منځپانگې ته ورتلل

مسوده:والعصر سوره

د wikishia لخوا
والعصر سوره
والعصر
شمیره۱۰۳
جزء۳۰
آیت۳
مکي/مدنيمکي
نزول۱۳
کلمه۱۴
حرف۷۳


عصر سوره یا وَالْعَصْرسوره د قرآن کریم ۱۰۳مه او له مکي سورو څخه ده، چې د قرآن کریم په دېرشمه سيپاره کې راغلې. د دې سورې نوم د لومړي آیت له کلمې «العصر» څخه اخیستل شوی. په دې سورې کې خدای په «عصر» قسم کوي او فرمایي چې ټول انسانان په تاوان کې دي، مګر هغه کسان چې ایمان یې راوړی، نېک عملونه کوي او یو بل ته د حق او صبر سپارښتنه کوي.

په روایتونو کې راغلي چې له «اهل ایمان» څخه موخه هغه کسان دي چې د امام علي(ع) پر ولایت ایمان لري. له رسول الله(ص) څخه روایت دی چې هر څوک دا سوره تلاوت کړي، د ژوند پای به یې په صبر او زغم ختم شي او د قیامت په ورځ به د حق له ملګرو سره راپاڅول کېږي.

پېژندنه

والعصر سورې په ثلث خط کې
  • نومول

دا سوره العصر نومول شوې ځکه چې په لومړي آیت کې په «عصر: وخت» قسم یاد شوی دی. د دې سورې بل نوم «والعصر» دی.[۱]

  • د نزول ترتیب او ځای

والعصر سوره له مکي سورو څخه ده او د نزول د ترتیب له مخې دیارلسمه سوره ده چې پر رسول الله(ص) نازله شوې. دا سوره په اوسني مصحف کې ۱۰۳مه سوره ده[۲] او د قرآن کریم په دېرشمه سيپاره کې ده.

  • د آیتونو شمېر او نورې ځانګړتیاوې

العصر سوره ۳ آیتونه، ۱۴ کلمې او ۷۳ توري لري. د حجم له پلوه دا سوره د مفصلات له ډلې څخه ده، یعنې آیتونه یې لنډ دي. دا سوره په قسم سره پیلېږي.[۳]

مینځپانګه

په دې سورې کې الله تعالی په «عصر» قسم کوي او فرمایي چې بې‌شکه ټول انسانان په تاوان کې دي، مګر هغه کسان چې ایمان یې راوړی، نېک عملونه یې ترسره کړي او یو بل ته یې د حق او صبر سپارښتنه کړې وي.[۴]

په دنیا او آخرت کې تاوان

په دنیا او آخرت کې د انسان زیانمن‌والی د دې سورې له مهمو تاکیدي مطالبو څخه ګڼل شوی دی.[۶] د «خسر» او د هغې د مشتقاتو په اړه ویل شوي چې له ۶۰ څخه ډېر ځله په قرآن کریم کې کارول شوې ده.[۷] د مادي چارو په برخه کې «خسران» د کمښت او زیان، او په معنوي او روحي چارو کې د ګمراهۍ او هلاکت په معنا راغلی، خو په قرآن کریم کې تر ټولو ډېره د روحي او معنوي زیان په معنا کارول شوې ده.[۸] راغب اصفهاني وایي، د «خسران» کلمه هغه مهال کارول کېږي چې د انسان اصلي پانګه له منځه ولاړه شي یا کمه شي.[۹] تفسیر نور د فخر رازي له قوله وایي چې انسان په دنیا کې د یخ پلورونکي په څېر دی؛ هره شېبه یې پانګه اوبه کېږي، نو باید ژر یې وپلوري، که نه تاوان به وکړي.[۱۰] علامه طباطبایي د دې سورې په تفسیر کې د دنیا ژوند د انسان اصلي پانګه بولي، چې باید د آخرت د ژوند د ترلاسه کولو لپاره ترې ګټه واخلي. که انسان په خپلو عقایدو او اعمالو کې د حق لار تعقیب کړي، نو سوداګري یې ګټوره ده او راتلونکی یې له هر ډول شر او بدۍ پاک دی؛ خو که د باطل لار خپله کړي او له ایمان او نېک عمل څخه مخ واړوي، نو بې‌شکه سوداګري یې تاواني ده او پایله یې په آخرت کې محرومیت دی.[۱۱] زمخشري د نېکانو د استثنا علت دا ګڼي چې صالحان د دنیا په وسیله آخرت اخلي، نو ځکه یې سوداګري ګټوره او برخلیک یې نېکمرغه دی، خو نور خلک برعکس عمل کوي او په تاوان کې دي.[۱۲]

فضیلتونه او مقام

د عصر سورې معرق بورډ

د العصر سورې د اهمیت په اړه په روایتونو کې څو ځانګړنې بیان شوې دي.

مخکنی سوره:
<<
والعصر سوره
مکي سورتونه مدني سورتونه
وروستی سوره:
>>

۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آل‌عمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس


فوټ نوټ

  1. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۸.
  2. معرفت، آموزش علوم قرآن، ټوک۱، مخ۱۶۶.
  3. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۸.
  4. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۸.
  5. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، د نورالثقلین د قرآن او عترت فرهنګي موسسې لخوا چمتو شوی، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
  6. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۸.
  7. یوسف‌زاده، «خسران»، مخ۱۰۴.
  8. یوسف‌زاده، «خسران»، مخ۱۰۴.
  9. راغب اصفهانی، المفردات في غريب القرآن، ټوک۱۷ مخ۲۸۱.
  10. قرائتی، تفسیر نور، ټوک۱۰، مخ۵۸۵
  11. طباطبایی، المیزان، ټوک۲۰، ۳۵۶-۳۵۷مخونه.
  12. رازی، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، ټوک۴، مخ۷۹۴.
  13. بلاذری، انساب الاشراف. ترمذی، سنن
  14. قمی، تفسیر قمی، ټوک۲، مخ۴۴۱.
  15. سیوطی، الدرالمنثور، ټوک۶، مخ۳۹۲.
  16. سیوطی، الدر المنثور، ټوک۶، مخ۳۹۱.
  17. شیخ صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، مخ۱۲۵.
  18. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱۰، مخ۴۳۴.

سرچينې

  • قرآن کریم، د محمدمهدي فولادوند ژباړه، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ل.
  • دانشنامه قرآن و قرآن‎پژوهی (د قرآن او قرآن‌پوهنې پوهنغونډ)، د بهاءالدین خرمشاهي په زیار، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ل.
  • راغب اصفهاني، المفردات فی غریب القرآن.
  • سیوطي، عبدالرحمن بن ابي‌بکر، الدر المنثور فی تفسیر المأثور، قم، د آیت الله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، څېړنه: صادق حسن‌زاده، تهران، ارمغان طوبی، ۱۳۸۲ل.
  • طباطبايي، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاسماعیلی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، فضل‌الله یزدي طباطبايي او هاشم رسولي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ل.
  • زمخشري، الکشاف عن غوامض حقائق التنزیل.
  • قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، د «درس‌هایی از قرآن» کلتوري مرکز، یوولسم چاپ، ۱۳۸۳ل.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر قمي، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۷ل.
  • معرفت، محمدهادي، آموزش علوم قرآنی، د ابومحمد وکيلي ژباړه، [بې ځایه]، د اسلامي تبلیغاتو سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، ۱۳۷۱ل.
  • عبدالباقي، المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الکریم.