منځپانگې ته ورتلل

د نوح قوم

د wikishia لخوا
د نوح قوم
په دې مینیاتور کې حضرت نوح د طوفان په پیل کې انځور شوی دی، چې خپل قوم ته ګوري، په داسې حال کې چې هغوی د دنیايي چارو کې ډوب او له الهي حقیقت څخه غافل دي ـ د سعدي د گلستان له کوچني مرقع کتاب څخه. (۱۰۱۴-۱۰۳۹ق)
په دې مینیاتور کې حضرت نوح د طوفان په پیل کې انځور شوی دی، چې خپل قوم ته ګوري، په داسې حال کې چې هغوی د دنیايي چارو کې ډوب او له الهي حقیقت څخه غافل دي ـ د سعدي د گلستان له کوچني مرقع کتاب څخه. (۱۰۱۴-۱۰۳۹ق)
نوم په قرآن کېقوم نوح
اړوند آیتونهد نوح سوره ۷ آیت، د قمر سوره ۹ آیت، او د ذاریات سوره ۴۶ آیت
پیغمبرحضرت نوح(ع)
دینبت پرستي
پایلېالهي عذاب


د نوح قوم له هغو قومونو څخه دی چې په قرآن کریم کې یې یادونه شوې ده چې د خدای له خوا د خپل پیغمبر د مخالفت له امله مجازات شو. د نوح(ع) د قوم کیسه د قرآن کریم په مختلفو سورتونو کې له ۷۰ څخه زیات ځله ذکر شوې ده.

د حضرت نوح(ع) د کلونو هڅو او بلنې سره سره، بیا هم د هغه د قوم یوازې یوې کوچنۍ ډلې په هغه ایمان راوړ. هغوي بت پرست وو او خپل پیغمبر یې په دروغو، لیونتوب، پيریانو وهلې او جګړه مارتوب باندې تورن کړ. دې خلکو د حضرت نوح(ع) مومنان ساده ګڼل او خلک به یې د هغه مخالفت او ځورولو ته هڅول.

د خدای په حکم سره، نوح(ع) ته د کښتۍ جوړولو دنده ورکړل شوه. د هغه قوم به په هغه پسې ملنډې وهلې، خو کله چې سیلاب او طوفان پیل شو، نوح(ع) سره مومنان وژغورل شول، او کافران، په شمول د هغه د میرمنې او د هغه د یو زوي، په سیلاب کې ډوب شول.

پيژندګلوي او موقعیت

د نوح(ع) د قوم کيسه په قرآن کريم کې له اويا ځله څخه زياته راغلې ده.[۱] او په ځینې سورتونو لکه اعراف، يونس، هود، انبياء، مؤمنون، شعراء او په يوه جلا سورت کې چې نوح نومېږي، راغلې ده.[۲] د هغوي کيسه په تورات، انجيل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مختلفو خلکو په افسانو کې نقل شوې ده.[۳] د نوح(ع) قوم د عاد، ثمود او لوط له خلکو مخکې ژوند کاوه.[۴]

قرآن د نوح(ع) قوم د بت پرستانو په توګه معرفي کوي.[۵] هغوي د ډېرو خدایانو عبادت کاوه چې پينځه بتانو:د وَدّ بت، سُواع، یَغوث، یَعوق او نَسر په کې ځانګړی درناوی درلود.[۶] ابن اثير، چې يو سني تاريخ پوه دی، د نوح(ع) د قوم د عقيدو او چلند په اړه دوه نظرونه بيان کړي دي: په هغوي کې یوه ډله داسې وه چې چې ځینې ګناهونه لکه زنا او شراب څښل، به یې کول پداسې حال کې چې نور په دې باور دي چې ځينې په کې د صابئینو دین ته ګروهیدلي وو او اطاعت کوونکي وو.[۷]

د نوح(ع) د بلنې په وړاندې د خلکو غبرګون

د قرآن مفسرینو د نوح(ع) قوم جاهل او بې خبره خلک ګڼلي دي.[۸] چې په خپلو ګناهونو یې ټینګار کاوه.[۹] دوی خپل پیغمبر دروغجن وباله[۱۰] او د هغه خبرداری یې له پامه وغورځاوه. د نوح(ع) قوم نوح(ع) یو عادي انسان ګڼه او باور یې درلود چې که چیرې الهي پیغام راتلی نو باید ملائکو ته ورکړی شوی وی.[۱۱] هغوي نوح(ع) جګړه مال کس باله[۱۲] او کله ناکله به یې ورته د سنګسار ګواښ کاوه.[۱۳] هغوي په هغه باندې د لیونتوب او پيریانو وهلي تور ولګاوه.[۱۴] په تفسیر نمونه کې راغلي دي چې د نوح(ع) قوم به د هغه په ځورولو کې دومره مخکې تلل چې کله ناکله به یې ورته ستونی فشاراوه او هغه په ځمکه بې هوښه غورځیده.[۱۵]

د نوح(ع) قوم په نوح(ع) ایمان لرونکي ساده او بې فکره ګڼل.[۱۶] د قوم مشرانو او شتمنو خلکو به هم د هغه د تبلیغ مخه نیوله او خلک به یې د خپلو معبودانو پیروۍ ته بلل[۱۷] او نور به یې د خپل پیغمبر مخالفت او آزار ته هڅول.[۱۸]

