منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د شکر سجده

د wikishia لخوا

د شکر سجده د خدای تعالی د شکر ادا کولو لپاره یوه مستحبه سجده ده چې د شیعه فقهې له مخې، په ځینو مواردو کې لکه له لمانځه وروسته، د نعمت د ترلاسه کولو او د بلا د لرې کېدو پر مهال یې سپارښتنه شوې ده. دا سجده پر ځمکه د تندي په یو ځل اېښودلو سره ترسره کېږي او دوه ځله سجده کول هم مستحب ګڼل شوي دي. په روایتونو کې د دې سجدې لپاره ځینې فضیلتونه بیان شوي دي لکه د الهي رضایت ترلاسه کول او د ثواب زیاتېدل. همدارنګه، د دې سجدې لپاره بېلابېل ذکرونه او دعاګانې، لکه «شُکراً لله» او «عَفواً عَفواً» هم یادې شوې دي.

اهمیت او فضیلت

د شکر سجده له مستحبو اعمالو او د لمانځه له تعقیباتو شمېرل کېږي. په روایتونو کې له لمانځه وروسته د دې سجدې پر ترسره کولو ټینګار شوی او د هغې لپاره د ثواب د زیاتېدو، د ګناهونو د بښنې او د الهي رحمت د لاسته راوړلو په څېر اجرونه یاد شوي. له امام صادق(ع) څخه په یوه روایت کې راغلي چې له لمانځه وروسته د شکر سجده د لمانځه د ارزښت د زیاتېدو او د خدای تعالی د خوښۍ لامل کېږي.[۱] په یوه بل روایت کې د نعمت په خاطر د شکر سجدې ځینې اجرونه بیان شوي دي لکه د نېکیو ثبتېدل، د ګناهونو بښل کېدل او د جنتي درجو لوړېدل.[۲] امام مهدي(عج) هم د شکر سجده له مهمو مستحباتو څخه ګڼلې او هغه یې د واجبو عبادتونو له ادا کولو وروسته له دعا او تسبیح سره برابر بللې ده.[۳]

د استحباب موارد

د شکر سجده مستحبه ده او په لاندې مواردو کې یې پر ترسره کولو ټینګار شوی دی:

  1. له واجبو او مستحبو لمونځونو وروسته؛ په روایتونو کې په تېره بیا د ماښام له لمانځه وروسته د شکر پر سجدې ټینګار شوی دی.[۴]
  2. د نعمت د لاسته راوړلو یا د نعمت د نوي کېدو پر مهال.
  3. د بلا یا مصیبت د لرې کېدو پر مهال.
  4. د نېک کار د ترسره کولو یا د ګناه د پرېښودلو د توفیق ترلاسه کولو وروسته.
  5. د یوه بلاځپلي یا ګناهګار کس د لیدلو پر مهال، د دې لپاره چې انسان د خپلې روغتیا او له داسې حالت څخه د لرې پاتې کېدو شکر ادا کړي.[۵]

د شکر سجدې د کولو څرنګوالی

د شکر سجده پر ځمکه د تندي په یو ځل اېښودلو سره ترسره کېږي؛ که څه هم ځینو فقهاوو دوه ځله سجده کول غوره ګڼلي دي. د دواړو سجدو ترمنځ، لومړی د تندي او مخ ښی اړخ او بیا یې کیڼ اړخ پر ځمکه اېښودل کېږي؛[۶] په فقهي اصطلاح کې دې عمل ته تَعفیر الجَبین ویل کېږي.[۷]

د شکر سجده د پیل تکبیر، تشهد او سلام نه لري.[۸] البته، ځینو فقهاوو له سجدې څخه د سر له پورته کولو وروسته تکبیر ویل مستحب ګڼلي دي.[۹] د دې موضوع په اړه چې د شکر سجدې د تحقق لپاره د سجدې د بدن د نورو غړو پر ځمکه اېښودل هم اړین دي، او که یوازې د تندي اېښودل بسنه کوي، د فقهاوو ترمنځ اختلاف شته.[۱۰]

