منځپانگې ته ورتلل

د انبياء سوره ۱۰۷ آيت

د wikishia لخوا
د انبياء سوره ۱۰۷ آيت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتانبیاء
د آیت شمېر۱۰۷
جزء۱۷
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمکه
موضوعد اسلام پیغمبر(ص) د ټولو جهانونو لپاره رحمت دی.
اړونده آیتونهد توبه سوره ۱۲۸ آیت او د آل عمران سوره ۱۵۹ آیت.


د انبياء سوره ۱۰۷ آيت يا د رحمت للعالمين (د جهانونو لپاره رحمت) آيت حضرت محمد(ص) د ټولو جهانونو لپاره د رحمت په توګه معرفي کوي. په دې ځانګړتياو سره د یو پيغمبر لېږل، د خداى له لورې پر خپلو بندګانو باندې د هغه د ډېر زیات فضل ګڼل کېږي. ويل کېږي چې د دې آيت اطلاق ته په پام، په دې دنيا او آخرت کې د پيغمبر(ص) د رحمت ساحه په هر وخت کې ټولو انسانانو او حتی په ټولو عالمونو کې ټولو مخلوقاتو ته شاملیږي، چې په کې پرښتې هم شاملی دي؛ له همدې امله، کافران هم د مومنانو په څېر د پيغمبر(ص) له رحمت څخه ګټه پورته کوي. له همدې امله ويل کېږي چې د پيغمبر(ص) شتون، د دې دنيا د په ژوند کې د برکت سبب دی، او د دنیا د مصيبتونو لرې کوونکی او د استیصال د عذاب لری کوونکی دی چې په تېرو وختونو کې پر کافرو امتونو نازلیده، دا له هغه رحمتونو څخه دی چې د پيغمبر(ص) له خوا کافرانو ته رسي.

په اسلامي تفسیرونو کې، د پیغمبر(ص) د رحمت نورې بیلګې هم بیان شوي دي، له هغو ځینې په مخلوقاتو باندې د الله تعالی د فیض واسطه، اخلاق، سیرت، احکام، او د نجات ورکوونکي دین خپرول، د خدای اطاعت او الهي نعمتونو ترلاسه کولو لپاره د خلکو لارښوونه، د ښو غوښتنو راپارول او له شیطاني غوښتنو څخه د خلکو لرې کول، او له جګړې، وینې تویولو او یو بل سره د دښمنۍ څخه د خلکو خلاصول.

ویل شوي چې دا آیت د پیغمبر(ص) د رسالت د خاتمیت او د رسالت او د اسلام د دین د نړیوالتوب دلیل دی.

عمومي ټکي

د انبیاء سوره ۱۰۷ آیت یا د رحمة للعالمین[۱] آیت حضرت محمد(ص) ته خطاب کوي[۲] او هغه د ټولو جهانونو لپاره د رحمت په توګه معرفي کوي.[۳] په همدې اساس، حضرت محمد(ص) هم د ځان رحمت شونی ته اشاره کړې ده؛[۴] لکه څنګه چې د خپل یو صحابي د غوښتنې په ځواب کې چې له هغه څخه یې غوښتنه کړې وه چې پر مشرکینو لعنت ووایی، هغه وفرمایل چې زه د رحمت په توګه رالیږل شوی یم، نه د لعنت لپاره].[۵]

د پيغمبر(ص) د نړيوالو لپاره رحمت ګڼل کېږي، د هغه خلق عظیم له امله ګڼل شوي دي[۶] او د دې ځانګړتيا لرونکي پيغمبر رالېږل د خداى تعالی پر بندګانو باندې د هغه د اخري درجې فضل او مهرباني ګڼل کېږي.[۷]

د دې آیت په تفسیر کې ډېر روایتونه شته، چې ځینې یې په هغو تفسیري کتابونو کې روایت شوي دي چې روایي تفسیرونه دي.[۸] د الکافي کتاب په یوه روایت کې د پیغمبر(ص) رسالت د نړۍ لپاره د رحمت پیل ګڼل کیږي.[۹] د رحمت کلمه او د هغې نور مشتقات هم د حضرت محمد(ص) لپاره په نورو آیتونو لکه د آل عمران ۱۵۹ او د توبې ۱۲۸ کې کارول شوي دي.

