مسوده:د حضرت عباس(ع) زیارتنامه
د حضرت عباس(ع) د زیارتنامې د پېژندل شوې تر ټولو زړې نسخې انځور، چې د لیکلو نېټه یې ۵۷۸ هـ.ق ګڼل شوې ده.[۱] | |
| د دعا او زیارت معلومات | |
|---|---|
| مأثور/غیرمأثور | مأثور |
| څخه صادر شوی | امام صادق(ع) |
| راوي | ابوحمزه ثمالي |
| شیعه سرچینې | کامل الزیارات او مصباح المتهجد او تهذیب الاحکام او المزار الکبیر |
| مشهور دعاګانې او زیارتونه | |
| توسل دعا • کمیل دعا • ندبه دعا • سمات دعا • فرج دعا • ابوحمزه ثمالي دعا • عاشورا زیارت • جامعه کبیره زیارت • وارث زیارت • امین الله زیارت • اربعین زیارت | |
د حضرت عباس(ع) زیارتنامه، هغه مأثور زیارتلیک دی چې له امام صادق(ع) څخه روایت شوی او د حضرت عباس(ع) د زیارت کولو طریقه، فضایل او مقام بیانوي. دا زیارتلیک د هغو لږو مأثورو زیارتلیکونو له ډلې څخه دی چې د یوه غیرمعصوم شخصیت په اړه روایت شوی دی؛ له همدې امله د زیارتنامو په منځ کې ځانګړی مقام لري. ابنقولویه دا زیارتلیک په کامل الزیارات کتاب کې په یوه معتبر سند روایت کړی دی او شیخ مفید، شیخ طوسي او محمد بن جعفر مشهدي هم د هغه نور روایتونه نقل کړي دي.
په دې زیارتلیک کې حضرت عباس(ع) د الله تعالی د یوه صالح بنده او د خدای او اهلبیتو(ع) د یوه فرمانبردار په توګه معرفي شوی او د امام حسین(ع) په رکاب کې د هغه د وفادارۍ، سرښندنې، بصیرت او جهاد ستاینه شوې ده. زیارت کوونکی حضرت عباس(ع) ته په سلام ویلو، له هغه سره د ولایت د څرګندولو، د اهلبیتو(ع) له دښمنانو څخه د بېزارۍ اعلانولو او د بښنې، د زیارت د قبلېدو او د حاجتونو د پوره کېدو د غوښتنې له لارې د هغه زیارت کوي.
علامه مجلسي د دې زیارتلیک په شرح کې د هغه ځینو آدابو ته اشاره کړې ده، چې له هغو څخه د زیارت کوونکي د درېدو څرنګوالی او د زیارت د لمانځه مسئله ده.
مقام او اهمیت
د حضرت عباس(ع) زیارتلیک، هغه مأثور زیارتلیک[۲] دی چې له امام صادق(ع) څخه روایت شوی دی.[۳] دغه زیارتلیک د حضرت عباس(ع) د زیارت کولو طریقه بیانوي او په ترڅ کې یې د هغه فضایل، وفاداري او معنوي مقام څرګندوي.[۴] دغه زیارتلیک د زیارتلیکونو په منځ کې ځانګړی مقام لري؛ ځکه ډېری هغه زیارتلیکونه چې له شیعه امامانو څخه روایت شوي، د رسول الله (ص) یا معصومو امامانو(ع) په اړه دي، په داسې حال کې چې دا زیارتلیک له یوه معصوم امام څخه د یوه غیرمعصوم شخصیت په اړه روایت شوی دی.[۵]
د حضرت عباس(ع) شخصیت
حضرت عباس(ع)، د امام علي(ع) او امالبنین زوی[۶] او د کربلا د پېښې له شهیدانو څخه دی.[۷] امام صادق(ع) په دې زیارتلیک کې هغه د عبد صالح په لقب یاد کړی دی.[۸] په نورو روایتونو کې هم د هغه د سرښندنې، وفادارۍ، بصیرت او د الله تعالی او اهلبیتو(ع) په نزد د لوړ مقام ستاینه شوې ده.[۹]
