د صحیفه سجادیه اووه ویشتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحيفه سجاديه د اووه ويشتمه دعا د اسلام د سرحدونو د ساتونکیو په هکله د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده. په دغه دعا کښې حضرت زين العابدين(ع) د مسلمانانو د پولو د ثبات لپاره دعا کړې ده او له خدايه يې د پولو د ساتونکو لپاره د پوهه، صبر، اخلاص، ایمان، تقوا او د هغوي د ډېر والي غوښته کړې ده. همدا راز له مجاهدینو او سرحدي ساتونکو سره د مرستې او د هغوی د کورنیو په تنظیمولو کې له ټولو خلکو د اسلام په دفاع کې د ګډون غوښتنه کړې ده. امام سجاد(ع) له مشرکانو سره په جنګ کښې د مسلمانانو په فتحه کښې د غیبي مرستې په رول باندې تاکيد کړیاو د کفارو هلاکت يې د توحيدي ټولنې د جوړیدو بنسټ بللی دی.

جعفر مرتضی عاملي په سیاسة الحرب فی دعاء اهل الثغور کتاب کې په دفاعي جنګ د اسلامي له پولو د ساتنې ټکنیکونه د اوه ویشتمې دعا په شرحه کې بیان کړي دي. دا دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د اووه ویشتمې دعا اصلي موضوع د اسلام د پولو د ساتونکو لپاره هر وخت دعا ده او د هغوی لپاره یې له خدایه د علم، صبر، مقاومت، اخلاص، کافي بودجې، شفقت، خواخوږۍ او ګڼ والي غوښتنه کړې ده. د خلکو. د حسن ممدوحي کرمانشاهي په وینا دا دعا هر اړخیزه، هر ته شامله، د توحید، اخلاق او عرفان په باب کې، د جنګ په ډګر کې، ډېرې نازکې نکتې لرونکي او د دعا په ژبه د جګړې د احکامو او رواجونو ښوونه کوي،[۱] د شیعو د تقلید مرجع جعفر سبحاني باوري دی چې دا عبارت: «اللَّهُمَّ وَ امْزُجْ مِیاهَهُمْ بِالْوَبَاءِ: خدایه! د دښمن اوبه له وبا سره ګډې کړې» د دې دعا له علمي معجزو څخه یوه معجزه ده؛ ځکه چې په هغه وخت کې هیڅوک نه پوهیدل چې د وبا بیماري د اوبو له لارې انتقالیږي.[۲]

د سیاسة الحرب فی دعاء اهل الثغور کتاب چې سید جعفر مرتضی عاملي د اسلامي سرحدونو د دفاعي جنګ د ټیکنیکونو په هکله لیکلی دی د صحیفه سجادیه د اوه ویشتمې دعا په استناد سره یې لیکلی دی.

د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • د اسلامي سرحدونو د ثبات لپاره دعا
  • د پولو د ساتنې او د ټول اسلام د دفاع اهمیت (د پولو د ساتونکو ګرانه دنده)
  • د سرحدي ساتونکو د زیاتوالي او د هغوي د وسلو د تیزیدو لپاره دعا
  • د سرحدي ساتونکو ترمنځ د دوستۍ د رامنځته کیدلو لپاره دعا
  • د خدای په مرسته د سرحد ساتونکو د مزبوتیا لپاره دعا
  • د سرحدي ساتونکو د پوهاوي او علم د لوړیدو لپاره دعا
  • د پولې ساتونکو په فکرونو کې د آخرت یاد تازه کول ترڅو دښمن ته شا نه کړي
  • د پولې ساتونکو د ایمان او تقوا لپاره دعا
  • دښمنانو سره د مخامخ کیدو(جهاد) په وخت کې د دنیا د هیریدو لپاره مجاهدینو ته دعا
  • د جګړې په ډګر کې د جنت د یادولو او د هغې برکتونو ته د پاملرلو لپاره دعا
  • د آخرت نعمتونه له تصور څخه بهر دي.
  • د جګړې په ډګر کې د دښمنانو د کمزورۍ او ناتوانۍ لپاره دعا
  • د مجاهدینو د هڅو د بریا او په ټوله ځمکه کې د توحید د حاکمیت لپاره دعا
  • په اسلامي سرحدونو کې د دښمنانو د ماتي لپاره دعا
  • په ټوله ځمکه کې د خدای د دښمنانو د تباهۍ او له منځه وړلو لپاره دعا
  • د دښمن په ماتی خوړلو کې د پټو مرستو رول
  • د کافرانو له منځه وړل د توحیدي ټولنې د جوړیدو بنسټ دی.
