منځپانگې ته ورتلل

د ثمود قوم

د wikishia لخوا
د ثمود قوم
نوم په قرآن کېاصحاب‌الحِجر
اړوند آیتونهپه قرآن کریم کې ۲۶ آیتونه
نسبسبأ بن یَشجُب
ژبهعربي
دورهد عاد د قوم ځای ناستی کسان
پیغمبرصالح
دینبت پرستي
د اوسیدو ځاید حجاز څخه سوریې ته د لارې د حِجر سیمه
مهم ځانګړنید غرونو او ډبرو په کیندلو سره د کور جوړول، په دښتو کې د ماڼۍ جوړول
مهم پیښېد صالح اوښ وژل
پایلېالهي عذاب


د ثمود قوم، یوه عربي قبیله وه چې د حضرت صالح(ع) د بلنې په ردولو سره د الله تعالی په عذاب اخته شول. قرآن کریم دوي د مشرک قوم په توګه یاد کړي دي چې د ډبرو د کورونو په جوړولو کې یې مهارت درلود. خدای پاک صالح(ع) دوي ته واستاوه. دوي د خپل پیغمبر معجزه، چې د حضرت صالح(ع) اوښه وه، ووژله او د خدای پاک ورته د دې سزا ورکړه. د ثمود د قوم کیسه په تورات کې نه ده ذکر شوې، خو لرغون پيژاندو د عربي ټاپووزمې په شمالي سیمو کې د دې په نوم د یوې قبیلې شتون تاییدوي.

په قرآن کریم کې د ثمود قوم

ثمود د یوې قبیلې نوم دی[۱] او د ثمود قبیلې د نیکه نوم دی.[۲] دا کلمه په قرآن کریم کې ۲۶ ځله راغلې ده.[۳] ځینو مفسرینو د حجرسوره په ۸۰ آیت کې د اصحاب الحجر څخه مراد د ثمود قوم ګڼلی دی، حِجر د هغه ځمکې نوم و چې دا قوم په کې اوسېده.[۴]

ځانګړتیاوې

قرآن د ثمود قوم د غرونو او ډبرو په پرې کولو سره د کورونو جوړولو مهارت،[۵] په میدانونو کې د ماڼو جوړول[۶] او د دوي د ځمکو سوکالۍ او زرخیزي یادوي[۷] او ټینګار کوي چې دوي خپل کورونه له ډبرو څخه جوړ کړي وو.[۸]

د ژوند وخت او ځای

په قرآن کریم کې، د ثمود قوم د عاد قوم د ځای ناستو په توګه معرفي شوی دی[۹] او د پخوانیو قبیلو او پیغمبرانو په ذکر کې، د دوي کیسه د عاد قبیلې وروسته راغلې ده.[۱۰] ځینو سرچینو د ثمود قبیلې «عادالآخره» بللې ده.[۱۱] ځینو څېړونکو دا ترتیب د دوي د تاریخي ترتیب نښه ګڼلې ده.[۱۲] د «د ثمود قبیلې تاریخ ته یوه کتنه» مقالې لیکوال، آذرنوش په وینا، په لرغونو سرچینو کې د ثمود یادونه په عمده توګه د اتمې پیړۍ قبل مسیح او دوهمې میلادي پیړۍ ترمنځ دورې پورې شوې ده.[۱۳] په هرصورت، په اسلامي تاریخي سرچینو کې، د صالح(ع) د نبوت وخت د حضرت ابراهیم(ع) د نبوت څخه مخکې ګڼل کیږي[۱۴] او د عاد او ثمود قبیلو ترمنځ شاوخوا ۵۰۰ کاله واټن بیان شوی دی.[۱۵] په ځینو سرچینو کې، ثمود د سام بن نوح د اولادې په توګه معرفي شوی دی.[۱۶]

موقعیت

په ځینو تاریخي سرچینې کې راغلي دي چې د ثمود قوم له حجاز څخه شام ته په لاره کې وادي القری ته نږدې د سره سمندر په ساحل کې د حِجر په سیمه کې اوسېدل.[۱۷] د یو روایت له مخې، کله چې اسلامي لښکر له مدینې څخه تبوک ته په لاره کې د حجر سیمې څخه تیریده، نو پیغمبر(ص) خپلو ملګرو ته امر وکړ چې هلته اوبه ونه څښي، هسې نه چې دوي د ثمود د قوم په څیر مصیبت سره مخ شي، او په ژړا سره له هغه ځایه تیر شي.[۱۸] جواد علي د حجاز لوړې سیمې او اوسني اردن یې د هغوي کور ګڼلی دی.[۱۹]

