منځپانگې ته ورتلل

آمین

د wikishia لخوا

آمین چې د «قبول کړه» یا «اجابت کړه» معنا لري، یو ديني لفظ دی چې د دعا د استجابت غوښتلو لپاره کارول کېږي. په شیعه او سني فقه کې په لمانځه کې د دې کلمې د ویل کېدو په اړه بحث شوی دی. د اهل‌سنتو فقیهان باور لري چې په لمانځه کې د حمد سورې له لوستلو وروسته، آمین ویل واجب یا مستحب دي؛ خو د شیعه فقیهانو په فتوا، په لمانځه کې د دې کلمې ویل حرام دي او د لمانځه د باطلېدو سبب کېږي. د شیعه روایتونو له مخې، له امامانو نقل شوي چې د جمعې په لمونځ کې د حمد سورې له لوستلو وروسته د آمین پر ځای «الحمدلله» ویل شي.

د آمین حیثیت او مفهوم

«آمین» لفظ په عربۍ کې د «اجابت کړه» معنی لري.[۱] په فارسي کې هم په همدې معنا کارول کېږي.[۲] ویل کېږي چې دا کلمه له عبري ژبې عربۍ ته راغلې او په دواړو ژبو کې ديني استعمال لري.[۳] دا لفظ په یهودیت او مسیحیت دواړو کې کارېږي، او د هغې له معناوو څخه یوه د دعا د استجابت غوښتل دي.[۴]

په لمانځه کې د آمین ویل د شیعه او د اهل سنت څلورو فقهي مذاهبو ترمنځ له اختلافی مسائلو څخه دی. په امامیه فقه کې د حمد سورې په پای کې د آمین لفظ ویل د لمانځه له مبطِلاتو ګڼل کېږي.[۵]

آمین په تفسيري کتابونو کې

آمین لفظ په قرآن کې نه دی راغلی؛ خو په ځینو تفسيري کتابونو کې د یونس سورې د ۸۸ او ۸۹ آیتونو لاندې راغلي چې کله حضرت موسی(ع) فرعون ته ښېرې وکړه، نو هغه او ورور یې هارون آمین وویل..[۶] په یو روایت کې له امام صادق(ع) څخه نقل دی چې د موسی له دعا وروسته، پر هارون سربېره، پرښتو هم آمین وویل. په همدې وخت کې الله تعالی وفرمایل: ستاسو د دواړو دعا مې قبوله کړه.[۷]

په لمانځه کې د آمین ویلو فقهي حکم

په لمانځه کې له فقهي احکامو څخه یو هم د آمین ویلو مسئله ده. اهل سنت د حمد سورې له ختمېدو وروسته آمین وايي. په فُرادا (ځانله) لمانځه کې پخپله لمونځ کوونکی دا کلمه ادا کوي، او په جماعت لمونځ کې د جماعت امام له ختم وروسته ټول یوځای آمین وايي. البته ویل کېږي چې ځینې سني مذاهب آمین ویل نه واجب او نه هم مستحب بولي.[۸]

په مقابل کې، شیعه فقیهان په دې دلیل چې دا عمل له پېغمبر(ص) څخه نه دی ثابت شوی او د لمانځه په جوړښت کې بدلون دی، د لمانځه په وخت کې یې ویل حرام او د لمانځه باطلونکی بولي.[۹] د دیارلسمې پېړۍ فقیه، صاحب‌جواهر ویلي چې د امامیه فقیهانو ترمنځ مشهور، بلکې اجماع ده چې آمین ویل حرام دي او د لمانځه د باطلېدو سبب ګرځي.[۱۰] په دې کې هېڅ توپیر نشته چې د د حمد سورې له ختمېدو وروسته آمین په واجب لمونځ کې وي که مستحب لمانځه کې، او له امامه وي یا له مامومه، په هر حال حرام او مبطل دی.[۱۱] همداراز، دا هم مهمه نه ده چې آمین د لمانځه د جز په نیت وویلې شي یا یوازې د دعا په نیت.[۱۲] البته که آمین له هېرېدو، خطا یا د تقیې له امله و ویل شي، اشکال نه لري؛ بلکې د اړتیا په صورت کې تقیه واجبه ده.[۱۳]