حضرت عباس(ع) د شیعهګانو په کلتور کې ځانګړی مقام لري. د ځینو شیعه عالمانو په سیرت کې روایت شوي دي چې کله به کربلا ته ورسېدل، لومړی به یې د حضرت عباس(ع) د حرم زیارت کاوه او وروسته به د امام حسین(ع) زیارت ته تلل. دوی دغه کار د ادب او د امام د زیارت لپاره د اجازې ترلاسه کولو نښه ګڼله.[۱۰] همدارنګه په عراق کې د حضرت عباس(ع) د زوکړې او شهادت د کلیزو ترڅنګ، د هرې اونۍ د شنبې په ورځ د هغه زیارت کول هم دود دي.[۱۱] په ځینو سرچینو کې د حضرت عباس(ع) د زیارت پر پاملرنې او اهتمام هم ټینګار شوی دی.[۱۲]
د سند اعتبار
ابنقولویه دغه زیارتلیک په کامل الزیارات کتاب کې د شپږو واسطو په لرلو او د ابوحمزه ثمالي له لارې له امام صادق(ع) څخه روایت کړی دی.[۱۳] د دې زیارتلیک سند معتبر ګڼل شوی دی[۱۴] او منځپانګه یې هم له معصوم(ع) څخه د هغه د صدور د تأیید نښه بلل شوې ده.[۱۵]
شیخ مفید،[۱۶] شیخ طوسي،[۱۷] او محمد بن جعفر مشهدي[۱۸] هم د حضرت عباس(ع) لپاره یو بل زیارتلیک له سندي سلسلې پرته روایت کړی دی، چې ځینې عبارتونه یې د ابنقولویه له روایت سره توپیر لري.
د زیارتلیک منځپانګه
د دې زیارتلیک تر ټولو مهمې موضوعګانې په لاندې ډول دي:
- د حضرت عباس(ع) معرفي کول د یوه صالح بنده په توګه چې د الله تعالی، رسول الله(ص)، امام علي(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) فرمانبردار و؛
- د امام حسین(ع) په رکاب کې د هغه پر وفادارۍ، بصیرت، اخلاص، سرښندنې او جهاد ګواهي ورکول؛
- د هغه لپاره د غوره الهي بدلې او له پېغمبرانو، صدیقانو، شهیدانو او صالحانو سره د ملګرتیا غوښتنه؛
- د حضرت عباس(ع) پر مظلومیت او شهادت ګواهي ورکول او د هغه له قاتلانو او ظالمانو څخه د بېزارۍ اعلانول؛
- له اهلبیتو(ع) سره د ولایت څرګندول او د بښنې، د زیارت د قبلېدو، د حاجتونو د پوره کېدو او په آخرت کې د الهي اولیاوو سره د ملګرتیا غوښتنه.[۱۹]
د زیارت آداب
علامه مجلسي بیان کړې ده چې که څه هم په ځینو سرچینو کې، لکه د شیخ مفید په روایت کې، د حضرت عباس(ع) د زیارت لپاره د لمانځه ادا کول یاد شوي دي، خو په اصلي روایت کې دې موضوع ته څرګنده اشاره نه ده شوې. له همدې امله، د هغه په وینا، ځینو متأخرو عالمانو د غیرمعصومو شخصیتونو لپاره د لمانځه ادا کول جایز نه دي ګڼلي، مګر دا چې د لمانځه ثواب هغوی ته ډالۍ شي. علامه مجلسي د حضرت عباس(ع) د قبر ترڅنګ درېدل او قبر ته مخامخ یا د قبلې لوري ته مخ اړولو سره د زیارتلیک لوستل جایز ګڼي؛ که څه هم ځینو عالمانو سپارښتنه کړې ده چې د غیرمعصومو شخصیتونو زیارت باید د قبلې لوري ته مخامخ ترسره شي.[۲۰]
