منځپانگې ته ورتلل

اهله آیت

د wikishia لخوا
اهله آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتبقره سوره
د آیت شمېر۱۸۹
جزء۲
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأند سپوږمۍ د بدلون د حکمت په اړه له پیغمبر(ص) څخه پوښتنه
د نزول ځایمدینه
موضوعد سپوږمۍ د حکمت څرګندونه، د جاهليت د وخت د خرافاتو رد کول
اړونده آیتونهد یونس سوره ۵ آیت، د اسراء سوره ۱۲ آیت


اَهِلَّه آیت، یا د بقرې سورې ۱۹ آیت د هلال میاشتې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نازل شوی، چې د کالهندارې او شرعي احکامو لکه حج او روژې په برابرولو کې د هغې د وجودې فلسفې او ونډې یادونه کوي. دا آیت همدارنګه د تقوا بلنه ورکوي او د احرام په حالت کې د شا لخوا کورونو ته د دننه کېدلو په شان د جاهلیت خرافات ردوي، او نیکي او ښېګڼه د تقوا په چوکاټ کې معرفي کوي.

په روایاتو کې په دې ایت کې د دروازې له لارې ننوتل د هدایت د لارې په توګه د اهل بیتو(ع) د پېروۍ او ورته پام بېلګه بلل شوې او د ایت په فلسفي، ټولنیزو او اخلاقي تفسیرونو کې د طبیعت او شریعت ترمنځ اړیکي او د اخلاقي اصولو اهمیت روښانه شوي دي.

د شرعي وختونو په ټاکنه کې د میاشتې د هلال ونډه

د بقرې ۱۸۹ آیت چې د اَهله آیت په نوم هم یادېږي[۱]، د یوې ټولنیزې او فقهی پوښتنې ځواب دی. ویل شوي چې د دې ایت په اساس د هلال میاشتې وجودي فلسفه د خلکو لپاره د وخت یا کالهندارې سنجول او د حج د ورځو ټاکل دي.[۲]

علامه طباطبایي وایي، دا آیت هلال د شرعي چارو د تنظیم وسیله معرفي کوي.[۳] شیعه فقیهانو د هلال د لیدلو،[۴] د قمري کال د حدودو ټاکلو[۵] او د قمري میاشتو[۶] په اړه فقهي بحثونو کې په دې آیت استناد کړی دی. عبدالله جوادي آملي د دې آیت منځپانګه د یونس ۵ او اسراء ۱۲ آیتونو سره یو شان ګڼي، چې ټول د ورځو په حساب کې د سپوږمۍ د بدلونونو کارندوالي ته اشاره کوي.[۷]

آیت، د شرعي چارو د تنظیمولو لپاره د هلال د بدلېدو د حکمت د بیان په دوام کې تر دې وروسته چې د هلال د بدلونونو حکمت بیانوي، مسلمانانو ته د خرافاتو پرېښودو او د معقول او په تقوا ولاړ چلند د خپلولو بلنه ورکوي.[۸]

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَى وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [بقره:۱۸۹]


له تا د هلالونو (سپوږمۍ د نرۍ او پوره کېدو) په اړه پوښتنه کوي، ووایه: دا د خلکو د وختونو او د حج د موسم د معلومولو لپاره دي او نیکي دا نه ده چې کورونو د شا لخوا ورننوځئ، بلکې نیکي د هغه چا ده چې تقوا غوره کړي او له دروازو کورونو ته ننوځئ او له الله ووېرېږئ، ښايي بریالي شئ.



بقره سوره، ۱۸۹ آیت


په دیني چارو کې د اهل‌ بیتو(ع) مرجعیت

دا آیت له هغو ۱۵ آیتونو څخه دی چې په «يَسْأَلُونَکَ» (له تا پوښتنه کوي) پیل شوی. په قرآن کې د دې تعبیر تکرار د پوښتنو د ځواب لپاره د پېغمبر په مرجعیت او له دې کاره د پېغمبر د هرکلي دلیل ګڼل شوی دی.[۹]

د دې ایت په اړه په شیعه روایاتو کې راغلي چې د کورونو د دروازې له لارې ننوتل اهل‌ بیتو(ع) ته اشاره لري. په دریمې هجري پېړۍ کې شیعه مفسر او محدث علي بن ابراهیم قمي مدینة العلم حدیث ته په اشارې سره، له ور څخه د ایت مراد حضرت علي(ع) ګڼلی.[۱۰] محمد بن حسن صفار قمي (وفات ۲۹۰ق) هم د امام باقر(ع) له قوله روایت کړی چې پیغمبر(ص) او د هغه آل داسې دروازې دي چې د خدای پر لور د حرکت لپاره باید له هغو تېر شي.[۱۱] د فرات بن ابراهیم کوفي (وفات ۳۵۲ق) په تفسیر فرات کوفي کې راغلي چې پیغمبر(ص) ځان باب‌الله او علي(ع) خپل باب بللی او بیانوي چې که څوک په بله لاره لاړ شي مقصد ته به ونه رسیږي.[۱۲] د معصومانو(ع) د خبرو د اعتبار د ثابتولو لپاره هم په دې ایت استناد شوی دی.[۱۳]

د ایت په اړه تفسیري لیدلوري

شیعه مفسرانو د دغه ایت په تفسیر کې مختلفې رودې غوره کړي؛ علامه طباطبایي په المیزان کې دا آیت د طبیعت او شریعت د اړیکو نښه ګڼي او وایي چې د میاشتې دهلال بدلونونه په طبیعت کې د الهي نظم یوه جلوه ده چې د شرعي او ټولنیزو چاور له منظمېدو سره مرسته کوي.[۱۴] په څوارلسمې پېړۍ کې عبدالله جوادي آملي او هاشمي رفسنجاني د دغه ایت په ټولنیز لید کې وایي: هغه د جاهلي دودونو د اصلاح او په ځای یې د منطقي او اخلاقي اصولو د راوستلو ښودونکې ګڼي، د هغوي په وینا قرآن په دې ایت کې اسلامي ټولنې ته ښيي چې نیکي او ښېګڼه په اخلاقي او منطقي کړنو کې ده نه په بې بنسټه ظاهري اعمالو کې.[۱۵]

