مسوده:د قرآن کریم هراړخیزوالی
د قرآن کریم هراړخیزوالی په دې معنا دی، چې قرآن د انسان د هدایت لپاره ټول اړین معارف او لارښوونې په ځان کې لري. دا موضوع د قرآني علمونو له اختلافي بحثونو څخه شمېرل کېږي او د اسلام له لومړنیو پېړیو راهیسې ورته پاملرنه شوې ده. په تفسیرې او روایي سرچینو کې، په ځانګړي ډول د «تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ» (د هر شي څرګندوونکی) آیت په تفسیر کې، د قرآن د جامعیت د معنا او حدودو په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي.
په دې اړه څو اساسي لیدلوري شتون لري: ځینې قرآن کریم د هدایت کتاب ګڼي، چې تمرکز یې په دیني، اخلاقي او ټولنیزو چارو کې د انسان پر لارښوونه دی؛ یوه ډله په دې باور ده، چې قرآن د انسانانو ټولې اړینې پوهې او علمونه رانغاړي؛ او بله ډله په دې اند ده، چې قرآن د ایمان او اخلاقو عمومي اصول بیانوي او د ژوند جزئیات یې د انسان عقل او تجربې ته پرېښي دي. له څوارلسمې او پنځلسمې هجري قمري پېړۍ راهیسې، دغه بحث د دین د قلمرو(بهېر)، د علم او دین د اړیکو او له دین څخه د تمې په څېر موضوعاتو سره تړلی او د همدې بحثونو په چوکاټ کې څېړل کېږي.
اهمیت او ځایګی
د قرآن کریم د جامعیت او هراړخیزوالی بحث له دې امله اهمیت لري، چې د قرآن د لارښوونو د شمولیت د کچې او ډول په څرګندولو سره، د دین قلمرو او د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغه د رول حدود روښانه کېږي.[۱] د قرآن د جامعیت په اړه د بېلابېلو لیدلورو پر بنسټ، په اخلاقو، احکامو، سیاست، اقتصاد او فرهنګ کې د دین د رول او همدارنګه د دین او علم ترمنځ د اړیکو په اړه د خلکو اخستونونه توپیر لري.[۲] له همدې امله، دغه بحث له دین څخه د تمې او توقع په ټاکلو، قرآن ته د رجوع کولو په طریقې او د دین د پوهېدو په بهیر کې د بشري عقل او تجربې د ځای د معلومولو لپاره اساسي رول لري.[۳]
د قرآن کریم هراړخیزوالی، چې د اسلام د لارښوونو تر ټولو مهمه او اساسي سرچینه ده،[۴] د اسلام د هراړخیزوالی د اثبات له دلیلونو څخه هم ګڼل شوی دی.[۵]
اوس مهال (پنځلسمه هجري قمري پېړۍ) د قرآن د جامعیت مسئله د دین د قلمرو، له دین څخه د تمې، د علم او دین ترمنځ د اړیکو او د دین د تلپاتېوالي له موضوعاتو سره تړلې ده او د همدې موضوعاتو په چوکاټ کې څېړل کېږي.[۶]
مخینه
د ځینو څېړنو له مخې، د قرآن د جامعیت په اړه بحث د صحابهو دورې ته ورګرځي.[۷] له ابن مسعود څخه په یوه روایت کې نقل شوي، چې قرآن د تېر او راتلونکي علم سرچینه ده او د پوهې د ترلاسه کولو لپاره هغه ته د رجوع سپارښتنه شوې ده.[۸] مفسرینو هم د ځینو آیتونو په تفسیر کې، لکه «وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ»[۹] د «کل شیء» د معنا او د قرآن د جامعیت او هراړخیزوالی د حدودو په اړه څېړنې کړې دي.[۱۰]
د شیعهوو په روایي سرچینو کې هم په دې اړه حدیثونه نقل شوي.[۱۱] د نهج البلاغې په ۱۵۸مه خطبه کې قرآن د داسې کتاب په توګه معرفي شوی، چې د راتلونکي پوهه، د تېر وخت خبرونه، د ستونزو درملنه او د انسان د ژوند سمون په ځان کې رانغاړي.[۱۲] همدارنګه، په الکافي کتاب کې د قرآن د جامعیت لپاره ځانګړی باب ټاکل شوی او په دې اړه روایتونه پکې راټول شوي دي.[۱۳]