متن او ژباړه
د حضرت عباس(ع) زیارتلیک په حدیثي سرچینو کې له بېلابېلو روایتونو سره راغلی دی. د شیخ عباس قمي د مفاتیح الجنان کتاب متن، چې نسبتاً مفصل روایت دی، په لاندې ډول دی:
د حضرت عباس(ع) زیارتنامه
| متن | ژباړه |
|---|---|
| سَلامُ اللّٰهِ وَسَلامُ مَلائِکَتِهِ الْمُقَرَّبِینَ، وَأَنْبِیائِهِ الْمُرْسَلِینَ، وَعِبادِهِ الصَّالِحِینَ، وَجَمِیعِ الشُّهَداءِ وَالصِّدِّیقِینَ، وَ الزَّاکِیاتُ الطَّیِّباتُ فِیما تَغْتَدِی وَتَرُوحُ عَلَیْکَ یَا ابْنَ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ، أَشْهَدُ لَکَ بِالتَّسْلِیمِ وَالتَّصْدِیقِ وَالْوَفاءِ وَالنَّصِیحَةِ لِخَلَفِ النَّبِیِّ صَلَّى اللّٰهُ عَلَیْهِ وَآلِهِ الْمُرْسَلِ، وَالسِّبْطِ الْمُنْتَجَبِ، وَالدَّلِیلِ الْعالِمِ، وَالْوَصِیِّ الْمُبَلِّغِ، وَالْمَظْلُومِ الْمُهْتَضَمِ، فَجَزاکَ اللّٰهُ عَنْ رَسُولِهِ وَعَنْ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ وَعَنِ الْحَسَنِ وَالْحُسَیْنِ صَلَواتُ اللّٰهِ عَلَیْهِمْ أَفْضَلَ الْجَزاءِ بِمَا صَبَرْتَ وَاحْتَسَبْتَ وَأَعَنْتَ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ؛
لَعَنَ اللّٰهُ مَنْ قَتَلَکَ، وَلَعَنَ اللّٰهُ مَنْ جَهِلَ حَقَّکَ، وَاسْتَخَفَّ بِحُرْمَتِکَ، وَلَعَنَ اللّٰهُ مَنْ حالَ بَیْنَکَ وَبَیْنَ ماءِ الْفُراتِ، أَشْهَدُ أَنَّکَ قُتِلْتَ مَظْلُوماً، وَأَنَّ اللّٰهَ مُنْجِزٌ لَکُمْ مَا وَعَدَکُمْ، جِئْتُکَ یَا ابْنَ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ وافِداً إِلَیْکُمْ وَقَلْبِی مُسَلِّمٌ لَکُمْ وَتابِعٌ، وَأَنَا لَکُمْ تابِعٌ، وَنُصْرَتِی لَکُمْ مُعَدَّةٌ حَتَّىٰ یَحْکُمَ اللّٰهُ وَهُوَ خَیْرُ الْحاکِمِینَ، فَمَعَکُمْ مَعَکُمْ لَامَعَ عَدُوِّکُمْ، إِنِّی بِکُمْ وَبِإِیابِکُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ، وَبِمَنْ خالَفَکُمْ وَقَتَلَکُمْ مِنَ الْکافِرِینَ، قَتَلَ اللّٰهُ أُمَّةً قَتَلَتْکُمْ بِالْأَیْدِی وَالْأَلْسُنِ.
بیا روضې ته دننه شه، ځان په ضریح پورې ونښلوه او ووایه:
السَّلامُ عَلَیْکَ أَیُّهَا الْعَبْدُ الصَّالِحُ الْمُطِیعُ لِلّٰهِ وَ لِرَسُولِهِ وَلِأَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ وَالْحَسَنِ وَالْحُسَیْنِ صَلَّى اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَسَلَّمَ، السَّلامُ عَلَیْکَ وَرَحْمَةُ اللّٰهِ وَبَرَکاتُهُ وَمَغْفِرَتُهُ وَرِضْوانُهُ وَ عَلَىٰ رُوحِکَ وَبَدَنِکَ، أَشْهَدُ وَأُشْهِدُ اللّٰهَ أَنَّکَ مَضَیْتَ عَلَىٰ مَا مَضىٰ بِهِ الْبَدْرِیُّونَ وَالْمُجاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللّٰهِ، الْمُناصِحُونَ لَهُ فِی جِهادِ أَعْدائِهِ، الْمُبالِغُونَ فِی نُصْرَةِ أَوْلِیائِهِ، الذَّابُّونَ عَنْ أَحِبَّائِهِ، فَجَزاکَ اللّٰهُ أَفْضَلَ الْجَزاءِ، وَأَکْثَرَ الْجَزاءِ، وَ أَوْفَرَ الْجَزاءِ، وَأَوْفىٰ جَزاءِ أَحَدٍ مِمَّنْ وَفىٰ بِبَیْعَتِهِ، وَاسْتَجابَ لَهُ دَعْوَتَهُ، وَأَطاعَ وُلاةَ أَمْرِهِ؛
أَشْهَدُ أَنَّکَ قَدْ بالَغْتَ فِی النَّصِیحَةِ، وَأَعْطَیْتَ غایَةَ الْمَجْهُودِ، فَبَعَثَکَ اللّٰهُ فِی الشُّهَداءِ، وَجَعَلَ رُوحَکَ مَعَ أَرْواحِ السُّعَداءِ، وَأَعْطاکَ مِنْ جِنانِهِ أَفْسَحَها مَنْزِلاً، وَأَفْضَلَها غُرَفاً، وَرَفَعَ ذِکْرَکَ فِی عِلِّیِّینَ، وَحَشَرَکَ مَعَ النَّبِیِّینَ وَالصِّدِّیقِینَ وَالشُّهَداءِ وَالصَّالِحِینَ وَحَسُنَ أُولٰئِکَ رَفِیقاً . أَشْهَدُ أَنَّکَ لَمْ تَهِنْ وَلَمْ تَنْکُلْ، وَأَنَّکَ مَضَیْتَ عَلىٰ بَصِیرَةٍ مِنْ أَمْرِکَ، مُقْتَدِیاً بِالصَّالِحِینَ، وَمُتَّبِعاً لِلنَّبِیِّینَ، فَجَمَعَ اللّٰهُ بَیْنَنا وَبَیْنَکَ وَبَیْنَ رَسُولِهِ وَأَوْلِیائِهِ فِی مَنازِلِ الْمُخْبِتِینَ فَإِنَّهُ أَرْحَمُ الرَّاحِمِینَ. سید ابن طاووس او شیخ مفید او نورو له دې زیارته وروسته فرمایلي چې د سر بره لور ته ورشه او دوه رکعته لمونځ وکړه او بیا چې څومره کولی شې لمونځ وکړه او له خدایه ډېرې دعاګانې وغواړې او له لمانځه وروسته ووایه: اللّٰهُمَّ صَلِّ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ وَلَا تَدَعْ لِی فِی هٰذَا الْمَکانِ الْمُکَرَّمِ وَالْمَشْهَدِ الْمُعَظَّمِ ذَنْباً إِلّا غَفَرْتَهُ، وَلَا هَمّاً إِلّا فَرَّجْتَهُ، وَلَا مَرَضاً إِلّا شَفَیْتَهُ، وَلَا عَیْباً إِلّا سَتَرْتَهُ، وَلَا رِزْقاً إِلّا بَسَطْتَهُ، وَلَا خَوْفاً إِلّا آمَنْتَهُ، وَلَا شَمْلاً إِلّا جَمَعْتَهُ، وَلَا غائِباً إِلّا حَفِظْتَهُ وَأَدْنَیْتَهُ، وَلَا حاجَةً مِنْ حَوائِجِ الدُّنْیا وَالْآخِرَةِ لَکَ فِیها رِضىً وَلِیَ فِیها صَلاحٌ إِلّا قَضَیْتَها یَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِینَ.
السَّلامُ عَلَیْکَ یَا أَبَا الْفَضْلِ الْعَبَّاسَ ابْنَ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا ابْنَ سَیِّدِ الْوَصِیِّینَ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَا ابْنَ أَوَّلَ الْقَوْمِ إِسْلاماً، وَأَقْدَمِهِمْ إِیماناً، وَ أَقْوَمِهِمْ بِدِینِ اللّٰهِ، وَأَحْوَطِهِمْ عَلَى الْإِسْلامِ . أَشْهَدُ لَقَدْ نَصَحْتَ لِلّٰهِ وَ لِرَسُولِهِ وَلِأَخِیکَ فَنِعْمَ الْأَخُ الْمُواسِی، فَلَعَنَ اللّٰهُ أُمَّةً قَتَلَتْکَ، وَلَعَنَ اللّٰهُ أُمَّةً ظَلَمَتْکَ، وَلَعَنَ اللّٰهُ أُمَّةً اسْتَحَلَّتْ مِنْکَ الْمَحارِمَ، وَانْتَهَکَتْ حُرْمَةَ الْإِسْلامِ، فَنِعْمَ الصَّابِرُ الْمُجاهِدُ الْمُحَامِی النَّاصِرُ وَالْأَخُ الدَّافِعُ عَنْ أَخِیهِ الْمُجِیبُ إِلىٰ طاعَةِ رَبِّهِ، الرَّاغِبُ فِیما زَهِدَ فِیهِ غَیْرُهُ مِنَ الثَّوابِ الْجَزِیلِ، وَالثَّنَاءِ الْجَمِیلِ، وَأَلْحَقَکَ اللّٰهُ بِدَرَجَةِ آبائِکَ فِی جَنَّاتِ النَّعِیمِ؛
اللّٰهُمَّ إِنِّی تَعَرَّضْتُ لِزِیارَةِ أَوْلِیائِکَ رَغْبَةً فِی ثَوابِکَ، وَرَجاءً لِمَغْفِرَتِکَ وَجَزِیلِ إِحْسانِکَ، فَأَسْأَلُکَ أَنْ تُصَلِّیَ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَآلِهِ الطَّاهِرِینَ، وَأَنْ تَجْعَلَ رِزْقِی بِهِمْ دارّاً، وَعَیْشِی بِهِمْ قارّاً، وَزِیارَتِی بِهِمْ مَقْبُولَةً، وَحَیَاتِی بِهِمْ طَیِّبَةً، وَأَدْرِجْنِی إِدْراجَ الْمُکْرَمِینَ، وَاجْعَلْنِی مِمَّنْ یَنْقَلِبُ مِنْ زِیارَةِ مَشاهِدِ أَحِبَّائِکَ مُفْلِحاً مُنْجِحاً قَدِ اسْتَوْجَبَ غُفْرانَ الذُّنُوبِ، وَسَتْرَ الْعُیُوبِ، وَکَشْفَ الْکُرُوبِ، إِنَّکَ أَهْلُ التَّقْوىٰ وَأَهْلُ الْمَغْفِرَةِ. کله چې غواړې هغه حضرت سره خدای په اماني وکړې، قبر شریف ته ورنزدې شه او دا جملې چې د ابوحمزه ثمالي په روایت کې دي اوعلماو ذکر کړي ووایه:
أَسْتَوْدِعُکَ اللّٰهَ وَأَسْتَرْعِیکَ وَأَقْرَأُ عَلَیْکَ السَّلامَ، آمَنَّا بِاللّٰهِ وَبِرَسُولِهِ وَبِکِتابِهِ وَبِمَا جاءَ بِهِ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ، اللّٰهُمَّ فَاکْتُبْنا مَعَ الشَّاهِدِینَ، اللّٰهُمَّ لَاتَجْعَلْهُ آخِرَ الْعَهْدِ مِنْ زِیارَتِی قَبْرَ ابْنِ أَخِی رَسُولِکَ صَلَّى اللّٰهُ عَلَیْهِ وَآلِهِ، وَارْزُقْنِی زِیارَتَهُ أَبَداً مَا أَبْقَیْتَنِی، وَاحْشُرْنِی مَعَهُ وَمَعَ آبائِهِ فِی الْجِنانِ، وَعَرِّفْ بَیْنِی وَبَیْنَهُ وَبَیْنَ رَسُو لِکَ وَأَوْلِیائِکَ. اللّٰهُمَّ صَلِّ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ وَتَوَفَّنِی عَلَى الْإِیمانِ بِکَ، وَالتَّصْدِیقِ بِرَسُولِکَ، وَالْوِلایَةِ لِعَلِیِّ بْنِ أَبِی طالِبٍ وَالْأَئِمَّةِ مِنْ وُلْدِهِ عَلَیْهِ السَّلاٰمُ، وَالْبَراءَةِ مِنْ عَدُوِّهِمْ، فَإِنِّی قَدْ رَضِیتُ یَا رَبِّی بِذٰلِکَ، وَصَلَّى اللّٰهُ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ.[۲۱] |
د الله تعالی، د هغه د مقربو فرښتو، رالېږل شویو پېغمبرانو، نېکو بندګانو، ټولو شهیدانو، نېکانو او رښتینو سلام دې پر تا وي؛ او همدارنګه پاک او سپېڅلې درودونه دې، په تېرېدونکو او راتلونکو وختونو کې، پر تا وي، اې د امیرالمؤمنین زویه!