سید محمد حسین طباطبایي د نوح سورت د اووم آیت په دلیل سره لیکي چې کله به حضرت نوح(ع) هغوي ته بلنه ورکوله نو د هغه قوم به خپلې ګوتې په غوږونو کې کیښودې ترڅو د هغه غږ وانه وري او خپلې څادرې به یې په سرونو راچولې ترڅو هغه ونه ګوري. دوي په ضد او غرور سره د هغه بلنه رد کړه.[۱۹] د اوږدې غوښتنې سره سره، چې په قرآن کې د ۹۵۰ کلونه یاده شوې ده،[۲۰] په هغه باندې د ایمان راوړونکو شمیر ډېر لږ و، چې په مختلفو سرچینو کې د اویه او اتیا ترمنځ راپور شوی.[۲۱] د نوح(ع) قوم نه یوازې هغه بلکې ټول پیغمبران تکذیب کړل.[۲۲]

د نوح(ع) د قوم برخلیک

له خپل پیغمبر څخه د عذاب د ژمنې له اوریدو وروسته،[۲۳] د نوح(ع) قوم له هغه څخه وغوښتل چې دا پوره کړي.[۲۴] وروسته له هغه چې نوح د دوي له لارښوونې څخه نا امید شو، هغه پر هغوی ښېرې ووایه او له خدایه یې د غچ غوښتنه وکړه.[۲۵] د خدای په امر، نوح ته د کښتۍ جوړولو دنده ورکړل شوه[۲۶] او د هغې د جوړولو په وخت کې، د هغه د قوم مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې.[۲۷]

د خدای پاک د سزا د امر له پیل سره، له تنوره اوبه په خوټکیدو شوې[۲۸] او نوح(ع) له مومنانو سره په کښتۍ کې سپور شو،[۲۹] خو د نوح(ع) قوم، د هغه میرمن او یو زوی کښتۍ کې سپاره نه شول[۳۰] او په طوفان کې مړه شول.[۳۱] د سید محمد حسین طباطبایي په وینا، له اسمان څخه دروند او پرله پسې بارانونه پیل شول او په ورته وخت کې له ځمکې څخه چینې راووتلې، چې د اسمان او ځمکې اوبه سره یوځای شوې[۳۲] او ټول غرونه، ونې او کورونه ډوب شول.[۳۳] طبرسي، چې یو شیعه مفسر دی، له امام صادق(ع) څخه روایت کوي چې د سیلاب څخه څلویښت کاله دمخه، د قوم ښځې بې اولاده شوې او هیڅ اولاد یې نه و زیږیدلی. دا د دوي د سزا لپاره یوه سریزه وه.[۳۴]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۱۰۲-۱۰۵.
  2. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ټوک۱، مخ۱۰۱.
  3. مهدوی راد و دیگران، «تحلیل تطبیقی طوفان نوح در تورات و قرآن»، مخ۶۰.
  4. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ټوک۸، مخ۲۳۳-۲۳۴.
  5. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۶۷.
  6. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۲۰، مخ۳۴.
  7. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۶۷.
  8. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۴۴.
  9. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ټوک۹، مخ۲۶۳.
  10. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۴۳.
  11. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۴۱.
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۹، مخ۸۱.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۳، مخ۳۰.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۳، مخ۳۰.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۳، مخ۳۰.
  16. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۴۳.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۲۰، مخ۳۳.
  18. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۲۰، مخ۳۳.
  19. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۲۰، مخ۲۹.
  20. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ټوک۹، مخ۲۶۳.
  21. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۷۰.
  22. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۹، مخ۶۷.
  23. میبدی، کشف الاسرار و عدة الابرار، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۰، مخ۲۴۴.
  24. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۴۶.
  25. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، مخ۱۰۹.
  26. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۴۸.
  27. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۴۸.
  28. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۹، مخ۹۷.
  29. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۵۱.
  30. مکارم شیرازی، قصه‌های قرآن، ۱۳۸۲ش، مخ۵۱.
  31. شاه‌عبدالعظیمی، تفسیر اثنی‌عشری، ۱۳۶۳ش، ټوک۱۲، مخ۲۷۸.
  32. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۹، مخ۶۸.
  33. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ټوک۱۲، مخ۳۵۲.
  34. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۵، مخ۲۴۲.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علي بن محمد، الکامل في التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌کثیر، حافظ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، بې‌نېټې.
  • شاه‌عبدالعظیمي، حسین، تفسیر اثنی‌عشري، تهران، میقات، ۱۳۶۳ش.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، د الأعلمي د چاپونو مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، تصحیح: فضل‌الله یزدي طباطبایي او هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ش.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، اسلام، ۱۳۷۸ش.
  • حائري تهراني، علي، مقتنیات الدرر، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۳۸ش.
  • قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، د «د قرآن درسونه» کلتوري مرکز، ۱۳۸۸ش.
  • قطب‌الدین راوندي، سعید بن هبة‌الله، قصص الأنبیاء، سمونګر: غلامرضا عرفانیان یزدي، مشهد، د اسلامي څېړنو مرکز، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحارالانوار، څېړنه: د څېړونکو یوه ډله، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • مهدوي‌راد، محمدعلي؛ جلیل پروین؛ او فریبا شجاعي، «تحلیل تطبیقی طوفان نوح در تورات و قرآن» (په تورات او قرآن کې د نوح د طوفان تطبیقي شننه)، دوه‌فصليزه ژورنال: د تفسیر او د قرآن د ژبې څېړنیزه مجله، اووم کال، ۱۳ ګڼه، ۱۳۹۷ش.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازي، ناصر، قصه‌های قرآن (د قرآن کیسې)، تهران، دار الکتب الإسلامیة، درېیم چاپ، ۱۳۸۲ش.
  • میبدي، احمد بن محمد، کشف الأسرار و عدة الأبرار (چې د خواجه عبدالله انصاري تفسیر په نوم هم پېژندل کېږي)، څیړنه: علي‌اصغر حکمت، تهران، امیرکبیر، پنځم چاپ، ۱۳۷۱ش.