د ذکر علی عبادة حدیث
د «ذکر علی عبادة» حدیث د استاد فرهاد شیرخاني اثر | |
| د انځور تشریح | د «ذکر علی عبادة» حدیث د استاد فرهاد شیرخاني اثر |
|---|---|
| څخه صادر شوی | پیغمبر(ص) |
| راویان | عایشه او نور |
| شیعه سرچینې | الاختصاص، مناقب آل ابي طالب، کشف الیقین |
| سني سرچینې | مناقب ابنمغازلي، فتح الکبیر، شرح الجامع الصغیر |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
ذِکرُ علیٍّ عِبادَة (د علي یاد عبادت دی) د اسلام د پیغمبر(ص) یو حدیث دی چې په کې یې د امام علي(ع) یادول عبادت ګڼلي دي چې د هغه لپاره فضیلت ګڼل کیږي. دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې روایت شوی دی.
ځینې شیعه عالمان په دې حدیث کې د عبادت معنی یوازې د امام علي(ع) د نوم تکرار نه ګڼي، بلکې دوي دا د هغه د مقام په اړه فکر کولو ته اشاره کوي. د امام علي(ع) او نورو معصومینو یادول په چلند او عمل کې له هغوي څخه بیلګه اخستلو ته ویل شوي دي.
د حدیث سند او مقام
د ذِکرُ علیٍّ عِبادة حدیث له پیغمبر(ص) څخه روایت شوی دی[۱] او د امام علي(ع) لپاره یو فضیلت ګڼل کیږي.[۲] دا حدیث په ډیرو شیعه[۳] او سني[۴] سرچینو کې روایت شوی دی. په الاختصاص کتاب کې، دا عبارت په یوه نبوي روایت کې راغلی دی چې پکې د خدای یاد، پیغمبر، امام علي او نورو امامانو(ع) یادول عبادت ګڼل شوي دي..[۵] د ابن شهر اشوب(وفات کال ۵۸۸ ق) په کتاب مناقب آل ابي طالب[۶] او د علامه حلي(د ۷۲۶ ق) په کتاب کشف الیقین[۷] کې هم ذکر شوی دی.
دا حدیث د اهل سنتو په سرچینو کې هم روایت شوی دی لکه مناقب ابن مغازلي (وفات کال ۴۸۳ ق)،[۸] د سیوطي (وفات کال ۹۱۱ ق) په کتاب فتح الکبیر[۹] او د صنعاني (وفات کال ۱۱۸۲ ق) په کتاب شرح جامع صغیر کې[۱۰] هم له عایشه نقل شوی دی.[۱۱]
يو شمېر سني علماوو، حسن بن صابر كسائي چې د دې حدیث يو راوي دی، ضعيف ګڼلى دى.[۱۲] سید حسن حسیني آل مجدد شیرازي په خپل کتاب «الإبادَة لحُکم الوَضع عَلیَ حدیث ذِکْرُ عَلیٍّ عِبـادة»، کې د دې روایت سندونه د اهل سنتو په سرچینو کې څیړلي دي او د هغې د اعتبار دفاع یې کړې ده.[۱۳]
ذکر علی عبادة حدیث کې د عبادت مطلب
له شیعه عالمانو څخه د سید محمد محسن حسیني طهراني (وفات ۱۴۴۰ ق) په وینا، د «ذِکرُ علیٍّ عِبادة» معنی یوازې د علي(ع) د نوم تکرارول نه دي؛ بلکې د امام علي د مقام او امامت په اړه فکر کول او په عمل کې د علوي ژوند طریقې تعقیبول دي. د هغه په وینا، عبادت هر هغه څه ته شامل دی چې یو څوک خدای ته نږدې کوي..[۱۴] حسین انصاریان هم په دې باور دی چې د امام علي(ع) یادول د انسان په زړه کې د خدای د یاد د تجلۍ لامل کیږي او له همدې امله عبادت ګڼل کیږي. د هغه په وينا، د معصومينو(ع) يادول په عملي ژوند کې له هغوي څخه بیلګې اخستل دي.[۱۵] ځينو سني عالمانو په دې حديث کې د ذکر معنی د امام علي(ع) د فضيلتونو او منقبتونو بيان، د هغه د اقوالو نقلول، د هغه د خطبو تلاوتول، يا له هغه څخه د حديثونو نقل کول ګڼلي دي.[۱۶]
په ادبي اثارو کې د ذکر علي عبادت حديث
«ذِکرُ علیٍّ عِبادة» حديث د ځينو شاعرانو په ادبي اثارو کې منعکس شوی دی، لکه څنګه چی د یو پښتو شعر کې هم ورته اشاره شوې دی:
فوټ نوټ
- ↑ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ټوک۲، مخ۷۷۷.
