کر اوبه
ونگبڼه
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
کُر اوبه د مطلقو اوبو یوه ټاکلې اندازه ده چې د نجس شی په رسیدو سره نه نجسیږي، او نجس شیان ورسره پاکیدی شي.
د کر اوبو حجم د اوبو هغه مقدار دی چې اوږدوالی، پلنوالی او ژوروالی یې درې نیم لویشتی دی، او فقهاوو یې وزن د ۳۷۶ او ۴۸۰ کیلوګرامو ترمنځ اټکل کړی دی. که چیرې یو ناپاک شی کُر اوبو سره په تماس کې شي، اوبه نه نجسیږي، تر هغه چې رنګ، بوی یا خوند یې بدل نشي. نجس شیان په کُر اوبو سره په یو ځل مینځلو سره پاکیږي.
د کُر د اوبو مقدار او وزن
د فقهاوو د مشهورې نظریې له مخې، په یوه کُر کې د اوبو مقدار د هغه اوبو سره مساوي دی چې اوږدوالی، پلنوالی او ژوروالی یې درې نیم لویشتې وي.[۱] د کُر د اوبو د وزن په اړه څو نظرونه شتون لري: ۳۷۶.۷۴۰ کیلوګرامه، ۳۷۷ کیلوګرامه، او ۳۸۴ کیلوګرامه.[۲] او ویل شوي چې که د اوبو وزن ۴۸۰ کیلوګرامه وي، نو د ټولو فقهاوو په نظر، دا کُر اوبه دي.[۳]
حکمونه
- د اوبو کُر شونه هاله ثابتیږي چې یا انسان په خپله یقین وکړي یا دوه عادل سړي خبر ورکړي. په هغه حالت کې چې یوازې یو عادل یا باوري سړی د اوبو د کُر والي خبر ورکړي، د فقهاوو ترمنځ د هغې د کُر والي د ثبوت په اړه اختلاف شتون لري.[۴]
- کُر اوبه د مطلق اوبو یو ډول او پاکوونکې اوبه دي[۵] او د نجاست سره د تماس له امله نه نجسیږي، مګر دا چې د هغې رنګ، بوی یا خوند د نجاست د تماس له امله بدل شي.[۶] پدې حالت کې، دا یوازې هغه وخت پاکیږي کله چې پورته ذکر شوی بدلون له منځه لاړ شي او د نورو ډیرو اوبو سره یوځای شي او ورسره ګډې شي.[۷]
- نجس شیان په کُر اوبو کې یو ځل مینځلو سره پاکیږي. د فقهاوو ترمنځ په دې اړه اختلاف دی چې ایا د هغوي یو ځل مینځل د هغه شیانو یا د نجس لوښي د پاکولو لپاره کافي دي چې په متیازو سره نجس شوي وي که نه، په دې اړه هم اختلاف دی چې ایا د ناپاکو شیانو لکه جامو، چې اوبه ورته ورننوځي، فشار ورکول لازم دي که نه.[۸] په هرصورت، د هغو شیانو په اړه چې په تشو متیازو سره نجس شوی وي او نجس لوښي، مشهوره خبره دا ده چې د هغوي څو ځله مینځل لازم ندي.[۹]
- که موږ شک ولرو چې اوبه لا هم کُر دي که نه، موږ باید هغه کُر وګڼو، او که موږ شک وکړو چې د قلیل اوبه د کُر مقدار ته رسیدلي دي که نه، موږ باید هم هغه قلیلې وګڼو.[۱۰]
- هغه قلیلې اوبه چې کُر شوي دي او نجس شي ورته هم رسیدلی دی، خو دا معلومه نه ده چې دا رسیدل له کر شونې وروسته و که وړاندې، هغه پاکې دي.[۱۱]
- هغه اوبه چې کُر وې او قلیل شوي دي او نجاست ورته رسیدل دی خو معلومه نه ده چې دا رسیدل له قلیل کیدو مخکې وو که وروسته، نو دا اوبه پاکې دي.[۱۲]
فوټ نوټ
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۷۲ـ۱۷۳
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع؛ مسأله۱۶، ۱۳۷۸ش، ټوک۱، مخ۳۸-۳۹.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع؛ مسأله ۱۶، ۱۳۷۸ش، ټوک۱، مخ۳۸-۳۹.
- ↑ طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۴۶.
- ↑ طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۵۳-۱۵۴.
- ↑ طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۴۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۱۳ـ۱۱۴.
- ↑ موسوی سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ټوک۱۸، مخ۳۳ و ۴۰.
- ↑ طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۳۶-۳۷.
- ↑ خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۱۴.
- ↑ خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۱۴.
سرچينې
- بنيهاشمي خمیني، محمدحسن، توضیح المسائل مراجع مطابق با فتاوای دوازده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، د قم د حوزې علمي د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۷۸هـش.
- خمیني، روحالله، تحریر الوسیله، څېړنه او خپرونه: د امام خمیني قدس سره د آثارو د برابرولو او نشر مؤسسه، تهران، د عروج مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۹۲هـش / ۱۴۳۴ق.
- طباطبایي یزدي، سید کاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (له حاشیو سره)، قم، د قم د حوزې علمي د مدرسینو ټولنه، ۱۴۱۹ق.
- موسوي سبزواري، سید عبدالاعلی، مهذب الأحکام في بیان الحلال والحرام، قم، د المنار مؤسسه، ۱۴۱۳–۱۴۱۷ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۰۴ق.
- هاشمي شاهرودي، سید محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم السلام، قم، د اهلبیت(ع) پر مذهب د اسلامي فقه د دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۳۸۲هـش.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||