منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د قیامت موقفونه

د wikishia لخوا
د شیعو عقیدې
‌خدای پیژندنه
د خدای اثبات • توحید • د خدای اسما او صفات • الهي عدل • قضا او قدر
نبوت
د پیغمبرانو عصمت • خاتمیت • ځانګرې نبوت • معجزه • قرآن • وحی • اسلام
امامت
امامان • د امامانو امامت • د اهل بیتو(ع) غوره والی • د امامانو عصمت • ولایت • غیبت • مهدویت
معاد
مرګ • برزخ • جسماني معاد • جنت • دوزخ
سخته مسلو
امر بین الامرین • جبر او اختیار • تقیه • ولایت فقیه • توسل • شفاعت • د قرآن نه تحریفیدل • زیارت • بداء • رجعت


د قیامت موقفونه یا د قیامت مواقف د حساب‌ کتاب هغه تمځایونه دي چې انسان د صراط له پله څخه د تېرېدو په لاره کې ورڅخه تېرېږي او په هغو کې د انسان د عقایدو او اعمالو په اړه پوښتنه او حساب اخیستل کېږي. د مواقفو د شمېر په اړه بېلابېل نظرونه شته؛ ځینو د اوو، ځینو د پنځوسو او ځینو د اویا مواقفو یادونه کړې ده، که څه هم یو شمېر عالمان دا شمېرې د مواقف د ډېرښت څرګندونکې ګڼي، نه دقیق شمېر.

د ځینو شیعه عالمانو د نظر له مخې، ټول انسانان د صراط له پله څخه د تېرېدو لپاره باید له دغو مواقفو څخه تېر شي، خو پیغمبران او اهل‌بیت(ع) په دغو مواقفو کې له درېدو څخه مستثنا دي. مؤمنان هم یو شان نه دي؛ ځینې په چټکۍ له مواقفو څخه تېرېږي او ځینې د خپلو نیمګړتیاوو له امله په هغو کې ډېر وخت تم کېږي. په ځینو شیعه روایتونو کې د اهل‌بیتو(ع) مینه له مواقفو څخه د تېرېدو له عواملو څخه بلل شوې ده.

د آیتونو او روایتونو پر بنسټ، د مواقفو ټولیزه موده پنځوس زره کاله بیان شوې ده. د ځینو په باور، دا اوږده درېدنه یوازې د کافرانو او ظالمانو لپاره ده. ځینې کسان د حق‌الناس په موقف کې زر کاله تم کېږي.

مفهوم پېژندنه

د قیامت موقفونو په روایتي[۱] او کلامي[۲] سرچینو کې هغو تمځایونو ته ویل کېږي چې له انسان څخه په هغو کې د خپلو عقایدو او اعمالو، لکه توحید، نبوت، امامت،[۳] لمانځه، روژې او حج په اړه پوښتنې او حساب کتاب کېږي.[۴] د شیخ صدوق او شیخ مفید د نظر له مخې، دا مواقف د صراط د پله هماغه سختې لارې دي چې له هغو څخه تېرېدل یوازې د نېک عمل یا الهي رحمت په وسیله ممکن دي او له هغو څخه د تېرېدو ناتواني د دوزخ اور ته د لوېدو لامل کېږي.[۵]

شیخ مفید نقل کړي چې امام علي(ع) خلک له مواقفو څخه د تېرېدو لپاره چمتووالي ته رابولي او له هغو څخه تېرېدل یې په الهي رحمت پورې تړلي ګڼل.[۶] په یوه روایت کې چې هغه ته منسوب شوی، د ګڼو مواقفو یادونه شوې ده چې په ځینو کې یوه ډله د بلې لپاره د بښنې غوښتنه کوي او بله ډله یو پر بل لعنت وایي.[۷]

د مواقفو شمېر او موده

د قیامت د مواقفو د شمېر په اړه د آیتونو[۸] او روایتونو[۹] پر بنسټ بېلابېل نظرونه شته. د هغو شمېر اووه،[۱۰] پنځوس[۱۱] یا اویا موقفونه[۱۲] ذکر شوی دی. په مقابل کې ځینې دا شمېرې د ډېرښت څرګندونکې ګڼي او باور لري چې د هغو دقیق شمېر معلوم نه دی.[۱۳]

