منځپانگې ته ورتلل

محمد سوره

د wikishia لخوا
محمد سوره
محمد
کتابت۴۷
شمیره۹۵
جزء۲۶
آیت۳۸
مکي/مدنيمدني
کلمه۵۴۲
حرف۲۴۲۴


محمد سوره د قرآن کریم اوه څلویښتمه سوره او له مدني سورو څخه ده چې په ۲۶مه سیپاره کې ده. د دې سورې نوم د دویم آیت له مخې د رسول الله(ص) د نوم له ذکر څخه اخیستل شوی دی.

د دې سورې اصلي محتوا د مؤمنانو او کافرانو د ځانګړتیاوو او په آخرت کې د هر یوه د برخلیک بیان او همدارنګه د جهاد مسئله ده.

د سورې اووم آیت د قرآن له مشهورو آیتونو څخه دی چې د الهي نصرت د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي. همدارنګه د دې سورې څلورم آیت چې د جنګي اسیرانو د وژلو د منع کولو او د هغوی د خلاصون د ضرورت په اړه، یا په وړیا توګه یا د فدیې په بدل کې، خبرې کوي، د آیات الاحکام له جملې څخه شمېرل کیږي.

د دې سورې د تلاوت په فضیلت کې راغلي چې دا کار له فقر څخه د خلاصون او د جنت په چینو د خړوبېدو لامل کیږي.

د سورې معرفي

نوم ایښودل

په دویم آیت کې د محمد(ص) د نوم ذکر د دې سورې د نوم ایښودلو دلیل بلل شوی دی. د دې سورې بل نوم قتال دی، ځکه چې په زیاتره آیتونو کې یې د جهاد په اړه بحث شوی دی.[۱] دا سوره د «الذین کفروا» په نوم هم یادیږي، ځکه چې په همدې عبارت سره پیل کیږي.[۲]

د نزول ځای او ترتیب

محمد سوره د مدني سورو له جملې څخه ده او د نزول په ترتیب کې، پر رسول الله(ص) نازله شوې پنځه نويمه سوره ده. دا سوره په اوسني مُصحَف کې اوه څلویښتمه سوره ده او د قرآن په ۲۶مه سيپاره کې موقعیت لري.[۳] البته، د جلال‌الدین سیوطي په وینا، نسفي حنفي (وفات: ۵۳۷ق) دا سوره مکي بللې ده.[۴]

د آیتونو شمېر او نورې ځانګړتیاوې

محمد سوره ۳۸ آیتونه، ۵۴۲ کلمې او ۲۴۲۴ حروف لري او د حجم له پلوه د مثاني سورو له جملې څخه ده او له یو حزب څخه کمه ده.[۵]

مینځپانګه

د محمد سورې اصلي چورلیز د مؤمنانو د نیکو صفاتو او د کافرانو د ناوړه خصلتونو بیان او د هرې ډلې د دنیوي او اخروي پایلو پرتله کول دي.[۶] د جهاد مسئله د دې سورې بله اصلي موضوع ده.[۷] د دې سورې د زیاتره آیتونو د جنګ په اړه د بحث دلیل د احد له جنګ سره د دې سورې د نزول هم مهاله والی بلل شوی دی.[۸] په دې سوره کې د اضلال او احباط دوو کلمو مکرر استعمال، چې د تباه کیدو او د کافرانو د اعمالو د بې فایدې کیدو په معنا دي، د کافرانو له کفر او له قرآن څخه له نفرت سره تړاو لري.[۹]

د دې سورې محتوا په لاندې مواردو کې لنډېدلی شي:

  1. ایمان او کفر او په دې نړۍ او بلې نړۍ کې د مؤمنانو او کافرانو د حالاتو پرتله کول ؛
  2. له دښمنانو سره جهاد او د جنګي اسیرانو د وضعیت په اړه لارښوونې؛
  3. د منافقانو حالات، چې د دې آیتونو د نزول پر مهال یې په مدینه کې تخریبي فعالیتونه کول؛
  4. د «په ځمکه کې سیل» سپارښتنه او د تېرو اقوامو د برخلیک څېړنه د عبرت لپاره؛
  5. د الهي امتحان مسئله د جنګ د موضوع په تناسب؛
  6. د انفاق بحث او دا یې د جهاد یو ډول بللی دی.[۱۰]

مشهور آیتونه

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُ‌وا اللَّـهَ يَنصُرْ‌كُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴿۷﴾»

