مسوده:د اعمالو شاهدان
| خدای پیژندنه | |
|---|---|
| د خدای اثبات • توحید • د خدای اسما او صفات • الهي عدل • قضا او قدر | |
| نبوت | |
| د پیغمبرانو عصمت • خاتمیت • ځانګرې نبوت • معجزه • قرآن • وحی • اسلام | |
| امامت | |
| امامان • د امامانو امامت • د اهل بیتو(ع) غوره والی • د امامانو عصمت • ولایت • غیبت • مهدویت | |
| معاد | |
| مرګ • برزخ • جسماني معاد • جنت • دوزخ | |
| سخته مسلو | |
| امر بین الامرین • جبر او اختیار • تقیه • ولایت فقیه • توسل • شفاعت • د قرآن نه تحریفیدل • زیارت • بداء • رجعت |
د اعمالو شاهدان هغه ډلې دي چې د قیامت په ورځ د خدای په اجازه او د خپلې پوهې او آګاهۍ پر بنسټ، په دنیا کې د انسانانو د اعمالو په اړه شاهدي ورکوي. په دیني سرچینو کې خدای، پیغمبران، اهلبیت(ع)، ملائکې، د بدن غړي، ځمکه او د اعمالو لیکل شوی ریکارډ د دغو شاهدانو له ډلې څخه معرفي شوي دي. په ځینو سرچینو کې د اعمالو تجسم، وخت، شهیدان، لمونځ او قرآن کریم هم د قیامت له شاهدانو څخه یاد شوي دي.
په تفسیري او حدیثي سرچینو کې د هرې ډلې د شهادت څرنګوالی تشریح شوی دی. ملائکې د ثبت شوو اعمالو پر بنسټ، د بدن غړي د هغو د ونډې له مخې چې د اعمالو په ترسره کولو کې یې لرله، او ځمکه په هغو ځایونو کې چې نېک یا بد اعمال پکې ترسره شوي وي، شاهدي ورکوي. د اسلام د پیغمبر(ص) او نورو پیغمبرانو د شهادت د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي. مفسرانو د شاهدانو د ډېروالي او ډول ډول والي لپاره بېلابېل دلیلونه ذکر کړي، منجمله د انسان د باطني څارنې پیاوړتیا او په قیامت کې د حجت بشپړېدل او د غاړو خلاصېدل.
اهمیت او مقام
د اعمالو شاهدان هغه ډلې دي چې په دنیا کې د انسانانو عملونه ویني[۱] او په قیامت کې د خدای په اجازه او د خپلې پوهې پر بنسټ[۲] د هغوی په اړه شاهدي ورکوي.[۳] په دې شاهدۍ کې ظاهري او باطني اعمال او د عمل د اخلاص کچه شامله ده.[۴]
د علیرضا اعرافي په وینا، چې د ګواهان اعمال کتاب لیکوال دی، د شاهدانو پر شتون باور د اسماني دینونو له ګډو ښوونو څخه دی.[۵] هغه باور لري چې دا مقام د عادي خلکو لپاره نه دی او د الهي اولیاوو لپاره ځانګړی دی.[۶]
د شاهدانو پېژندنه
د اعرافي په وینا، د اعمالو د شاهدانو موضوع په بېلابېلو ځایونو کې او د معاد او قیامت اړوندو آیتونو او روایتونو یا د حیا په بحثونو کې یاده شوې.[۷] همدارنګه په ځینو دعاوو لکه شعبانیه مناجات او د کمیل په دعا کې هم ورته اشاره شوې ده.[۸] په دې اړه تر ټولو لوی بحث د سید محمدحسین حسيني طهراني په معادشناسي کتاب کې وړاندې شوی دی.[۹]
ناصر مکارم شیرازي، چې شیعه مفسر دی، خدای، پیغمبران، ملائکې، د بدن غړي (ژبه، لاس، پښه، غوږ او پوستکی) او ځمکه د شاهدانو له ډلې ګڼي. ځینو مفسرانو نور موارد، لکه د اعمالو لیکل شوی ریکارډ او د اعمالو تجسم، هم د شاهدانو په ډله کې شمېرلي دي.
