مسوده:د حدید سوره ۲۵ آیت
![]() | |
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | حدید سوره |
| د آیت شمېر | ۲۵ |
| جزء | ۲۷ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| په اړه | د پیغمبرانو د بعثت فلسفه |
| نور | د پیغمبرانو سره د خلکو د چلند ازموینه |
د حدید سورې ۲۵م ایت د انبیاوو د بعثت اصلي فلسفه روښانه کوي. د دې آيت له مخې، الله تعالی پېغمبران د معجزو، آسماني کتابونو او میزان (تلې) سره راولېږل، چې خلک د عدالت د ټينګښت لپاره راپورته شي.
میزان په تفسیرونو کې د انسان د اعمالو د تللو وسیله ګڼل شوې، او په ځینو شیعه روایاتو کې د معصوم امام په معنا تشریح شوی دی.
دا آیت د جهاد لپاره د مسلمانانو د انفاق د سستۍ په غبرګون کې نازله شوې او د عدالت د پرځایښت لپاره د انسانانو په مسوولیت منلو او ذمه وارۍ ټینګار کوي. دا چې په دې عدالت کې څه څه شامل دي د مفسرانو نظرونه مختلف دي: ځینې یې یوازې په ټولنیز عدالت پورې محدود ګڼي، او ځینې نور وایي چې وګړنیز عدالت هم پکې شامل دی.
د بعثت اصلي هدف د عدل او انصاف ټینګول
د حدید ۲۵مه آیت د خلکو په ګډون سره د قسط او عدل ټینګښت د انبیاوو بعثت اصلي هدف ګڼي[۱] او د دې هدف د تحقق لپاره اړین وسایل معرفي کوي.[۲] همدارنګه الله تعالی خپل ځان ځواکمن او بېنیازه معرفي کوي، چې څرګنده شي چې د خپلو اهدافو لپاره د بندګانو مرستې ته اړ نه دی.[۳]
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ
بېشکه چې (موږ) خپل رسولان د ښکاره دلیلونو سره ولېږل، او ورسره مو کتاب او تله نازله کړه، چې خلک انصاف قایم کړي. او اوسپنه مو را پیدا کړه چې په کې هم سخت ځواک (خطر) دی او هم د خلکو لپاره ګټې، چې الله معلومه کړي چې څوک په پټه د هغه او د هغه د رسولانو مرسته کوي. بېشکه الله ځواکمن او غالب دی.
حدید سوره، ۲۵م آیت
شأن نزول
په تفسیر المیزان کې راغلي چې تېر آیات د مسلمانانو د زړه سختوالي(د زړه قساوت) یادونه کوي، چې د ديني مسئولیتونو په ځانګړي ډول په جهاد کې د انفاق له سستۍ څخه رامنځته شوی و؛ نو دا آیت نازله شوه چې د دین د تشریع او د انبیاوو د بعثت هدف وښيي.[۴] خو تفسیر نمونه وایي چې له هغې وروسته چې مخکني آیتونه د رحمت، مغفرت او جنت لور ته د سیالۍ یادونه کوي، دا آیت دغه لاره څرګندوي و چې څنګه باید پرې لاړ شي.[۵]
د خلکو آزموینه؛ د بعثت بل هدف
د حدید ۲۵م آیت د خداى او رسولانو د رښتینو پیروانو د پېژندنې موضوع هم د پیغمبرانو د بعثت له اهدافو ګڼي.[۶] د محمدجواد مغنیه په وینا، الله د انبیاوو په لېږلو او د وسایلو په برابرولو سره – لکه اوسپنه چې هم ګټه لري او هم زیان – خلک ازمويي، چې څرګنده شي چې څوک د رسولانو په ظاهري نشتوالي کې هم یوازې د هغوی د پېغام له مخې د هغوی مرسته کوي.[۷] علامه طباطبایي وایي چې په دې الهي آزموینې کې بری د خلکو د شتون له څرنګوالي سره تړلی دی چې د خداى په لار کې د جهاد په ډګر کې یې ترسره کوي.[۸]
د پېغمبرانو د هدایت وسایل
بینات د ښکاره دلایلو او نښو په معنی دي، لکه معجزې، چې انبیاوو د هدایت لپاره راوړې دي. مدرّسي په تفسیر من هدی القرآن کې په دې کلمې پر استناد سره د پېغمبرانو طریقه د منطق، دلیل او پوهاوي پر بنسټ ګڼي.[۹] سید محمدحسین فضلالله هم باور لري چې الله پېغمبران له معجزو سره ولېږل چې خلک د پیژندنې له لارې، نه د تقلید په وسیله، دین ومني.[۱۰]
ډېری مفسرانو کتاب ټول آسماني کتابونه ګڼلي چې یو روح او واحد حقیقت لري.[۱۱] د میزان په اړه مختلف نظرونه شته دي: ځینو دا په ورځنیو معاملو کې د عدالت او انصاف بېلګه ګڼلې ده؛[۱۲] ځینو دا د هرې هغه وسیلې په معنی ګڼلې چې د حقیقت پېژندلو سبب شي، لکه عقل، وحی او تجربه؛[۱۳] په ځینو شیعه روایاتو کې میزان د معصوم امام په معنا تاویل شوی دی.[۱۴]
ټولنیز عدالت که وګړنیز عدالت؟