په تفسیر نمونه کې، د ناصر مکارم شیرازي (یو شیعه مرجع تقلید او مفسر) او د هغه د همکارانو په وینا، د اسلام د پیغمبر د رحمت پای به په ټوله نړۍ کې د صالحانو واکمني وي.[۱۰] په همدې لړ کې، محمد صادقي تهراني، یو شیعه فقیه او مفسر، په دې باور دی چې د ټولو نړۍ لپاره د پیغمبر د رحمت بشپړ تحقق یوازې د نړیوال حکومت او د جغرافیایي، ملي، نژادي او فرقوي توپیرونو له منځه وړلو په صورت کې ممکن دی.[۱۱] چې دا کار د پیغمبر(ص) او له هغه وروسته د امامانو په زمانه کې نه دی عملي شوی، او په راتلونکي کې به په واقعیت بدل شي؛[۱۲]

وَ ما أَرْسَلْناكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِلْعالَمينَ


موږ ته نه يې لېږلی مګر د عالمینو لپاره رحمت.



انبیاء سوره، ۱۰۷ آیت


د پیغمبر(ص) د رحمت للعالمین شونی ثمره او مصداقونه

د «و ما أرسلناک إلا رحمة للعالمین»" د آیت خطاطي، د محمد اوزچای لخوا په نسخ او ثلث سټایل کې، ۱۴۱۲ هجري ق.

مفسرینو د پیغمبر(ص) په دې دنیا او آخرت کې د ټولو عالمونو لپاره رحمت للعالمین ثمره ګڼلی دی[۱۳] او د هغه په لارښوونو او پلانونو باندې عمل کول یې د ټولو ناکامیو او بدبختیو لپاره د پای ټکی ګڼلی دی.[۱۴] ویل شوي چې هغه هغه آثار او رحمت چې د پیغمبر(ص) له خوا انسانانو ته رسیدلی هغه د نبوت څخه مخکې د انسانانو د ژوند سره نشي پرتله کیدی؛[۱۵] ځکه چې د هغه رسالت په هغه وخت کې و چې خلک په ناپوهۍ او ګمراهۍ کې وو، او اهل کتاب هم په خپل دین کې ګډوډ وو او د دوی په الهي کتاب کې توپیرونه وو. کله چې پیغمبر(ص) مبعوث شو نو دوي یې حق ته راوبلل و سمه لاره یې ورته وښودله.[۱۶]

مفسرینو د نړۍ لپاره د رسول الله(ص) د رحمت د مصداقونو په اړه مختلف نظرونه وړاندې کړي دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • د داسې دین تبلیغ کول چې د ټولو[۱۷] د نجات او په دې نړۍ او آخرت کې د دوی د خوښۍ لامل شي.[۱۸]
  • د پیغمبر(ص) اخلاق، سیرت، تعلیمات او اهداف.[۱۹]
  • د پیغمبر(ص) شریعت او احکام چې د دې نړۍ او آخرت د خوښۍ لامل کیږي.[۲۰]
  • خلکو ته د مطلق کمال[۲۱] او د انساني کمال ترلاسه کولو لارښوونه کول.[۲۲]
  • خلکو ته د خدای اطاعت کولو او ثواب ترلاسه کولو لارښوونه کول.[۲۳]
  • د الهي نعمتونو په لور د خلکو لارښوونه کول او له هغوي څخه ګټه پورته کول.[۲۴]
  • د ښو غوښتنو راپارول او خلک د شیطاني غوښتنو څخه لرې کول.[۲۵]
  • مخلوقاتو ته د خدای د فضل د رسیدو منځګړیتوب.[۲۶]
  • په نړۍ کې د جګړې او وینې تویولو او له یو بل سره د دښمنۍ څخه د خلکو ژغورل.[۲۷]