د مفهوم پېژندنه
د قرآن کریم هراړخیزوالی په دې معنا دی، چې قرآن د هغو معارفو، اصولو او لارښوونو ټولګه ده، چې د انسان د هدایت او د هغه د فردي او ټولنیز ژوند د سمون لپاره اړین دي.[۱۴] د دې لیدلوري له مخې، قرآن د هدایت په لاره کې د انسان اساسي اړتیاوې بیانوي او د حقیقت د پېژندلو، د انساني اړیکو د تنظیمولو او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره اړین عمومي چوکاټونه او اصول وړاندې کوي.[۱۵]
د بشر د هدایت په برخه کې هراړخیزوالی
ځینو مسلمانو عالمانو او مفسرینو د قرآن کریم هراړخیزوالی یوازې په هدایت پورې اړوند چارو پورې محدود کړی دی. د هغوی په باور، څرنګه چې قرآن د هدایت کتاب دی، نو باید د هدایت په چارو او هغو ټولو موضوعاتو کې جامع وي، چې په دنیا او آخرت کې د انسان له نېکمرغۍ سره تړاو لري.[۱۶] د بېلګې په توګه، علامه طباطبایي د المیزان په تفسیر کې د دغه آیت «وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدىً وَرَحْمَةً وَبُشْرى لِلْمُسْلِمِينَ»[۱۷] په تفسیر کې وايي، چې له «کل شیء» (هر څه) څخه موخه ټول هغه امور دي، چې د هدایت له مسئلې سره تړاو لري؛ یعنې هغه څه چې خلک د خپل هدایت په لاره کې ورته اړتیا لري. په دې کې د مبدأ او معاد په اړه حقیقي معارف، نېک اخلاق، الهي شریعتونه، کیسې او پندونه شامل دي؛ قرآن د دغو ټولو چارو څرګندوونکی دی.[۱۸]
د قرآن مطلق هراړخیزوالی
د قرآن د مطلق او حداکثري جامعیت د لیدلوري پر بنسټ، قرآن نه یوازې د هدایت او دیني چارو په برخه کې جامع دی، بلکې د انسان د دنیاوي او اخروي ژوند ټولې اړتیاوې او نور ټول علمونو هم رانغاړي او هېڅ شی له هغه څخه بهر نه دی.[۱۹] د شیعه مفسرینو په منځ کې عبدالله جوادي آملي د دې لیدلوري له پلویانو څخه ګڼل شوی دی.[۲۰] جوادي آملي په دې باور دی، چې قرآن ټول هغه امور په ځان کې رانغاړي، چې د انسان پر نېکمرغۍ اغېز لري؛ خو د انسان نېکمرغي یوازې په اعتقادي، فقهي، اخلاقي او حقوقي مسئلو پورې محدودول او په دې برخه کې د تجربوي، نیمهتجربوي، خالصو تجریدي او شهودي علمونو رول له پامه غورځول سم کار نه دی. له همدې امله، قرآن د خپل ظاهر او باطن په ګډون، د دغو ټولو یادو شویو علومو رانغاړونکی ګڼل کېدای شي.[۲۱] په ځینو سرچینو کې د اهل سنتو ځینې مفسرین، لکه ابوالفضل مرسي[۲۲] او طنطاوي جوهري هم د دې لیدلوري له پلویانو څخه معرفي شوي دي.[۲۳]
له هغو دلایلو څخه چې د دې لیدلوري پلویانو وړاندې کړي، لاندې موارد دي:
- د قرآن کریم هغه آیتونه لکه «وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ»،[۲۴] او «وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُون»،[۲۵] له هغو آیتونو څخه دي، چې د قرآن کریم د مطلق جامعیت د اثبات لپاره پرې استناد شوی دی.[۲۶] د قرآن د حداکثري جامعیت د پلویانو له نظره، په دغو آیتونو کې له «کُلِّ شَیْءٍ» (هر څه) څخه موخه ټول هغه څه دي، چې انسان یې په دیني او دنیاوي چارو کې ورته اړتیا لري؛ یعنې ټول علوم او معارف رانغاړي.[۲۷]