همداراز عبدالله جوادي آملي او محسن قرائتي د دې ایت په اخلاقي لید کې وایي: په دې ایت کې تقوا د نیکۍ او ښېګڼې د چورلیز په توګه معرفي شوې او له ورونو څخه کور ته ننوتل، په سمبولیکه توګه، د اخلاقي اصولو د رعایتولو او په ژوند کې له غیر منطقي شارټ کټس یا لنډو لارو څخه د ډډه کولو ښودونکې دي.[۱۶]

د نازلیدو شأن

د تفسیري روایتونو پر اساس، د بقرې سورې د ۱۸۹ ایت لپاره ځینې شان نزولونه بیان شوې دي:

  • فضل بن حسن طبرسي (وفات ۵۴۸ق) وایي: دا آیت د یهودانو د پوښتنې په ځواب کې نازل شو چې د هلال د فلسفې او هدف په اړه یې پوښتنه کړې وه. هغوي له پېغمبره د میاشتې د هلال د بدلېدو رابدلېدو په اړه پوښتنه وکړه، او خدای د دغه ایت په نازلولو سره د میاشتې له هلاله هدف په ګوته کړ.[۱۷] اهل سنت مفسر فخر رازي (وفات ۶۰۶) وایي: د پوښتنه له پېغمبر(ص) څخه د انصارو دوو کسانو، معاذ بن جبل او ثعلبة بن غنم، کړې وه.[۱۸]
  • د تفسیر نمونه د راپور په اساس د جاهلیت په زمانه کې کې ویل کېدل چې د احرام په وخته له ورونو څخه کورونو ته داخلېدل د احرام له محرماتو څخه دي او باید پرېښودل شي قرآن دغه عقیده رد کړه او ټینګار یې وکړ چې نیکي په تقوا کې ده، نه د خرافي عادتونو په پېروۍ کې او امر کوي چې له صحیح او معمول دروازو باید کورونو ته داخل شئ.[۱۹]
  • د یو بل راپور له مخې، له اسلامه مخکې د جاهلیت په دور کې که به یو کس په یو کار کې ناکامه شو، د کور له وره د داخلېدو په ځای به د شا لخوا کور ته داخلېدو او دا عادت به یې یو کال ساته، خدای تعالی په دې ایت کې دغه شان خرافاتي عمل منع کړی او ټینګار کوي چې نیکي او ښېګڼه په تقوا او په خدای په توکل کې ده، نه د دغه شان بې ځایه عقیدو په پېروۍ کې.[۲۰]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. هاشمی شاهرودی،‌ فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش،‌ ص۱۸۳.
  2. قرائتی، تفسیر نور،‌ ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۹۷.
  3. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن،‌ ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۵۶.
  4. د مثال په توګه وګورئ: سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ج۱،‌ص۱۵۸؛ علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۳۷۴ش، ج۳،‌ ص۴۹۷.
  5. د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی،‌ المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۵۴.
  6. د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۶۰.
  7. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۹، ص۵۳۶-۵۳۷.
  8. جمعی از پژوهشگران، موسوعة الفقه الإسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۳۳۹-۳۴۰.
  9. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش،‌ ج۲، ص۱۳-۱۴.
  10. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۶۸.
  11. صفار، بصائر الدرجات،‌ ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۴۹۹.
  12. کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۶۳-۶۴.
  13. بروجردی،‌ منابع فقه شیعه، ۱۳۸۷ش،‌ج۱، ص۴۲۰.
  14. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن،‌ ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۵۶.
  15. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۹، ص۵۴۶-۵۴۷؛ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما،‌ ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۴۷۷-۴۷۸.
  16. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۹، ص۵۴۹-۵۵۰؛ قرائتی، تفسیر نور،‌ ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۹۹.
  17. طبرسی،‌ مجمع‌البیان، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۰۸.
  18. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۸۱.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش،‌ ج۲، ص۱۲.
  20. ابن‌کیسان، تفسیر ابی بکر الاصمّ، ۱۴۲۸ق، ص۱۲۰.

سرچينې

  • ابن‌کیسان، عبدالرحمن، تفسیر ابی‌بکر الاصمّ، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • بروجردی،‌ سید حسین، منابع فقه شیعه، تهران، فرهنگ سبز، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • جمعی از پژوهشگران، موسوعة الفقه الإسلامي طبقا لمذهب أهل البیت علیهم السلام، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بيت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، اسراء، ۱۳۸۸ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، قم، دارالقرآن الکریم، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • شیخ طوسی،‌ محمد بن حسن، کتاب الخلاف، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی،‌ محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات،‌ قم، مكتبة آيةالله المرعشی النجفی‏، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن،‌ بیروت، الاعلمی فی المطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی،‌ فضل بن حسن، مجمع‌ البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة في أحکام الشریعة، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۳۷۴ش
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور،‌ تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، چاپ اول، ۱۳۸۸ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تهران، مؤسسة الطبع و النشر فی وزارة الإرشاد الإسلامی‏، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ سی و دوم، ۱۳۷۴ش.
  • هاشمی رفسنجانی، اکبر، تفسیر راهنما،‌ قم، بوستان کتاب، چاپ پنجم، ۱۳۸۶ش.
  • هاشمی شاهرودی، محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، قم، مؤسسة دائرة معارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۵ش.