجیت استصحاب شامل دي.[۱۹]
- ځینې فقها د مړي د لومړني تقلید او د مړي تقلید ته دوام ورکولو کې تفصیل مني؛ په دې مانا چې د هغه له مړینې وروسته د مجتهد تقلید باندې باقي پاتی کیدل جایز دي، خو ابتدايي تقلید جایز نه دی.[۲۰]
- مقدس اردبیلي د مړي تقلید په هغه صورت کې جایز نه ګڼي کله چې ژوندي مجتهد ته لاسرسي ولري.[۲۱]
- فاضل توني په دې باور دی چې د مړ شوي مجتهد تقلید هغه وخت جایز دی کله چې هغه د قرآن او احادیثو پر بنسټ فتوا ورکړې وي، خو که د خپل استنباط پر بنسټ یې فتوا ورکړی وي نو بیا یې تقلید جایز نه دی.[۲۲]
- محمد ابراهیم جناتي د مړ شوي کس څخه ابتدايي تقلید جایز ګڼي.[۲۳]
فوټ نوټ
- ↑ یو شمېر څېړونکي، فرهنگنامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، مخ۳۵۲.
- ↑ یو شمېر څېړونکي، فرهنگنامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، مخ۳۵۲.
- ↑ وګورئ: انصاری، مطارح الانظار، آلالبیت، ټوک۲، مخ۴۳۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، منیة المرید، ۱۴۰۹ق، مخ۳۰۵؛ ابنشهید ثانی، معالم الدین، مؤسسه الفقه للطباعه والنشر، ټوک۱، مخ۱۱۰؛ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۵۲۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، تهذیب الوصول الی علم الاصول، مؤسسه امام علی(ع)، ټوک۱، مخ۲۸۹؛ فخر المحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۳۹۹؛ انصاری، مطارح الانظار، ۱۴۲۵ق، ټوک۲، مخ۵۶۰.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، تهذیب الوصول الی علم الاصول، مؤسسه امام علی(ع)، ټوک۱، مخ۲۸۹؛ فخر المحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۳۹۹؛ انصاری، مطارح الانظار، ۱۴۲۵ق، ټوک۲، مخ۵۶۰.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۴۰۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۱۰۹.
- ↑ وحید بهبهانی، الفوائد الحائریه، ۱۵۱۵ق، مخ۲۶۰.
- ↑ مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۳۸۷ش، ټوک۷، مخ۵۴۷.؛ کاشف الغطاء، النور الساطع، ۱۳۸۱ق، ټوک۲، مخ۳۶۳؛ آخوند خراسانی، کفایة الاصول، ۱۴۰۹ق، مخ۴۷۶.
- ↑ حائری اصفهانی، الفصول الغرویه، ۱۴۰۴ق، مخ۴۱۹؛ کاشف الغطاء، النور الساطع، ۱۳۸۱ق، ټوک۲، مخ۳۵۷.
- ↑ کاشف الغطاء، النور الساطع، ۱۳۸۱ق، ټوک۲، مخ۳۵۴
- ↑ کاشف الغطاء، النور الساطع، ۱۳۸۱ق، ټوک۲، مخ۳۵۸
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: استرآبادی، الفوائد المدنیه، ټوک۱، مخ۲۹۹؛ فیض کاشانی، سفینة النجاة، ۱۳۸۷ش، مخ۵۳؛ جزایری، منبع الحیاة، ۱۴۰۱ق، ټوک۱، مخ۵-۶.
- ↑ میرزای قمی، جامع الشتات، ۱۳۷۷ش، ټوک۴، مخ۴۶۹.
- ↑ مجاهد، مفاتیح الاصول، ۱۴۲۴ق، مخ۶۲۴؛ فاضل تونی، الوافیه فی اصول الفقه، ۱۴۱۲ق، مخ۳۰۵.
- ↑ میرزای قمی، جامع الشتات، ۱۳۷۷ش، ټوک۴، مخ۴۶۹.
- ↑ کاشف الغطاء، النور الساطع، ۱۳۸۱ق، ټوک۲، مخ۳۸۲.
- ↑ کاشف الغطاء، النور الساطع، ۱۳۸۱ق، ټوک۲، مخ۳۶۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: عراقی، نهایة الافکار، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۲۵۸؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۱ق، ټوک۱، مخ۱۸-۱۷؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹؛ تبریزی، استفتائات جدید، ۱۳۸۵ش، ټوک۲، مخ۱۷؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ټوک۳، مخ۱۸.
- ↑ مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۳۸۷ق، ټوک۷، مخ۵۴۷.
- ↑ فاضل تونی، الوافیه، ۱۴۱۲ق، مخ۳۰۷.
- ↑ جناتی، «مقدمه» در فقه و زمان، ۱۳۸۵ش، مخ۲۲_۲۸؛ جناتی، «مقدمه» در تطور اجتهاد در حوزه استنباط، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۳۳_۳۸.