- ↑ صنعانی، التنویر شرح الجامع الصغیر، ۱۴۳۲ق، ټوک۶، مخ۱۷۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، مخ۲۲۴؛ ابنشهرآشوب، مناقب آل أبیطالب، ۱۳۷۹ق، ټوک۳، مخ۲۰۲؛ علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، مخ۴۴۹؛
- ↑ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ټوک۳، مخ۵۶۵؛ ابنمغازلی، مناقب أمیرالمؤمنین، ۱۴۲۴ق، مخ۲۶۸؛ سیوطی، الفتح الکبیر، ۱۴۲۳ق، ټوک۲، مخ۱۱۵، حدیث ۶۴۶۰؛ صنعانی، التنویر شرح الجامع الصغیر، ۱۴۳۲ق، ټوک۶، مخ۱۷۸.
- ↑ شیخ مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، مخ۲۲۴.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل أبی طالب، ۱۳۷۹ق، ټوک۳، مخ۲۰۲.
- ↑ علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، مخ۴۴۹.
- ↑ ابنمغازلی، مناقب أمیرالمؤمنین، ۱۴۲۴ق، مخ۲۶۸.
- ↑ سیوطی، الفتح الکبیر، ۱۴۲۳ق، ټوک۲، مخ۱۱۵، حدیث ۶۴۶۰.
- ↑ صنعانی، التنویر شرح الجامع الصغیر، ۱۴۳۲ق، ټوک۶، مخ۱۷۸.
- ↑ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ټوک۳، مخ۵۶۵؛ ابنمغازلی، مناقب أمیرالمؤمنین، ۱۴۲۴ق، مخ۲۶۸؛ سیوطی، الفتح الکبیر، ۱۴۲۳ق، ټوک۲، مخ۱۱۵، حدیث ۶۴۶۰؛ صنعانی، التنویر شرح الجامع الصغیر، ۱۴۳۲ق، ټوک۶، مخ۱۷۸.
- ↑ وګورئ: مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ټوک۳، مخ۵۶۵؛ صنعانی، التنویر شرح الجامع الصغیر، ۱۴۳۲ق، ټوک۶، مخ۱۷۸.
- ↑ حسینی آلمجدد، ابادة لحکم الوضع علی حدیث ذکر علی عبادة، بینېټه، مخ۳.
- ↑ «هدف از حضور در مجالس ذکر»، مکتب وحی.
- ↑ «تحلیل حدیث «ذکر علی عبادة»، خبرگزاری مهر(د مهر خبري آژانس).
- ↑ وګورئ: مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ټوک۳، مخ۵۶۵؛ صنعانی، التنویر شرح الجامع الصغیر، ۱۴۳۲ق، ټوک۶، مخ۱۷۸.
- ↑ دراني، محمدرحیم، «تسنیم» د شعرونو ټولګه، (نه دی خپور شوی)
سرچينې
- ابن شهرآشوب، مناقب آل أبي طالب عليهم السلام، قم، انتشارات علامه، لومړی چاپ، ۱۳۷۹هـ.
- ابنمغازلی، علی بن محمد، مناقب أميرالمؤمنين علي بن أبي طالب(رض)، څېړونکی: ابو عبدالرحمن ترکي بن عبدالله الوادعي، صنعاء، دار الآثار، لومړی چاپ، ۱۴۲۴هـ.
- «تحلیل حدیث «ذکر علی عبادة» (د حدیث ‘ذکر علي عبادة’ شننه)، د مهر خبري آژانش، د خپرېدو نېټه: ۱۶ وږی ۱۳۹۶ل.، د کتنې نېټه: ۳ غویی ۱۴۰۳ل.
- حسینی آلمجدد، سید حسن، إبادة لحكم الوضع على حديث ذكر علي عبادة، بې ځایه، بې خپرندویه، بې نېټه.
- سیوطی، جلالالدین، الفتح الكبير في ضم الزيادة إلى الجامع الصغير، څېړونکی: يوسف النبهاني، بيروت، دار الفكر، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
- شیخ مفید، الإختصاص، څېړنه او سمونه: علياکبر غفاري او محمود محرمي، قم، المؤتمر العالمي لألفية الشيخ المفيد، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
- صنعانی، محمد بن إسماعیل، التنوير شرح الجامع الصغير، څېړنه: محمد اسحاق، رياض، مکتبة دار السلام، لومړی چاپ، ۱۴۳۲ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، كشف اليقين في فضائل أميرالمؤمنين(ع)، څېړنه او سمونه: حسين درګاهي، تهران، وزارت ارشاد، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
- مقدس اردبیلی، حديقة الشيعة، سمونه: صادق حسنزاده، قم، انتشارات انصاريان، درېيم چاپ، ۱۳۸۳ل.
- مناوی، عبدالرؤوف، فيض القدير شرح الجامع الصغير، مصر، المکتبة التجارية الكبرى، لومړی چاپ، ۱۳۵۶ق.
- «هدف از حضور در مجالس ذکر» (د ذکر په مجلسونو کې د ګډون موخه څه ده؟)، مکتب وحی، د خپرېدو نېټه: ۱۸ ذوالحجه ۱۴۳۲هـ.، د کتنې نېټه: ۴ غویی ۱۴۰۳ل.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||