  • د مسلمانانو د تدبیر د پیاوړتیا لپاره دعا
  • د فرښتو په وسیله د اسلام د ځواکونو د پیاوړتیا لپاره دعا
  • د خدای مرستې ته اشاره چې د بدر په جګړه کې پرښتو له اسلامي لښکر سره کړې وه
  • له فرښتو سره د اسلام د ځواکونو د پیاوړتیا لپاره دعا
  • د مشرکانو له مشرکانو سره د اخته کیدو لپاره دعا
  • د مسلمانانو د مقابلې لپاره د مشرکانو د بدن او ذهن د ناتوانۍ لپاره دعا
  • د بدر جګړې په څیر د مجاهدینو لپاره د غیبي مرستو څخه د ګټې اخیستنې لپاره دعا
  • د دښمنانو د غفلت لپاره دعا
  • د اسلام د ځواکونو لپاره د خیر دعا
  • د اسلامي جنګیالیو د شرایطو بیان (د نوم او نفاق څخه ډډه کول)
  • د نیکمرغه پای لپاره دعا
  • له بریا وروسته د شهادت د توفیق لپاره دعا
  • د سرحدي ساتونکو د کورنیو د چارو د تنظیم کونکو لپاره د اجر غوښتنه
  • د اسلام د فکر او د دښمنانو پر وړاندې د جهاد د ارادې ارزښت
  • د ژوندي پاتې شوو او د عذر لرونکیو لپاره د جهاد د اجر غوښتنه
  • د ژوندي پاتې شویو او عذر لرونکیو لپاره، د شهیدانو، صالحانو او پرهیزګارانو په صف کې ګڼل کیدو لپاره دعا
  • په محمد(ص) او د هغه په آل باندې د درود غوښته
  • له پولو شاته کسانو مجاهدینو ته د مرستې رسولو ارزښت او ګټه: د ټولو خلکو د اسلام په دفاع کې شریکول، د جنګیالو حوصلې لوړول او په هغوي کې د راتلونکي لپاره جذبه پيدا کول او د خلکو د دفاع لپاره روحي چمتووالی او په مسلمانې ټولنې کې وحدت او یووالي[۳]

شرحې

د صحیفه سجادیه د اووه ویشتمې دعا په شرح کې کتابونه لیکل شوي دي، چې عبارت دي له:

  • د سیاسة الحرب فی دعاء اهل الثغور کتاب چې جعفر مرتضی عاملي لیکلی دی، دا کتاب په څوارلسو څپرکو کې د اسلام له پولو د فاع ټیکنیکونه ښايي.[۴] د کتاب له المرکز الاسلامی للدراسات له خوا په ۱۴۲۸ق کال کې چاپ شوی دی. همدارنګ د دې کتاب د فارسۍ ترجمه د نشر معارف له خوا په ۱۳۹۴لمریز کال کې خپره شوې ده.
  • مرزداران در دعای امام سجاد(ع) دا کتاب بیت‌الله بیات زنجاني لیکلی چې ۴۲ څپرکي لري او د انتشارات مهر امیرالمؤمنین له خوا په ۱۳۸۹لمریز کال کې چاپ شوی دی.[۵]

همدارنګ د پولو ساتونکیو لپاره دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان په کتاب کې،[۶] په شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۷] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۸] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه اووه ویشتمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۹] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۱۰] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۱۱] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۱۲] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۳] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۴] په تفصیل سره راغلي دي.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه اووه ویشتمه دعا