زه ستا په حق کې د تسلیمۍ، تصدیق، وفادارۍ او خیرغوښتنې ګواهي ورکوم، د رالېږل شوي پېغمبر (د الله درود دې پر هغه او د هغه پر کورنۍ وي)، د هغه د غوره شوي لمسي، د پوه لارښود او د تبلیغ کوونکي ځایناستي، چې مظلوم او لوټل شوی و، په وړاندې. الله دې تا ته د خپل پېغمبر، امیرالمؤمنین، امام حسن او امام حسین (د الله درود دې پر ټولو وي) له لوري غوره بدله درکړي؛ ځکه تا صبر وکړ، خپل کار دې یوازې د الله د رضا لپاره وباله او مرسته دې وکړه. نو د آخرت کور څومره غوره پایله ده! الله دې لعنت کړي پر هغه چا چې ته یې شهید کړې او لعنت دې وکړي پر هغه چا چې ستا له حقه ناخبره و او ستا حرمت یې سپک وګاڼه. او لعنت دې وکړي پر هغه چا چې ستا او د فرات د سیند د اوبو ترمنځ خنډ شو. زه ګواهي ورکوم چې ته په مظلومانه توګه شهید شوی یې او خدای به له تاسو سره کړې ژمنه پوره کړي.اې د امیرالمؤمنین زویه! زه ستا لورته راغلی یم او ستا سپېڅلي دربار ته داخل شوی یم. زړه مې ستاسو امر ته تسلیم او ستاسو پیرو دی او زه هم ستاسو پیروي کوم. مرسته او ملاتړ مې ستاسو لپاره چمتو دی تر هغه چې خدای پرېکړه وکړي، او هغه تر ټولو غوره پرېکړه کوونکی دی. نو له تاسو سره یم، یوازې له تاسو سره، نه ستاسو له دښمنانو سره. زه پر تاسو او ستاسو پر بیا راګرځېدو ایمان لرم، او له هغو کسانو څخه بېزاري او کفر څرګندوم چې ستاسو مخالفت یې کړی او تاسو یې شهیدان کړي یاست. الله دې پر هغه امت عذاب نازل کړي چې تاسو یې په خپلو لاسونو او ژبو ووژلئ. بیا روضې ته دننه شه، ځان په ضریح پورې ونښلوه او ووایه: سلام دې وي پر تا، اې د الله، د هغه د رسول، امیرالمؤمنین، امام حسن او امام حسین (د الله درود دې پر هغوی وي) نېک او فرمانبرداره بنده! د الله سلام، رحمت، برکتونه، بښنه او خوښي دې پر تا، ستا پر روح او ستا پر بدن وي.زه ګواهي ورکوم او خدای شاهد نیسم چې ته پر هماغه لار روان شوې وې چې د بدر د جګړې ګډونوال پرې روان شوي وو او په هماغه لار کې یې له دې نړۍ تللي وو؛ هغه مجاهدان چې د الله په لار کې یې جهاد کاوه، د الله لپاره یې خیرخواهي کوله، د الله له دښمنانو سره یې مبارزه کوله، د هغه د اولیاوو د ملاتړ لپاره یې هڅې کولې او د هغه د مینهوالو دفاع یې کوله.الله تعالی دې تاته تر ټولو غوره، ډېره او بشپړه بدله درکړي؛ داسې بدله چې تر ټولو بشپړه او د اجر په ورکولو کې تر ټولو وفاکوونکې وي. ته له هغو کسانو څخه وې چې د خپل امام له بیعت سره یې وفا وکړه، د هغه بلنه یې ومنله او د امر خاوندانو (اولوالامر) اطاعت یې وکړ. زه ګواهي ورکوم چې تا د خیرخواهۍ په لاره کې خپلې هڅې وکړې او تر خپله وسه دې کوښښ وکړ. الله دې تا د شهیدانو په ډله کې راپاڅوي، روح دې د نېکمرغه کسانو له ارواحو سره یوځای کړي، د خپل جنت تر ټولو پراخ استوګنځی دې درپه برخه کړي، تر ټولو لوړې ماڼۍ دې درکړي، نوم دې په لوړو درجو کې لوړ کړي او له پېغمبرانو، نېکانو، رښتینو، شهیدانو او صالحانو سره دې محشور کړي؛ هغه کسان چې څومره غوره ملګري دي! ګواهي ورکوم چې تا نه سستي کړې، نه دې له خپلې لارې لاس اخیستی او د خپل کار پر بشپړې پوهې او بصیرت سره له دې نړۍ څخه تللی یې؛ په داسې حال کې چې د صالحانو او پېغمبرانو پیروي دې کوله. نو الله دې موږ او تاسو په داسې ځایونو کې له خپل رسول او اولیاوو سره یوځای کړي چې هلته عاجزي کوونکي راټولېږي؛ بېشکه هغه تر ټولو زیات مهربان دی.