د شاهدانو د ډېرښت فلسفه
ویل شوي چې د ګڼو شاهدانو شتون له انسان سره د خپل نفس په څارنه کې مرسته کوي او د هغه دننیز نظم پیاوړی کوي.[۱۰] د امام صادق(ع) د یوه روایت له مخې، ملائکې د انسان د اعمالو شاهدانې دي، چې د خدای اطاعت زیات او له ګناه څخه ډډه وشي.[۱۱] په اخلاقي کتابونو کې هغوی د خدای د یادونې او ځان څارنې لپاره د یوې وسیلې په توګه معرفي شوي دي.[۱۲]
د شاهدانو وېش
خدای
مفسرانو د ځینو آیتونو لکه د یونس سورې د ۴۶م آیت او د حج سورې د ۱۷م آیت په استناد، خدای د قیامت له شاهدانو څخه معرفي کړی دی.[۱۳] د نورو شاهدانو شهادت به د خدای د ارادې او تدبیر له مخې ترسره کېږي.[۱۴] نعمتالله صالحي، د یونس سورې د ۴۶م آیت او د مجادلې سورې د ۶ او ۷ آیتونو په استناد، باور لري چې خدای به په قیامت کې وروستی شاهد وي.[۱۵]
پیغمبران
پیغمبران د خپل وخت د انسانانو پر ظاهري او باطني اعمالو د بشپړې احاطې او حتی له هغه وروسته هم، د انسانانو د ژوند د ټولو کړنو په اړه د شهادت ورکولو توان لري.[۱۶] شیعه مفسر مکارم شیرازي، د نحل سورې د ۸۹م آیت او همدارنګه د نساء سورې د ۴۱م آیت په استناد باور لري چې پیغمبران تر هغه وخته چې د خپل امت په منځ کې وي، د هغوی د اعمالو شاهدان او څارونکي دي؛ او له هغوی وروسته اوصیاء او جانشینان به د امت د اعمالو شاهدان وي.[۱۷]
د اسلام مبارک پیغمبر(ص)
څو آیتونه د دې څرګندونه کوي چې رسول اکرم(ص) په قیامت کې د خلکو د اعمالو شاهد دی او همدا لامل شوی چې دغه مقام ځانګړې پاملرنه ترلاسه کړي.[۱۸]
ځینې مفسران، له هغو څخه مکارم شیرازي، د نحل سورې د ۸۹م آیت او همدارنګه د نساء سورې د ۴۱م آیت په استناد باور لري چې پیغمبر(ص) د خپل وخت د خلکو د اعمالو شاهد دی.[۱۹] بل نظر چې د ځینو روایتونو پر بنسټ ولاړ دی،[۲۰] هغه د ټولو پخوانیو پیغمبرانو شاهد ګڼي.[۲۱] علامه طباطبایي پیغمبر(ص) پر نورو شاهدانو څارونکی معرفي کوي؛ داسې چې پر خلکو د هغه شاهدي د نورو شاهدانو د شهادت له لارې تحقق مومي.[۲۲]
د ګواهان اعمال کتاب لیکوال علیرضا اعرافي، د ځینو روایتونو[۲۳] او د علامه مجلسي د وینا په استناد[۲۴] باور لري چې پیغمبر(ص) د بندګانو او پیغمبرانو په ګډون پر ټولو مخلوقاتو، بشپړه څارنه او شهادت لري او دا شهادت د پیغمبرانو د رسالت د ابلاغ او د بندګانو له خوا د هغوی د تبلیغ د منلو بیانوونکی دی.[۲۵] هغه همدارنګه باور لري چې د پیغمبر(ص) وفات پر دې څارنه اغېز نه کوي او د هغه له رحلت وروسته د اعمالو وړاندې کېدل د دې شهادت د تحقق مخه نه نیسي.[۲۶]
معصوم امامان(ع)
په ځینو کتابونو لکه الکافي او بحارالانوار کې د قیامت په ورځ د شاهدانو په توګه د اهلبیتو(ع) د پېژندنې په اړه روایتونو ته یو باب ځانګړی شوی دی.[۲۷] په تفسیر نورالثقلین کې له پیغمبر(ص) څخه یو روایت نقل شوی چې حضرت علي(ع) او د هغه یوولس تنه اولادونه په قیامت کې شاهدان دي.[۲۸] ځینې روایتونه اهلبیتو(ع) ته د اعمالو د وړاندې کېدو یادونه کوي، چې د انسانانو پر اعمالو د هغوی د احاطې څرګندونه کوي.[۲۹] په معادشناسي کتاب د سید محمدحسین طهراني په وینا، د کې د شهادت او ګواهۍ مقام یوازې د حقو امامانو لپاره ځانګړی دی او باطل امامان پکې نه شاملېږي.[۳۰]
