منځپانگې ته ورتلل

فارقلیط

د wikishia لخوا

فارقلیط د «ډېر ستایل شوي» په معنا دی او د «احمد» معادل ګڼل کېږي، دا نوم په انجيل کې راغلی او د مسلمانانو په باور، د اسلام پيغمبر(ص) ته اشاره ده.

فارقلیط، د يوناني کلمې پاراکليتوس، د عربۍ ژبې معادل دی چې په يوحنا انجيل کې کارول شوې ده.[۱] مسيحيان دا کلمه د «تسلي‌ورکوونکي» په معنا ژباړي او باور لري چې دا روح‌القدس ته اشاره ده؛[۲] خو مسلمانان د يوحنا انجيل د ځينو عبارتونو په استناد باور لري چې د انجيل اصلي کلمه پريکلوتوس وه، چې معنا يې «ډېرستايل شوی» ده، او وروسته دا کلمه پاراکليتوس ته بدله او تحریف شوې ده.[۳] مسلمانان دا لقب د احمد او محمد له نومونو سره منطبق بولي او باور لري چې د اسلام د پيغمبر (ص) د راتګ زیری په پخوانيو آسماني کتابونو کې ورکړل شوی دی.[۴]

شيعه مفسر، محمد صادقي تهراني (وفات: ۱۳۹۰ل) د انجيل د هغو ځانګړنو په استناد چې د فارقلیط لپاره يادې شوې — لکه له عیسی‌(ع) وروسته راتګ، روحاني او نړيوال شخصيت، او د پخوانيو تعليماتو بشپړونه — دا لقب د اسلام د پيغمبر(ص) په اړه ګڼي.[۵] همدارنګه، ځينې مفسران د صف سورې د شپږم آيت په استناد، چې په هغه کې د عیسی‌ع له خوا د «احمد» په نوم د يو راتلونکي پيغمبر زېرى ورکړل شوی، دا نوم د فارقلیط معادل ګڼي.[۶] د يو روايت له مخې، چې په ځينو شيعه سرچينو کې نقل شوې، جبرئيل پيغمبر(ص) په: «يا فارقلیط» نوم سره مخاطب کړی و.[۷]

فوټ نوټ

  1. انجیل یوحنا، باب ۱۴، آیت ۱۶ و ۲۶؛ باب ۱۵، آیت ۲۶ و باب ۱۶، آیت ۷.
  2. Nicoletti, «The Paraclete», P2-3.
  3. صادقی تهرانی، بشارت عهدین، ۱۳۹۲ش، ۱۹۰-۱۹۱مخونه؛ سبحانی، احمد موعود انجیل، مخ۱۰۵.
  4. صادقی تهرانی، بشارت عهدین، ۱۳۹۲ش، ۱۹۰-۱۹۱مخونه؛ سبحانی، احمد موعود انجیل، مخ۱۰۵.
  5. صادقی تهرانی، بشارت عهدین، ۱۳۹۲ش، ۱۹۱-۱۹۲مخونه.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ټوک۴، مخ۳۷۳؛ آلوسی، تفسیر روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۲۸۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲۴، مخ۷۴.
  7. شاذان قمی، الفضائل، ۱۳۶۳ش، مخ۳۳.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • یوحنا انجیل.
  • آلوسي، محمود بن عبدالله، تفسیر روح المعاني، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵هـ ق.
  • سبحاني، جعفر، احمد موعود انجیل، قم، د امام صادق (ع) د مؤسسې خپرونې، بې‌نېټې.
  • شاذان قمي، شاذان بن جبرئیل، الفضائل، قم، الشریف الرضي، ۱۳۶۳هـ ش.
  • صادقي تهراني، محمد، بشارات عهدین، قم، شکرانه، ۱۳۹۲هـ ش.
  • طبرسي، فضل بن حسن، تفسیر مجمع البیان، خپرندوی: مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، بیروت – لبنان، لومړی چاپ، ۱۴۱۵هـ ق / ۱۹۹۵م.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴هـ ش.
  • Nicoletti, Pastor, «The Paraclete», Faith Presbyterian Church, August 2020.