- داسې آیتونه لکه «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ»[۲۸] او «وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ»،[۲۹] چې د قرآن کریم پر نړیوالتوب دلالت کوي.[۳۰]
- له امامانو(ع) څخه نقل شوي روایتونه،[۳۱] چې د هغو له مخې د قرآن کریم مطلق جامعیت ترې اخیستل شوی دی.[۳۲]
- عقلي دلیل په دې بڼه وړاندې کېږي: اسلام وروستی او بشپړ دین دی؛ بشپړ دین باید د قیامت تر ورځې پورې د بشر ټولو اړتیاوو ته ځواب ووایي؛ قرآن کریم د دین تر ټولو مهمه سرچینه او اصلي متن دی؛ نو ځکه باید قرآن د بشر ټول معارف او اړتیاوې په ځان کې راونغاړي.[۳۳]
د قرآن کریم په جامعیت کې حداقلي لیدلوری
د قرآن کریم د لارښوونو او ښوونو د شمولیت په اړه حداقلي لیدلوری ځینو دیني نوېاندي روښانفکرانو ته منسوب شوی دی.[۳۴] دغه لیدلوری هم د قرآن د هدایتي جامعیت په څېر، دغه اسماني کتاب د هدایت کتاب ګڼي؛ خو د دې هدایت د کچې، پراخوالي او اړوندو مطالبو په اړه ورسره اختلاف لري. د هدایتي جامعیت د لیدلوري له مخې، قرآن کریم د دین او ژوند په برخو کې د انسان ټولې هدایتي اړتیاوې بیان کړې دي؛ خو د حداقلي لیدلوري پر بنسټ، قرآن یوازې د ایمان او اخلاقو اساسي چوکاټونه وړاندې کوي او د انسان د ژوند د چارو د تنظیمولو لویه برخه، په ګډون د هغه د هدایت لپاره د پروګرام جوړولو چارې، د بشر عقل او تجربې ته سپارل شوې دي.[۳۵]
فوټ نوټ
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: ایازي، جامعیت قرآن، مخ۵۷.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: سروش، فربهتر از ایدئولوژي، ۴۸ و ۵۸ او ۱۲۲ مخونه؛ ایازي، جامعیت قرآن، ۵۹-۶۷ مخونه.
- ↑ ایازي، جامعیت قرآن، مخ ۵۷.
- ↑ وګورئ: مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۶، ۲۵او۲۶ مخونه.
- ↑ وګورئ: اعرافي، قلمرو دین و گستره شریعت، ۹۶-۱۲۰ مخونه.
- ↑ ایازي، جامعیت قرآن، مخ۱۱.
- ↑ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، مخ۲۲۲.
- ↑ ابنسعید، سنن ابنسعید، ټوک۱، مخ۷.
- ↑ د نحل سورې ۸۹ آیت.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: طباطبایي، المیزان في تفسیر القرآن، ټوک۱۲، ۳۲۴-۳۲۵ مخونه.
- ↑ کریمي، جامعیت قرآن، ۱۱۴-۱۱۵ مخونه؛ کلیني، الکافي، ټوک۱، ۵۹-۶۲ مخونه.
- ↑ ایازي، جامعیت قرآن، مخ۳۳؛ نهج البلاغه، ۱۵۸مه خطبه، مخ۲۲۳.
- ↑ علامه مجلسي، مرآة العقول، ټوک۱، ۲۰۸-۲۱۰ مخونه؛ کلیني، الکافي، ټوک۱، ۵۹-۶۲ مخونه؛ کریمي، جامعیت قرآن، ۱۱۴-۱۱۵ مخونه.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: ایازي، جامعیت قرآن، مخ۱۹؛ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، مخ۲۲۴.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: ایازي، جامعیت قرآن، مخ۱۹؛ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، مخ۲۲۴.
- ↑ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، ۲۲۷-۲۲۸ مخونه.
- ↑ د نحل سوره، ۸۹ آیت.
- ↑ طباطبایي، المیزان فی تفسیر القرآن، ټوک۱۲، ۳۲۴-۳۲۵ مخونه.
- ↑ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، ۲۲۵ مخ.
- ↑ حسینزاده او نور، «مطالعه تطبیقی خوانش جامعیت قرآن کریم از منظر آیت الله جوادي آملي و آلوسي»، مخ۲۷.