په ځینو روایتونو کې د آمین ویلو سپارښتنه

په ځینو شیعه روایتونو کې د آمین ویلو سپارښتنه شوې ده.[۱۴] په مقابل کې، داسې روایتونه هم شته چې په هغوی کې راغلي: په جماعت لمانځه کې د حمد سورې له لوستلو وروسته، د آمین پر ځای «الحمدلله» ووایئ.[۱۵] د امامیه فقیهانو په باور، د آمین د پرېښودو پر وجوب د اجماع له امله، د لومړۍ ډلې روایتونه د تقیې په خاطر صادر شوي دي.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ جمعی از نویسندگان، موسوعة الفقه الإسلامی طبقا لمذهب أهل البیت(ع)، ۱۳۸۱ش، ټوک۱، مخ۲۸۰.
  2. ↑ دهخدا، لغت‌نامه، د آمین کلمې لاندې.
  3. ↑ معصومی و ابن الرسول، «بررسی تطبیقی واژه آمین در دو زبان عربی و عبری»، ژبپوهنه څیړنه.
  4. ↑ آذرنوش، «آمین»، ستره اسلامي دائرة المعارف
  5. ↑ سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ټوک۱، مخ۲۱۹؛ شهید اول، الدروس الشرعیه، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۱۷۴.
  6. ↑ طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن (تفسیر الطبری)، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۱، مخ۱۱۰.
  7. ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۵۱۰.
  8. ↑ ابن قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ټوک۱، مخ۳۵۲_۳۵۳.
  9. ↑ طوسی، استبصار، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۱۸-۳۱۹؛ عاملی، مفتاح الکرامه، ۱۴۱۹ق، ټوک۷، مخ۱۱۹؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۳ش، ټوک۱۰، مخ۶.
  10. ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۳ش، ټوک۱۰، مخ۲.
  11. ↑ علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۲۴۹.
  12. ↑ جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ټوک۱، مخ۱۵۱.
  13. ↑ جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ټوک۱، مخ۱۵۱.
  14. ↑ د مثال په توګه وګورئ: طوسی، استبصار، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۱۹.
  15. ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۳۱۳؛ حرّ عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۶، مخ۶۷_۶۸.
  16. ↑ د مثال په توګه وګورئ: طوسی، استبصار، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۱۹.

سرچينې

  • آذرنوش، آذرتاش، «آمین»، دائرة المعارف بزرگ اسلامی.(لویه اسلامي پوهنغونډ) فایل مقاله (د مقالې فایل)
  • ابن قدامه، عبدالله بن احمد، المغني، قاهره، د قاهرې کتابتون، ۱۳۸۸ق.
  • د څېړونکو یوه ډله د محمود هاشمي شاهرودي تر څار لاندې، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، قم، د اهل بیت(ع) د فقه اسلامي دایرةالمعارف بنسټ خپرونې، ۱۴۲۶ق.
  • د څېړونکو یوه ډله د محمود هاشمي شاهرودي تر څار لاندې، موسوعة الفقه الإسلامی طبقا لمذهب أهل البیت(ع)، قم، د اهل بیت(ع) د فقه اسلامي دایرةالمعارف بنسټ خپرونې، ۱۳۸۱ل.
  • حرّ عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، د آل البیت(ع) مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
  • دهخدا، علي‌اکبر، لغت‌نامه دهخدا (د دهخدا لغت‌نامه).
  • رضي‌الدین استرآبادي، محمد بن حسن، شرح الرضی علی الکافیه، تهران، د الصادق د چاپ او خپرونه مؤسسه، ۱۳۸۴ل.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • شهید اول، محمد بن مکي، الدرُوس الشرعیه في فقه الامامیه، قم، د قم د حوزې علمیه د مدرسینو ټولنه، ۱۴۱۷ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تفسیر طبری (د طبري تفسیر)، څیړنه: احمد محمد شاکر، بیروت، د الرساله مؤسسه، ۱۴۲۰ق.
  • طوسي، محمد بن حسن، الاستبصار فیما اختلف من الأخبار، تهران، دارالکتاب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • عاملي، سید جواد بن محمد، مفتاح الکرامه فی شرح قواعد العلامه، قم، د قم د حوزې علمیه د مدرسینو ټولنه، ۱۴۱۹ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام الشرعیه علی مذهب الامامیه، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۴۲۰ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • معصومي، امیرصالح او ابن الرسول، سید محمدرضا، «بررسی تطبیقی واژه آمین در دو زبان عربی و عبری» (په عربي او عبري ژبو کې د آمین د کلمې تطبیقي څېړنه)، پژوهش‌های زبان‌شناسی (د ژبپوهنې څېړنې)، څلورمه ګڼه، زمری ۱۳۹۰ل.
  • نجفي، محمدحسن، جواهرالکلام، بیروت، دار إحياء التراث العربي، ۱۲۶۲ل.