منځپانگې ته ورتلل

ام المؤمنین (لقب)

د wikishia لخوا
دا مقاله د امّ‌المؤمنین د لقب په اړه ده. د هغو کسانو د پېژندلو لپاره چې دا لقب ورته کارول شوی، د پیغمبر (ص) د میرمنو مدخل وګورئ.
د پیغمبر(ص) میرمنې
خدیجه د خویلد لور (واده: د عام‌الفیل ۲۵ مه)
سوده د زمعه لور (واده:د هجرت څخه مخکې)
عایشه دختر ابوبکر (ازدواج: ۲ق)
حفصه د عمر بن خطاب لور (واده: ۳ق)
زینب د خزیمه لور (واده: ۳ق)
ام سلمه د ابو امیه لور (واده: ۴ق)
زینب د جحش لور (واده: ۵ هجري)
جویریه د حارث لور (واده: ۵ یا ۶ق)
ام حبیبه د ابوسفیان لور (واده: ۶ یا ۷ق)
ماریه د شمعون لور (واده: ۷ق)
صفیه د حیی لور (واده: ۷ق)
میمونه د حارث لور (واده: ۷ق)


اُمُّ‌الْمُؤْمِنين‌ یا امهات‌المؤمنین (د مؤمنانو میندې) هغه لقب دی چې په قرآن کریم کې د پیغمبر اکرم(ص) د مېرمنو لپاره کارول شوی دی.[۱]

دا لقب له دې آیت څخه اخیستل شوی: «النَّبِيُّ أَوْلَىٰ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَ أَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ؛ یعنې: پیغمبر د مؤمنانو په نسبت د دوي تر خپل ځانه ډېر سزاوار دی، او د هغه مېرمنې د دوی میندې دي»،[۲] د مفسرینو په وینا، دا آیت د پیغمبر(ص) مېرمنې د مؤمنانو د میندو په شان ګڼي؛ یعنې له وفات وروسته له دوی سره نکاح کول حرام دي، او درناوی یې واجب ګڼل کېږي.[۳] د پیغمبر(ص) له ښځو سره د واده کولو د منعې حکم د احزاب سورې په ۵۳م آیت کې هم راغلی دی.[۴]

د شیعه مفسرینو په باور، د پیغمبر(ص) د مېرمنو د حرمت ساتل هغه وخت واجب دي چې دوی د خدای امر ته پابندې وي او د معصوم امام اطاعت وکړي؛ خو که له دې اصل څخه سرغړونه وکړي، د خپل درناوي مقام له لاسه ورکوي، خو بیا هم له دوی سره واده کول د تل لپاره حرام دي او دا حرمت به تلپاتې وي.[۵]

مرتضی مطهري (۱۲۹۸ـ۱۳۵۸ل) د دې حکم حکمت دا ګڼلی چې له دې لارې د پیغمبر(ص) د مېرمنو له مقام څخه د ناوړه سیاسي او ټولنیزې استفادې مخه ونیول شي.[۶]

فوټ نوټ

  1. احزاب سوره، ۶ آیت.
  2. احزاب سوره، ۶ آیت.
  3. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ټوک۸، مخ۱۲۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۶، مخ۲۷۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۲۰۵.
  4. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۷، ۷۹-۸۰مخونه.
  5. فیض کاشانی، التفسیر الصافی، ۱۴۱۶ق، ټوک۶، مخ۱۴؛ ثقفی، روان جاوید، ۱۳۹۸ق، ټوک۴، مخ۳۰۴.
  6. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ټوک۱۹، مخ۴۳۱.

سرچينې

  • قرآن کریم
  • ثقفي، محمد، روان جاوید، برهان خپرندویه، درېیم چاپ، ۱۳۹۸هـ ق.
  • فیض کاشاني، محسن، تفسیر صافي، خپرندوی: دار الکتب الإسلامیة، ایران – تهران، ۱۴۱۶هـ ق.
  • طباطبایي، سید محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، اسماعیلیان، بیروت، ۱۳۹۳هـ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، لومړی چاپ، ۱۴۱۵هـ ق.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، مسالک الافهام الی تنقیح شرایع الاسلام، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۳هـ ق.
  • مطهري، مرتضی، مجموعه آثار، صدرا خپرندویه، تهران، ۱۳۸۴هـ ش.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، دار الکتب الإسلامیة، تهران، ۱۳۷۴هـ ش.