| مرګ | |
|---|---|
| احتضار • عزرائیل • د مړی غسل • کفن • د جنازې لمونځ • ښخول • شهادت | |
| برزخ | |
| د قبر لومړی شپه • د قبر پوښتنه • نکیر او منکر • برزخي ژوند • برزخي بدن | |
| قیامت | |
| اسرافیل • جسماني معاد • نفخ صور • د اعمالو لیک • صراط • د محشر صحرا • اصحاب یمین • اصحاب شمال | |
| جنت | |
| د جنت دروازې • حور العین • غلمان • رضوان • د جنت نعمتونه | |
| دوزخ | |
| د دوزخ دروازې • د دوزخ درکات • زقوم • اسفل سافلین • هاویه • جحیم • غساق | |
| اړونده مفاهیم | |
| شفاعت • د اعمالو تجسم • رقیب او عتید • تناسخ • رجعت • روح • باقیات صالحات | |
اسلامي امت یا يې کامل انسانان
د بقرې سورې ۱۴۳م آیت په قیامت کې د اسلامي امت د شهادت په اړه خبرې کوي.[۳۱] خو د شیعه مفسر جوادي آملي په وینا، موخه ټول مسلمانان نه دي؛ بلکې یوه ځانګړې ډله د اعمالو په اړه د شهادت وړتیا لري.[۳۲] جعفر سبحاني هم دا مقام د امت د یوې لوړې مرتبې طبقې ته ځانګړی ګڼي چې په روایتونو کې پر معصومو لارښودانو(ع) تطبیق شوې ده.[۳۳] د هغه په باور، که نور کسان هم شاهدان وبلل شي، نو یا باید د پټو اعمالو په اړه پراخه پوهه ولري، او یا به د هغوی شاهدي یوازې د خپلو معاصرو خلکو پر ظاهري اعمالو محدوده وي.[۳۴]
علامه مجلسي، چې شیعه حدیثپوه دی، له پیغمبر(ص) څخه داسې روایت نقل کړی چې ځینې مؤمنان هم د امت له شاهدانو څخه شمېرل کېږي.[۳۵] همدارنګه طبرسي د نحل سورې د ۸۴م آیت په تفسیر کې د هرې زمانې تر ټولو عادل کس د قیامت له شاهدانو څخه ګڼلی دی.[۳۶]
فرښتې
شیعه فقیه، جعفر سبحاني د ډېرو آیتونو لکه د ق سورې د ۲۱ او ۲۲ آیتونو، د انفطار سورې ۱۱ او ۱۳ آیتونو او همدارنګه د حضرت علي(ع) د یوه روایت په استناد،[۳۷] بیانوي چې هغه ملائکې چې په دنیا کې د انسان د اعمالو څارونکي وې، په قیامت کې به د هغه پر ضد شاهدي ورکړي.[۳۸] د دعای کمیل د شرحې لیکوال حسین انصاریان، بیان کړی چې د اعمالو په شاهدانو کې کرامالکاتبین او رقیب او عتید هم شامل دي.[۳۹]
د اعمالو لیکل شوی ریکارډ
په منشور جاوید کتاب کې د جاثیې سورې د ۲۷ ـ ۲۹ آیتونو او د اسراء سورې د ۱۳م آیت په څېر آیتونو په استناد، د اعمالو لیکل شوی ریکارډ د محشر په ورځ له شاهدانو څخه شمېرل شوی دی.[۴۰] خو د دیني مدرسې استاد علیرضا اعرافي، باور لري چې د انسان د اعمالو لیکل شوی ریکارډ د قیامت له شاهدانو څخه نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه د انسان د اعمالو لیکل شوی ریکارډ د انسان د اعمالو حقیقت دی او د انسان خپل عمل ـ چې د خپل حقیقت د ثبت او ضبط چارې ترسره کوي ـ د یوه آګاه حاضر او شاهد په توګه نه شو ګڼلای.[۴۱]
د بدن غړي او د هغوی د شهادت څرنګوالی
مفسرانو د بدن غړي په قیامت کې د اعمالو له شاهدانو څخه ګڼلي دي.[۴۲] د علامه طباطبایي په وینا، هر غړی د خپل ځانګړي عمل په اړه شاهدي ورکوي او په قرآن کریم کې د لاس، پښې، سترګې، غوږ او زړه شهادت ته اشاره شوې ده.[۴۳] شیخ صدوق له امام صادق(ع) څخه نقل کړی چې د قرآن کریم د ځینو سورتونو په همیشه لوستلو سره به په قیامت کې د انسان د بدن ټول غړي د هغه په ګټه شاهدي ورکړي.[۴۴]
