مسوده:طاغوت
طاغوت هر هغه سرکښ مخلوق او ځواک ته ویل کېږي چې د الله تعالی پر ځای یې عبادت، اطاعت یا پیروي وشي.[۱] دغه کلمه په قرآن کریم کې اته ځله کارول شوې ده.[۲]
د نساء سورې په ۵۱م آیت کې طاغوت د شرک او ګمراهۍ پر بېلګو، لکه بتانو، شیطانانو او هغو انسانانو تفسیر شوی، چې د الله تعالی پر ځای یې پیروي کېږي.[۳] د بقرې سورې په ۲۵۷م آیت کې طاغوت د هغې جبهې نښه معرفي شوې، چې انسان د الهي هدایت له رڼا څخه د ګمراهۍ پر لور بیایي.[۴] د نساء سورې په ۶۰م آیت کې طاغوت هغو قاضیانو ته کارول شوی، چې له الهي مشروعیت پرته پرېکړې کوي.[۵] همدارنګه، مفسرینو د مائدې سورې په ۶۰م آیت[۶] او د نحل سورې په ۳۶م آیت[۷] کې طاغوت د شرک پر مظاهرو، د ګمراهۍ پر مخکښانو او هغو عواملو تفسیر کړی، چې انسان د الله تعالی له لارې څخه لرې کوي. د نساء سورې په ۷۶م آیت کې هم د طاغوت لار د داسې شخص، ځواک یا نظام نښه ګڼل شوې، چې د خدای د لارې په مقابل کې واقع وي.[۸]
په شیعه روایاتو کې د طاغوت کلمه ډېری وخت د ظالمو واکمنانو او چارواکو په اړه کارول شوې ده.[۹] په روایتونو کې شیعهګان د طاغوتانو له دوستۍ او ملاتړ څخه د بېزارۍ او د هغوی له فتنو څخه د ځان ساتلو لپاره هڅول شوي دي[۱۰] او د طاغوتانو شتون د امام مهدي(عج) د غیبت له لاملونو څخه ګڼل شوی دی.[۱۱] همدارنګه، د ظالمو واکمنانو او قاضیانو ته د رجوع کولو د غندنې په اړه هم روایتونه نقل شوي دي.[۱۲] شیعه فقیهانو په دغو روایتونو په استناد سره، طاغوت ته مراجعه کول او له هغه څخه د قضاوت غوښتنه کول ـ ان د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره هم ـ ناروا ګڼلي دي؛ خو د ناچارۍ په شرایطو او د حق د ترلاسه کولو لپاره د بلې لارې د نشتوالي په صورت کې یې ځینې استثناوې مطرح کړې دي.[۱۳]
په ځینو شیعه روایتونو او زیارتلیکونو کې د «جِبْت او طاغوت» کلمې د اهلبیتو(ع) د دښمنانو[۱۴] یا د شرک او باطل د نښو په اړه کارول شوې دي.[۱۵] همدارنګه، د غیبت د دورې په اړه په ځینو روایتونو کې هر هغه بیرغ چې د امام مهدي(عج) له پاڅون څخه مخکې د ځانغوښتنې او ځان ته د بلنې په موخه پورته شي، طاغوت بلل شوی دی.[۱۶] د شیعه عالمانو یوې ډلې دغه روایتونه د ځانمحوره حرکتونو په اړه ګڼلي او د هغو حرکتونو او پاڅونونو ترمنځ یې توپیر کړی، چې د عدالت د پلي کولو او د حق د دفاع په موخه ترسره کېږي.[۱۷]
د ایران د اسلامي جمهوریت په سیاسي ادبیاتو کې د طاغوت کلمه د هغو حکومتونو، اشخاصو او جریانونو لپاره کارول کېږي، چې د اسلامي ارزښتونو مخالف ګڼل کېږي.[۱۸] امام خمیني دغه کلمه د پهلوي حکومت او د هغه د یو شمېر چارواکو او مسؤولینو په اړه کارولې ده.[۱۹]
فوټ نوټ
- ↑ راغب اصفهاني، المفردات، مخ۵۲۱.
- ↑ قرشي، قاموس قرآن، ټوک۴، مخ۲۲۴.
- ↑ طبري، جامع البیان، ټوک۸، مخ۴۶۵.
- ↑ طوسي، التبیان، ټوک۲، مخ۳۱۲؛ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۲، مخ۶۳۱.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ټوک۴، ۱۱۸-۱۱۹ مخونه.