د عالمینو معنی

په دې آیت کې د پیغمبر(ص) د رحمت مطلقیت شیعه او سني مفسرین دې ته اړ ایستلي چې د هغه د رحمت ساحه د ټولو انسانانو ته،[۲۸] په ټولو زمانو کې،[۲۹] له لومړي څخه تر اخرینو پورې[۳۰] او پرته له کوم استثنا څخه، په شمول د سپین او تور، نارینه او ښځینه، عرب او غیر عرب، غریب او بډایه[۳۱] او حتی د هغې ساحه ټولو مخلوقاتو[۳۲] ته په په ټولو عالمونو کې، جسمونو او روحونو ته شامله وګڼي.[۳۳]

ويل شوي دي چې پيغمبر(ص) په دې دنيا او آخرت کې د مومن لپاره رحمت دی.[۳۴] په بل عبارت، هغه به د ټولو هغو پيریانو او انسانانو لپاره رحمت وي چې د هغه د دين پيروي کوي[۳۵] په داسې ډول چې په دې دنيا کې به هدايت شي او د ايمان دروازې ته به ننوځي، او په آخرت کې به هم جنت ته لاړ شي.[۳۶]

د کافرانو لپاره د رحمت څرنګوالی

په دې اړه مختلف نظرونه بیان شوي دي چې پیغمبر(ص) د کافرانو لپاره څنګه رحمت دی او د دې ځینې مصداقونه بیان شوي دي، چې پکې مومنان او کافران شامل دي؛ په شمول د پیغمبر(ص) په خپله شتون او د هغه نبوت[۳۷]، د ژوند نعمت او د کافرانو هم له دنیا څخه ګټه اخستل[۳۸] او همدارنګه د ایمان، تلپاتې ثواب او د ګناه پریښودو په لور د هغوي لارښوونه؛[۳۹] که څه هم د غفلت[۴۰] او سستۍ[۴۱] له امله، دوي رحمت ونه مني[۴۲] او ځانونه له دې نعمت څخه محروم کړي[۴۳] او د دنیا او آخرت خوښۍ له لاسه ورکړي.[۴۴]

له همدې امله، که کافرانو د رسول الله(ص) رحمت ونه کاروي نو دا کار د رحمت په عموميت اغیزه نه کوي او د رسول الله(ص) رحمت شونی ته زیان نه رسوي؛[۴۵] لکه یو وږی سړی چې له خوړلو ډډه کوي،[۴۶] یا یو ضدی ناروغ چې یو ښه سمبال روغتون ته له تګه ډډه کوي.[۴۷]

مسلمان مفسرینو د کافرانو لپاره نورې ګټې هم ذکر کړې دي، له هغو ځینې د آفتونو او هلاکتونو لرې کیدل[۴۸] لکه خَسْف (په الهي عذاب سره ځمکې کې ننوتل) او هغه آفتونه چې له اسمان څخه پر دوی راپرېوځي، مسخ او قذف (له اسمان څخه د بلا راتلل)[۴۹] او همدارنګه د استیصال عذاب[۵۰] چې په تیرو وختونو کې به کافرانو قومونو ته دا عذاب راتله.[۵۱]

اخستونونه

مفسرینو د دې آیت مختلف تفسیرونه کړي دي، چې ځینې یې دا دي:

  • په دې آیت کې د رسول الله(ص) پراخه او هر اړخیزه رحمت د رسول الله(ص) د ختم نبوت څرګندونه کوي او د هغه د رسالت په نړیوالتوب،[۵۲] او د اسلام د احکامو په نړیوالتوب[۵۳] او د هغوي په نسخ نه کیدو باندې دلیل دی؛[۵۴] ځکه چې د پیغمبر(ص) شتون به د نړۍ تر پایه پورې د ټولو راتلونکو انسانانو لپاره رحمت وي[۵۵] او د بل پیغمبر اړتیا به نه وي.[۵۶]
  • د هغه رحمت فرښتو ته هم شامل دی؛[۵۷] لکه څنګه چې جبرائیل هم د پیغمبر(ص) له رحمت څخه د هغه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې دي؛[۵۸] که څه هم د اهل سنتو عالمانو ترمنځ په دې کې اختلاف دی چې ایا دا له جبرائیل پرته نورو فرښتو ته هم شامل دی که نه.[۵۹]
  • د اهل جبر د عقیدې په باطلوالي هم دلالت کوي چې باور لري چې الهي نعمتونه کافرانو ته نه رسیږي.[۶۰]
  • د پیغمبر رحمت د پیغمبر(ص) او نورو پیغمبرانو[۶۱] د رسالت ترمنځ د توپیر نښه ده او هغه له ټولو مخلوقاتو غوره دی؛[۶۲] ځکه چې د هغه او نورو پیغمبرانو لکه عیسی(ع) ترمنځ لوی توپیر شتون لري؛ ځکه چې په مریم سوره[۶۳] کې د عیسی(ع) رحمت یوازې هغو کسانو پورې محدود دی چې په هغه یې ایمان راوړی و، کوم چې له هغه وروسته د هغه د دین د منسوخ کیدو سره ختم شو؛ مګر د پیغمبر(ص) رحمت شونه په مطلق ډول راغلی دی او د هغه رحمت به هیڅکله له عالمینو پرې نه شي.[۶۴]
  • په ځمکه کې د صالحانو واکمني، چې د انبیاء سوره په ۱۰۵ آیت کې راغلې ده، د هغه فضل او رحمت نښه ده چې د رسالت تر سیوري لاندې ترلاسه کیږي.[۶۵]
  • ټول قوانین او احکام، په شمول د جهاد، حدودو، قصاص، او نورو مجازاتونه او جزايي قوانین، به د بشري ټولنې لپاره رحمت وي.[۶۶]

ولې رسول الله(ص) جنګونه وکړل

فخر رازي، چې د شپږمې هجري پیړۍ یو سني فقیه او مفسر دی، د پیغمبر(ص) د جنګونو او د هغه د رحمت ترمنځ د تضاد په ځواب کې، په دې باور دی چې هغه یوازې د خپل وخت د مستکبرانو په وړاندې وجنګید؛ لکه څنګه چې د پخوانیو پیغمبرانو په وخت کې، هغه کسان چې د هغوي انکار به یې کاوه د الهي عذاب سره مخ شول او له منځه یوړل شول؛ خو پیغمبر(ص) د ښو اخلاقو په انتها کې و او هیڅکله یې د خپل قوم لپاره د عذاب غوښتنه ونه کړه. سربیره پردې، چې د پیغمبر رحمت د مومنانو لپاره خاص وي.[۶۷]