په معادشناسي کتاب کې د سید محمدحسین طهراني په وینا، ، په قیامت کې لومړی د انسان خوله مهر کېږي چې انکار ممکن نه وي[۴۵] او وروسته به هر غړی د ګناه د ډول له مخې شاهدي ورکوي.[۴۶] ژبه به د غیبت او دروغو په څېر د ګناهونو، او لاس او پښه به د غلا او سخنچینۍ په څېر د اعمالو په اړه شاهدي ورکوي.[۴۷] علامه طباطبایي د فصلت سورې د ۲۰م آیت په استناد باور لري چې هر غړی د نورو غړو د ګناهونو په اړه هم شاهدي ورکوي.[۴۸] خو د بدن پوستکی یوازې د هغې ګناه په اړه شاهدي ورکوي چې د ترسره کولو وسیله یې ګرځېدلی وي.[۴۹] حسيني طهراني د لاس شهادت د هماغه عمل د څرګندېدو په معنا ګڼي چې په دنیا کې یې ترسره کړی وي.[۵۰]
مفسران باور لري چې د مؤمن د بدن غړي به د هغه پر ضد شاهدي نه ورکوي؛ ځکه شاهدي د هغو کسانو لپاره ځانګړې ده چې الهي عذاب پرې حتمي شوی وي، په داسې حال کې چې مؤمنان د نجات خاوندان دي.[۵۱]
ځمکه
ځمکه په قیامت کې له هغو شاهدانو څخه ګڼل شوې ده چې د انسانانو اعمال ثبتوي او بیا پرې شاهدي ورکوي.[۵۲] شیعه مفسر جعفر سبحاني، د زلزال سورې د ۴ او ۵ آیتونو په تفسیر کې د معصومینو(ع) د روایتونو په استناد،[۵۳] باور لري چې د ځمکې ټولې برخې په قیامت کې د انسان د اعمالو شاهدانې نه دي، بلکې یوازې هغه ځای چې انسان پکې نېک یا بد عمل ترسره کړی وي، د شهادت لپاره راپورته کېږي.[۵۴] هغه تشریح کوي چې د اسلامي فلسفې د اصولو له مخې ټول موجودات او حتی ځمکه هم یو ډول ادراک لري او ګڼ آیتونه او روایتونه دا نظریه تأییدوي.[۵۵] همدارنګه ځینو فقیهانو له امام صادق(ع) څخه د هغو روایتونو په استناد چې په قیامت کې د ځایونو پر شهادت دلالت کوي، په بېلابېلو ځایونو کې لمونځ کول مستحب ګڼلي دي.[۵۶] لیکوال او څېړونکی، صالحي حاجيآبادي، د زمان او مکان د خبرو کولو د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه نقل کړي دي.[۵۷]
د اعمالو تجسم
په اخروي هویت سره د عمل تجسم موندل د قیامت له شاهدانو څخه شمېرل شوی دی.[۵۸] شیعه عالم، علیرضا اعرافي، باور لري چې په کلامي او تفسیري کتابونو کې د اعمالو د تجسم په اړه یوه نظریه شته چې له مخې یې د انسان اعمال به په قیامت کې د یوه موجود په بڼه محشور شي او د هغه پر ضد یا د هغه په ګټه به شاهدي ورکړي.[۵۹] د هغه په باور، د اعمالو د تجسم شاهدي د نورو شاهدانو له شهادت څخه لوړه مرتبه لري؛ ځکه کله چې ګناهکار خپل بد اعمال وویني، خپله به د هغو پر بدوالي شاهدي ورکړي.[۶۰]
نور شاهدان
په حدیثي سرچینو کې شهیدان،[۶۱] جوماتونه،[۶۲] لمونځ،[۶۳] قرآن کریم،[۶۴] او وخت[۶۵] د قیامت له شاهدانو څخه شمېرل شوي دي. علامه مجلسي د رسول اکرم(ص) د یوه روایت په استناد، شپې، ورځې او میاشتې لکه رجب، شعبان او رمضان هم د اعمالو له شاهدانو څخه ګڼلې دي.[۶۶]
د «انسان و شاهدان صادق» کتاب لیکوال صالحي حاجيآبادي، باور لري چې که څه هم په قرآن کریم او روایتونو کې د عالمانو په اړه د شهادت کلمه نه ده راغلې، خو د شفاعت په احادیثو کې[۶۷] او په قیامت کې د شکایت په روایتونو کې[۶۸] عالمان هم د اعمالو د شفیعانو په توګه یاد شوي دي او دا شفاعت په حقیقت کې د اعمالو له شهادت سره یو شان دی.[۶۹]
فوټ نوټ
- ↑ جوادي آملي، معاد در قرآن، مخ۴۱۸.
