منځپانگې ته ورتلل

د سرحد ساتنه

د wikishia لخوا

د سرحد ساتنه یا مُرابِطه د یو هیواد د پولو ساتل او د بهرنیو ګواښونو په وړاندې د هغې ساتنه ده. په اسلامي فقه کې، د سرحد د ساتل مستحب دي او په هغو مواردو کې واجب کیږي لکه اسلام ته د خطر په وخت کې یا که څوک نذر وکړي نو پوره کول یې واجب دي. په پنځلسمه پیړۍ کې یو شمیر شیعه فقهاوو د وخت شرایطو ته په پام د سرحد ساتنه کفايي واجب ګڼله. د سرحد ساتنې لپاره د امام د اجازې اخیستلو په اړه، ځینې فقها دا واجب ګڼي او ځینې یې ضروري نه ګڼي.

شیعه فقها د سرحد ساتنې لپاره د مالي نذر په اړه مختلف نظرونه لري. شیخ طوسي د سرحد ساتونکو لپاره د مالي نذر پوره کول واجب نه ګڼي، خو علامه حلي او شهید اول د دې نذر پوره کول په ټولو شرایطو کې لازم ګڼي. د سرحد ساتنې لپاره د اجیر شونی په اړه، شیخ طوسي اجیر شونه واجب نه ګڼله او د پیسو بیرته ورکول یې واجب ګڼل، پداسې حال کې چې ځینو نورو د تړون سره سم عمل کول واجب ګڼلي دي.

د سرحدي ساتنې موده له دریو څخه تر څلویښتو ورځو پورې یاد شوی، او له دې څخه ډیره موده د جهاد حکم پیدا کوي. ځینې فقها د زکات په څېر په وجوهاتو (شرعي پيسو) سره د سرحد ساتونکو لپاره وداني جوړول جایز ګڼي. د سرحد ساتونکو سره مرسته کول، حتی هغوي ته د تجهیزاتو لیږل هم اجر لري. امام سجاد(ع) د صحیفه سجادیه په اووه ویشتمه دعا کې د سرحد ساتونکو د پیاوړتیا، ټینګښت او تقوا او همدارنګه د دښمنانو له منځه وړلو لپاره دعا کړې ده.

مفهوم پيژندنه او مقام

سرحد ساتنه له فقهي نظره دا ده: د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو ترمنځ د سرحدونو ساتنه[۱] او د دښمن د وضعیت په اړه خبر ورکول[۲] او د دوي د نفوذ مخنیوی.[۳] په سیاسي او جغرافیایي اصطلاح کې، د نورو هیوادونو سره د یو هیواد د پولو ساتنې ته ویل کیږي[۴]، چې ځمکنۍ، هوایي او سمندري پولې پکې شاملې دي.[۵]

په احادیثو کې، د سرحد ساتنې لپاره ځینې اغیزې ذکر شوي دي، لکه د ګناهونو له منځه تلل، د ثواب ثبتیدل،[۶] د یوې میاشتې له عبادت څخه ډیر ارزښتناک، د قبر له عذاب څخه خوندیتوب[۷] او د دوزخ له اور څخه خلاصون.[۸]

قطب راوندي د آل عمران سوره په ۲۰۰ آیت کې د «رابطوا» کلمه په سرحد ساتنې تطبیق کړې ده.[۹]

په آخرت کې د اجر له نظره، د سرحد ساتنې له غوره ډول په خپل جان، مال او کورنۍ سره د پولې ساتل دي (په غیر جنګي حالاتو کې)[۱۰] او د خطرناکو سرحدونو ساتنه.[۱۱] د جعفر کاشف الغطاء په وینا، په سرحد اوسیدونکي هم که د پولې دفاع ته چمتو وي نو د سرحد ساتونکو اجر ترلاسه کوي.[۱۲] همدارنګه، هغه کسان چې د پولې د ساتنې پرمهال وژل کیږي شهیدان ګڼل کیږي او د شهیدانو اجر ترلاسه کوي.[۱۳] د سرحد ساتونکو لپاره دا مناسبه ده چې په جومات کې لمونځ وکړي ترڅو دښمنان د هغوي له اجتماع او لوی شمیر څخه وویریږي.[۱۴]

