مسوده:یوم الفصل
یَوْمُ الْفَصْل د بېلتون یا پرېکړې د ورځې په معنا دی او په قرآن کریم کې د قیامت د ورځې له نومونو څخه یو نوم دی.[۱] مفسرینو دغه نوم د حق او باطل د بېلتون او د انسانانو د عقایدو او اعمالو پر بنسټ د هغوی د توپیر او جلاوالي په معنا د قیامت په ورځ ګڼلی دی.[۲] دغه اصطلاح د قرآن کریم په بېلابېلو آیتونو کې د منکرانو او تکذیبکوونکو د ګواښلو په تړاو کارول شوې ده.[۳] همدارنګه، په ځینو آیتونو کې «یوم الفصل» د انسانانو د راټولېدو[۴] اود وروستۍ پرېکړې د ورځې په توګه معرفي شوې ده؛ هغه ورځ چې په هغې کې هېڅوک د بل چا مرسته نه شي کولای، مګر هغه کسان چې د الهي رحمت تر سیوري لاندې راشي.[۵]
علامه طباطبایي د حج سورې د ۱۷م آیت په استناد، یوم الفصل د حق او باطل او نېکانو او بدکارانو ترمنځ د وروستي بېلتون ورځ ګڼلې ده او د «وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ»[۶] په څېر آیتونه یې د دې تفسیر د تأییدوونکي په توګه معرفي کړي دي.[۷] علامه مجلسي هم دغه ورځ د الهي پرېکړې او د انسانانو د عملونو د ثواب او سزا وخت بللی دی.[۸] په تفسیر نمونه کتاب کې هم یوم الفصل د پرېکړې د ورځې په توګه تفسیر شوی، چې په هغې کې د انسانانو د اعمالو حقیقت څرګندېږي.[۹]
مرتضی مطهري دغه مفهوم په دوو ډوله بېلتونونو تفسیر کړی دی: له بدن څخه د روح بېلېدل او د انسانانو د باطني ځانګړتیاوو او اخلاقي صفاتو پر بنسټ د هغوی جلا کېدل. د هغه په اند، انسانان په دنیا کې د ظاهري اړیکو له مخې د یو بل ترڅنګ ژوند کوي، خو د قیامت په ورځ به د خپلو دروني حقیقتونو او اعمالو پر بنسټ په ډلو ووېشل شي.[۱۰]
فوټ نوټ
- ↑ صافات سوره، ۲۱ آیت.
- ↑ قرشي بنابي، قاموس قرآن، ټوک۵، مخ۱۸۰.
- ↑ وګورئ: صافات سوره، ۲۱ آیت؛ مرسلات سوره، ۳۸ آیت.
- ↑ نبا سوره، ۱۷ آیت.
- ↑ دخان سوره، ۴۰ آیت.
- ↑ یس سوره، ۵۰ آیت.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۷، مخ۱۳۰.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۲۴، مخ۲۰۵.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۱۹، مخ۳۲.
- ↑ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۸، مخ۲۸۳.
سرچينې
- قرآن کریم.
- قرشي بنابي، علياکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ل.
- مطهري، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مرتضی مطهري، تهران، د صدرا خپرندوی، ۱۳۸۹ل.
- طباطبایي، سید محمد حسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- مجلسي، محمد باقر، بحار الأنوار، مؤسسة الوفاء، دویم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۵۴–۱۳۸۷ل.
| ||||||||||||||||||||||||||