متن ترجمه[۱۵]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام لِأَهْلِ الثُّغُورِ

(۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ حَصِّنْ ثُغُورَ الْمُسْلِمِینَ بِعِزَّتِک، وَ أَیدْ حُمَاتَهَا بِقُوَّتِک، وَ أَسْبِغْ عَطَایاهُمْ مِنْ جِدَتِک. (۲) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ کثِّرْ عِدَّتَهُمْ، وَ اشْحَذْ أَسْلِحَتَهُمْ، وَ احْرُسْ حَوْزَتَهُمْ، وَ امْنَعْ حَوْمَتَهُمْ، وَ أَلِّفْ جَمْعَهُمْ، وَ دَبِّرْ أَمْرَهُمْ، وَ وَاتِرْ بَینَ مِیرِهِمْ، وَ تَوَحَّدْ بِکفَایةِ مُؤَنِهِمْ، وَ اعْضُدْهُمْ بِالنَّصْرِ، وَ أَعِنْهُمْ بِالصَّبْرِ، وَ الْطُفْ لَهُمْ فِی الْمَکرِ. (۳) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ عَرِّفْهُمْ مَا یجْهَلُونَ، وَ عَلِّمْهُمْ مَا لَا یعْلَمُونَ، وَ بَصِّرْهُمْ مَا لَا یبْصِرُونَ. (۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَنْسِهِمْ عِنْدَ لِقَائِهِمُ الْعَدُوَّ ذِکرَ دُنْیاهُمُ الْخَدَّاعَةِ الْغَرُورِ، وَ امْحُ عَنْ قُلُوبِهِمْ خَطَرَاتِ الْمَالِ الْفَتُونِ، وَ اجْعَلِ الْجَنَّةَ نُصْبَ أَعْینِهِمْ، وَ لَوِّحْ مِنْهَا لِأَبْصَارِهِمْ مَا أَعْدَدْتَ فِیهَا مِنْ مَسَاکنِ الْخُلْدِ وَ مَنَازِلِ الْکرَامَةِ وَ الْحُورِ الْحِسَانِ وَ الْأَنْهَارِ الْمُطَّرِدَةِ بِأَنْوَاعِ الْأَشْرِبَةِ وَ الْأَشْجَارِ الْمُتَدَلِّیةِ بِصُنُوفِ الثَّمَرِ حَتَّی لَا یهُمَّ أَحَدٌ مِنْهُمْ بِالْإِدْبَارِ، وَ لَا یحَدِّثَ نَفْسَهُ عَنْ قِرْنِهِ بِفِرَارٍ. (۵) اللَّهُمَّ افْلُلْ بِذَلِک عَدُوَّهُمْ، وَ اقْلِمْ عَنْهُمْ أَظْفَارَهُمْ، وَ فَرِّقْ بَینَهُمْ وَ بَینَ أَسْلِحَتِهِمْ، وَ اخْلَعْ وَثَائِقَ أَفْئِدَتِهِمْ، وَ بَاعِدْ بَینَهُمْ وَ بَینَ أَزْوِدَتِهِمْ، وَ حَیرْهُمْ فِی سُبُلِهِمْ، وَ ضَلِّلْهُمْ عَنْ وَجْهِهِمْ، وَ اقْطَعْ عَنْهُمُ الْمَدَدَ، وَ انْقُصْ مِنْهُمُ الْعَدَدَ، وَ امْلَأْ أَفْئِدَتَهُمُ الرُّعْبَ، وَ اقْبِضْ أَیدِیهُمْ عَنِ الْبَسْطِ، وَ اخْزِمْ أَلْسِنَتَهُمْ عَنِ النُّطْقِ، وَ شَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ وَ نَکّلْ بِهِمْ مَنْ وَرَاءَهُمْ، وَ اقْطَعْ بِخِزْیهِمْ أَطْمَاعَ مَنْ بَعْدَهُمْ. (۶) اللَّهُمَّ عَقِّمْ أَرْحَامَ نِسَائِهِمْ، وَ یبِّسْ أَصْلَابَ رِجَالِهِمْ، وَ اقْطَعْ نَسْلَ دَوَابِّهِمْ وَ أَنْعَامِهِمْ، لَا تَأْذَنْ لِسَمَائِهِمْ فِی قَطْرٍ، وَ لَا لِأَرْضِهِمْ فِی