د سرحد ساتونکو لپاره د امام سجاد(ع) دعا

په صحیفه سجادیه کې، امام سجاد(ع) د سرحد ساتونکو د پیاوړتیا، ټینګښت او تقوا او د هغوی ترمنځ د یووالي د رامنځته کیدو لپاره دعا کوي. هغه همدارنګه له خدایه غواړي چې د سرحد ساتونکو پوهه، پوهاوی او تدبیر زیات کړي او دښمنان له منځه یوسي. هغه له خدایه غواړي چې سرحد ساتونکي د دنیاوي اړیکو له امله دښمن ته شا نه کړي او د آخرت یاد تل د هغوی په زړونو کې ژوندی وي. په پای کې، د دښمنانو له ماتې وروسته، هغه د هغوی لپاره د شهادت هیله کوي.[۱۵]

د سرحد ساتنی واجب والی او مستحبوالی

شیعه فقیهان لکه علامه حلي[۱۶] او صاحب جواهر[۱۷] د سرحد ساتنه مستحب ګڼي او د معصوم امام(ع) د حضور په وخت کې یې فضیلت لازیات ګڼي.[۱۸] په هغو مواردو کې واجب کیږي کله چې اسلام او مسلمانان په خطر کې وي[۱۹] یا کله چې چا نذر کړی وي.[۲۰] د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي امام خمیني په وینا، د اسلامي هیوادونو په سرحدونو د برید په صورت کې، دا په ټولو مسلمانانو واجبیږي چې له هیواده دفاع وکړي.[۲۱]

د پنځلسمې پیړۍ ځینې شیعه مراجع تقلید، لکه محمد تقي بهجت او نوري همداني، د سرحد ساتنه کفايي واجب ګڼي،[۲۲] او هغه وخت مستحب دي کله چې په سرحدونو کې کافي سرحد ساتونکي شتون ولري.[۲۳] د کاشف الغطا په وینا، که چیرې د سرحد ساتنه واجب کفايي وي او کافي خلک د هغې لپاره نه ځي، نو کوم کسان چې ځي د معاش ترلاسه کولو حق نه لري. [۲۴]

شیخ طوسي په خپل کتاب مبسوط کې، د سرحد ساتنې استحباب د عادل امام په شتون سره شرط کړی دی.[۲۵] او په بل کتاب کې، هغه دا مطلقا مستحب ګڼلی دی.[۲۶]

د غیبت په زمانه کې سرحد ساتنه

شیخ طوسي د سرحد ساتونکي کېدو لپاره د نذر پوره کول واجب ګڼي؛ خو هغه په دې باور دی چې د غیبت په وخت کې، که څوک نذر وکړي چې د خپلې شتمنۍ یوه برخه سرحد ساتونکو ته ورکړي، نو د نذر پوره کول واجب نه دي او هغه کولی شي چې دا په نورو خیریه چارو کې مصرف کړي.[۲۷] په هرصورت، ځینې فقها په دې باور دي چې د معصوم امام(ع) د حضور او غیب په وخت کې د نذر پوره کول واجب دي[۲۸] او دا چې په خیراتي چارو کې مصرف کول یې جایز نه دي.[۲۹]

ځینې شیعه فقها په دې باور دي چې که چیرې یو څوک د غیبت په وخت کې د سرحد ساتنې لپاره په بل ځای کې اجیر شي، نو د دې ژمنې پوره کول په هغه واجب ندي او هغه باید ترلاسه شوې اندازه بیرته ورکړي؛[۳۰] له بلې خوا، بله ډله د داسې قراردادونو پوره کول واجب ګڼي.[۳۱]

د علامه حلي په وینا، د امام(عج) د غیبت په وخت کې، د سرحد ساتونکي مسؤل کس باید جګړه پیل نه کړي. د هغه دنده دا ده چې دښمنان اسلامي ځمکو ته له ننوتلو څخه منع کړي، مسلمانان د دښمن د وضعیت په اړه خبر کړي، او د برید په صورت کې له ځانه دفاع وکړي. په دې حالاتو کې، مبارزه باید د اسلام او ځان د دفاع لپاره وي، نه د جهاد په نیت.[۳۲]

د سرحد ساتونکو په وړاندې د حکومت دنده

د ځینو فقهاوو په وینا، د ټولنې واکمن[۳۳] یا ولی فقیه[۳۴] باید تل د پولې د ساتنې لپاره خلک وټاکي، او سرحد ساتونکي باید د هغه اطاعت وکړي.[۳۵] هغه سرحد ساتونکي چې د هغه لخوا ټاکل شوی وي د معصوم امام(ع) یا د هغه چا له اجازې پرته د جګړې اجازه نلري چې د هغه له خوا ټاکلی شوی وي.[۳۶] ویل شوي چې د سرحد ساتونکو د ودانیو او تاسیساتو د جوړولو لپاره د زکات په څیر د شرعي وجوهاتو (فنډونو) کارول جایز دي.[۳۷]

د سرحد ساتونکو اړوند قانونونه

  • د سرحد ساتونکو موده: د شیعه فقهاوو لکه شیخ طوسي او محقق حلي په وینا، د سرحد ساتنه له دریو څخه تر ۴۰ ورځو پورې مستحب ده، او له دې څخه ډیر جهاد ګڼل کیږي.[۳۸] ځینې فقها له دریو ورځو څخه کم د سرحد ساتنه د اعتبار وړ ګڼي،[۳۹] خو دا لږ اجر لري.[۴۰]
  • له امام څخه اجازه اخیستل: ځینې فقها لکه کاشف الغطاء او مشکیني د سرحد ساتنې لپاره د امام اجازه یا د مرجع تقلید فتوا ته اړتیا لازمه نه ګڼي.[۴۱] په هرصورت، ځینې په دې باور دي چې د معصوم امام(ع) د حضور په وخت کې اجازه اخیستل واجب دي.[۴۲] ویل شوي چې سرحد ساتونکي باید د جګړې لپاره د امام یا د هغه د ټاکل شوي کس څخه اجازه ترلاسه کړي.[۴۳]
  • د سرحد ساتونکو سره مرسته کول: سرحد ساتونکو ته د تجهیزاتو یا هر ډول مرستې لیږل اجر لري.[۴۴]
  • هغه کسان چې د جهاد لپاره د پولې ساتنه کوي په غنیمتونو کې برخه لري.[۴۵]
  • خطرناکو سرحدونو ته د خپلې کورنۍ بوتلل مکروه ګڼل شوي[۴۶] او په ځینو مواردو کې حرام دي.[۴۷]

فوټ نوټ

  1. ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه، مخ۵۱۲.
  2. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۳۹.
  3. ↑ محقق حلّى، شرائع الإسلام، ټوک۱، مخ۲۸۰.
  4. ↑ قیصری، «مبانی فقهی مرزبانی در مسئولیت پلیس مرزبانی ناجا»، مخ۸۶.
  5. ↑ آقابابایی، «ارزش مرزبانی: جغرافیا و امنیت در اسلام و جمهوری اسلامی ایران»، مخ۸۹.
  6. ↑ شیخ صدوق، کتاب من لایحضره الفقیه، ټوک۲، مخ۲۸۴.
  7. ↑ ابن‌حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، ټوک۳۹، مخ۱۳۰.
  8. ↑ ترمذى، الجامع الصحیح (سنن الترمذی)، ټوک۳، مخ۵۷۳.
  9. ↑ راوندى، فقه القرآن، ټوک۱، مخ۳۳۳.
  10. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۷.
  11. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۴۴.
  12. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۴.
  13. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۶؛ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۹۰.
  14. ↑ علامه حلّى، تذکرة الفقهاء، ټوک۹، مخ۴۵۲.
  15. ↑ صحیفه سجادیه، ۲۷مه دعا.
  16. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۵.
  17. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۳۸.
  18. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۵.
  19. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۳۸.
  20. ↑ شیخ طوسى، المبسوط، ټوک۲، مخ۸؛ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۶.
  21. ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، مخ۳۷۸.
  22. ↑ «درس خارج فقه حضرت آیت‌الله بهجت» (۱۲ لړم ۱۳۸۷ش) و «درس خارج فقه آیت الله نوری» مدرسه فقاهت.
  23. ↑ «درس خارج فقه حضرت آیت‌الله بهجت» (۱۲ لړم ۱۳۸۷ش)، مدرسه فقاهت.
  24. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۹.
  25. ↑ شیخ طوسى، المبسوط، ټوک۲، مخ۸.
  26. ↑ طوسى، الاقتصاد الهادی، مخ۳۱۲.
  27. ↑ شیخ طوسى، المبسوط، ټوک۲، مخ۸.
  28. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۶ِ؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۴۴
  29. ↑ شهید اول، الدروس الشرعیة، ټوک۲، مخ۳۰.
  30. ↑ شیخ طوسى، المبسوط، ټوک۲، ۸-۹مخونه.
  31. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۶.
  32. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۵.
  33. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۸.
  34. ↑ تهرانى، ولایة الفقیه فی حکومة الإسلام، ټوک۳، مخ۲۶۱.
  35. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۸.
  36. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۹.
  37. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۸.
  38. ↑ شیخ طوسى، الاقتصاد الهادی، مخ۳۱۲؛ محقق‌حلّى، نکت النهایة، ټوک۲، مخ۵
  39. ↑ «درس خارج فقه حضرت آیت الله بهجت» (۱۹ لړم ۱۳۹۸ش)، مدرسه فقاهت.
  40. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۸.
  41. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۵؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، مخ۵۱۲.
  42. ↑ «درس خارج فقه حضرت آیت الله بهجت» (۲۱ لړم ۱۳۸۷ش)،د فقاهت مدرسه.
  43. ↑ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۸۹.
  44. ↑ شیخ طوسى، النهایة، مخ۲۹۱؛ محقق حلّى، شرائع الإسلام، ټوک۱، مخ۲۸۰.
  45. ↑ طبرسى، المؤتلف، ټوک۲، مخ۹۶.
  46. ↑ علامه حلّى، تحریر الأحکام، ټوک۲، مخ۱۳۵.
  47. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۴۴.