- ↑ حسیني طهراني، معادشناسي، ټوک۷، ۹۷-۹۹مخونه.
- ↑ علامه مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۳۱۵.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۷۶.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۱۵.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۶۸.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۱۶.
- ↑ کفعمي، المصباح للکفعمي، مخ۵۵۹؛ ابن طاووس، الإقبال بالأعمال الحسنة، ټوک۳، مخ۲۹۷.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۱۶.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۶۵.
- ↑ طبرسي، الاحتجاج، ټوک۲، مخ۳۴۸.
- ↑ طبرسي، مکارم الاخلاق، مخ۴۵۷.
- ↑ قرائتي، تفسر نور، ټوک۳، مخ۵۷۹؛ صابوني، صفوة التفاسیر، ټوک۲، مخ۲۶۰.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۲۷.
- ↑ صالحي حاجیآبادي، انسان و شاهدان صادق، مخ۲۹.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۳.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۱۱، مخ۳۵۹ او ټوک۳، مخ۳۹۲.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۳.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۱۱، مخ۳۵۹ او ټوک۳، مخ۳۹۲.
- ↑ حویزي، تفسیر نور الثقلین، ټوک۳، مخ۷۳.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۳، مخ۳۹۲.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۲، ۳۲۳ ۱و ۳۲۴مخونه.
- ↑ طبرسي، الاحتجاج، ټوک۱، مخ۲۴۲.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۳۱۰.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، ۳۰-۳۳مخونه.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، ۳۳-۳۵مخونه.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۱، مخ۱۹۰؛ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۳۰۶.
- ↑ حویزي، نور الثقلین، ټوک۳، مخ۵۲۶.
- ↑ قمي، تفسیر القمي، ټوک۱، مخ۳۰۴؛ کلیني، الکافي، ټوک۱، مخ۲۱۹.
- ↑ حسیني طهراني، معادشناسي، ټوک۷، ۱۰۴-۱۰۷مخونه.
- ↑ سبحاني منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۴.
- ↑ جوادي آملي، معاد در قرآن، مخ۴۱۶؛ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۵.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۵.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۶.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۳۱۵.
- ↑ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۶، مخ۵۸۴.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحي صالح، خطبه۸۵، مخ۱۱۶.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۷.
- ↑ انصاریان، شرح دعای کمیل، مخ۴۷۷.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۹۲.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، مخ۱۹.
- ↑ مدرسي، من هدی القرآن، ټوک۸، مخ۲۸۹؛ حسیني همداني، انوار درخشان، ټوک۱۱، مخ۳۴۷.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۵، مخ۹۴ او ټوک۱۷، مخ۱۰۳.
- ↑ صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، مخ۱۲۳.
- ↑ حسینی طهراني، معادشناسي، ټوک۷، مخ۱۸۶.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۵، مخ۹۴.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۵، مخ۹۴.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۷، مخ۳۷۸.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۷، مخ۳۷۹.
- ↑ حسیني طهراني، معادشناسي، ټوک۷، ۱۸۷ - ۱۹۲مخونه.
- ↑ جوادي آملي، معاد در قرآن، مخ۴۱۹؛ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۵، مخ۱۰۷.
- ↑ حسیني طهراني، معادشناسي، ټوک۷، مخ۲۲۶.
- ↑ د مثلا په توګه وګورئ: شیخ صدوق، علل الشرایع، ټوک۲، مخ۳۴۳؛ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۳۱۵.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۸۹.
- ↑ سبحاني، منشور جاوید، ټوک۵، مخ۴۹۰.
- ↑ طباطبایي یزدي، العروة الوثقی مع حاشیة الایرواني، ټوک۱، مخ۵۹۶.
- ↑ صالحي حاجیآبادي، انسان و شاهدان صادق، مخ۱۱۶.
- ↑ سبحاني، معاد شناسي، مخ۱۶۳.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، ۴۸ - ۴۹مخونه.