نَبَاتٍ. (۷) اللَّهُمَّ وَ قَوِّ بِذَلِک مِحَالَ أَهْلِ الْإِسْلَامِ، وَ حَصِّنْ بِهِ دِیارَهُمْ، وَ ثَمِّرْ بِهِ أَمْوَالَهُمْ، وَ فَرِّغْهُمْ عَنْ مُحَارَبَتِهِمْ لِعِبَادَتِک، وَ عَنْ مُنَابَذَتِهِمْ لِلْخَلْوَةِ بِک حَتَّی لَا یعْبَدَ فِی بِقَاعِ الْأَرْضِ غَیرُک، وَ لَا تُعَفَّرَ لِأَحَدٍ مِنْهُمْ جَبْهَةٌ دُونَک. (۸) اللَّهُمَّ اغْزُ بِکلِّ نَاحِیةٍ مِنَ الْمُسْلِمِینَ عَلَی مَنْ بِإِزَائِهِمْ مِنَ الْمُشْرِکینَ، وَ أَمْدِدْهُمْ بِمَلَائِکةٍ مِنْ عِنْدِک مُرْدِفِینَ حَتَّی یکشِفُوهُمْ إِلَی مُنْقَطَعِ التُّرَابِ قَتْلًا فِی أَرْضِک وَ أَسْراً، أَوْ یقِرُّوا بِأَنَّک أَنْتَ اللَّهُ الَّذِی لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ وَحْدَک لَا شَرِیک لَک. (۹) اللَّهُمَّ وَ اعْمُمْ بِذَلِک أَعْدَاءَک فِی أَقْطَارِ الْبِلَادِ مِنَ الْهِنْدِ وَ الرُّومِ وَ التُّرْک وَ الْخَزَرِ وَ الْحَبَشِ وَ النُّوبَةِ وَ الزَّنْجِ وَ السَّقَالِبَةِ وَ الدَّیالِمَةِ وَ سَائِرِ أُمَمِ الشِّرْک، الَّذِینَ تَخْفَی أَسْمَاؤُهُمْ وَ صِفَاتُهُمْ، وَ قَدْ أَحْصَیتَهُمْ بِمَعْرِفَتِک، وَ أَشْرَفْتَ عَلَیهِمْ بِقُدْرَتِک. (۱۰) اللَّهُمَّ اشْغَلِ الْمُشْرِکینَ بِالْمُشْرِکینَ عَنْ تَنَاوُلِ أَطْرَافِ الْمُسْلِمِینَ، وَ خُذْهُمْ بِالنَّقْصِ عَنْ تَنَقُّصِهِمْ، وَ ثَبِّطْهُمْ بِالْفُرْقَةِ عَنِ الاحْتِشَادِ عَلَیهِمْ. (۱۱) اللَّهُمَّ أَخْلِ قُلُوبَهُمْ مِنَ الْأَمَنَةِ، وَ أَبْدَانَهُمْ مِنَ الْقُوَّةِ، وَ أَذْهِلْ قُلُوبَهُمْ عَنِ الِاحْتِیالِ، وَ أَوْهِنْ أَرْکانَهُمْ عَنْ مُنَازَلَةِ الرِّجَالِ، وَ جَبِّنْهُمْ عَنْ مُقَارَعَةِ الْأَبْطَالِ، وَ ابْعَثْ عَلَیهِمْ جُنْداً مِنْ مَلَائِکتِک بِبَأْسٍ مِنْ بَأْسِک کفِعْلِک یوْمَ بَدْرٍ، تَقْطَعُ بِهِ دَابِرَهُمْ وَ تَحْصُدُ بِهِ شَوْکتَهُمْ، وَ تُفَرِّقُ بِهِ عَدَدَهُمْ. (۱۲) اللَّهُمَّ وَ امْزُجْ مِیاهَهُمْ بِالْوَبَاءِ، وَ أَطْعِمَتَهُمْ بِالْأَدْوَاءِ، وَ ارْمِ بِلَادَهُمْ بِالْخُسُوفِ، وَ أَلِحَّ عَلَیهَا بِالْقُذُوفِ، وَ افْرَعْهَا بِالْمُحُولِ، وَ اجْعَلْ مِیرَهُمْ فِی أَحَصِّ أَرْضِک وَ أَبْعَدِهَا عَنْهُمْ، وَ امْنَعْ حُصُونَهَا مِنْهُمْ، أَصِبْهُمْ بِالْجُوعِ الْمُقِیمِ وَ السُّقْمِ الْأَلِیمِ. (۱۳) اللَّهُمَّ وَ أَیمَا غَازٍ غَزَاهُمْ مِنْ أَهْلِ مِلَّتِک، أَوْ مُجَاهِدٍ جَاهَدَهُمْ مِنْ أَتْبَاعِ سُنَّتِک لِیکونَ دِینُک الْأَعْلَی وَ حِزْبُک الْأَقْوَی وَ حَظُّک الْأَوْفَی فَلَقِّهِ الْیسْرَ، وَ هَیئْ لَهُ الْأَمْرَ، وَ تَوَلَّهُ بِالنُّجْحِ، وَ تَخَیرْ لَهُ الْأَصْحَابَ، وَ اسْتَقْوِ لَهُ، الظَّهْرَ، وَ أَسْبِغْ عَلَیهِ فِی