منځپانگې ته ورتلل

مسوده:یوم الحسرة

د wikishia لخوا

یَومُ الحَسرَة (د افسوس ورځ) د قیامت د ورځې له نومونو څخه یو نوم دی[۱] او د خپګان، افسوس او پښېمانۍ د ورځې معنا لري.[۲] دغه نوم د مریم سورې په ۳۹م آیت کې راغلی دی.

مفسرین په دې باور دي، چې د «یوم الحسرة» په نوم د قیامت د ورځې د یادولو لامل دا دی چې انسانان به په هغه ورځ د خپلو اعمالو د پایلو له څرګندېدو وروسته په دنیاوي ژوند کې خپلو نیمګړتیاوو او غفلتونو ته متوجه شي.[۳] د نېکو کارونو د کولو او د الهي اجرونو د ترلاسه کولو د فرصتونو له لاسه ورکول هم د هغوی د افسوس او پښېمانۍ له لاملونو څخه دي.[۴] د فضل بن حسن طبرسي په وینا، چې په مجمع‌البیان تفسیر کې یې بیان کړې، د قیامت په ورځ افسوس یوازې ګناهګارانو پورې ځانګړی نه دی، بلکې نېک‌چاري هم د دې لپاره د افسوس احساس کوي، چې ولې یې لا ډېر نېک اعمال نه دي ترسره کړي.[۵]

په قرآن کریم کې د استکبار (لویۍ او سرکښۍ)، ملنډو وهلو او مسخره کولو[۶]، د دین د لارې په مخالفت کې د مال لګولو[۷]، د معاد (له مرګ وروسته د بیا ژوندي کېدو) د انکار یا ترې غفلت کولو[۸] او د ایمان او نېک عمل پرېښودلو[۹] په څېر موارد د قیامت په ورځ د افسوس او پښېمانۍ لاملونه بلل شوي دي. همدارنګه، په ځینو روایتونو کې داسې چارې لکه په هغو مجلسونو کې ګډون کول، چې د الله تعالی ذکر یا اهل‌بیتو (ع) یادونه پکې نه کېږي[۱۰]، د الله تعالی له اطاعت پرته د مال ګټل[۱۱]، د عدالت ستاینه کول، خو پر هغه عمل نه کول[۱۲]، او د خپلې اخروي نېکمرغۍ پر ځای د نورو دنیوي ګټو ته لومړیتوب ورکول[۱۳]، د قیامت په ورځ د پښېمانۍ او خپګان له لاملونو څخه شمېرل شوي دي

فوټ نوټ

  1. ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۱۳، مخ۸۶.
  2. ↑ راغب اصفهاني، مفردات، د «حَسْرة» ټکې سره.
  3. ↑ شیخ طوسي، التبیان، ټوک۷، مخ۱۲۷؛ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۴، مخ۵۱.
  4. ↑ کاشاني، منهج الصادقین، ټوک۵، مخ۴۰۸.
  5. ↑ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۶، مخ۷۹۵.
  6. ↑ زمر سوره، ۵۶ تر ۵۹ آیتونه.
  7. ↑ انفال سوره، ۳۶ آیت.
  8. ↑ انعام سوره، ۲۹ تر ۳۱ آیتونه؛ انبیاء سوره، ۹۷ آیت.
  9. ↑ انعام سوره، ۲۷ آیت؛ احزاب سوره، ۶۶ آیت.
  10. ↑ مجلسي، بحار الانوار، ټوک۷۵، مخ۴۶۸.
  11. ↑ حویزي، نور الثقلین، ټوک۱، مخ۱۵۲.
  12. ↑ فیض کاشاني، التفسیر الصافي، ټوک۱، مخ۴۳۰.
  13. ↑ مجلسي، بحار الانوار، ټوک۲۷، مخ۱۸۶.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • حویزي، عبدعلي بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، قم، مطبعة العلمیة، ۱۳۸۳ق.
  • راغب اصفهاني، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، بیروت، دار الشامیة، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، څېړنه: احمد قصیر عاملي، بیروت، دار إحياء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • طباطبایي، سید محمد حسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۶ق.
  • فیض کاشاني، محسن، التفسیر الصافي، قم، مؤسسة الهادي، ۱۴۱۶ق.
  • کاشاني، ملا فتح‌الله، منهج الصادقین في إلزام المخالفین، تهران، اسلامیه کتاب پلورنځۍ، ۱۳۳۶ل.
  • مجلسي، محمد باقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار إحياء التراث العربي، دویم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ل.