مفسرانو په دې اړه دوه نظریې وړاندې کړي دي: ځینې یې دا آیت فردي او ټولنیز دواړو عدالتونو ته شاملوي؛[۱۵] ځینې نور مفسران د آیت د سیاق له مخې دا یوازې ټولنیز عدالت ته محدودوي[۱۶] په دې لید کې، آیت د خلکو په رضا کارانه ډول د عدالت په ټینګښت ټینګار کوي، نه په زوره د عدالت په تپلو.[۱۷] د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر سید علي خامنهاي د نظر له مخې، بشپړ عدالت به یوازې د امام مهدي(عج) په حکومت کې تحقق پیدا کړي.[۱۸]
په تفسیر نمونه کې راغلي چې د اوسپنې د ذکر فلسفه دا ده چې د عدالت د ټینګښت لپاره د اخلاقی تربیت ترڅنګ مادي وسایل هم ضروري دي، ځکه چې انساني ټولنې تل د ظالمانو له ګواښ سره مخامخ دي.[۱۹]
فوټ نوټ
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ل، ټوک۱۱، مخ۳۸۶ و ج۱۵، مخ۲۱۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۹، مخونه۱۷۰-۱۷۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۲۳، مخ۳۷۱.
- ↑ وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۹، مخ۱۷۱؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ل، ټوک۲۰، مخ۲۳۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۹، مخ۱۷۲؛ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ل، ټوک۱۸، مخ۳۹۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۹، مخونه۱۷۰-۱۷۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۲۳، مخ۳۷۱.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ل، ټوک۱۸، مخ۳۹۴.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۷، مخ۲۵۶-۲۵۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۹، مخ۱۷۲.
- ↑ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۵، مخ۹۹.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ټوک۱۸، مخ۱۹۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۹، مخ۱۷۱؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ل، ټوک۲۰، مخ۲۳۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۹، مخ۳۶۳.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۷، مخ۲۵۶؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۹، مخ۱۷۱؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ل، ټوک۲۰، مخ۲۳۲.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق. ټوک۹۰، مخ۱۱۴.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ټوک۱۸، مخ۱۹۲؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ل، ټوک۲۰، مخ۲۳۲.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ل، ټوک۱۱، مخ۳۸۶ او ټوک۱۵، مخ۲۱۳. قاسمپور راوندی او ملګړې، «بررسی آرای مفسران درباره مفهوم و گستره عدالت اجتماعی...»، مخ۵.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ل، ټوک۱۸، مخ۳۹۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۲۳، مخ۳۷۲.
- ↑ حسینی خامنهای، ما منتظریم، ۱۳۹۶ل، مخ۵۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۲۳، مخ۳۷۲.
سرچينې
- امام خمیني، سید روحالله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم او نشر د امام خمیني آثار، ۱۳۷۸ل.
- حسیني خامنهای، سید علي، ما منتظریم، قم، د حضرت مهدي موعود فرهنګي بنسټ، ۱۳۹۶ل.
- رضایي اصفهاني، محمدعلي، تفسیر قرآن مهر، قم، د تفسیر او قرآني علومو څېړنې، ۱۳۸۷ل.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۰۸ق.
- فضلالله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک، ۱۴۳۹ق.
- قاسمپور راوندي، محسن، محمدعلي مهدوي راد او شیما محمودپور قمصر، «د حدید سوره ۲۵ آیت په ځانګړي تأکید د ټولنیز عدالت د مفهوم او پراختیا د مفسرانو د نظریاتو څېړنه»، (فصلنامه پژوهشنامه معارف قرآنی)د قرآن پوهې څېړنیزه درې میاشتنی، ګڼه ۴۸، ۱۴۰۱ل.
- مجلسي، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبّي الحسین علیهالسلام، ۱۴۱۹ق.
- مغنیه، محمدجواد، الکاشف فی تفسیر القرآن، قم، دارالکتاب الاسلامي، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ل.
- هاشمي رفسنجاني، اکبر، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ل.