اې خدایه! پر محمد او د محمد پر کورنۍ دې خپل رحمتونه ولېږې. په دې سپېڅلي او محبوب ځای او ستر زیارت کې زما هېڅ ګناه مه پرېږده، مګر دا چې ویې بښې؛ هېڅ غم مه پرېږده، مګر دا چې لرې یې کړې؛ هېڅ ناروغي مه پرېږده، مګر دا چې شفا ورکړې؛ هېڅ عیب مه پرېږده، مګر دا چې پټ یې کړې؛ هېڅ روزي مه پرېږده، مګر دا چې پراخه یې کړې؛ هېڅ وېره مه پرېږده، مګر دا چې امن او ډاډ راکړې؛ هېڅ تیتوالی مه پرېږده، مګر دا چې راټول یې کړې؛ او هېڅ لرې کس مه پرېږده، مګر دا چې وې ساتې او لیدنه یې راته نږدې کړې.او د دنیا او آخرت له هغو ټولو اړتیاوو څخه چې ستا د خوښۍ او زما د مصلحت وړ وي، هېڅ یوه مه پرېږده، مګر دا چې پوره یې کړې، اې تر ټولو زیات مهربانه! سلام دې وي پر تا، اې ابوالفضل عباس د امیرالمؤمنین زویه! سلام دې وي پر تا، اې د ځایناستو د سردار زویه! سلام دې وي پر تا، اې د هغه چا زویه چې په اسلام راوړلو کې د امت لومړنی کس، په ایمان کې تر ټولو مخکې، د الله تعالی د دین په پابندۍ کې تر ټولو ټینګ او پر اسلام تر ټولو نږدې او هوښیار و!زه ګواهي ورکوم چې تا د الله، د هغه د رسول او د خپل ورور خیرخواهي وکړه؛ نو ته څومره ښه خواخوږی ورور وې! الله دې پر هغه امت لعنت وکړي چې ته یې شهید کړې، او پر تا یې ظلم وکړ، او پر هغه امت دې لعنت وکړي چې ستا سپېڅلي حرمتونه یې تر پښو لاندې کړل او د اسلام د درناوي پرده یې څېرې کړه. ته څومره غوره صبرکوونکی، مجاهد، ساتونکی، مرستندوی او د خپل ورور دفاع کوونکی ورور وې! د خپل پالونکي د اطاعت بلنې ته دې مثبت ځواب ووایه او د هغو چارو مینهوال وې چې نورو ترې مخ اړاوه؛ یعنې هغه ستر اجر او ښکلی ثنا او ستاینه. او الله د خپلو پلرونو له درجې سره دې له نعمتونو ډکو جنتونو کې یوځای کړې. اې الله! ما ستا د اولیاوو زیارت ته مخه کړې ده، ځکه ستا د ثواب هیله لرم، ستا د بښنې تمه کوم او ستا د پراخ احسان غوښتونکی یم.نو له تا څخه غواړم چې پر محمد او د هغه پر پاکې کورنۍ خپل رحمتونه ولېږې، د هغوی په برکت زما روزي زیاته کړې، ژوند مې د هغوی په برکت آباد او باثباته کړې، زما زیارت د هغوی په حق او مقام کې قبول کړې، ژوند مې د خوښۍ او نېکمرغۍ ژوند وګرځوې، او ما د عزت او کرامت له خاوندانو سره ملګری کړې.او ما له هغو کسانو وګرځوې چې ستا د مینهوالو د زیارتونو له زیارت کولو څخه بریالي او نېکمرغه راګرځي؛ په داسې حال کې چې د خپلو ګناهونو د بښنې، د عیبونو د پټولو او د کړاوونو او غمونو د لرې کېدو مستحق ګرځېدلي وي. بېشکه ته د پرهېزګارۍ او بښنې خاوند یې.
|
فوټ نوټ
- ↑ «اقدم نص مخطوط لزيارة أبي الفضل العباس ع»، د مرکز الفقیه العالمی لاحیاء التراث وېبپاڼه.
- ↑ فرجپور، «درسنامه زیارت حضرت ابوالفضل العبّاس(ع)»، مخ۱۵.
- ↑ ابنقولویه، کاملالزیارات، مخ۲۵۶.
- ↑ ابنقولویه، کاملالزیارات، مخ۲۵۶.
- ↑ فرجپور، «درسنامه زیارت حضرت ابوالفضل العبّاس(ع)»، مخ۱۵.
- ↑ ابوالفرج اصفهاني، مقاتل الطالبیین، مخ۸۹.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، ټوک۷، مخ۴۲۹.
- ↑ عندلیب همداني، ثارالله...، مخ۲۳۹.
- ↑ شیخ صدوق، الخصال، ټوک۱، مخ۶۸؛ ابنعنبه حسني، عمدة الطالب، مخ۳۲۷.