سرچينې
- آخوند خراساني، محمدکاظم، کفایة الاصول، قم، د آلالبیت (ع) مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
- ابنشهید ثاني، حسن بن زینالدین، معالم الدین و ملاذ المجتهدین، څېړنه: سید منذر حکیم، بېځایه، د فقهې د چاپ او نشر مؤسسه، بېنېټې.
- استرآبادي، محمدامین، الفوائد المدنیه، څېړنه: رحمتالله رحمتي اراکي، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، ۱۴۲۶ق.
- امام خمیني، سید روحالله، تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني (ره) د آثارو د تنظیم او نشر مؤسسه، ۱۳۹۲ل.
- انصاري، مرتضی، مطارح الانظار، مقرر: ابوالقاسم کلانتري، قم، د اسلامي فکر ټولنه (مجمع الفکر الاسلامي)، ۱۴۲۵ق.
- تبریزي، جواد، استفتائات جدید، قم، سرور خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۵ل.
- جزایري، سید نعمتالله، منبع الحیاة و حجیة قول المجتهد من الاموات، څېړنه: رؤف جمالالدین، بیروت، د اعلمي د خپرندویه ټولنې مؤسسه، ۱۴۰۱ق.
- یو شمېر څېړونکي، فرهنگ نامه اصول فقه، قم، د اسلامي علومو او کلتور څېړنیز مرکز، ۱۳۸۹ل.
- جناتي، محمدابراهیم، «مقدمه» در تطور اجتهاد در حوزه استنباط، تهران، امیر کبیر خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۶ل.
- جناتي، محمدابراهیم، «مقدمه» در فقه و زمان، قم، د دیني اندېښنې د احیاء کوونکو خپرونې (احیاګران اندیشه دینی)، ۱۳۸۵ل.
- حائري اصفهاني، محمدحسین، الفصول الغرویة فی الاصول الفقهیه، قم، د اسلامي علومو د احیاء کور (دار احیاء العلوم الاسلامیه)، ۱۴۰۴ق.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، د آلالبیت (ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
- شهید ثاني، زینالدین بن علي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، د اسلامي معارفو مؤسسه، ۱۴۱۳ق.
- شهید ثاني، زینالدین بن علي، مُنْیةُ المُرید فی أدَبِ المُفیدِ و المُستَفید، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر (مکتب الاعلام الاسلامي)، ۱۴۰۹ق.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، د اسلامي نشر مؤسسه، ۱۴۲۱ق.
- عراقي، ضیاءالدین، نهایة الافکار، قم، د اسلامي نشر مؤسسه، ۱۴۱۷ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تهذیب الوصول الی علم الاصول، بېځایه، د امام علي (ع) مؤسسه، بېنېټه.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، قواعد الأحکام، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، ۱۴۱۳ق.
- فاضل توني، عبدالله بن محمد، الوافیه فی اصول الفقه، څېړنه: سید محمدحسین رضوي کشمیري، قم، د اسلامي فکر ټولنه، ۱۴۱۲ق.
- فاضل لنکراني، محمد، تفصیل الشریعه فی شرح تحریر الوسیلة (کتاب الاجتهاد و التقلید)، قم، د اهلبیتو (ع) فقهي مرکز، ۱۴۲۶ق.
- فخرالمحققین، محمد بن حسن، ایضاح الفوائد فی شرح مشکلات القواعد، څېړنه: سید حسین موسوي کرماني، قم، اسماعیلیان مؤسسه، ۱۳۸۷ق.
- فیض کاشاني، محمد بن مرتضی، سَفینةُ النَجاة و الکلماتُ الطَریفَه، تهران، د شهید مطهري د عالي مدرسې خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۷ل.
- کاشف الغطاء، علي، النور الساطع فی الفقه النافع، نجف، مطبعة الآداب، ۱۳۸۱ق.
- مجاهد، سید محمد، مفاتیح الاصول، قم، د آلالبیت (ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ق.
- محقق کرکي، علي بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، د آلالبیت (ع) مؤسسه، ۱۴۱۴ق.
- مقدس اردبيلي، احمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح ارشاد الاذهان، تهران، المکتبة المرتضویه الاحیاء الجعفریه، دویم چاپ، ۱۳۸۷ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، استفتائات جدید، قم، د امام علي بن ابي طالب (ع) مدرسې خپرندویه ټولنه، ۱۴۲۷ق.
- میرزای قمي، ابوالقاسم، جامع الشتات، تصحیح: مرتضی رضوي، تهران، کیهان مؤسسه، ۱۳۷۷ل.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، څېړنه: محمد قوچاني، بیروت، د عربي میراث د احیاء کور (دار احیاء التراث العربي)، اووم چاپ، ۱۳۶۲ل.
- وحید بهبهاني، محمدباقر، الفوائد الحائریه، قم، د اسلامي فکر ټولنه، ۱۵۱۵ق.