مسوده:یوم التلاق
یَوْمُ التَّلاق د «ملاقات ورځې» په معنا دی او د قیامت د ورځې له نومونو څخه یو نوم دی، چې د غافر سورې په ۱۵م آیت کې ورته اشاره شوې ده. د «تلاق» کلمه د لیدنې او مخامخ کېدو په معنا ده.[۱] مفسرینو د دې ملاقات د موخې په اړه بېلابېل احتمالات مطرح کړي دي؛ له هغې ډلې د اسمان او ځمکې د اوسېدونکو ملاقات،[۲] د روح او بدن ملاقات،[۳] د تاریخ له پیله تر پایه پورې د ټولو انسانانو راټولېدل،[۴] له خدای سره ملاقات[۵] او همدارنګه له خپلو اعمالو سره د انسان مخامخ کېدل.[۶]
له امام صادق(ع) څخه په یوه روایت کې «یوم التلاق» هغه ورځ معرفي شوې ده، چې په هغې کې د اسمان او ځمکې اوسېدونکي له یو بل سره ملاقات کوي.[۷] همدارنګه، علامه طباطبایي په المیزان تفسیر کې دغه ورځ هغه وخت ګڼلی دی، چې د نړۍ حقایق او واقعیتونه څرګندېږي او د انسان او د غیبو د نړۍ ترمنځ پردې لرې کېږي؛ په داسې ډول چې انسان د خپلو اعمالو پایلې او اغېزې په بشپړه توګه ویني.[۸]
فوټ نوټ
سرچينې
- راغب اصفهاني، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، بیروت، دار الشامیة، ۱۴۱۲ق.
- شیخ بهايي، محمد بن حسین، مفتاح الفلاح فی عمل اليوم والليلة من الواجبات والمستحبات، بیروت، د دار الأضواء خپرونې، ۱۴۰۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، معاني الأخبار، قم، د قم د مدرسینو ټولنې د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المسائل العکبریة، قم، المؤتمر العالمي لالفية الشيخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- طباطبایي، سید محمد حسین، المیزان، منشورات اسماعیلیان، المطبعة الاسماعیلیة، بېنېټې، بېځایه
| ||||||||||||||||||||||||||