مسوده:د یوسف سوره ۹۷ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | یوسف سوره |
| د آیت شمېر | ۹۷ |
| جزء | ۱۳ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مکه |
| موضوع | اعتقادي |
| په اړه | د یوسف د وروڼو د یعقوب غوښتنه چی له خدای څخه د دوی لپاره بخښنه وغواړي |
| نور | توسل او شفاعت |
| اړونده آیتونه | د نساء سوره ۶۴ آیت، د مائده سوره ۳۵ آیت، د توبه سوره ۱۱۴ آیت |
د یوسف سورت ۹۷ آیت د یوسف د وروڼو له خپل پلار یعقوب څخه بخښنې غوښتلو ته اشاره کوي چې له هغه غواړي چې د هغوي د بخښنې لپاره خدای ته شفاعت وکړي.
شیعه عالمان دا آیت د اولیاء کرامو سره د توسل کولو او د هغوی د شفاعت غوښتلو د مشروعیت د ثابتولو لپاره نقلوي. همدارنګ دا آیت د وهابیانو د دې دعوې د ردولو لپاره هم کارول کیږي چې هغوي دا عملونه شرک ګڼي، په دې دلیل چې که دا عملونه شرک وای، نو پیغمبر به د خپلو زامنو غوښتې سره موافقه نه کوله.
پيژندګلو
د یوسف سورت ۹۷ آیت د یعقوب د زامنو له خپل پلار څخه دې غوښتې ته اشاره کوي چې له خدایه د هغوي د ګناهونو لپاره بخښنه غواړي.[۱] دا آیت په عقیدتي مسئلو لکه توسل کول او د شفاعت غوښتل، مشروعیت کې کارول شوی دی.[۲] د دې آیت او شفاعت په اړه د فرقو په کتابونو کې روایتونه هم راغلي دي.[۳]
قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ
﴿هغوی وویل: ای زموږ پلاره! زموږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بیشکه چې موږ خطاکار وو.﴾
یوسف سوره، ۹۷ آیت
دا آیت د یوسف سورت له وروستیو آیتونو څخه دی او د یوسف کیسې پورې اړوندو آیتونو کې راځي. د دې آیتونو له مخې، وروسته له هغه چې د یوسف وروڼو ځانونه مجرم وموندل (د یوسف په وړاندې دسیسه کول، دروغ ویل او خپل پلار ته زیان رسول)،[۴] دوي خپل پلار له خدای څخه د بخښنې غوښتلو لپاره د منځګړي په توګه وټاکه.[۵] په بل آیت کې، حضرت یعقوب، خپلو اولادونو ته د خدای د بخښښ په یادوولو سره، دوي ته یې ژمنه ورکړې چې هغه به د دوي لپاره له خدای بخښنه وغواړي.[۶] د مفسرینو په وینا، د یوسف وروڼو د خدای په نږد حضرت یعقوب د خپل شفاعت کونکي په توګه غوره کړ ځکه چې دوی ډاډه وو چې د پیغمبر دعا به قبوله شي او د دوي د پلار دعا چې د نبوت مقام هم لري، به دوي ته ګټه ورکړي.[۷]
د توسل او شفاعت د مشروعیت لپاره آیت سره استناد کول
د یوسف سورت ۹۷ آیت یو له هغو آیتونو څخه دی چې له هغې څخه د توسل مشروعیت او د شفاعت جواز استنباط شوی دی.[۸] دا استدلال شوی چې د یوسف وروڼو هغه پیغمبر، چې د دوي په منځ کې و، د خدای څخه د بخښنې غوښتلو لپاره د منځګړي په توګه وټاکه، او حضرت یعقوب دا غوښتنه رد نه کړه، بلکې د دوي لپاره يې د بخښنې غوښتلو ژمنه وکړه.[۹] دا عمل ښیي چې د شفاعت غوښتل او د افرادو سره شفاعت کول د توحید سره په ټکر کې نه دي.[۱۰]
د شیعه عالمانو په وینا، دا آیت د ابن تیمیه او وهابیت نظر، چې توسل او شفاعت غوښتل شرک ګڼي،[۱۱] ردوي؛[۱۲] ځکه چې دوي د الهي اولیاء سره د دوي له ژوند وروسته توسل کول جایز نه ګڼي،[۱۳] خو دا آیت، پرته له کوم شرط څخه د دې عمل مشروعیت ثابتوي.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ۴۰۳؛، طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۱، ۲۴۵؛ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۱۷۶؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۳، ص۴۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، قم، ج۴، ص۳۷۴؛ مکارم شیرازی، شیعه پاسخ میگوید، ۱۳۸۶ش، ص۹۳.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۳۵۶؛، مکارم شیرازی، آیات الولایة فی القرآن، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۳-۲۰۵.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۶، ص۱۹۵؛ حقی بروسوی، تفسیر روح البیان، بیروت، ج۴، ص۳۱۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۰، ص۷۱.
