مسوده:مثله کول
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
مُثله کول د انسان د بدن د غړو پرې کولو یا جلا کولو ته ویل کېږي او له سترو ګناهونو څخه شمېرل کېږي. دا حکم د اسلامي فقهې په بېلابېلو بابونو کې مطرح شوی او په جګړه کې د دښمنانو مُثله کول هم حرام ګڼل شوي دي. فقیهان د دې حکم له دلایلو څخه د انسان د بدن د حرمت او عزت ساتنه بولي، آن تر دې چې له مړینې وروسته هم د انسان بدن درناوی لري. له دې سره سره، په ځینو مواردو لکه د جسد تشریح (کالبدشکافي) او د غړو د پیوند په برخه کې د غړي پرې کول روا بلل شوي دي.
سره له دې چې رسول الله(ص) له مُثله کولو څخه منع کړې وه، دا عمل په وروسته دورو کې په ځینو جګړو او شخړو کې ترسره شو. تاریخي سرچینو د معاویة بن ابيسفیان د واکمنۍ پر مهال او همدارنګه د یزید بن معاویه په دوره کې د کربلا په پېښه کې د مُثله کولو راپورونه ورکړي دي. وروسته بیا تکفیري ډلو لکه داعش هم دغه عمل ته دوام ورکړ.
په اسلامي فقه کې د مُثله کولو حرمت
مُثله کول یوه فقهي اصطلاح ده چې د انسان یا حیوان د بدن د یوه یا څو غړو پرې کولو ته ویل کېږي، که هغه د ژوند په حالت کې وي یا له مړینې وروسته.[۱] فقیهان دا عمل حرام او له کبیره ګناهونو څخه ګڼي[۲] او باور لري چې دا حکم آن په جګړه کې او د هغو دښمنانو په اړه هم نافذ دی چې یو مسلمان یې مُثله کړی وي.[۳] د تاریخ له مشهورو بېلګو څخه یوه هم د رسول الله(ص) د تره، حضرت حمزه بن عبدالمطلب، مُثله کېدل دي، چې د اُحد په جګړه کې د ابوسفیان مېرمن هند له خوا ترسره شول.[۴]
ځینو مفسرانو د قرآن کریم هغه آیتونه چې په وژنه کې له اسراف څخه منع کوي[۵] او په جګړه کې له تېري څخه نهی کوي،[۶] د مُثله کولو د منعې شامل هم بللي دي. په اسلامي روایتونو کې هم د انسان او حیوان مُثله کول منع شوي دي.[۷] د روایتونو ترڅنګ، د انسان د بدن د حرمت ساتل، آن له مړینې وروسته هم، د دې عمل د حرمت له دلایلو څخه ګڼل کېږي.[۸]
د مُثله کولو بحث د فقهې په بېلابېلو بابونو کې، لکه جهاد،[۹] قصاص[۱۰] او د طبي فقهې په برخه کې د غړو د پیوند په مسئله کې مطرح شوی دی.[۱۱] مُثله کول د ایران د اسلامي جمهوریت په جزایي قوانینو[۱۲] او همدارنګه د اسلامي بشري حقونو په قانون کې هم جرم پېژندل شوی دی.[۱۳]
د مُثله کولو د حکم د ماتولو بېلګې
سره له دې چې رسول الله(ص) له مُثله کولو څخه منع کړې وه، د اسلام په تاریخ کې د دې حکم د نقض ځینې بېلګې ثبت شوې دي،[۱۴] چې له هغو څخه یې لاندې یادېږي:
- د مالک بن نویره د وژل کېدو پېښه: خالد بن ولید د مالک تر وژلو وروسته، د ارتداد په تور د هغه او د هغه د ملګرو سرونه پرې کړل. د هغه دغه کار د مسلمانانو له اعتراض سره مخ شو. دا پېښه د اسلام په تاریخ کې د مُثله کولو د حکم د لومړي نقض په توګه یادېږي.[۱۵]
- د معاویة بن ابيسفیان د واکمنۍ دوره: د مُثله کولو په اړه ځینې راپورونه شته، که څه هم د هغو پر وړاندې د اعتراض کوم راپور نه دی ثبت شوی.[۱۶] له هغو څخه یوه دا ده چې د معاویه یوه والي د عمرو بن حمق خزاعي (د امام علي(ع) له ملګرو څخه) سر له بدن څخه جلا کړ او شام ته یې ولېږه. دا لومړی ځل و چې د یوه مسلمان سر بل ښار ته لېږدول کېده.[۱۷]
- د یزید بن معاویه دوره: د کربلا په پېښه کې د کربلا د یو شمېر شهیدانو، په ځانګړي ډول د امام حسین(ع)، سرونه له بدنونو جلا او شام ته ولېږل شول.[۱۸]
- د ۱۴ او ۱۵ لمریزو پېړیو پر مهال د تکفیري ډلو له خوا: د داعش له خوا د وژل شویو کسانو د جسدونو د مُثله کولو ګڼ راپورونه ثبت شوي دي.[۱۹]