دین او پیغمبر

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، د ثمود قوم مشرک وو، او خدای تعالی صالح(ع) د هغوي د هدایت لپاره مبعوث کړ چې توحید ته بلنه ورکړي.[۲۰] د امام باقر(ع) په یوه روایت کې راغلي چې د ثمود قوم اویا بتان درلودل.[۲۱] د امام صادق(ع) په یوه روایت کې راغلي چې دې خلکو به د یوې لویې ډبرې عبادت کاوه او په کال کې به یو ځل د هغې شاوخوا راټولېدل او قرباني به یې ورته ورکوله.[۲۲] په ۴۷۶ میلادي کال کې د دوي په اړه د لیکل شویو کتیبو کې د مسیح نقش لیدل کیدل، د دې نښه ګڼل کیږي چې په یو وخت کې په دوي کې عیسویت رواج شوی و.[۲۳]

د صالح د بلنې په وړاندې غبرګون

د ثمود خلکو له صالح څخه د هغه د ادعا د ثابتولو لپاره د معجزې غوښتنه وکړه.[۲۴] د روایتونو له مخې، دوي له هغه څخه وغوښتل چې له غره څخه یوه ښځینه اوښه راوباسي.[۲۵] خدای د دوي غوښته ومنله او یوه اوښه یې له غره څخه راویسته. صالح دوي ته خبرداری ورکړ چې اوښ ته زیان ونه رسوي.[۲۶] په هرصورت، د ثمود قوم اوښه ووژله.[۲۷] ځینو شیعه مفسرینو د پیغمبر(ص) د یو روایت په حواله د صالح د اوښې قاتل (اشقی الاولین) او د امام علي(ع) د قاتل (اشقی الاخرین) ترمنځ ورته والی په ګوته کړی دی.[۲۸]

قرآن د ثمود د قوم د نهو ډلو یادونه کوي چې د صالح او د هغه د کورنۍ د وژلو لپاره یې یوځای قسم خوړلی و.[۲۹] د ځینو راپورونو له مخې، هغوی نهه کسان وو چې په یوه غار کې پټ شول او غار پرې ولوېد تباه یې کړل.[۳۰]

د ثمود قوم د صالح د بلنې په ځواب کې په دوو یا دریو ډلو وویشل شول.[۳۱] ډیرو یې د هغه بلنې ته منفي ځواب ورکړ،[۳۲] خو ډېرو لږو یې پیروي وکړه.

د الهي عذاب نازلېدل

وروسته له هغه چې د ثمود خلکو اوښه ووژله، صالح(ع) هغوی ته خبر ورکړ چې دوي به درې ورځې وروسته په الهي عذاب اخته شي.[۳۳] د ځینو راپورونو له مخې، په لومړۍ ورځ د دوي مخونه ژیړ شول، په دويمه ورځ سره شول، او په دریمه ورځ تور شول، او بیا دوي په الهي عذاب اخته شول او له منځه یوړل شول.[۳۴] قرآن د ثمود د قوم عذاب په صاعِقَه،،[۳۵] صَیحه[۳۶] و رَجفه[۳۷] نومونو سره یاد کړی دی. ځینو لیکوالانو دا لقبونه د هماغه عذاب مختلف پړاوونه ګڼلي دي.[۳۸]

له عذابه پاتي کسان

ویل شوي دي چې د ثمود د قوم له عذاب څخه ژوندي پاتې شوي کسان، مکې ته[۳۹] یا رملې ته چې د فلسطین له ښارونو څخه دی[۴۰] هجرت وکړ. ځینو څېړونکو په فلسطین کې د حضرت صالح(ع) په نوم د ګڼ شمېر ځایونو شتون په دې سیمه کې د ثمود قوم د اوسیدو دلیل ګڼلی دی.[۴۱] ابو الفرج اصفهاني هم د ثقیف قبیله د ثمود قوم اولاده ګڼلې ده[۴۲]، خو ابن خلدون د دې نسبت په صداقت شک کړی دی.[۴۳] ځینې نور بني هلال د ثمود قوم اولاده ګڼي.[۴۴]

