مسوده:یوم الآزفه
یَوْمُ الْآزِفَة د نږدې ورځې په معنا ده[۱] او په قرآن کریم کې د قیامت له نومونو څخه یو نوم دی.[۲] دغه نوم د غافر سورې په ۱۸م آیت کې راغلی دی: «وَ أَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ: هغوی د نږدې ورځې له راتګ څخه ووېروه؛ هغه ورځ چې زړونه د سختې وېرې له امله تر مرۍ پورې رسېږي، په داسې حال کې چې د هغوی وجود له غم او اندېښنې ډک وي».[۳] د «آزِفَة» کلمه د «اَزِفَ» له ریښې څخه اخیستل شوې، چې د «نږدې کېدو» په معنا ده[۴] او د نجم سورې په ۵۷م آیت کې هم کارول شوې ده.[۵]
قیامت د هغه د حتمي او قطعي واقع کېدو له امله[۶] د «یوم الآزفة» په نوم یاد شوی دی؛[۷] که څه هم انسانان یې لرې ګڼي.[۸] د شیعه مفسر ناصر مکارم شیرازي په وینا، د دې تعبیر موخه د قیامت پر نږدېوالي ټینګار کول او د دې ناسم تصور ردول دي، چې ګواکې د قیامت راتګ ډېر لرې دی او د هغه لپاره چمتووالي ته اړتیا نشته.[۹] نوموړی همدارنګه په دې باور دی، چې که د دنیا عمر د آخرت له تلپاتې ژوند سره پرتله شي، نو دنیا به یوه لنډه او تېرېدونکې شېبه وي؛ له همدې امله قیامت نږدې ګڼل کېږي.[۱۰] د هغه په وینا، د قیامت د پېښېدو وخت هېچا ته، پیغمبرانو ته هم، څرګند نه دی او انسان باید تل ځان له هغې ورځې سره د مخامخ کېدو لپاره چمتو وساتي.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ امامي، لغات در تفسیر نمونه، مخ۱۰.
- ↑ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۸، مخ۴۳۳؛ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۷، مخ۳۱۹.
- ↑ امامي، لغات در تفسیر نمونه، مخ۱۰.
- ↑ امامي، لغات در تفسیر نمونه، مخ۱۰.
- ↑ وګورئ: طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۵۱.
- ↑ ابنعاشور، التحریر والتنویر، ټوک۲۷، مخ۱۵۹.
- ↑ مراغي، تفسیر المراغي، ټوک۲۴، مخ۵۶.
- ↑ خطیب، التفسیر القرآني للقرآن، ټوک۱۴، مخ۶۲۴.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۰، مخ۶۳.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۰، مخ۶۳.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۰، مخ۶۳.
سرچينې
- ابنعاشور، محمد الطاهر بن محمد، التحریر والتنویر، تونس، الدار التونسیة للنشر، ۱۹۸۴م.
- امامي، محمد جعفر، لغات در تفسیر نمونه، قم، امام علي بن ابي طالب(ع)، ۱۳۸۷ل.
- خطیب، عبدالکریم، التفسیر القرآني للقرآن، قاهره، دار الفکر العربي، بېنېټې.
- طباطبایي، محمد حسین، المیزان في تفسیر القرآن، قم، اسماعیلیان، بېنېټې.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان، څېړنه: لجنة من العلماء والمحققین الأخصائیین، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- مراغي، أحمد مصطفى، تفسیر المراغي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، بېنېټې.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دو دېرشم، ۱۳۴۷ل.
| ||||||||||||||||||||||||||