- د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې د ایران پېښې: په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د حکومت ځینې ځواکونه د بلواګرو افرادو یا ډلو له خوا مُثله شوي دي.[۲۰]
د مُثله کولو د جواز موارد
په ځینو فقهي آثارو کې د مُثله کولو ځینې موارد روا بلل شوي دي:
- د مُحارب د غړو پرې کول: د مائده سورې د ۳۳ آیت پر بنسټ، د مُحارب د سزا په توګه یو لاس او د هغه مخالفه پښه پرې کېږي.[۲۱]
- د غړي قصاص: که یو څوک د بل چا د بدن کوم غړی په قصدي ډول پرې کړي، د مائدې سورې د ۴۵ آیت له مخې د هماغه غړي قصاص ترسره کېدای شي. خو په عمدي قتل کې قصاص یوازې په وژلو پورې محدود دی او مُثله کول نه ترسره کېږي.[۲۲]
- د طبي زدهکړو لپاره د جسد تشریح: که د طب زدهکړه او د ناروغانو د ژوند ژغورل د جسد پر تشریح متوقف وي، ځینو فقیهانو دا د اړتیا او کفایي واجب له مخې روا بللې ده.[۲۳]
- د جرم د کشف لپاره د جسد تشریح (پوسټ مارټم): د مړینې د علت د معلومولو، د مهمو جرمونو د کشف او د خلکو د حقونو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره، د شرعي ضوابطو په رعایت سره د جسد تشریح جایزه ګڼل شوې ده.[۲۴]
- د مسلمان د ژوند ژغورلو اړتیا: د مسلمان د مړي د غړي پرې کول او بل مسلمان ته یې پیوندول، د اضطرار د قاعدې او د مسلمان د ژوند د ساتنې د اهمیت له مخې جایز دي.[۲۵]
خو د ځینو فقیهانو په وینا، دا موارد یوازې هغه وخت روا دي چې د سپکاوي او د حرمت د ماتولو نیت پکې نه وي؛ ځکه مُثله کول په خپل ذات کې د سپکاوي او بېحرمتیو یو عمل ګڼل کېږي او له همدې امله منع شوی دی.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ ابنادریس حلی، کتاب السرائر، ټوک۲، مخ۲۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، ۷۷-۷۸مخونه.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ټوک۲، مخ۱۹؛ ابنادریس حلی، کتاب السرائر، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۲۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، ۷۷-۷۸مخونه.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ټوک۳، مخ۲۶.
- ↑ واقدی، المغازی، ټوک۱، مخ۲۸۶.
- ↑ مکارم، تفسیر نمونه، ټوک۱۲، مخ۱۰۹.
- ↑ ابوالفتوح رازى، روض الجنان، ټوک۳، مخ۷۰.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: حرعاملی، وسائل الشیعه، ټوک۲۹، ۱۲۶-۱۲۸مخونه.
- ↑ محمدی، «مثلهکردن اسرا توسط جریانهای تکفیری؛ بدعت یا سنت، از دیدگاه فریقین»، مخونه۹-۱۱.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ټوک۲، مخ۱۹؛ ابن ادریس حلی، کتاب السرائر، ټوک۲، مخ۲۱.
- ↑ مرعشی نجفی، القصاص علی ضوء القرآن و السنة، مخ۳۵۲.
- ↑ قائنی، المبسوط فی الفقه المسائل المعاصرة، ټوک۱، مخ۱۵۸.
- ↑ جعفری لنگرودی، مبسوط در ترمینولوژی حقوق، ټوک۴، مخ۲۹۹.
- ↑ «متن کامل اعلامیه حقوق بشر اسلامی»، د اجتهاد شبکې.
- ↑ شمسالدين، أنصار الحسين، ټوک۱، مخ۲۲۵.
- ↑ شمسالدين، أنصار الحسين، ټوک۱، ۲۲۵-۲۲۶مخونه.
- ↑ شمسالدين، أنصار الحسين، ټوک۱، مخ۲۲۷.
- ↑ اصفهانی، الاغانی، ټوک۱۷، مخ۱۴۴؛ ابنعبد البر، الاستیعاب، ټوک۳، مخ۲۵۸.
- ↑ شمسالدين، أنصار الحسين، ټوک۱، مخ۲۲۷.
- ↑ «جنایات داعش»، د تابناک خبري آژانس.
- ↑ «چرا وقایع دی شبیه کودتا بود؟»]، مشرقنیوز،
- ↑ قائنی، المبسوط فی الفقه المسائل المعاصرة، ټوک۱، مخ۱۵۹.