پاتې شوي آثار

په اثالث غره کې او د عربي ټاپووزمې په نورو برخو کې، لیکل شوي کاڼي، لیکنې او یادګارونه موندل شوي دي، چې ځینې دا اټکل کوي چې دا یادګارونه د ثمودیانو مقبرې وې.[۴۵] په هغو لیکنو کې چې دوي ته منسوب شوي، د شمالي عربستان د مشهور بت رضي یا رضو او صلم، د تیما د سیمې له بتانو، او د دې سیمو د نورو خدایانو نومونه راغلي دي.[۴۶]

ویل کیږي چې د ثمود د خلکو کیسه په تورات کې نه ده ذکر شوې. له همدې امله، ځینې لرغونپوهانو د دې قوم په شتون کې شک کړی و،[۴۷] خو د ۱۹ پیړۍ راهیسې، د لرغونپوهنې موندنو د ثمود په نوم د یو قوم شتون تایید کړی دی.[۴۸]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. راغب اصفهانی، مفردات، ۱۴۱۲ق، مخ۱۷۵.
  2. ابن‌کثیر، قصص الانبیاء، ۱۴۱۰ق، مخ۱۱۲.
  3. عبدالباقی، المعجم المفهرس لالفاظ القرآن الکریم، ذیل واژه ثمود؛ دانشنامه جهان اسلام، ټوک۹، مخ۱۲۵.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۱۲، مخ۱۸۵-۱۸۶؛ طبرسی، مجمع البیان،۱۳۷۲ش، ټوک۶، مخ۵۲۹.
  5. د شعرا سوره، ۱۴۹آیت.
  6. اعراف سوره، ۸۴ آیت.
  7. شعرا سوره، ۱۴۷-۱۴۸آیتونه.
  8. فجر سوره، ۹ آیت.
  9. اعراف سوره، ۷۴ آیت.
  10. اعراف سوره، آ ۶۵-۷۳ آیتونه؛ هود سوره، ۵۹-۶۱ آیتونه؛ شعرا سوره، ۱۲۳-۱۴۱ آیتونه؛ ذاریات سوره، ۴۱-۴۳ آیتونه؛ قمر سوره، ۱۸-۲۳ آیتونه؛ فجر سوره، ۶-۹ آیتونه.
  11. میبدی، کشف الاسرار و عده الابرار، ۱۳۷۱ش، ټوک۶، مخ۴۳۵.
  12. خالدی، القصص القرآنی، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۲۷۰-۲۷۱.
  13. آذرنوش، «نگاهی به تاریخ قوم ثمود»، مخ۳۶-۳۴.
  14. طبری، تاریخ الامم و الملکوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۲۱۶؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، مخ۷۰.
  15. سعد زغلول، فی التاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۹۷۶م، مخ۱۱۳.
  16. مقدسی، البدء و التاریخ، ۱۸۹۹-۱۹۱۹م، ټوک۳، مخ۳۷.
  17. طبری، تاریخ الامم و الملکوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۲۲۶-۲۲۷.
  18. ثعلبی، قصص الانبیاء، المکتبة الثقافیه، مخ۶۲؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ټوک۸، مخ۲۸۱-۲۸۲.
  19. جوادعلی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۹۷۶-۱۹۷۸م، ټوک۱، مخ۳۲۸
  20. اعراف سوره، ۷۳ آیت؛ هود سوره، ۶۳ آیت؛شعراء سوره، ۱۴۱-۱۴۲ آیتونه؛ نمل سوره، ۴۵ آیت.
  21. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۸، مخ۱۸۵.
  22. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۸، مخ۱۸۷.
  23. جوادعلی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۹۷۶-۱۹۷۸م، ټوک۱، مخ۳۲۸.
  24. شعرا سوره، ۱۵۴ آیت.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۸، مخ۱۸۷.
  26. اعراف سوره، ۷۳ آیت؛ هود سوره، ۶۴ آیت؛ شعراء سوره، ۱۵۶ آیت.
  27. شعراء سوره، ۱۵۷ آیت.
  28. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۲۰، مخ۳۰۱.
  29. نمل سوره، ۴۸-۴۹ آیتونه.
  30. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۶۵-۱۳۷۶ش، ټوک۸، مخ۲۷۶.
  31. نمل سوره، ۴۵ آیت؛ اعراف سوره، ۷۵ آیت.
  32. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۸، مخ۱۸۳.
  33. هود سوره، ۶۵ آیت.
  34. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۶، مخ۲۱؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۶۵-۱۳۷۶ش، ټوک۸، مخ۲۸۰-۲۸۱.
  35. فصلت سوره، ۱۳،۱۷ آیتونه؛ ذاریات سوره، ۴۴ آیت.
  36. هود سوره، ۶۵ آیت.
  37. اعراف سوره، ۷۸ آیت.
  38. خالدی، القصص القرآنی، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۲۹۳.
  39. مقدسی، البدء و التاریخ، ۱۸۹۹-۱۹۱۹م، ټوک۳، مخ۴۱.
  40. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۷.
  41. دباغ، القبائل العربیه و سلائلها فی بلادنا فلسطین، ۱۹۸۶م، مخ۲۱-۲۲.
  42. ابوالفرج، ټوک۴، مخ۳۰۲-۳۰۷: به نقل از دانشنامه جهان اسلام، ټوک۹، مخ۱۲۵.
  43. ابن‌خلدون، ټوک۲، مخ۲۶: به‌نقل از دانشنامه جهان اسلام، ټوک۹، مخ۱۲۵.
  44. جوادعلی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۹۷۶-۱۹۷۸م، ټوک۱، مخ۳۲۸.
  45. موسی، دراسات اسلامیه فی التفسیر و التاریخ، ۱۹۸۰م، مخ۵۶-۵۷.
  46. جوادعلی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۹۷۶-۱۹۷۸م، ټوک۱، مخ۳۲۸-۳۳۱.
  47. موسی، دراسات اسلامیه فی التفسیر و التاریخ، ۱۹۸۰م، مخ۵۸.
  48. جوادعلی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۹۷۶-۱۹۷۸م، ټوک۱، مخ۳۲۴.