النَّفَقَةِ، وَ مَتِّعْهُ بِالنَّشَاطِ، وَ أَطْفِ عَنْهُ حَرَارَةَ الشَّوْقِ، وَ أَجِرْهُ مِنْ غَمِّ الْوَحْشَةِ، وَ أَنْسِهِ ذِکرَ الْأَهْلِ وَ الْوَلَدِ. (۱۴) وَ أْثُرْ لَهُ حُسْنَ النِّیةِ، وَ تَوَلَّهُ بِالْعَافِیةِ، وَ أَصْحِبْهُ السَّلَامَةَ، وَ أَعْفِهِ مِنَ الْجُبْنِ، وَ أَلْهِمْهُ الْجُرْأَةَ، وَ ارْزُقْهُ الشِّدَّةَ، وَ أَیدْهُ بِالنُّصْرَةِ، وَ عَلِّمْهُ السِّیرَ وَ السُّنَنَ، وَ سَدِّدْهُ فِی الْحُکمِ، وَ اعْزِلْ عَنْهُ الرِّیاءَ، وَ خَلِّصْهُ مِنَ السُّمْعَةِ، وَ اجْعَلْ فِکرَهُ وَ ذِکرَهُ وَ ظَعْنَهُ وَ إِقَامَتَهُ، فِیک وَ لَک. (۱۵) فَإِذَا صَافَّ عَدُوَّک وَ عَدُوَّهُ فَقَلِّلْهُمْ فِی عَینِهِ، وَ صَغِّرْ شَأْنَهُمْ فِی قَلْبِهِ، وَ أَدِلْ لَهُ مِنْهُمْ، وَ لَا تُدِلْهُمْ مِنْهُ، فَإِنْ خَتَمْتَ لَهُ بِالسَّعَادَةِ، وَ قَضَیتَ لَهُ بِالشَّهَادَةِ فَبَعْدَ أَنْ یجْتَاحَ عَدُوَّک بِالْقَتْلِ، وَ بَعْدَ أَنْ یجْهَدَ بِهِمُ الْأَسْرُ، وَ بَعْدَ أَنْ تَأْمَنَ أَطْرَافُ الْمُسْلِمِینَ، وَ بَعْدَ أَنْ یوَلِّی عَدُوُّک مُدْبِرِینَ. (۱۶) اللَّهُمَّ وَ أَیمَا مُسْلِمٍ خَلَفَ غَازِیاً أَوْ مُرَابِطاً فِی دَارِهِ، أَوْ تَعَهَّدَ خَالِفِیهِ فِی غَیبَتِهِ، أَوْ أَعَانَهُ بِطَائِفَةٍ مِنْ مَالِهِ، أَوْ أَمَدَّهُ بِعِتَادٍ، أَوْ شَحَذَهُ عَلَی جِهَادٍ، أَوْ أَتْبَعَهُ فِی وَجْهِهِ دَعْوَةً، أَوْ رَعَی لَهُ مِنْ وَرَائِهِ حُرْمَةً، فَآجِرْ لَهُ مِثْلَ أَجْرِهِ وَزْناً بِوَزْنٍ وَ مِثْلًا بِمِثْلٍ، وَ عَوِّضْهُ مِنْ فِعْلِهِ عِوَضاً حَاضِراً یتَعَجَّلُ بِهِ نَفْعَ مَا قَدَّمَ وَ سُرُورَ مَا أَتَی بِهِ، إِلَی أَنْ ینْتَهِی بِهِ الْوَقْتُ إِلَی مَا أَجْرَیتَ لَهُ مِنْ فَضْلِک، وَ أَعْدَدْتَ لَهُ مِنْ کرَامَتِک. (۱۷) اللَّهُمَّ وَ أَیمَا مُسْلِمٍ أَهَمَّهُ أَمْرُ الْإِسْلَامِ، وَ أَحْزَنَهُ تَحَزُّبُ أَهْلِ الشِّرْک عَلَیهِمْ فَنَوَی غَزْواً، أَوْ هَمَّ بِجِهَادٍ فَقَعَدَ بِهِ ضَعْفٌ، أَوْ أَبْطَأَتْ بِهِ فَاقَةٌ، أَوْ أَخَّرَهُ عَنْهُ حَادِثٌ، أَوْ عَرَضَ لَهُ دُونَ إِرَادَتِهِ مَانِعٌ فَاکتُبِ اسْمَهُ فِی الْعَابِدِینَ، وَ أَوْجِبْ لَهُ ثَوَابَ الْمُجَاهِدِینَ، وَ اجْعَلْهُ فِی نِظَامِ الشُّهَدَاءِ وَ الصَّالِحِینَ. (۱۸) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ عَبْدِک وَ رَسُولِک وَ آلِ مُحَمَّدٍ، صَلَاةً عَالِیةً عَلَی الصَّلَوَاتِ، مُشْرِفَةً فَوْقَ التَّحِیاتِ، صَلَاةً لَا ینْتَهِی أَمَدُهَا، وَ لَا ینْقَطِعُ عَدَدُهَا کأَتَمِّ مَا مَضَی مِنْ صَلَوَاتِک عَلَی أَحَدٍ مِنْ أَوْلِیائِک، إِنَّک الْمَنَّانُ الْحَمِیدُ الْمُبْدِئُ الْمُعِیدُ الْفَعَّالُ لِمَا تُرِیدُ.