- ↑ اعرافي، ګواهان اعمال، ۵۰-۵۱مخونه.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ټوک۱۵، مخ۴۰.
- ↑ شیخ صدوق، امالی، مخ۳۵۹.
- ↑ عاملي، وسائل الشیعة، ټوک۱۵، مخ۱۰۸.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۱، مخ۵۹۶.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۳۱۵.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۳۱۵.
- ↑ روضه الواعظین و بصیره المتعظین، ټوک۱، مخ۱۱.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۲، مخ۶۱۳.
- ↑ صالحي حاجیآبادي، انسان و شاهدان صادق، ۶۵-۶۷مخونه.
سرچينې
- نهج البلاغة، سمون: صبحي صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ ق.
- ابنابيالحدید، عزالدین ابوحامد، شرح نهجالبلاغة، سمون: محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، د آیتالله مرعشي نجفي عمومی کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ ق.
- ابنطاووس، علي بن موسی، الإقبال بالأعمال الحسنة، څېړونکی: جواد قیومي اصفهاني، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۳۷۶ ل.
- اعرافي، علیرضا، ګواهان اعمال ، قم، د اشراق او عرفان فرهنګي-هنري مؤسسه، ۱۳۹۷ ل.
- انصاریان، حسین، شرح دعاي کمیل، څېړونه: محمدجواد صابریان، قم، دار العرفان، دویم چاپ، ۱۳۸۲ ل.
- جوادي آملي، معاد در قرآن ، قم، اسراء، یولسم چاپ، ۱۳۹۵ ل.
- حسیني تهراني، محمدحسین، معادشناسی، مشهد، نور ملکوت قرآن، ۱۴۲۷ ق.
- حسیني همداني، محمد، انوار درخشان در تفسیر قرآن، څېړونه: محمدباقر بهبودي، تهران، لطفي، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ ق.
- حويزي، عبدعلي، تفسیر نور الثقلین، سمون: هاشم رسولي، قم، اسماعیلیان، څلورم چاپ، ۱۴۱۵ ق.
- سبحاني تبريزي، جعفر، معادشناسی، ژباړه: علي شیرواني، قم، دار الفکر، ۱۳۸۷ ل.
- سبحاني تبريزي، جعفر، منشور جاوید، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، ۱۳۹۰ ل.
- شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشيعة، سمون: مؤسسة آل البیت (ع)، قم، مؤسسة آل البیت (ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالي، تهران، کتابچي، شپږم چاپ، ۱۳۷۶ ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، د داوري کتابپلورنځی، لومړی چاپ، ۱۳۸۵ ل.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الأمالي، څېړنه: حسین استاد ولي او علياکبر غفاري، قم، د شیخ مفید کانګرس، ۱۴۱۳ ق.
- صابوني، محمدعلي، صفوة التفاسیر، بیروت، دار الفکر، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ ق.
- صالحي حاجيآبادي، نعمتالله، انسان و شاهدان صادق، قم، ګلهای بهشت، ۱۳۸۷ ل.
- صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، قم، دار الشریف الرضي، ۱۴۰۶ ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۳۹۰ ق.
- طباطبایي یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی مع حاشیة الایرواني، بېځایه، بېنېټه.
- طبرسي، احمد بن علی، الإحتجاج علی أهل اللجاج، څیړونکی: محمدباقر خرسان، د مرتضي خپرونه، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ ق.
- طبرسي، حسن بن فضل، مكارم الأخلاق، قم، الشریف الرضي، ۱۳۷۰ ل.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، سمون: فضلالله یزدی طباطبایي او هاشم رسولي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ ل.
- فتال نیشابوري، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین ، قم، د رضي خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۷۵ ل.
- قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، د «درسهایی از قرآن» فرهنګي مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۸۸ ل.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړنه: سید طیب موسوي جزایري، قم، دار الکتاب، ۱۳۶۳ ل.
- کفعمي، ابراهیم بن علي عاملي، المصباح للكفعمي (جنة الأمان الواقية)، قم، دار الرضي (زاهدي)، دویم چاپ، ۱۴۰۵ ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سمون: علياکبر غفاري، محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، محقق: د څېړونکو ډله، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دویم چاپ، ۱۴۰۳ ق.
- مدرسي، محمدتقي، من هدي القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ ل.
- نوري، حسین، «گواهان روز قیامت»، د پاسداران اسلام مجله، ۱۱۱مه ګڼه، کب ۱۳۶۹ ل.
| ||||||||||||||||||||||||||