د شکر سجدې ذکرونه

د شکر سجدې لپاره کوم ځانګړی ذکر نه دی ټاکل شوی چې ویل یې د سجدې د صحت شرط وي؛ بلکې په دې سجده کې د هر ډول ذکر او دعا ویل جایز دي. په روایتونو کې د دې سجدې لپاره بېلابېل ذکرونه او دعاګانې نقل شوې دي. د بېلګې په توګه، امام رضا(ع) په دې سجده کې سل ځله د «شُکراً شُکراً» یا «عَفواً عَفواً» ویلو سپارښتنه کړې ده.[۱۱] له امام صادق(ع) څخه هم روایت شوی دی چې له لمانځه وروسته د شکر په سجده کې لږ تر لږه درې ځله «شُکراً لِلّه» ویل کېږي.[۱۲]

په ځینو روایتونو کې د شکر په سجده کې د «یا رؤوف»، «یا رحیم»، «یا ربّ» او «یا سَیّدي» ویلو او د اهل‌بیت(ع) د ولایت د نعمت شکر ادا کولو سپارښتنه شوې ده.[۱۳] همدارنګه، روایت شوي دي چې امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) به د شکر په سجده کې دا دعا ډېره ویله:«اَسْألُکَ الرّاحَةَ عِنْدَ الْمَوتِ وَ الْعَفْوَ عِندَ الْحِسابِ.» ژباړه: له تا څخه د مرګ پر مهال د هوساینې او د حساب پر مهال د بښنې غوښتنه کوم.[۱۴]

شرطونه او مستحبات

طهارت او قبلې ته مخامخ کېدل د شکر سجدې د صحت شرطونه نه دي؛[۱۵] خو له دې سره سره، دواړه (قبلې ته مخامخ کېدل[۱۶] او طهارت[۱۷]) د دې سجدې له مستحباتو څخه ګڼل شوي دي. د سجدې اوږدول، لاسونه پر ځمکه اېښودل، سینه او ګېډه پر ځمکه نښلول، تعفیر الجبین (لومړی د تندي ښی اړخ او بیا یې کیڼ اړخ پر ځمکه اېښودل) او د روایت شویو دعاګانو لوستل هم مستحب دي. له سجدې څخه د سر له پورته کولو وروسته، د سجدې د ځای مسح کول او بیا پر مخ او د بدن پر مخکینۍ برخه د لاس راکاږل هم په ځینو سرچینو کې له مستحباتو څخه شمېرل شوي دي.[۱۸]

د ځینو جزئیاتو په اړه، لکه د ځای مباح‌والی او د تندي د اېښودلو د ځای صحیح‌والی، د فقهاوو ترمنځ د نظر اختلاف شته.[۱۹]