فوټ نوټ

  1. جوادی آملی، «عقیدة: هدف و نهج الأنبیاء»، ص۱۴.
  2. خطیب، التفسیر القرآنی للقرآن، بیروت، ج۹، ص۹۶۳.
  3. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۴، ص۳۳۱؛ طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۹، ص۲۵۵.
  4. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷.
  5. مظفر نجفی، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۵۰؛ مغنیه، التفسیر المبین، قم، ص۴۳۲.
  6. حقی بروسوی، تفسیر روح البیان، بیروت، ج۵، ص۵۲۸.
  7. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۹، ص۲۵۶.
  8. قمی مشهدی، کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۸، ص۴۸۵؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۴۲؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۵۸.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۴۹.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶-۵۲۷.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶-۵۲۷.
  12. صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۳۶۵ش، ج۱۹، ص۳۸۴.
  13. ثعلبی، الکشف والبیان، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۳۱۴.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶-۵۲۷.
  15. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۴، ص۳۳۱.
  16. فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۲، ص۱۹۳.
  17. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶.
  18. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۴، ص۳۳۱؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۸۳.
  19. مغنیه، التفسیر المبین، قم، ص۴۳۲.
  20. مراغی، تفسیر المراغی، بیروت، ج۱۷، ص۷۸.
  21. ابن‌عربی، تفسیر ابن عربی، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۵۲.
  22. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۳۹۱.
  23. ماوردی، النکت والعیون، بیروت، ج۳، ص۴۷۶.
  24. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۳۹۰.
  25. فضل‌الله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۵، ص۲۷۷.
  26. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۱۰۰.
  27. فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۲، ص۱۹۳.
  28. بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۶۲؛ خطیب، التفسیر القرآنی للقرآن، بیروت، ج۹، ۹ص۶۳.
  29. بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۶۲؛ خطیب، التفسیر القرآنی للقرآن، بیروت، ج۹، ۹ص۶۳.
  30. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۳۰۳.
  31. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۳۹۱.
  32. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۱۰۰.
  33. حقی بروسوی، تفسیر روح البیان، بیروت، ج۵، ص۵۲۸.
  34. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷.
  35. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷.
  36. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۸۳.
  37. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۲۸۸.
  38. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۹، ص۲۵۶.
  39. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۷، ص۲۸۵؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷.
  40. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۹۹.
  41. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۲۸۸.
  42. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷.
  43. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۹، ص۲۵۶؛ مراغی، تفسیر المراغی، بیروت، ج۱۷، ص۷۸.
  44. مراغی، تفسیر المراغی، بیروت، ج۱۷، ص۷۸.
  45. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶.
  46. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷.
  47. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶.
  48. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷.
  49. ثعلبی، الکشف والبیان، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۳۱۴؛ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۱، ص۳۵۰؛ میبدی، کشف الأسرار، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۳۱۸.
  50. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۲۸۹.
  51. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۸۳؛ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۲، ص۱۹۳؛ سبزواری نجفی، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۹ق، ص۳۳۶.
  52. قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۷ش، ج۶، ص۵۵۸؛ حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۱۱۳.
  53. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۵، ص۵۰۵.
  54. حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۱۱۳.
  55. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶-۵۲۷؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۵، ص۵۰۵.
  56. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۵، ص۵۰۵.
  57. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲۶-۵۲۷.
  58. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷؛ قمی مشهدی، کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۸، ص۴۸۵؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۵۹؛ صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۳۶۵ش، ج۱۹، ص۳۸۵.
  59. د لا زیاته معلومات لپاره وګورئ: آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۹۹.
  60. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۷، ص۲۸۵؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۷؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۲۸۸.
  61. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۳۹۱.
  62. حقی بروسوی، تفسیر روح البیان، بیروت، ج۵، ص۵۲۸.
  63. سوره مریم، آیه ۲۱.
  64. حقی بروسوی، تفسیر روح البیان، بیروت، ج۵، ص۵۲۸.
  65. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۵، ص۵۰۵.
  66. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۵، ص۵۰۵.
  67. فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۲، ص۱۹۳.

سرچينې

  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان وروح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌سلیمان، مقاتل، تفسیر مقاتل بن سلیمان، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌عربی، محمد بن علی، تفسیر ابن عربی، بیروت، دار الحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ش.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل وأسرار التأویل، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف والبیان: تفسیر الثعلبی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • جوادی آملی، «عقیدة: هدف و نهج الأنبیاء»، نشریه بقیة الله، شماره ۱۰، محرم ۱۴۱۳.
  • حسینی همدانی، سید محمد، انوار درخشان، تحقیق محمدباقر بهبودی، تهران، کتابفروشی لطفی، ۱۴۰۴ق.
  • حقی بروسوی، اسماعیل، تفسیر روح البیان، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • خطیب، عبدالکریم، التفسیر القرآنی للقرآن، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • سبزواری نجفی، محمد، ارشاد الاذهان الی تفسیر القرآن، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن بالقرآن، قم، انتشارات فرهنگ اسلامی، ۱۳۶۵ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲ق.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر: مفاتیح الغیب،‌ بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر، ۱۴۱۹ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، تفسیر الصافی، تهران، مکتبة الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
  • قرشی، سید علی‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، ۱۳۷۷ش.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • قمی مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق وبحر الغرائب، تحقیق حسین درگاهی، تهران، سازمان چاپ وانتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • ماوردی، علی بن محمد، النکت والعیون: تفسیر الماوردی، بیروت، دار الکتب العلمیة، بی‌تا.
  • مدرسی، سید محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دار محبی الحسین، ۱۴۱۹ق.
  • مراغی، احمد بن مصطفی، تفسیر المراغی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • مظفر نجفی، محمدحسن، دلائل الصدق لنهج الحق، قم، موسسة آل‌البیت، ۱۴۲۲ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر المبین، قم، بنیاد بعثت، چاپ سوم، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار وعدة الابرار، تهران، امیرکبیر، چاپ پنجم، ۱۳۷۱ش.