د شیخ صدوق او شیخ مفید په وینا، هر موقف د الهي واجباتو یا محرماتو له ډلې یوې برخې ته ځانګړی دی او له انسان څخه په هغه کې د هغې د ترسره کولو یا پرېښودلو په اړه پوښتنې کېږي.[۱۴] له همدې امله، ځینو د مواقف شمېر د الهي واجباتو او محرماتو له شمېر سره برابر ګڼلی دی.[۱۵] عبدالحسین دستغیب هم د صراط د پله عقبات اووه سختې لارې ګڼي چې هره یوه یې له ګڼو مواقفو څخه جوړه ده.[۱۶]

عبدالله جوادي آملي د ځینو روایتونو[۱۷] او د سجده سورې د ۵م آیت او د معارج سورې د ۴م آیت په استناد، د قیامت د مواقفو ټوله موده پنځوس زره کاله ګڼلې ده.[۱۸]‌ البته ځینې دا اوږده تم کېدل یوازې د کافرانو او ظالمانو لپاره ګڼي[۱۹] او د ځینو د تم کېدو موده زر کاله او د ځینو نورو پنځوس زره کاله راپور شوې ده.[۲۰] سید عبدالحسین دستغیب باور لري چې یوه ډله به د حق‌الناس په موقف کې زر کاله ساتل کېږي.[۲۱]

د موقفونو بېلګې

په روایتي او اعتقادي سرچینو کې د قیامت مواقف په دوو عمومي ډلو وېشل شوي دي:

اعتقادي موقفونه

د حدیثي او کلامي سرچینو پر بنسټ، په ځینو مواقفو کې د توحید او نبوت[۲۲] په څېر د دیني باورونو په اړه پوښتنه کېږي. په ځینو شیعه روایتونو کې د ولایت له موقف څخه یادونه شوې ده[۲۳] چې په هغه کې د امام علي(ع) او اهل‌بیت(ع)[۲۴] د ولایت او همدارنګه د هغوی د مخالفانو په وړاندې د خلکو د دریځ په اړه پوښتنه کېږي؛[۲۵] ځینو دغه موقف تر ټولو مهم موقف ګڼلی[۲۶] او د همدې روایتونو په استناد یې،[۲۷] له دغو مواقفو څخه د تېرېدو شرط د اهل‌بیتو(ع) مینه ګڼلې ده.[۲۸]

عملي موقفونه

په کلامي سرچینو کې د انسان د اعمالو د ارزونې لپاره هم د ځینو مواقفو یادونه شوې ده. په دغو مواقفو کې د دیني مکلفیتونو لکه لمانځه،[۲۹] روژې، زکات، جهاد، حج،[۳۰] د رحم صله او امانتدارۍ[۳۱] په اړه پوښتنه کېږي. همدارنګه د حق‌الناس،[۳۲] د عدالت د رعایت،[۳۳] د عمر او ځوانۍ د تېرولو د څرنګوالي او د مال د ترلاسه کولو او مصرفولو د طریقې په اړه هم پوښتنه او حساب اخیستل کېږي.[۳۴] همدارنګه د ځینو حرامو کارونو او ګناهونو لکه ظلم،[۳۵] دروغ، غیبت او زنا په اړه هم پوښتنه کېږي.[۳۶]

ایا ټول انسانان په موقفونو کې تم کېږي؟

په دې اړه چې ایا ټول انسانان د قیامت په مواقف کې تم کېږي که نه، بېلابېل نظرونه شته. ځینې باور لري چې ټول انسانان د صراط له پله څخه د تېرېدو لپاره باید له مواقف څخه تېر شي؛[۳۷] خو بیا هم اولوالعزم پیغمبران، اهل‌بیت(ع)[۳۸] او مخلصان[۳۹] په مواقف کې له درېدو څخه مستثنا دي. په مقابل کې، عبدالله جوادي آملي، چې شیعه مفسر دی، باور لري چې ځینې کسان اساساً په هېڅ موقف کې نه حاضرېږي؛ ځکه د هغه په عقیده، هغوی به د انسانانو په بڼه محشور نه شي.[۴۰]

د روایتونو پر بنسټ، د مؤمنانو د مواقف د تم کېدو موده یو شان نه ده؛ ځینې پرته له درېدو او په چټکۍ تېرېږي،[۴۱] ځینې لږه موده تم کېږي[۴۲] او یوه ډله هم د یوه واجب لمانځه د لوستلو په اندازه په دغو مواقفو کې تم کېږي.[۴۳]

