منځپانگې ته ورتلل

مسوده:خمسي کال

د wikishia لخوا

خُمسي کال هغه یو کلنه دوره ده چې د خمس د محاسبې او ورکولو لپاره ټاکل کېږي او د مکلف د لومړي عاید له ترلاسه کولو څخه پیلېږي. د دې دورې په پای کې، د ژوند د متعارفو لګښتونو (مؤونه) له کسر وروسته د کلني عاید اضافه محاسبه کېږي او پنځمه برخه یې د خمس په توګه ورکول کېږي.[۱] دا اصطلاح د شیعه‌وو په پخوانیو فقهي سرچینو، لکه جواهر الکلام، عروة الوثقی او تحریر الوسیله کې نه ده کارول شوې او تر ډېره د څوارلسمې لمریزې پېړۍ له دویمې نیمایي څخه، په ځانګړي ډول په عملیه رسالو کې، په فقهي ادبیاتو کې دود شوې ده.[۲]

د شیعه فقهې پر بنسټ، واجب ده چې د لومړي عاید له ترلاسه کولو یو کال وروسته، د هغه د اضافي برخې پنځمه برخه د خمس په توګه ورکړل شي.[۳] د خمسي کال پیل د عاید د ډول له مخې توپیر لري؛ د کسبګرو لپاره د کار د پیل له وخته، د معاش اخیستونکو لپاره د لومړي معاش له ترلاسه کولو څخه او د بزګرانو لپاره د لومړي حاصل له راټولولو څخه محاسبه کېږي.[۴] په امامیه فقهه کې د خمس د اصلي محاسبې له پلوه د قمري او لمریز کال ترمنځ توپیر نشته،[۵] که څه هم ځینو فقهاوو د احتیاط له مخې د قمري کال مراعات واجب بللی دی.[۶] همدارنګه په ځینو مواردو کې د خمسي کال بدلول جایز ګڼل شوي دي؛[۷] په دې شرط چې د خمس د مستحقانو حقوق مراعات شي[۸] یا د شرعي حاکم په اجازه وي.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ بنی‌هاشمي خمیني، توضیح المسائل مراجع، ټوک۲، مخ۸.
  2. ↑ د مثال په توګه وګورئ: امام خمیني، توضیح المسائل، مخ۶۳۰؛ فاضل لنکراني، تفصیل الشریعه، مخ۱۳۹؛ خامنه‌اي، اجوبة الاستفتائات، ټوک۱، مخ۱۶۳.
  3. ↑ شیخ انصاري، کتاب الخمس، مخ۷۱.
  4. ↑ بنی‌هاشمي خمیني، توضیح المسائل مراجع، ټوک۲، مخ۱۸.
  5. ↑ بنی‌هاشمي خمیني، توضیح المسائل مراجع، ټوک۲، مخ۱۸.
  6. ↑ وحید خراساني، توضیح المسائل، مخ۵۲۰، مسئله۱۷۸۳.
  7. ↑ وګورئ: بنی‌هاشمي خمیني، توضیح المسائل مراجع، ټوک۲، مخ۱۸.
  8. ↑ خامنه‌اي، اجوبة الاستفتائات، ټوک۱، ۱۶۴-۱۶۳مخونه.
  9. ↑ امام خمیني، توضیح المسائل، مخ۶۳۰؛ مکارم شیرازي، استفتاءات جدید، ټوک۱، مخ۱۱۰.

سرچينې

  • امام خمیني، توضیح المسائل، سمون: مسلم قلی‌پور گیلانی، ۱۴۲۶ هـ.ق.
  • بنی‌هاشمي خمیني، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع؛ د شپاړس تنو سترو مراجع تقلید له فتواوو سره سم، قم، د نشراتو اسلامي دفتر (چې د قم د حوزې علمیه له مدرسینو ټولنې سره تړاو لري)، ۱۳۹۲ هـ.ل.
  • بهبهاني، محمدعلي، «درس خارج فقه»(د فقهې خارج درس)، د فقاهت مدرسې وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۲ ل. کال د لړم ۲۸مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل. کال د لړم ۱۱مه.
  • خامنه‌اي، سیدعلي، اجوبة الاستفتاءات، بیروت، الدارالاسلامیه، ۱۴۲۰ هـ.ق.
  • شیخ انصاري، مرتضی، قم، د شیخ اعظم انصاری د لمانځغونډې کانګرس، ۱۴۱۵ هـ.ق.
  • فاضل لنکراني، محمد، تفصیل الشریعه فی شرح تحریر الوسیله، څېړنه: حسین واثقي او نور، قم، د ائمه اطهار د فقهي مرکز، ۱۴۲۳ هـ.ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، استفتاءات جدید، څېړنه: ابوالقاسم علیان‌نژادي، قم، د امام علي بن ابی‌طالب علیه‌السلام مدرسه، ۱۴۲۷ هـ.ق.
  • وحید خراساني، حسین، توضیح المسائل، قم، د امام باقرالعلوم مدرسه، ۱۴۲۶ هـ.ق / ۱۳۸۴ هـ.ل.