- ↑ زمخشري، الکشاف، ټوک۱، مخ۶۵۳.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ټوک۸، مخ۱۱۸.
- ↑ طوسي، التبیان، ټوک۳، مخ۲۶۰.
- ↑ وګورئ: صفارقمي، بصائر الدرجات، ۱۴۴- ۱۴۵ مخونه؛ کلیني، الکافي، ټوک۱، ۲۶۱-۲۶۲ او۳۱۹،۴۷۷ مخونه.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۸، مخ۱۵.
- ↑ شیخ صدوق، کمال الدین، مخ۴۷.
- ↑ د بېلګې په ټوګه وګورئ: کلیني، الکافي، ټوک۷، ۴۱۱-۴۱۲ مخونه.
- ↑ د بېلګې په ټوګه وګورئ: فاضل هندي، کشف اللثام، ټوک۱۰، ۷-۸ مخونه؛ انصاري، القضاء و الشهادات، ۶۱-۶۴ مخونه؛ آشتیاني، کتاب القضاء، ۲۰-۲۲ مخونه.
- ↑ د بېلګې په ټوګه وګورئ: مجلسي، بحارالانوار، ټوک۳۰، ۱۸۷-۱۸۸ مخونه او د ټوک۳۱، ۶۰۰-۶۰۱ مخونه.
- ↑ د بېلګې په ټوګه وګورئ: مجلسي، بحارالانوار، ټوک۹۶، ۱۹۰-۱۹۳ مخونه او د ټوک۹۷، ۲۰۶-۲۹۵ مخونه.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۸، مخ۲۹۵؛ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۵۲، مخ۱۴۳.
- ↑ مکارم شیرازي، پیام قرآن، ټوک۱۰، ۷۸ـ۸۴ مخونه؛ جوادي آملي، امام مهدی؛ موجود موعود، ۱۵۲ـ۱۵۹ مخونه.
- ↑ مؤمن، «طاغوت»، ۲۳۶-۲۳۷ مخونه.
- ↑ مؤمن، «طاغوت»، ۲۳۶-۲۳۷ مخونه.
سرچينې
- آشتیاني، محمدحسن، کتاب القضاء، قم، د دار الهجرة خپرنو، ۱۴۰۴ هـ.ق.
- آصفي، محمدمهدي، فقه المقاومة؛ دراسة فقهیة مقارنة، تهران، د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي نړیوال مجمع، فرهنګي مرستیالي، ۱۴۳۰ هـ.ق.
- انصاري، مرتضی، القضاء و الشهادات، قم، د شیخ اعظم انصاري د لوی درناوي نړیوال کانګرس، ۱۴۱۵ هـ.ق.
- جوادي آملي، عبدالله، امام مهدي؛ موجود موعود، قم، د اسراء د خپرولو مرکز، ۱۳۹۵ هـ.ل.
- زمخشري، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل في وجوه التأویل، بیروت، دار الکتاب العربي، ۱۴۰۷ هـ.ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، کمالالدین و تمام النعمة، قم، جماعة المدرسین في الحوزة العلمیة، ۱۴۱۶ هـ.ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، څېړنه: احمد قصیر عاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې نېټې.
- صفار قمي، محمد بن حسن، بصائر الدرجات في فضائل آل محمد، قم، د آیتالله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ هـ.ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، سمون: فضلالله یزدي طباطبایي، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۸ هـ.ق.
- طبري، محمد، جامع البیان في تفسیر القرآن، دار المعرفة، بیروت، ۱۴۱۲ هـ.ق.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، نشر اسلام، ۱۳۷۸ هـ.ل.
- قرشي، سید علياکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، شپږم چاپ، ۱۴۱۲ هـ.ق.
- فاضل هندي، محمد بن حسن، کشف اللثام عن قواعد الأحکام، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۱۶ هـ.ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سمون: علياکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ هـ.ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ هـ.ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، پیام قرآن، قم، د امام علي بن ابيطالب(ع) د مدرسي خپرونې، ۱۳۷۴ هـ.ل.
- مؤمن، موجان، «طاغوت»، د اسلام د نوي نړۍ د پوهنغونډ په درېیم ټوک کې، ژباړه: حسین سوزنچي، تهران، د کتاب مرجع خپرونه او د کانګرس خپرونه، ۱۳۹۱ هـ.ل.