فوټ نوټ

  1. ↑ کلیني، الکافي، ټوک۸، مخ۱۴۳.
  2. ↑ شیخ صدوق، اعتقادات الإمامیة، ۷۱-۷۲ مخونه؛ شیخ مفيد، تصحيح اعتقادات الإمامية، ۱۱۲-۱۱۳مخونه.
  3. ↑ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ټوک۲، مخ۱۲۹.
  4. ↑ نمازي، معاد از دیدگاه آیات و روایات، مخ۲۸۵؛ حیدری، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، مخ۲۹۵.
  5. ↑ شیخ صدوق، اعتقادات الإمامیة، ۷۱-۷۲مخونه؛ شیخ مفيد، تصحيح اعتقادات الإمامية، ۱۱۲-۱۱۳مخونه.
  6. ↑ شیخ مفید، الارشاد، ټوک۱، مخ۲۳۴.
  7. ↑ شیخ صدوق، التوحید، مخ۲۶۰.
  8. ↑ د مثال په توګه وګورئ: د سجده سورې ۵ آیت او د معارج سورې ۴ آیت.
  9. ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسي، امالی، ټوک۱، مخ۳۶.
  10. ↑ طبرسي، جوامع الجامع، ټوک۴، مخ۴۸۷.
  11. ↑ جوادي آملي، «تفسیر سوره سجده، جلسه دوم: ۲۱/۱۲/۱۳۹۱ل»، د اسراء پورټل.
  12. ↑ مظاهري، معاد در قرآن، مخ۱۴۸؛ حیدري، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، مخ۲۹۴.
  13. ↑ حیدري، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، مخ۲۹۴.
  14. ↑ شیخ صدوق، اعتقادات الإمامیة، ۷۱-۷۲مخونه؛ شیخ مفيد، تصحيح اعتقادات الإمامية، ۱۱۲-۱۱۳مخونه.
  15. ↑ حیدري، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، مخ۲۹۸.
  16. ↑ دستغیب، معاد، ۱۶۲-۱۶۳مخونه.
  17. ↑ کلیني، الکافي، ټوک۸، مخ۱۴۳.
  18. ↑ جوادي آملي، «تفسیر سوره سجده، جلسه دوم: ۲۱/۱۲/۱۳۹۱ل»، د اسراء پورټل.
  19. ↑ شیخ طوسي، التبیان، ټوک۱۰، مخ۱۱۵؛ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۵، مخ۱۷.
  20. ↑ مجلسي، بحارالانور، ټوک۷، مخ۱۲۸.
  21. ↑ دستغیب، معاد، مخ۱۵۴.
  22. ↑ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ټوک۲، مخ۱۲۹.
  23. ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابن‌شاذان، مائة منقبة، مخ۳۶.
  24. ↑ شیخ صدوق، اعتقادات الإمامیة، ۷۱-۷۲مخونه.
  25. ↑ ابن‌شاذان، مائة منقبة، مخ۳۶.
  26. ↑ حیدري، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، مخ۲۹۲۵.
  27. ↑ شیخ ‌صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ټوک۱، مخ۳۱۳؛ شیخ ‌طوسي، الأمالی، مخ۲۹۰.
  28. ↑ جوادي آملي، معاد در قرآن، ټوک۴، مخ۴۰۳؛ حیدري، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، مخ۲۹۵.
  29. ↑ شیخ صدوق، اعتقادات الإمامیة، ۷۱-۷۲مخونه؛ کلیني، الکافي، ټوک۳، مخ۲۶۸.
  30. ↑ حسیني طهراني، معادشناسي، ټوک۸، مخ۹۲.
  31. ↑ شیخ صدوق، اعتقادات الإمامیة، ۷۱-۷۲مخونه؛ کلیني، الکافي، ټوک۲، مخ۱۵۲.
  32. ↑ طبراني، المعجم الکبیر، ‌ټوک۸، ۱۰۰-۱۰۱مخونه.
  33. ↑ ابن‌شهرآشوب، مناقب، ټوک۲، مخ۱۵۲.
  34. ↑ ابن‌شعبه حراني، تحف العقول‏، مخ۵۶.
  35. ↑ کلیني، الکافي، ټوک۲، مخ۳۳۱.
  36. ↑ حسیني طهراني، معادشناسي، ټوک۸، مخ۹۲.
  37. ↑ حیدري، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، مخ۲۹۸.
  38. ↑ حیدري، المعاد رویة قرآنیة، ټوک۱، ۲۹۷-۲۹۸مخونه.
  39. ↑ جوادي آملي، معاد در قرآن، ټوک۴، مخ۴۰۲.
  40. ↑ جوادي آملي، معاد در قرآن، ټوک۴، مخ۴۰۲.
  41. ↑ شیخ صدوق، الأمالي، مخ۱۷۷؛ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۶، مخ۸۱۲.
  42. ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۷، مخ۱۲۸.
  43. ↑ شیخ طوسي، التبیان، ټوک۱۰، مخ۱۱۵؛ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۵، مخ۱۷.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل أبی طالب علیهم‌السلام، قم، علامه، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ ق.
