منځپانگې ته ورتلل

مسوده:قریش سوره

د wikishia لخوا
قریش سوره
قریش
شمیره۱۰۶
جزء۳۰
آیت۴
مکي/مدنيمکي
نزول۲۹
کلمه۱۷
حرف۷۶


قریش سوره یا ایلاف سوره د قرآن کریم یو سل او شپږمه سوره ده او د مکي سورو له ډلې څخه شمېرل کېږي، چې د قرآن کریم په دېرشمه سيپاره کې راغلې. دې سورې ته ځکه قریش یا ایلاف ویل کېږي چې د قریشو د یووالي او همغږۍ په اړه خبرې کوي. په دې سوره کې خدای پر قریشو خپل نعمتونه او د دغو نعمتونو په وړاندې د هغوی دندې بیان کړې دي. له پېغمبر څخه روایت شوی چې هر څوک قریش سوره تلاوت کړي، خدای به ورته د مسجد الحرام د هر طواف کوونکي او اعتکاف کوونکي په شمېر لس نېکۍ ورکړي.

پېژندنه

  • نوم اېښودنه

دې سورې ته قریش یا ایلاف ویل کېږي؛ ځکه چې د قریشو د یووالي (لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ) په اړه پکې خبرې شوې دي.[۱]

  • د نزول ځای او ترتیب

قریش سوره د قرآن کریم له مکي سورو څخه ده او د نزول په ترتیب کې نهه ویشتمه سوره ده چې پر پېغمبر(ص) نازله شوې ده. د اوسني مصحف په ترتیب کې دا یو سل او شپږمه سوره ده[۲] او د قرآن کریم په دېرشمه سيپاره کې راغلې ده.

  • د آیتونو او کلمو شمېر

قریش سوره ۴ آیتونه، ۱۷ کلمې او ۷۶ توري لري. د حجم له مخې دا د قصارو (لنډو) سورو له ډلې څخه ده.[۳]

مینځپانګه

قریش سوره له پیل څخه تر پایه د قریشو په اړه خبرې کوي او د خدای هغه نعمتونه بیانوي چې پر قریشو یې لورولي دي او همدارنګه د دغو نعمتونو په وړاندې د هغوی مسؤلیتونه څرګندوي.الله تعالی سپارښتنه کوي چې د دې یووالي او همغږۍ بنسټ او محور باید د خدای عبادت او د کعبې د رب بندګي وي؛ هغه ذات چې هغوی یې له لوږې څخه مړې‌خېټې او سوکالۍ ته ورسول، او له وېرې او ناامنۍ څخه یې امنیت او آرام ور په برخه کړ.[۴]د قریشو د دوو سوداګریزو سفرونو څخه موخه دا ده چې هغوی به په اوړي کې شام او په ژمي کې یمن ته د سوداګرۍ لپاره تلل. خلکو د الله د کور (کعبې) د درناوي له امله د قریشو احترام کاوه، او نه یې د هغوی پر سوداګریزو کاروانونو او نه هم پر مکې ښار برید کاوه.[۵]

فیل او قریش سوره د یوې سورې په حکم کې

ځینې مفسرین په دې باور دي چې فیل سوره او قریش سوره د یوې سورې په حکم کې دي؛ ځکه چې د دواړو مطالب له یو بل سره ډېر نږدې تړاو لري. له همدې امله، د لمانځه په هر رکعت کې د یوې بشپړې سورې د لوستلو لپاره، که څوک سوره قریش انتخاب کړي، باید فیل سوره او قریش سوره دواړه یو ځای تلاوت کړي.[۷]د اُبيّ بن کعب په مصحف کې هم دا دواړه د یوې سورې په توګه لیکل شوې وې، په دې توپیر چې د دواړو ترمنځ «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ» نه وه لیکل شوې.[۸]علامه طباطبایي د دې دوو سورو یووالی، د هغوی د محتوا د تړاو له امله، ځینو اهل سنتو او د شیعه علماوو مشهور نظر بللی دی؛ خو د دې نظر دلایل او اسناد یې کمزوري ګڼلي دي. د هغه په اند، له روایتونو څخه یوازې دومره استفاده کېږي چې د فرض لمانځه په یوه رکعت کې د ضحی او انشراح یا فیل او قریش سورو یوځای لوستل جایز دي.[۹]

فضیلتونه او ځانګړنې

  • له پېغمبر(ص) څخه روایت شوی چې هر څوک قریش سوره تلاوت کړي، الله تعالی به هغه ته د مسجد الحرام د هر طواف کوونکي او اعتکاف کوونکي په شمېر لس نېکۍ ورکړي.[۱۰]
  • د امام صادق(ع) له یوه روایت سره سم، د قریش سورې ډېر تلاوت کول د دې سبب ګرځي چې الله تعالی به د قیامت په ورځ هغه کس په داسې حال کې راپاڅوي چې د جنت پر یوې سپرلۍ به سپور وي، تر دې چې د نور پر دسترخوانونو به کښېنول شي.[۱۱]

په ځینو روایتونو کې د دې سورې د ځانګړي ډول تلاوت لپاره ځینې ځانګړنې هم بیان شوې دي؛ لکه د خوړو د مسمومیت مخنیوی او د زړه د ناروغیو درملنه.[۱۲]

مخکنی سوره:
<<
قریش سوره
مکي سورتونه مدني سورتونه
وروستی سوره:
>>

۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آل‌عمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس


فوټ نوټ

  1. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، د نورالثقلین د قرآن او عترت فرهنګي موسسې لخوا چمتو شوی، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.

سرچينې

  • قرآن کریم، د محمدمهدي فولادوند ژباړه، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ل.
  • بحراني، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، د بعثت بنسټ، ۱۴۱۶ق.
  • دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی (د قرآن او قرآن‌پوهنې پوهنغونډ)، ۲ ټوک، د بهاءالدین خرمشاهي په زیار، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ل.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، څېړنه: صادق حسن زاده، تهران، ارمغان طوبی، ۱۳۸۲ل.
  • طباطبايي، محمدحسین، المیزان، قم، د جامعه مدرسین خپرندویه اداره، [بې نېټې].
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: محمدجواد بلاغي، تهران، د ناصر خسرو خپرندویه اداره، ۱۳۷۲ل.
  • معرفت، محمدهادي، آموزش علوم قرآنی، د ابومحمد وکیلي ژباړه، د اسلامي تبلیغاتو سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، ۱۳۷۱ل.
  • علي‌بابایي، احمد، برگزیده تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۸۲ل.