د سرحد ساتونکیو لپاره د امام(ع) دعا

(۱) اى څښتنه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او په خپل وس او برى د مسلمانانو پولې وساته. او په خپل طاقت او توان سره د دغو پولو ساتونكو ته غښتلتيا وركړه او هغوى په خپلې بې پايه خزانې بډاى كړه.

(۲) اى خدايه پر محمد(ص) او د هغوي پر آل رحمت وليږه او د دوى شمير زيات كانده د دوي وسلې تيره كړه د دوي د خواو شاو پولو او مركزي ځايونو ساتنه او حفاظت وكړه د دوي په ميړنو كې مينه او يوزړه والے پيدا كړه چارې يې سمې كړه. د رسد د رسيدو وسيلې يې پرله پسې ټنيګې وساته د دوى د ستونځو د اوارى ذمه پخپله واخله د دوي مټې پياوړې كړه او په صبر سره د دوي مرسته وكړه د دښمن په پټو تدبيرونو كې دوي ته ځيرتيا وبخښه (۳) اى خدايه پر محمد(ص) او د هغوي پر آل رحمت وليږه او كوم څيز چې دوي نه پيژنى هغه وروپيژنه او له كومې خبرې چې نه دى خبر، خبر يې كړه او د كومو څيزونو سترګې او بصيرت چې نه لري ور يې كانده (۴) اى څښتنه پر محمد(ص) او د هغوي پر آل رحمت وليږه او له دښمن سره د ډغرې په وخت د غولوونكې او غدارې نړۍ ياد د دوي له ذهنونو پاك كړه او د مال بې لارې كوونكې انديښنې د دوي له زړونو وباسه جنت يې سترګو ته كړه او تل پاتې استوګن ځايونه او د عزت او درناوى پړاوونه او د اوبو، شودو او شرابو او صفا او رڼو شاتو(ګبين) بهانده ويالې او د ډول ډول ميوو له بوجه كږې شوې ونې چې په جنت كې دى ور وبرېښوه. چې په دوي كې هيڅوك د شا كولو اراده او د خپل دښنه له مخې د تښتيدو خيال ونه كړى. (۵) اى الله! په دې وسيلى سره د دوي د ميرڅمنو چلونه پڅ او هغوي بې لاسو او پښو كړه او په هغوي او د هغوي په وسلو كې بيلتون راوله (يعنې وسلې پريږدي او وتښتي) او د دوي د زړونو او رګونو مزي وشلوه او په دوي او توښه  كې یې ليرى والے راولې او د دوي په لارو كې دوي د لالهانده كيدو لپاره پريږده او له خپلې موخې يې بې لاري كړه. د دوي د كومك لړۍ وشلوه او شمير يې كم كانده. په زړونو كې يې ترهه واچوې بلوسى يې لنډې كړې او ژبې يې غوټه كړه چې ونه غږيږى او دوي ته سزا وركړه او ورسره ورسره تر شا ولاړو ته داسې ماته وركړه چې كوم د هغوي په شا دي هغوي هم عبرت واخلي او د دوي په سپكاوى او رسوايۍ سره د دوي د شاته كسانو امیدونه لنډ کړه (۶) اى خدايه! د دوي د ښځو خيټې شنډې، د سړو ملاګانې وچې، او د اسونو، اوښانو، غواګانو او بزو نسل يې غوڅ كاندې او د دوي اسمان ته د ورېدو او ځمكې ته د ټوكيدو اجازت مه وركوه. (۷) اى خدايه په دې وسيلې سره د اسلام د خاوندانو تدبيرونه مظبوط، ښاورنه خوندي او شته او دولت يې زيات كانده او دوي د عبادت او بندګۍ لپاره له جنګ جګړې او نښتې اوزګار كړه. چې د ځمكې پر مخ له تا پرته د بل چا عبادت نه وي او پر تا سربېره بل چاته څوك په خاوره تندے ونه لګوي. (۸ اى الله! ته مسلمانانو ته د نړۍ په هرې سيمې كې په ډغره وهونكو مشركانو برے وركړې او د كوټلو صفونو په پرښتو سره د هغوي مرسته وكاندې چې د ځمكې په مخ هغوي مړه او اسيران كړې او تر خپلو وروستيو كرښو يې وزغلوې يا دا چې هغوي داده  شي چې ته خداى يې او له تا پرته بل معبود نيشته او