(اى هغه کسانو چې ایمان یې راوړی، که تاسو د خدای ملاتړ وکړئ، هغه به ستاسو ملاتړ وکړي او ستاسو ګامونه به ټینګ کړي.) د محمد سورې اووم آیت مؤمنان د خدای ملاتړ ته رابلي او وعده ورکوي چې که هغوی د خدای د دین ملاتړ وکړي، خدای به یې ملاتړ وکړي او د هغوی ګامونه به ټینګ کړي[۱۲]

فضیلت او خواص

له رسول الله(ص) روایت دی چې که څوک محمد سوره ولولي، کله چې له قبره راپورته شي، هر لوري ته چې وګوري، د خدای رسول به وویني او خدای به یې د جنت له چینو څخه سیراب کړي.[۱۳] په دین کې شک نه کول، په فقر نه اخته کیدل او د خدای او د هغه د رسول په امان کې پاتې کېدل، د محمد سورې د تلاوت له انعامونو څخه دي چې په یو روایت کې له امام صادق(ع) څخه نقل شوي دي.[۱۴]

آیات الاحکام

د محمد سورې څلورم آیت د آیات الاحکام له جملې څخه بلل شوی دی چې له جنګ وروسته د جنګي اسیرانو د حکم په اړه بحث کوي.[۱۵] په دې آیت کې د جنګي اسیرانو وژل منع شوي او د مسلمانانو مشر ته اجازه ورکړل شوې چې هغوی یا په وړیا توګه یا د فدیې په بدل کې خلاص کړي.[۱۶]

د محمد سورې متن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ. ﴿الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ (١) وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ (۲) ذَلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَبِّهِمْ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ (۳) فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ (۴) سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ (۵) وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ (۶) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (۷) وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ (۸) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ (۹) أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا (١۰) ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ (١۱) إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ (١۲) وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةً مِنْ قَرْيَتِكَ الَّتِي أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ (١۳) أَفَمَنْ كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ كَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ (١۴) مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ (١۵) وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّى إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ (١۶) وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ (١۷) فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ (١۸) فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ (١۹) وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ (۲۰) طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَعْرُوفٌ فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ (۲١) فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ (۲۲) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ (۲۳) أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا (۲۴) إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ (۲۵) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ (۲۶) فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ (۲۷) ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ (۲۸) أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَنْ لَنْ يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ (۲۹) وَلَوْ نَشَاءُ لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ (۳۰) وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ (۳١) إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ (۳۲) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ (۳۳) إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ (۳۴) فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ (۳۵) إِنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ (۳۶) إِنْ يَسْأَلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا وَيُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ (۳۷) هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ (٣٨﴾

{{{1}}}


فوټ نوټ

  1. السیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۱۳۹۴ق، ج۱، ص۱۹۴. صفوی، «سوره محمد»، ص۸۰۵.
  2. خرمشاهی، «سوره محمد»، ص۱۲۵۱.
  3. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۶۸.
  4. سیوطی، الاتقان فی علوم القرآن،۱۴۱۶ ق، ج۱، ص۴۳.
  5. خرمشاهی، «سوره محمد»، ص۱۲۵۱.
  6. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۲۲۲.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۲۲۲.
  8. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۱، ص۳۸۸.
  9. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۷، ص۶۶.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۱، ص۳۸۸.
  11. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، تهیه مؤسسه فرهنگی قرآن و عترت نورالثقلین، قم، نشر نشرا، چ۱، ۱۳۹۲ش.
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۱، ص۴۲۵.
  13. بحرانی، البرهان، ۱۳۸۹ش، ج۵، ص ۵۳؛ ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۹، ص۲۸.
  14. صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، ۱۳۸۲ش، ص۲۲۳.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۱، ص۴۰۰.
  16. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۱، ص۴۰۰.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران: دارالقرآن الکریم، ۱۳۷۶ش.
  • بحرانی، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسه البعثه، قسم الدراسات الاسلامیه، ۱۳۸۹ش.
  • خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، تهیه مؤسسه فرهنگی قرآن و عترت نورالثقلین، قم، نشر نشرا، ۱۳۹۲ش.
  • خرمشاهی، قوام الدین، «سوره محمد»، تهران، انتشارات دوستان، تهران، ۱۳۷۷ش.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الاتقان فی علوم القرآن، تحقیق: سعید المندوب، لبنان، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی للنشر، ۱۴۰۶ق.
  • صفوی، سلمان، «سوره محمد»، در دانشنامه معاصر قرآن کریم، قم، انتشارات سلمان آزاده، ۱۳۹۶ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیرالقرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآنی، ترجمه ابومحمد وکیلی، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۱ش.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
  • مكارم شيرازى، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۳۷۱ش.