- ↑ قائنی، المبسوط فی الفقه المسائل المعاصرة، ټوک۱، ۱۵۹-۱۶۰مخونه.
- ↑ روحانی، المسائل المستحدثه، ټوک۱، مخ۱۱۶.
- ↑ روحانی، المسائل المستحدثه، ټوک۱، مخ۱۱۶.
- ↑ خرازی، انواع تشریح و احکام آن، ټوک۱، مخ۳۴۴؛ محمدی گیلانی، کالبد شکافی، ټوک۱، مخ۲۷۴.
- ↑ قائنی، المبسوط فی الفقه المسائل المعاصرة، ټوک۱، مخ۱۶۴.
سرچينې
- ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض الجنان و روح الجنان في تفسیر القرآن، تحقیق: محمدجعفر یاحقي او محمدمهدي ناصح، مشهد، د آستان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۴۰۸ق.
- ابنادریس حلي، السرائر الحاوي لتحریر الفتاوي، قم، د مدرسینو ټولنې اړوند د اسلامي خپرونو مؤسسه، ۱۴۱۰ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب في معرفة الاصحاب، دارالکتب العلمیة، بیروت، ۱۹۹۵م.
- اصفهاني، ابوالفرج، الاغاني، تحقیق: محمد علي البجاوي د محمد ابوالفضل ابراهیم تر څارنې لاندې، قاهره، د تألیف او نشر لپاره د مصر د عمومي هیئت چاپ، ۱۳۸۹ق.
- جعفري لنګرودي، محمدجعفر، مبسوط در ترمینولوژي حقوق، تهران، ګنج دانش، ۱۳۸۸ل.
- «د داعش جنایتونه»، د تابناک خبري اژانس، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۴ل د کب ۸مه.
- حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة في تحصیل مسائل الشیعة، قم، د آلالبیت(ع) مؤسسه، ۱۴۱۶ق.
- خرازي، محسن، انواع تشریح و احکام آن، ۱ ټوک، ۳۴۴ مخ، په طب کې د اسلام د لیدلورو د سیمینار د مقالو په ټولګه کې: چې د مشهد د طبي علومو په پوهنتون کې ترسره شوی، د ۱۳۶۸ل د کب میاشت، راټولونه او سمون: حسین فتاحي معصوم، مشهد، ۱۳۷۱ل.
- «چرا وقایع دی شبیه کودتا بود؟»(ولې د مرغومي پېښې کودتا ته ورته وې؟)، مشرقنیوز، د مطلب د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۴ل د سلواغې ۱۴مه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ل د غویي ۲۱مه.
- روحاني، محمدصادق، المسائل المستحدثه، قم، بېخپروونکي، ۱۴۱۴ق.
- شمس الدین، محمدمهدي، انصار الحسین، بېځایه، الدار الإسلامیة، بې نېټې.
- شهید ثاني، زین الدین بن علي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، بېځایه، د اسلامي معارفو مؤسسه (مؤسسة المعارف الاسلامیة)، بې نېټې.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط في فقه الإمامیة، تحقیق: محمدباقر بهبودي، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۷۸ق.
- قائني، محمد، المبسوط في الفقه المسائل المعاصرة، قم، د ائمه اطهار(ع) فقهي مرکز، ۱۴۲۴ق.
- مرعشي نجفي، سید شهابالدین، القصاص علی ضوء القرآن والسنة، قم، د آیتالله مرعشي نجفي(ره) کتابتون، ۱۴۱۵ق.
- «متن کامل اعلامیه حقوق بشر اسلامی»،(د اسلامي بشري حقونو د اعلامیې بشپړ متن) د اجتهاد شبکه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۴ل د کب ۸مه.
- محمدي ګیلاني، محمد، «کالبد شکافی» (د مړي تشریح (کالبد شکافي)، د فقه اهل بیت په مجله کې، ۱ کال، ۳ ګڼه، د ۱۳۷۴ل منی.
- محمدي، «مثله کردن اسراء توسط جریانهای تکفیری؛ بدعت یا سنت، از دیدگاه فریقین» (د تکفیري جریانونو لخوا د اسیرانو مثله کول؛ بدعت که سنت، د فریقینو له لیدلوري)، د فقهي او فلسفي مطالعاتو فصلنامه، ۱ ګڼه، د ۱۳۹۹ل پسرلی.
- کشي، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال المعروف په رجال الکشي، تحقیق: حسن مصطفوي، مشهد، د مشهد پوهنتون، ۱۳۴۸ل.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سموونکی: علي اکبر غفاري، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ل.
- نجفي جواهري، شیخ محمد حسن، جواهر الکلام، محقق: عباس قوچاني، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۳۶۲ل.
- واقدي، محمد بن عمر، المغازي، تحقیق: مارسدنس جونز، بیروت، د الاعلمي مؤسسه، ۱۴۰۹ق.