لومړنۍ د شکر سجده

په ځینو سرچینو کې د لیلة‌المبیت په پېښه کې د پېغمبر(ص) د روغتیا د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته د امام علي(ع) د شکر سجده په اسلام کې لومړنۍ د شکر سجده ګڼل شوې ده. د دې راپور له مخې، کله چې پېغمبر(ص) له مکې څخه مدینې ته د هجرت لپاره وت، امام علي(ع) یې په خپل بستر کې پرېښود او امام علي(ع) د پېغمبر(ص) له روغتیا څخه د ډاډ ترلاسه کولو وروسته د شکر سجده ادا کړه.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ټوک۱، مخ۳۳۳.
  2. ↑ شیخ صدوق، ثواب الأعمال، مخ۳۵.
  3. ↑ مجلسي، بحارالأنوار، ټوک۵۳، مخ۱۶۱؛ حر عاملي، وسائل الشیعه، ټوک۶، مخ۴۰۹.
  4. ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ټوک۱، مخ۳۳۱.
  5. ↑ نجفي، جواهر الکلام، ۱۰ټوک، ۲۳۴-۲۴۰ مخونه؛ طباطبایي یزدي، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، ۵۸۴-۵۸۵ مخونه؛ کرکي، جامع المقاصد، ټوک۲، مخ۳۱۷.
  6. ↑ شهید ثاني، مسالک الأفهام،‌ ټوک۱، مخ۲۲۳؛ بحراني، الحدائق الناضرة، ټوک۸، مخ۳۵۱.
  7. ↑ طریحي، مجمع البحرین، ټوک۳، مخ۴۰۸.
  8. ↑ کرکي، جامع المقاصد، ټوک۲، مخ۳۱۷.
  9. ↑ شیخ طوسي، المبسوط، ټوک۱، مخ۱۱۴.
  10. ↑ کرکي، جامع المقاصد، ټوک۲، مخ۳۱۷؛ بحراني، الحدائق الناضرة، ټوک۸، ۳۴۹-۳۵۰ مخونه.
  11. ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ټوک۱، مخ۳۳۲.
  12. ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ټوک۱، مخ۳۳۳.
  13. ↑ بروجردي، جامع احادیث، ټوک۵، مخ۴۶۹.
  14. ↑ قمي، مفاتیح الجنان، ۹۹-۱۰۲ مخونه.
  15. ↑ علامه حلي، تذکرة الفقهاء، ټوک۱، مخ۱۳۷؛ ټوک۳، مخ۱۵.
  16. ↑ طباطبایي یزدي، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، ۳۱۲-۳۱۳ مخونه.
  17. ↑ نجفي، جواهر الکلام، ټوک۱۰، مخ۲۴۵.
  18. ↑ کرکي، جامع المقاصد، ټوک۲، ۳۱۶-۳۱۷ مخونه؛ بحراني، الحدائق الناضرة، ټوک۸، ۳۴۷-۳۴۹ مخونه؛ ۳۵۲ مخ؛ طباطبایي یزدي، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۸۵.
  19. ↑ کرکي، جامع المقاصد، ټوک۲، مخ۳۱۷؛ کاشف الغطا، کشف الغطاء، ټوک۳، مخ۲۱۵؛ بحراني، الحدائق الناضرة، ټوک۸، ۳۴۹-۳۵۰ مخونه.
  20. ↑ مجلسي، بحار الانوار، ټوک۱۹، مخ۶۰.

سرچينې

  • بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، قم، د اسلامي خپرونو مؤسسه (د قم د مدرسینو د ټولنې اړونده).
  • بروجردي، سید حسین، جامع احادیث الشیعه، ژباړونکي: احمد اسماعیل‌تبار، احمدرضا حسیني، محمدحسین مهوري، تهران، فرهنګ سبز، ۱۳۸۸ ل.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، د اهل‌البیت مؤسسه د میراث د ژوندي کولو لپاره.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، مسالک الافهام، قم، دار الهدی للطباعة والنشر، بې نېټې.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، دار الشریف الرضی للنشر، قم، دوهم چاپ، ۱۴۰۶ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، څېړونکی او سمونکی: غفاري، علي‌اکبر، د اسلامي خپرونو دفتر، قم، دوهم چاپ، ۱۴۱۳ ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷ ل.
  • طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (حاشیه لرونکی)، څېړونکی: احمد محسني سبزوارې، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۹ ق.
  • طریحي، فخرالدین، مجمع البحرین، څېړونکی: سید احمد حسینی، تهران، کتابپلورنځی، ۱۴۱۶ ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، د اهل‌البیت مؤسسه د میراث د ژوندي کولو لپاره.
  • قمي، عباس، مفاتیح الجنان، قم، د اسوه خپرونه، بې نېټې.
  • کاشف‌الغطا، شیخ جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې نېټې.
  • محقق کرکي، علي بن حسین، جامع المقاصد، قم، د آل‌البیت مؤسسه د میراث د ژوندي کولو لپاره، بې نېټې.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۶۵ ل.