- ↑ جوادي آملي، تفسیر تسنیم، ټوک۲۶، ۱۸۶-۱۸۷مخونه.
- ↑ ذهبي، التفسیر و المفسرون، ټوک۲، ۳۵۳-۳۵۴ مخونه؛ معرفت، التمهید في علوم القرآن، ټوک۶، ۱۵-۱۶ مخونه.
- ↑ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، مخ۲۲۶؛ طنطاوي، الجواهر في تفسیر القرآن الکریم، ټوک۱، مخ۵.
- ↑ د نحل سورې ۸۹ آیت.
- ↑ د یوسف سورې ۱۱۱ آیت.
- ↑ طنطاوي، الجواهر في تفسیر القرآن الکریم، ټوک۸، مخ۱۹۰؛ ایازي، جامعیت قرآن، مخ۲۰.
- ↑ طنطاوي، الجواهر في تفسیر القرآن الکریم، ټوک۸، مخ۱۹۰؛ حسینزاده او نور، «مطالعه تطبیقی خوانش جامعیت قرآن کریم از منظر آیت الله جوادي آملي و آلوسي»، مخ۲۷.
- ↑ د انبياء سوره ۱۰۷ آيت.
- ↑ د قلم سورې ۵۲ آیت.
- ↑ ایازي، جامعیت قرآن، ۲۵-۲۶ مخونه؛ کریمي، جامعیت قرآن، ۱۰۵-۱۰۶ مخونه.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۱، ۵۹-۶۲ مخونه؛ نهج البلاغه، ۱۵۸مه خطبه، مخ۲۲۳.
- ↑ وګورئ: ایازي، جامعیت قرآن، ۲۵-۲۶ مخونه.
- ↑ ایازي، جامعیت قرآن، ۳۶-۳۷ مخونه؛ کریمي، جامعیت قرآن، ۱۲۴-۱۲۵ مخونه.
- ↑ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، مخ۲۳۱.
- ↑ طهماسبي بلداجي، ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، مخ۲۳۱؛ جواهري، «نظریه جامعیت علمي شبکهاي و هوشمند قرآن کریم (ساختار و فرآیند)»، مخ۱۰۵.
سرچينې
- ابنسعید، سعید بن منصور، سنن ابنسعید، ریاض، دار الصمیعي، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ هـ.ق.
- ایازي، سید محمدعلي، جامعیت قرآن، رشت، د کتاب مبین خپرونه، ۱۳۸۰ هـ.ل.
- جوادي آملي، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، د اسراء مؤسسه، ۱۳۹۱ هـ.ل.
- جواهري، سید محمدحسن، «نظریه جامعیت علمی شبکهای و هوشمند قرآن کریم (ساختار و فرآیند)»، قرآني څېړنې، ۱۱۱ ګڼه، د ۱۴۰۳ هـ.ل. د وږي میاشت.
- حسینزاده، خدیجه او نور، «مطالعه تطبیقی خوانش جامعیت قرآن کریم از منظر آیت الله جوادی آملی و آلوسی»، مطالعات تطبیقی قرآن و حدیث، ۱۵ ګڼه، د ۱۳۹۹ هـ.ل. مني او ژمی.
- ذهبي، محمدحسین، التفسیر و المفسرون، قاهره، مکتبة وهبة، بېنېټې.
- علامه مجلسي، محمدباقر، مرآة العقول، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۴ هـ.ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۳ هـ.ق.
- طنطاوي، بنجوهري، الجواهر في تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۵ هـ.ق.
- طهماسبي بلداجي، اصغر او ابراهیم ابراهیمي، «نقد و بررسی دیدگاه مفسران فریقین درباره جامعیت قرآن»، پژوهشهای تفسیر تطبیقی، ۹ ګڼه، د ۱۳۹۸ هـ.ل. د وږي میاشت.
- سروش، عبدالکریم، فربهتر از ایدئولوژي، تهران، د صراط خپرونې، ۱۳۹۳ هـ.ل.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ هـ.ق.
- معرفت، محمدهادي، التمهید في علوم القرآن، قم، د التمهید کلتوري- خپرندویه مؤسسه، ۱۴۲۸ هـ.ق.
- نهج البلاغه، د صبحي صالح سمون، قم، مرکز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ هـ.ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||