منځپانگې ته ورتلل

د احقاف ځمکه

د wikishia لخوا

دا مقاله د احقاف د ځمکې په هکله ده. د احقاف سوره په هکله معلوماتو لپاره احقاف سوره مقاله وګورئ.

د اَحْقاف ځمکه په عربي ټاپووزمه کې هغه ځای دی چې د حضرت هود او د عاد قوم پکې ژوند کاوه. د قرآن کریم د آیتونو له مخې، دا ځمکه په لومړیو کې شنه او آباده وه، او قرآن کریم د عاد د خلکو د عالي او بې ساري تمدن یادونه کړې ده،[۱] خو وروسته له هغه چې د عاد خلکو د حضرت هود علیه السلام توحید ته ته د بلنې نافرماني وکړه نو الهي عذاب پرې نازل شو،[۲] نو دا ځمکه په یوه وچه او صحرايي سیمې بدله شوه. قرآن کریم په احقاف سوره کې د عاد قوم کیسه بیان کړې ده..[۳]

د علامه طباطبایي په وینا، د احقاف ځمکه د عربستان ټاپووزمې په جنوب کې موقعیت درلود، خو اوس یې هیڅ نښه نه دی پاتی.[۴] په هرصورت، د هغې د دقیق موقعیت په اړه د تاریخ پوهانو او جغرافیه پوهانو ترمنځ اختلاف شتون لري؛[۵] عمان او په یمن کې د مُهره ځمکه، د یمن په شحر کې د بحر په لور د شګو صحراګانې، او همدارنګه عمان او حضرموت ترمنځ سیمې هم د احقاف په توګه یادې شوي دي.[۶] د منځنیو پیړیو جغرافیه پوهانو د ربع الخالي صحرا یا د هغې یوه برخه د احقاف ځمکه ګڼلې ده.[۷] د عبدالکریم بې ازار شیرازي په وینا، د سویلي عربستان بدویان هم د ظفار څخه تر عدن پورې غرنۍ سیمه چې د حضر موت مرکزي برخه ده د احقاف ځمکه ګڼي.[۸] په دې ځمکه کې یو ځای د حضرت هود(ع) د قبر په نوم یادیږي.[۹]

فوټ نوټ

  1. سوره فجر، آیه ۶-۸.
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۳۰۹ق، ج۱۸، ص۲۱۰.
  3. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۵۱ـ۱۲۵۰.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۳۰۹ق، ج۱۸، ص۲۱۰.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۳۰۹ق، ج۱۸، ص۲۱۰.
  6. طباطبایی، المیزان، ۱۳۰۹ق، ج۱۸، ص۲۱۰؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۱۳۵-۱۳۶.
  7. بی‌آزار شیرازی، باستان‌شناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۳۰۷.
  8. بی‌آزار شیرازی، باستان‌شناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۳۰۸.
  9. بی‌آزار شیرازی، باستان‌شناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۳۰۷؛ النجار، قصص‌الانبیاء، ۱۴۰۶ق، ص۵۴.

سرچينې

  • بي‌آزار شیرازي، عبدالکریم، باستان‌شناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن (د قرآن د کیسو لرغون‌پېژندنه او تاریخي جغرافیه)، تهران، د اسلامي فرهنګ او معارف د خپرونو دفتر، ۱۳۸۰هـ ش.
  • دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی (د قرآن او قرآن‌پېژندنې دانشنامه)، ټوک ۲، د بهاءالدین خرمشاهي په هڅو، تهران: دوستان–ناهید، ۱۳۷۷هـ ش.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰هـ ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، تاریخ الانبیاء، راټولوونکی: قاسم هاشمي، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۲۳هـ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲هـ ش.
  • النجار، عبدالوهاب، قصص الانبیاء، بیروت، احیاء التراث العربي، نهم چاپ، ۱۴۰۶هـ ق.