- ↑ د اسلامي انقلاب د تاریخ او مناسبتونو د څېړنو د ډلې د تطبيقي څېړنو دفتر، علمدار عشق: رهیافتی بر شخصیت شناسی حضرت عباس(ع)، مخ۱۳۱.
- ↑ عباده، العباس علیهالسلام سید الماء...، ۲۵۳-۲۵۴ مخونه.
- ↑ حائري مازندراني، معالی السبطین، مخ۴۵۲.
- ↑ ابنقولویه، کاملالزیارات، مخ۲۵۶.
- ↑ قمي، مفاتیح الجنان، مخ۴۳۴؛ فرجپور، «درسنامه زیارت حضرت ابوالفضل العبّاس(ع)»، مخ۱۶.
- ↑ فرجپور، «درسنامه زیارت حضرت ابوالفضل العبّاس(ع)»، مخ۱۷.
- ↑ شیخ مفید، کتاب المزار، مخ۱۰۷.
- ↑ شیخ طوسي، مصباح المتهجد، ټوک۲، مخ۷۲۴.
- ↑ ابنمشهدي، المزار الکبیر، مخ۳۸۸.
- ↑ قمي، مفاتیح الجنان، ۴۳۴-۴۳۷ مخونه.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۹۸، ۲۷۸-۲۷۹ مخونه.
- ↑ قمي، مفاتیح الجنان، ۴۳۴-۴۳۷ مخونه.
- ↑ انصاریان، مفاتیح الجنان، ۶۷۴-۶۷۹ مخونه.
سرچينې
- ابنعنبه حسني، عمدة الطالب في أنساب آل أبيطالب، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ هـ.ق.
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کاملالزیارات، نجف، مطبعة المرتضویة، ۱۳۵۶ هـ.ق.
- ابنمشهدي، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، قم، القیوم، ۱۳۷۷ هـ.ل.
- ابوالفرج اصفهاني، علي بن حسین، مقاتل الطالبیین، قم، الشریف الرضي، ۱۳۷۴ هـ.ل.
- «اقدم نص مخطوط لزيارة أبي الفضل العباس ع» (د ابوالفضل العباس(ع) د زیارت تر ټولو پخوانی لاسلیک شوی متن)، د مرکز الفقیه العالمي لإحیاء التراث وېبپاڼه، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱ ډسمبر ۲۰۱۴م، د لیدنې نېټه: ۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ل.
- امین، سید محسن، أعیان الشیعة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ هـ.ق.
- انصاریان، حسین، ترجمه مفاتیح الجنان، قم، دار العرفان، ۱۳۸۸ هـ.ل.
- حائري مازندراني، مهدي، معالي السبطین في أحوال الحسن و الحسین(ع)، قم، الشریف الرضي، ۱۳۶۷ هـ.ل.
- د اسلامي انقلاب د تاریخ او مناسبتونو د څېړنو د ډلې د تطبيقي څېړنو دفتر، علمدار عشق: رهیافتی بر شخصیت شناسی حضرت عباس(ع)، قم، د رسنیو د اسلامي څېړنو عمومي اداره، ۱۳۹۸ هـ.ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، الخصال، څېړنه: علياکبر غفاري، قم، د مدرسینو ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۶۲ هـ.ل.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسه فقه الشیعة، ۱۴۱۱ هـ.ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، کتاب المزار، قم، مدرسة الإمام المهدي(ع)، ۱۴۰۹ هـ.ق.
- عباده، کاظم، العباس علیهالسلام سید الماء: إضاءات من سیرة حیاة العباس بن علی(ع)، عراق، العتبة العباسیة المقدسة، د فکري او فرهنګي چارو څانګه، کربلاي معلي، ۱۴۳۶ هـ.ق.
- عندلیب همداني، حسین، ثارالله: خون حسین(ع) در رگهای اسلام، قم، د «در راه حق» مؤسسه، ۱۳۷۶ هـ.ل.
- فرجپور، مرتضی، «درسنامه زیارت حضرت ابوالفضل العبّاس(ع)» (د حضرت ابوالفضل العباس(ع) د زیارت درسنامه)، د صحیفه اهلبیت(ع) مجله، ۱ ګڼه، د ۱۳۹۱ هـ.ل پسرلی او دوبی.
- قمي، عباس، مفاتیح الجنان، قم، اسوه، بې نېټې.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار: الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ هـ.ق.