  • ابن‌شاذان، محمد بن احمد، مائة منقبة من مناقب أمیر المؤمنین و الأئمة، څېړنه: د امام مهدي (ع) مکتب، قم، مدرسة الإمام المهدي (ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۷ ق.
  • ابن‌شعبه حراني، حسن بن علي، تحف العقول، څېړنه: علي‌اکبر غفاري، قم، د مدرسینو ټولنه، دویم چاپ، ۱۳۶۳ ق.
  • جوادي آملي، ««تفسیر سوره سجده، جلسه دوم: ۱۳۹۱/۱۲/۲۱ش» (د سجدې سورت تفسیر، دویمه ناسته: ۱۳۹۱/۱۲/۲۱ ل)، د اسراء پورټل، د خپرېدو نېټه: ۲۱ کب ۱۳۹۱ ل، د کتنې نېټه: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ ل.
  • جوادي آملي، عبدالله، معاد در قرآن ، قم، اسراء، څلورم چاپ، ۱۳۸۵ ل.
  • جوادي آملي، عبدالله، معاد در قرآن ، قم، اسراء، یولسم چاپ، د اوړي موسم ۱۳۹۵ ل.
  • حسیني تهراني، محمدحسین، معادشناسی، مشهد، علامه طباطبايي، ۱۴۲۳ ق.
  • حیدري، کمال، المعاد رؤية قرآنیة، قم، دار فراقد، ۱۴۳۱ ق.
  • دستغیب، عبدالحسین، معاد، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۹۰ ل.
  • شعیري، محمد بن محمد، جامع الأخبار، نجف، مطبعة حیدریة، بې‌نېټه.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، الأمالي، تهران، کتابچي، شپږم چاپ، ۱۳۷۶ ل.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، اعتقادات الإمامیة، قم، د شیخ مفید کانګرس، دویم چاپ، ۱۴۱۴ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، التوحید، څېړنه: هاشم حسیني، قم، د مدرسینو ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۹۸ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، عیون أخبار الرضا(ع)، څېړنه: مهدي لاجوردي، تهران، جهان، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، څېړنه: احمد قصیرعاملي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، لومړی چاپ، بې‌نېټه.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الأمالي، څېړنه: مؤسسة البعثة، قم، دار الثقافة، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد في معرفة حجج الله علی العباد، څېړنه: د آل البیت (ع) مؤسسه، قم، د شیخ مفید کانګرس، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، تصحيح اعتقادات الإمامية، سمون: حسین درګاهي، قم، د شیخ مفید کانګرس، دویم چاپ، ۱۴۱۴ ق.
  • طبراني، سلیمان بن أحمد، المعجم الكبير، څېړنه: حمدي بن عبدالمجید السلفي، قاهره، مكتبة ابن تيمية، دویم چاپ، بې‌نېټه.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۸ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، جوامع الجامع، قم، د علمي حوزې د مدیریت مرکز، ۱۴۱۲ ق.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړنه: طیب موسوي جزایري، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړنه: علي‌اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ ق.
  • کوفي، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الكوفي، څېړنه: محمد کاظم، تهران، د اسلامي ارشاد وزارت د چاپ او خپرولو مؤسسه، ۱۴۱۰ ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار: الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار (ع)، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دویم چاپ، ۱۴۰۳ ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ ل.
  • نمازي، عبدالنبی، معاد از دیدگاه آیات و روایات، قم، تحسین، ۱۳۸۵ ل.