يوازينے او بې سارے يې. (۹) اى خدايه د بيلابيلو اړخونو او خواو د دين دښمنان هم د دې وژنې او چور په كړۍ كې رابند كړه  كه هغه هنديان وى كه روميان تركان وى كه خزريان، حبشيان وى كه نوبيان، زنګيان وى كه صقلبيان او ديلميان، همدا راز هغه مشركې ډلې چې موږ ته يې نامې نه دى معلومې او ته په خپل علم سره په هغوي محيط او په خپل قدرت سره په هغوي خبر يې. (۱۰) اى څښتنه! مشركان له مشركانو سره ښكيل او د مسلمانانو له حدونو او هيوادونو د هغوي لاسونه لنډ كاندې  او د هغوى په كمولو سره د مسلمانانو له کميدلو مخه ونيسې له دريدو بې وسه كړي (۱۱) اى خدايه!د هغوي زړونه له ډاډ او بې خوفۍ او د هغوي بدنونه له وس او توانه تش كړه د هغوي فكرونه له تدبير او چاره كولو غافله او د مسلمانانو جنګياليو په مقابلې كې د هغوي لاسونه او مټې كمزورې كړه او د اسلامي ميړونو له ډغري هغوي ډارن كړه او په خپل يو عذاب سره د هغوي په خلاف د پرښتو يو پوځ راواستوه لكه څنګه چې دې د بدر په ورځ وكړل (د سوره آل عمران ۱۲۳ آیت ته اشاره ده) همدا راز د هغوى جوړې غوڅې كړه. د هغوي برم مات كانده او نفوس يې تيت وپرك كړه (۱۲) اى خدايه! د هغوي په اوبو كې وبا (د حضرت سجّاد علیه‌السلام له معجزو ده چې د پاستور له پیدا کیدو په پيړیو وړاندې یې د جراثیمو په هکله خبر ورکړی دی) او خواړو كې د ناروغيو (جراثيم) ګد كړه ښارونه يې په ځمكه كې ښخ كړه تل يې په كاڼو ووله او وچ كالى پرې واكمنه كړه او روزى يې په داسې ځمكه كې وټاكه چې شنډه او ډيره ليرې وي د ځمكې خوندي كلاګانى د دوي لپاره بندې كړې او هغوي په تل پاتې لومې او ځوروونكو ناروغيو اخته كړه (۱۳) اى څښتنه! ستا د دين او قام څخه چې كوم غازيان له دوي سره جنګ ته چمتو وي يا ستا په لاره له تلونكو څخه كوم مجاهد د جهاد نيت وكړي په دې غرض چې ستا دين سرلوړے ستا ډله پياوړې او ستا برخه بشپړه وي نو د ده لپاره اسانۍ پيدا كړه د ده كار د پوره كيدا وسيلې برابرې کړه برياليتوب يې په خپله غاړه واخله او غوره مل ورته وټاكه د اړتياوو د پوره كولو لپاره پراختيا او وسعت وركړه او په ډاډ اطمينان او خوښۍ يې برخمن كړه وطن ته د ستنيدو ولوله يې سړه كړه د يوازيتوب او پرديسۍ احساس يې لري كانده د ښځې او بچيو ياد يې هير كانده (۱۴)  او د خير د نيت په لور يې لارښوونه وكړه. د عافيت او خيريت ذمه يې واخله سلامتيائې مل كانده ويره يې زړونو ته مه اچوه  په زړه كې يې ميړنتوب پيدا كړه او مټو ته يې طاقت وركړه. په خپلې ملګرتيا سره وس وروبخښه د لارى او رودې (جهاد) تعليم وركړه او په حكم كې ورته سمه تګلاره وښيه ريا او ځان ښودنه ترې ليرې كانده او هوس او شهرت تري بيخې ليرې كـانده د ده ذكر و فكر او سفر او استوګنه په خپلې لارې او د خپل ځان لپاره وټاكه. (۱۵) او كله چې هغه ستا او د خپل دښمن په وړاندې وي نو په سترګو كې ئې د دښنه شمير كم وبريښوه په زړه كې يې د هغوي مقام او درجه سپكه كړه. په هغوي يې بر كانده او هغوي پر ده مه بر کوه  كه تا د دې مجاهد كس د ښه پايلې او شهادت فيصله كړې نو دا شهادت هغه وخت ور پيښ كړه چې هغه ستا دښمنان ووژني او خپل انجام ته يې ورسوي يا يې اسيري بې حاله