سرچينې

  • صحیفه سجادیه.
  • «درس خارج فقه حضرت آیت الله بهجت»(د حضرت آیت الله بهجت د خارج فقهې درس)، د فقاهت مدرسه، د مطلب د درج نېټه: ۱۲ لړم ۱۳۸۷ل، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • «درس خارج فقه حضرت آیت الله بهجت» (د حضرت آیت الله بهجت درس خارج فقه)، د فقاهت مدرسه، د مطلب د درج نېټه: ۱۹ لړم ۱۳۸۷ل، د لیدو نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • «درس خارج فقه حضرت آیت الله بهجت» (د حضرت آیت الله بهجت درس خارج فقه)، د فقاهت مدرسه، د مطلب د درج نېټه: ۲۱ لړم ۱۳۸۷ل، د لیدو نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • «درس خارج فقه حضرت آیت الله نوری» (د حضرت آیت الله نوری درس خارج فقه)، د فقاهت مدرسه، د مطلب د درج نېټه: ۲۶ کب ۱۳۸۷ل، د لیدو نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • آقابابايي، حسین، «ارزش مرزبانی : جغرافیا و امنیت در اسلام و جمهوری اسلامی ایران» (د پوله ساتنې ارزښت: په اسلام او د ایران په اسلامي جمهوریت کې جغرافیه او امنیت)، د آموزه‌های حقوق کیفری مجله، ۱۳مه ګڼه، د ۱۳۸۹ل پسرلی.
  • ابن‌حنبل، احمد، مسند الامام احمد بن حنبل، څېړنه: عامر غضبان او نور، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۶ق.
  • ترمذي، محمد بن عیسی، الجامع الصحیح (سنن الترمذي)، قاهره، دار الحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • حسیني تهراني، سید محمدحسین، ولایة الفقیه في حکومة الإسلام، بیروت، دار الحجة البیضاء، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
  • خمیني، روح‌الله، تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني د اثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه، ۱۳۷۹ل.
  • راوندي، سعید بن هبةالله، فقه القرآن، څېړنه: حسیني، احمد او محمود مرعشي ، قم، مکتبة آیة الله المرعشي النجفي، دویم چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • شهید اول، محمد بن مکي، الدروس الشرعیة في فقه الإمامیة، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، کتاب من لایحضره الفقیه، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، ۱۳۶۳ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الاقتصاد الهادي إلى طریق الرشاد، تهران، د چهل‌ستون جامع کتابتون، لومړی چاپ، ۱۳۷۵ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط في فقه الإمامیة، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، درېیم چاپ، ۱۳۸۷ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، النهایة في مجرد الفقه و الفتاوى، بیروت، دار الکتاب العربي، دویم چاپ، ۱۴۰۰ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، المؤتلف من المختلف بین أئمة السلف، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة على مذهب الإمامیة، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، څېړنه: د ال‌البیت(ع) مؤسسې د څېړنیز ګروپ، قم، د ال‌البیت(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • قیصري، حبیب او محمد قیصري، «مبانی فقهی مرزبانی در مسئولیت پلیس مرزبانی ناجا» (د ناجا د پوله ساتي پولیسو په مسوولیت کې د پوله ساتنې فقهي بنسټونه)، د بصیرت و تربیت اسلامي مجله، ۱۴مه ګڼه، ۱۳۸۸ل.
  • کاشف‌الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • محقق حلي، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام في مسائل الحلال و الحرام، قم، اسماعیلیان، دویم چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • محقق حلي، جعفر بن حسن، نکت النهایة، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
  • مشکیني، علي، مصطلحات الفقه، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۲ل.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الاسلام، د عباس قوچاني او علي اخوندي سمون، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.