سرچينې

  • ابن‌کثیر، قصص الانبیاء(د پېغمبرانو کیسې)، سمون: سید جمیلي، بیروت، ۱۴۱۰ق ـ ۱۹۹۰م.
  • ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، سمون: محمدجعفر یاحقي او محمدمهدي ناصحي، مشهد، آستان قدس رضوي، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • آذرنوش، آذرتاش، «نگاهی به تاریخ قوم ثمود» (د ثمود قوم د تاریخ ته یوه کتنه)، مقالې او څېړنې، ۹–۱۲ ګڼه، پسرلی او اوړی، ۱۳۵۱ش.
  • ثعلبي، احمد بن محمد، قصص الانبیاء المسمی عرائس المجالس، بیروت، المکتبة الثقافیه، بې‌نېټې.
  • جوادعلي، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، بیروت، ۱۹۷۶–۱۹۷۸م.
  • دباغ، مصطفی‌مراد، القبائل العربیه و سلائلها فی بلادنا فلسطین، بیروت، ۱۹۸۶م.
  • راغب اصفهاني، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، سمون: صفوان عدنان داودي، دارالعلم ـ الدارالشامیه، لبنان ـ سوریه، ۱۴۱۲ق.
  • سعد زغلول، عبدالحمید، فی التاریخ العرب قبل الاسلام، بیروت، دار النهضة العربیة، ۱۹۷۶م.
  • خالدي، صلاح، القصص القرآنی عرض وقایع و تحلیل احداث، دمشق، دار القلم، ۱۴۱۹ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، ژباړن: موسوي همداني، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: محمدجواد بلاغي، تهران، نشر ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، څېړنه: محمد ابوالفضل ابراهیم، دارالتراث، بیروت، ۱۹۶۷م ـ ۱۳۸۷ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سمون: علي اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مسعودي، علي بن حسین، التنبیه و الاشراف، سمون: عبدالله اسماعیل صاوي، قاهره، دارالصاوي، بې‌نېټې؛ افست قم، د اسلامي فرهنګي سرچینو د خپرولو مؤسسه.
  • مسعودي، علي بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، څېړنه: اسعد داغر، قم، دارالهجره، ۱۴۰۹ق.
  • مقدسي، مطهر بن طاهر، کتاب البدء و التاریخ، چاپ: کلمان هوار، پاریس، ۱۸۹۹–۱۹۱۹م؛ افست تهران، ۱۹۶۲م.
  • موسی، محمد عزب، دراسات اسلامیه فی التفسیر و التاریخ، بیروت، المؤسسة العربیة للدراسات و النشر، ۱۹۸۰م.