كړي او د مسلمانانو د هيواد په خواوشا كې كرارى ټينګ شي او دښمن وتښتى. (۱۶) اى څښتنه! هغه مسلمان چې د كوم مجاهد يا سرحد ساتونكى د كور څارونكے وي د هغه د كور كورنۍ خبر واخلي يا ورسره څه نا څه مالي كومك وكړي يا د جنګ په سامان كې مرسته وركوي يا څوك جهاد ته وهڅوي يا د مجاهد د موخې د پوره كيدو لپاره ښه دعا وكړي يا د هغه پس شا د هغه د ناموس او عزت خيال وساتي نو ده ته هم د هغه له اجر سره برابر اجر او د ده د كارونو لاس په لاس بدله وركړه چې په دې سره هغه د خپل كړى عمل ګټه او د خپل تر سره كړى كار خوند او خوشحالى په دنيا كې چټكه ترلاسه كړى تر دې چې د ژوند شيبې هغه ستا د فضل او احسان هغه نعمت ته چې تا د هغه لپاره روان كړے دے او هغه عزت او درناوى ته چې تا ورته تيار كړے دے ورسوى (۱۷) اى خدايه! كوم مسلمان چې د اسلام فكر فكرمن او د مسلمانانو په خلاف د مشركانو پنډه كيدل غمجن كړي تر دې حده چې هغه د جنګ هوډ او د جهاد اراده وكړي خو كمزوري يې كښينوي يايى سرګرداني قدم هسكولو ته پرى نه ږدي يا كومه پيښه د هغه په موخه کښې ځنډ راولى يا کوم خنډ د هغه د ارادې لاره ونيسى.  نو د هغه نامه په عبادت كوونكو كې وليكه او د مجاهدانو ثواب وركانده او هغه د شهيدانو او نيكانو په ليكه كې وشميره (۱۸) اى خدايه! پر محمد (ص) چې ستا ځانګړے بنده او استازے دے او د هغوي پر اولادونو داسې رحمت وليږه چې په شرافت او درجو كې تر ټولو رحمتونو لوړ او تر ګردو درودونو اوچت وي داسې رحمت چې موده يې نه ختميدونكى وي چې د شمير لړۍ يې غوڅه نه شي داسې بشپړ او پوره رحمت چې ستا په دوستانو كې په يو نازل شوى وي ځكه چې ته ښندونكے او بخښونكے يې. په هر حال كې د ستاينې وړ په لومړى ځل پنځوونكے، بيا ژوندى كوونكے او څه چې وغواړى كوونكى  يې يې.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۴۹.
  2. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۹۵ش، ج۶، ص۴۰۷.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۲۵-۷۶؛ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۶۹-۵۰۹.
  4. سیاسه الحرب فی دعاء اهل الثغور سایت کتاب پدیا.
  5. شرحی بر دعای بیست و هفتم سایت گیسوم
  6. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۲۵-۷۶.
  7. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۶۹-۵۰۹.
  8. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۵۳-۴۷۳.
  9. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۱۷۷-۲۸۰.
  10. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۴۷-۳۶۸.
  11. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۴۳-۳۷۲.
  12. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۹-۷۸.
  13. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۶۱-۶۵.
  14. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۴۷-۱۵۵.
  15. (په پارسی ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • سبحانی، جعفر، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، قم، توحید، ۱۳۹۵ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک