منځپانگې ته ورتلل

مسوده:تکاثر سوره

د wikishia لخوا
تکاثر سوره
تکاثر
شمیره۱۰۲
جزء۳۰
آیت۸
مکي/مدنيمکي
نزول۱۶
کلمه۲۸
حرف۱۲۳


تکاثر سوره د قرآن کریم ۱۰۲م سورت او له مکي سورتونو څخه دی، چې د قرآن کریم په دېرشم سيپاره کې ځای لري. د «تکاثر» کلمه، چې د شتمنۍ، مقام او لویوالي په برخه کې د یو بل سره د سیالۍ او فخر کولو معنا لري، د دې سورت په لومړي آیت کې راغلې ده او له همدې امله سورت ته «التکاثر» نوم ورکړل شوی دی. دا سورت هغه کسان رټي چې په مال، اولاد او پلویانو باندې یو پر بل ویاړي او وایي چې ژر به د هغو نعمتونو په اړه، چې الله تعالی ورکړي، ترې پوښتنه وشي. د دې سورت د تلاوت د فضیلت په اړه روایت شوی چې د دې سورت لوستل د قرآن کریم د زر آیتونو د تلاوت له ثواب سره برابر دي.

پېژندنه

د تکاثر سورې لومړۍ او دویمې آیتونه
  • نومول

دا سورت تَکاثُر نومول شوی، ځکه چې دا کلمه د سورت په لومړۍ آیت کې راغلې ده.[۱] تکاثر د مال، عزت، ټولنیز مقام او شتمنیو په برخه کې له یو بل سره سیالي، فخر او ځان لوړ ګڼلو ته وایي.[۲] سیوطي په الدر المنثور کې روایت کړی چې د رسول الله(ص) صحابه‌و دې سورت ته «المُغَیِّرَه» هم ویل.[۳]

  • د نزول ترتیب او ځای

تکاثر سوره له مکي سورتونو څخه دی او د نزول د ترتیب له مخې شپاړسم سورت دی چې پر رسول الله(ص) نازل شوی دی. دا سوره د اوسني مصحف په ترتیب کې ۱۰۲م سورې دی[۴] او د قرآن کریم په دېرشمه سيپاره کې راغلی. المیزان د آیتونو د سیاق او نظم له مخې احتمال ورکړی چې دا سورت مکي یا مدني کېدای شي.[۵]

  • د آیتونو شمېر او نورې ځانګړتیاوې

تکاثر سوره ۸ آیتونه، ۲۸ کلمې او ۱۲۳ توري لري. د حجم له مخې دا سورت د مفصلات له ډلې څخه دی، یعنې آیتونه یې لنډ دي.[۶]

محتوا

تکاثر سورت خلک د دې لپاره رټي چې د مال، اولاد او پلویانو په زیاتولو کې له یو بل سره سیالي کوي؛ هغه ځانګړنه چې انسان له الله تعالی او حقیقي نېکمرغۍ څخه غافلوي.دا سورت همدارنګه خبرداری ورکوي چې دا ډول کسان به ډېر ژر د خپلو بې‌ګټې بوختیاوو پایله وویني او په نږدې راتلونکي کې به د هغو الهي نعمتونو په اړه ترې حساب واخیستل شي چې دوی ته ورکړل شوي دي.[۷] د تکاثر کلمه په قرآن کریم کې دوه ځله کارول شوې ده؛ یو ځل په همدې سورت کې او بل ځل د حدید سورت په ۲۰م آیت کې.[یادونه ۱] علامه مصطفوي په التحقیق کې باور لري چې د «تکاثر» په کلمه کې د دوام او پرله‌پسې والي مفهوم نغښتی دی.[۸] له همدې امله، هغه څه چې په التکاثر سورت کې سخت غندل شوي، دا دي چې انسان په دوامداره توګه د مال، شتمنۍ او د خپلو کسانو د شمېر له لارې ځان لوړ وښيي، فخر وکړي او ټولنیز مقام ترلاسه کړي.

د نزول شأن

په مجمع البیان تفسیر کې د دې سورت لپاره د نزول څو سببونه بیان شوي دي. په یوه روایت کې راغلي چې دا سورت د قریشو د دوو قبیلو، د عبدمناف بن قصی د اولادونو او د سهم بن عمر د اولادونو په اړه نازل شوی دی. دواړو قبیلو یو پر بل ویاړ کاوه او ویل یې چې زموږ مشران او اشراف ډېر دي. هغوی خپل مشران وشمېرل، نو د بني عبدمناف د مشرانو شمېر تر مقابل لوري زیات شو. وروسته د بني سهم خلکو وویل چې راځئ خپل مړي هم وشمېرو. هغوی هدیرې ته ولاړل، قبرونه یې وشمېرل او د مړو شمېر یې هم حساب کړ. په دې توګه د بني سهم شمېر تر بني عبدمناف زیات شو، ځکه چې د جاهلیت په دوره کې د هغوی نفوس ډېر و.[۱۰]

د امام علي(ع) په وینا کې د «أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ» آیت

امام علي(ع) په نهج البلاغه کې د یوې خطبې په ترڅ کې د «أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ» آیت تشریح کړې ده. امام(ع) د تکاثر سورې د لومړیو دوو آیتونو تر تلاوت وروسته، دا خبره د حیرانتیا وړ ګڼي چې خلک د مړو له حاله د عبرت اخیستلو پر ځای، هغوی د فخر او ویاړ وسیله ګرځوي.هغه فرمایي چې له مرګ څخه غافل انسانانو ته ښایي د خپلو پلرونو پر قبرونو او د مړو پر شمېر د ویاړ کولو پر ځای، د هغوی له برخلیک او حالت څخه عبرت واخلي، او د تکبر او ځان‌لوړتیا پر ځای تواضع او عاجزي غوره کړي.امام(ع) د مړو له حاله د عبرت لپاره همدا کافي بولي چې نن هغه کسان چې پر خپلو مړو ویاړي، د هغوی پر ککریو قدمونه ږدي، د هغوی پر جسدونو کروندې کوي، د هغوی له پرېښودل شوو مالونو څخه ګټه اخلي او د هغوی په ورانو کورونو کې ژوند کوي؛ حال دا چې همدغه مړي یو وخت د تلپاتې عزت، لوړ مقام او ویاړ خاوندان وو. ځینې واکمن پاچاهان او ځینې عزتمند خلک وو، خو بالاخره برزخ ته ولاړل، ځمکې هغوی په خپل غېږ کې واخیستل، د هغوی غوښې یې وخوړې او وینې یې وڅښلې، او اوس بې‌حرکته د خپلو قبرونو په ژورو کې پراته دي.[۱۱]

د اهل بیتو نعمت او د هغه په اړه پوښتنه

د تکاثر سورې په وروستي آیت کې راغلي چې په آخرت کې به له انسانانو څخه د نعمتونو په اړه پوښتنه کېږي، یعنې دا چې انسان دغه نعمتونه په کومه لاره مصرف کړي دي.له امام صادق(ع) څخه په یوه روایت کې راغلي چې په دې آیت کې له «نعیم» څخه مراد اهل بیت(ع) دي. په دې روایت کې راغلي چې ابوحنیفه ـ چې د اهل سنتو له مشهورو عالمانو څخه و ـ د دې آیت د معنا په اړه له امام صادق(ع) څخه پوښتنه وکړه. امام(ع) ترې وپوښتل: ستا په اند په دې آیت کې له "نعیم" څخه څه مراد دي؟ ابوحنیفه ځواب ورکړ: مراد خواړه او اوبه دي. امام صادق(ع) وفرمایل: که خدای وغواړي چې د قیامت په ورځ د هرې مړۍ او هر څاڅکي اوبو په اړه پوښتنه وکړي، نو ته به ډېر وخت د حساب لپاره ولاړ یې. بلکې له "نعیم" څخه مراد موږ اهل بیت یو، هغه نعمت چې الله تعالی زموږ په وسیله د خلکو ترمنځ مینه او یووالی پیدا کړ، وروسته له دې چې هغوی له یو بل سره اختلاف او دښمني لرله. الله تعالی د اسلام هدایت هم زموږ په وسیله ورکړ. همدا هغه نعمت دی چې الله تعالی به یې په اړه پوښتنه وکړي؛ یعنې د رسول الله(ص) او د هغه د اهل بیتو نعمت.[۱۲] شیعه مفسر علامه طباطبایي، په المیزان کې څرګندوي چې په آخرت کې د نعمتونو په اړه پوښتنه له دې امله کېږي چې څرګنده شي انسان له هر الهي نعمت څخه د خپل کمال او د الله تعالی د تقرب د ترلاسه کولو لپاره د عبودیت په لاره کې ګټه اخیستې که نه؟ په حقیقت کې د نعمت په اړه پوښتنه د ژوند په ټولو چارو کې د دین د عملي کولو په اړه پوښتنه ده. طبیعي ده چې دا پوښتنه په اصل کې د رسول الله(ص) او له هغه وروسته د امامانو(ع) د نعمت په اړه ده، ځکه الله تعالی د هغوی اطاعت خپل لوري ته د رسېدو (سلوک الی الله) لپاره واجب ګرځولی دی، او د دې لارې څرنګوالی هم رسول الله(ص) او د شیعو امامانو د الهي نعمتونو د سمې استفادې له لارې بیان کړی دی.[یادونه ۲] هغه روایتونه چې په دې آیت کې «نعیم» د ولایت نعمت ګڼي، هم د همدې مطلب تأیید کوي.[۱۳]

فضیلت او ځانګړتیاوې

د تکاثر سورت د تلاوت د فضیلت په اړه په روایتونو کې راغلي چې که څوک دا سورت تلاوت کړي، الله تعالی به په دنیا کې د ورکړو نعمتونو حساب ورسره ونه کړي، او داسې به وي لکه د قرآن کریم زر آیتونه یې چې لوستي وي.[۱۴] له امام صادق(ع) څخه هم روایت شوی چې هر څوک دا سورت په خپلو فرضي لمونځونو کې ولولي، الله تعالی به ورته د سلو شهیدانو ثواب ولیکي، او که یې په مستحبي لمونځونو کې ولولي، د پنځوسو شهیدانو ثواب به ورکړل شي. همدارنګه د فرضي لمانځه پر مهال به څلوېښت لیکې ملائکې ورسره یو ځای لمونځ کوي.[۱۵] په ځینو روایتونو کې د دې سورت نورې ځانګړتیاوې هم بیان شوې دي، چې له هغو څخه یوه دا ده چې تلاوت کوونکی به د بلې ورځې تر ماښامه پورې د الهي ساتنې لاندې وي.[۱۶] همدارنګه په الدر المنثور کې له رسول الله(ص) څخه روایت شوی چې فرمایي:«هر څوک چې د خوب پر مهال په رښتینې نیت سره تکاثر سوره تلاوت کړي، الله تعالی به هغه ته اویا زره نېکۍ ورکړي، اویا زره ګناهونه به یې وبښي او اویا زره درجې به ورته لوړې کړي. دغه کس به وکولای شي د خپلې کورنۍ، ګاونډیانو او دوستانو شفاعت وکړي، او الله تعالی به د نکیر او منکر فرښتو پوښتنې ورته اسانه کړي.»[۱۷] د لیلة الدفن د لمانځه له ډولونو څخه یو دا دی چې په لومړي رکعت کې له حمد سورې وروسته دوه ځله توحید سوره ولوستل شي، او په دوهم رکعت کې له حمد سورې وروسته لس ځله تکاثر سوره تلاوت شي.[۱۸]

مخکنی سوره:
<<
تکاثر سوره
مکي سورتونه مدني سورتونه
وروستی سوره:
>>

۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آل‌عمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس


فوټ نوټ

  1. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۷.
  2. راغب اصفهانی، مفردات الفاظ القرآن، ذیل واژه «کثر».
  3. https://shamela.ws/book/12884/7233#p1 سیوطی، الدر المنثو، ټوک۸، مخ۵۰۹.
  4. معرفت، آموزش علوم قرآن، ټوک۲، مخ۱۶۶.
  5. طباطبایی، المیزان، ټوک۲۰، مخ۳۵۱.
  6. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۷.
  7. طباطبایی، المیزان، ټوک۲۰، ۳۵۱-۳۵۲مخونه.
  8. مصطفوی، حسن، التحقيق في كلمات القرآن الكريم، ټوک۱۰، مخ۲۷.
  9. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، د نورالثقلین د قرآن او عترت فرهنګي موسسې لخوا چمتو شوی، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
  10. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱۰، مخ۸۱۱.
  11. نهج البلاغه، خ ۲۲۱ د محمد دشتي ژباړه، http://farsi.balaghah.net/content/
  12. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱۰، مخ۸۱۳.
  13. طباطبایی، المیزان، ټوک۲۰، مخ۳۵۴.
  14. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱۰، مخ۸۱۰.
  15. شیخ صدوق، ثواب الاعمال، مخ۱۲۵.
  16. بحرانی، البرهان، ټوک۵، مخ۷۴۳.
  17. سیوطی، الدرالمنثور، ټوک۶، مخ۶۸۶.
  18. قمی، مفاتیح الجنان، نماز های مستحبه (مستحب لمونځونه).

یادونه

  1. اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ؛ ژباړه: پوه شئ چې د دنیا ژوند په حقیقت کې یوازې لوبه، ساعت تېري، سینګار (ښکلا)، په خپلو منځو کې پر یو بل فخر کول، او په مالونو او اولادونو کې د ډېروالي غوښتنه ده.
  2. فالسؤال عن النعيم مرجعه السؤال عن العمل بالدين في كل حركة وسكون ومن المعلوم أيضا أن السؤال عن النعيم الذي هو الدين سؤال عن النبي صلى‌الله‌عليه‌وآله والأئمة من بعده الذين افترض الله طاعتهم وأوجب اتباعهم في السلوك إلى الله الذي طريقه استعمال النعم كما بينه الرسول والأئمة.

سرچينې

  • قرآن کریم، د محمدمهدي فولادوند ژباړه، تهران، دار القرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ل.
  • بحراني، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، د بعثت بنسټ، ۱۴۱۶ق.
  • دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی (د قرآن او قرآن‌پوهنې پوهنغونډ)، ۲ ټوک، د بهاءالدین خرمشاهي په زیار، تهران: دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ل.
  • راغب اصفهاني، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، د صفوان عدنان داوودي په څېړنه، بیروت، دار الشامیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضي، دویم چاپ، ۱۴۰۶ق.
  • طباطبايي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۹۷۴م.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، د فضل‌الله یزدي طباطبايي او هاشم رسولي په سمون، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ل.
  • قمي، عباس، مفاتیح الجنان، قم، د آیین دانش خپرونې، اتلسم چاپ، ۱۳۹۰ل.
  • معرفت، محمدهادي، آموزش علوم قرآن، [بې ځایه]، د اسلامي تبلیغاتو سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۷۱ل.