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۳۵۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۰، ص۷۱.
- ↑ حسینی شیرازی، تقریب القرآن، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۴۲.
- ↑ سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، قم، ج۴، ص۳۷۴؛ مکارم شیرازی، شیعه پاسخ میگوید، ۱۳۸۶ش، ص۹۳؛ مکارم شیرازی، الأمثل، ۱۴۲۱ق، ج۱۹، ص۹۸.
- ↑ مکارم شیرازی، آیات الولایة فی القرآن، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۱؛ حسینی نسب، شیعه پاسخ میدهد، ۱۳۸۶ش، ص۱۴۵؛ حسینی اوسطی، دوازده گفتار درباره حضرت مهدی(ع)، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۳-۱۲۴.
- ↑ مکارم شیرازی، آیات الولایة فی القرآن، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۱-۲۰۵.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابنتیمیه، مجموع الفتاوی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۵۹؛ ابنتیمیه، مجموعة الرسائل و المسائل، لجنة التراث العربی، ج۱، ص۲۲-۲۳؛ابنعبدالوهاب، الرسائل الشخصیة، جامعة الإمام محمد بن سعود، ص۱۵۴؛ منجد، موقع الإسلام سؤال و جواب، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۹۳۸.
- ↑ سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، قم، ج۴، ص۳۷۴؛ مکارم شیرازی، الأمثل، ۱۴۲۱ق، ج۷، ص۳۰۱.
- ↑ ابنتیمیه، مجموعة الرسائل و المسائل، لجنة التراث العربی، ج۱، ص۲۲-۲۳.
- ↑ وګورئ: مکارم شیرازی، آیات الولایة فی القرآن، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۱-۲۰۵.
سرچينې
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموع الفتاوی، مدینه، مجمع الملک فهد لطباعة المصحف الشریف، ۱۴۱۶ق.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموعة الرسائل والمسائل، بیجا، لجنة التراث العربی، بې نېټې.
- ابنعبدالوهاب، محمد، الرسائل الشخصیة، ریاض، جامعة الإمام محمد بن سعود، بې نېټې.
- بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت،دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
- جمعی از نویسندگان، فی رحاب أهل البیت(ع)، قم، المجمع العالمی لأهل البیت(ع)، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
- حسین اوسطی، دوازده گفتار درباره حضرت مهدی(ع)، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۶ش.
- حسینی شیرازی، سید محمد، تقریب القرآن إلی الأذهان، بیروت، دارالعلوم، ۱۴۲۴ق.
- حسینی نسب، سید رضا، شیعه پاسخ میدهد، تهران، نشر مشعر، چاپ نوزدهم، ۱۳۸۶ش.
- حقی بروسوی، اسماعیل، تفسیر روح البیان، بیروت، دارالفکر، بې نېټې.
- سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بې نېټې.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت،دار إحیاء التراث العربی، بې نېټې.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۲ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دارالکتاب، چاپ سوم، ۱۳۶۳ش.
- مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازی، شیعه پاسخ میگوید، قم، مدرسه امام علی بن ابیطالب(ع)، چاپ هفتم، ۱۳۸۶ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، آیات الولایة فی القرآن، قم، مدرسة الإمام علی بن أبیطالب(ع)، ۱۳۸۳ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، الأمثل فی تفسیر کتاب الله المنزل، قم، مدرسه امام علی بن ابیطالب، ۱۴۲۱ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.