مسوده:د ظهور د وخت ټاکل
| د ظهور نښې | |
د ظهور د وخت ټاکل یا د ظهور د زمانې په ګوته کول، د امام مهدي(عج) د ظهور او راڅرګندېدو لپاره د یوه مشخص وخت ټاکلو ته ویل کېږي؛ لکه د ظهور د کال، میاشتې، ورځې یا ساعت ټاکل. په شیعه روایتونو کې د ظهور د وخت له ټاکلو څخه منع شوې ده او هغه کسان چې د ظهور لپاره وخت ټاکي، دروغجن بلل شوي دي. د دغو روایتونو له مخې، د ظهور وخت له غیبي چارو څخه دی او علم یې له الله تعالی سره دی.
په شیعه معارفو کې د ظهور د وخت ټاکلو حیثیت
د ظهور د وخت ټاکل، د شیعیانو د دولسم امام حضرت مهدي(عج) د ظهور لپاره د یوه دقیق وخت، لکه ساعت، ورځې، میاشتې یا کال مشخصولو ته ویل کېږي.[۱]
د شیعهوو په روایي سرچینو کې د ظهور د وخت د نامعلوموالي، د وخت له ټاکلو څخه د منع کېدو او د وخت ټاکونکو د دروغجنو بللو په اړه روایتونه نقل شوي دي.[۲] شیخ طوسي د دغو روایتونو پر بنسټ د ظهور وخت نامعلوم بللی او څرګنده کړې یې ده چې انسانان د هغه وخت علم نه لري.[۳] ځینو هم د ظهور د وخت له ټاکلو څخه ډډه کول او د وخت ټاکونکو دروغجن ګڼل، د غیبت په دوران کې د شیعیانو له دندو څخه بللي دي.[۴]
په یو شمېر روایتونو کې د ظهور وخت له غیبي چارو څخه ګڼل شوی او پر هغه پوهه یوازې الله تعالی ته ځانګړې شوې ده.[۵] په ځینو دغو روایتونو کې د امام مهدي(عج) ظهور له ساعت (قیامت) سره تشبیه شوی، چې له الله تعالی پرته یې بل څوک له وخت څخه نه دي خبر.[۶]
د ظهور د وخت له ټاکلو څخه د منع کېدو حکمت
ځینو څېړونکو د روایتونو[۷] پر بنسټ، د مؤمنانو د هیلې او چمتووالي ساتل د ظهور د وخت د نامعلوموالي له حکمتونو څخه بللي دي. د دې لیدلوري له مخې، د ظهور لپاره د یوه مشخص وخت ټاکل او په هغه وخت کې د ظهور نه ترسره کېدل، د ځینو کسانو د ناهیلۍ یا د مهدویت د ښوونو په اړه د شک او تردید لامل کېدای شي.[۸] ځینو عالمانو دا مسئله له بداء سره هم تړلې بللې ده. د دې لیدلوري له مخې، د ځینو چارو د تحقق وخت د الهي مصلحت له مخې بدلېدای شي؛ له همدې امله، د ظهور د وخت ټاکل او په اعلان شوي وخت کې د هغه نه تحقق، د شک او تردید زمینه برابرولای شي.[۹] همدارنګه، په ځینو سرچینو کې له عام افشا کېدو څخه د ظهور د وخت ساتنه هم د هغه د نامعلوموالي له حکمتونو څخه یوه بلل شوې ده.[۱۰]
د ظهور د وخت ټاکل او د ظهور د وخت په اړه روایتونه
په ځینو مهدویت روایتونو کې د هغو پېښو د وخت په اړه چې د ظهور تر مخه رامنځته کېږي، لکه د سفیاني راوتل او آسماني غږ، او همدارنګه د جمعې او عاشورا په څېر ورځې د ظهور د وخت په توګه یادې شوې دي. د ځینو څېړونکو په وینا، له دغو روایتونو څخه د ظهور د وخت د ټاکلو یو ډول اخستون شوی دی.[۱۱] په مقابل کې، ځینو عالمانو دغه اخستون نه دی منلی او د ظهور د وخت ټاکلو او د ظهور اړوندو پېښو د وخت یا ځانګړتیاوو د بیانولو ترمنځ یې توپیر کړی دی. د دې لیدلوري له مخې، د ظهور د ځینو نښو یا پېښو د وخت یادول، د ظهور لپاره د یوې مشخصې نېټې د ټاکلو په معنا نه دي.[۱۲]
د ظهور د وخت ټاکلو بېلګې
د راپورونو له مخې، د ظهور د وخت ټاکل کله ناکله د ظهور د نښو پر معاصرو اشخاصو، حکومتونو یا پېښو د تطبیق په بڼه مطرح شوي دي. د رسول جعفریان په وینا، د علامه مجلسي په ځینو آثارو کې[۱۳] د ظهور یو شمېر نښې د صفوي دولت پر حکومت تطبیق شوې دي. د مجلسي معاصر سید محمد میرلُوحي په دې ډول تطبیق نیوکه کړې او هغه یې د ظهور د وخت ټاکلو له بېلګو څخه ګڼلی دی.[۱۴]
همدارنګه، محمدتقي بهجت ته داسې وینا منسوبه شوې چې ګواکې سپینږیرو ته یې د ظهور د درک کولو زېری ورکړی و؛[۱۵] دغه وینا د ظهور د وخت ټاکلو د یوې بېلګې په توګه مطرح شوې ده. البته، د هغه دفتر دغه نسبت رد کړی دی.[۱۶] په «ظهور بسیار نزدیک است» مستند فلم کې، چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې جوړ شوی و، د روایتونو ځینې نښې د هغه وخت پر سیاسي پېښو او شخصیتونو تطبیق شوې وې او د امام مهدي(عج) ظهور نږدې بلل شوی و.[۱۷] دغه مستند فلم د تقلید د مراجعو[۱۸] او د مهدویت د تخصصي مرکزونو[۱۹] غبرګونونه راوپارول.
فوټ نوټ
- ↑ سلیمیان، «تحلیل مفهومی توقیت ظهور حضرت مهدی(عج)...»، مخ۱۷۴.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۱، مخ۳۶۸؛ ابنبابویه، الإمامة و التبصرة من الحیرة، مخ۹۵؛ نعماني، الغیبة، مخ۲۸۹؛ شیخ صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، ټوک۲، مخ۴۸۳.
- ↑ طوسي، الغیبة، مخ۴۲۵.
- ↑ اصفهاني، مکیال المکارم، ټوک۲، مخ۳۸۷.
- ↑ حلي، مختصر البصائر، مخ۴۳۴؛ شیخ حر عاملي، إثبات الهداة، ټوک۵، مخ۲۶۱؛ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۵۳، مخ۳.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۱، مخ۴۳۱.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۱، مخ۳۶۹؛ نعماني، الغیبة، مخ۲۹۶.
- ↑ ګودرزي، «تعیین وقت برای ظهور(توقیت)»، مخ۵۷.
- ↑ اصفهاني، مکیال المکارم، ټوک۲، ۳۹۰-۳۹۱ مخونه.
- ↑ اصفهاني، مکیال المکارم، ټوک۲، مخ۳۷۵.
- ↑ سلیمیان، «تحلیل مفهومی توقیت ظهور حضرت مهدی(عج)...»، مخ ۱۸۱.
- ↑ سلیمیان، «تحلیل مفهومی توقیت ظهور حضرت مهدی(عج)...»، مخ ۱۸۲.
- ↑ مجلسي، کتاب رجعت، ۵۳-۶۴ مخونه؛ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۵۲، مخ۲۴۳.
- ↑ جعفریان، «نظریه اتصال دولت صفویه با دولت صاحب الزمان علیه السلام»، مخ۷۴۸.
- ↑ «دربارهی سخنان آیتالله بهجت و ناصری پیرامون ظهور»، د انصاف نیوز وېبپاڼه.
- ↑ «مطلب هشتم: تعیین وقت ظهور؛ بررسی برخی از شایعات منتسب به آیت الله بهجت قدسسره»، د آیه الله بهجت د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «همه چیز درباره مستندی به نام ظهور بسیار نزدیک است»، د پرسمان وېبپاڼه.
- ↑ «پاسخ آیت الله مکارم شیرازی...»، د حوزې د اطلاع رسولو وېبپاڼه؛ «نظر علما در مورد مستند ظهور بسیار نزدیک است»، د دارالصادق کلتوري مؤسسې وېبپاڼه.
- ↑ «انتقاد مدیر مرکز تخصصی مهدویت از یک مستند جنجالی»، د فارس خبري آژانس.
سرچينې
- ابنبابویه، علي بن حسین، الإمامة و التبصرة من الحیرة، سموونکی: مدرسة الإمام المهدی عجّل الله تعالی فرجه الشریف، قم، مدرسة الإمام المهدی عجّل الله تعالی فرجه الشریف، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ هـ ق.
- اصفهاني، محمدتقي، مکیال المکارم فی فوائد الدعاء للقائم، قم، مؤسسة الإمام المهدی (علیه السلام)، لومړی چاپ، ۱۴۲۸ هـ ق.
- جعفریان، رسول، «نظریه اتصال دولت صفویه با دولت صاحب الزمان علیه السلام (نمونه های تاریخی) به ضمیمه رساله شرح حدیث دولتنا فی آخرالزمان»، پیام بهارستان، درېیم کال – ۱۱ شمېره، پسرلي ۱۳۹۰ هـ ل.
- حلّي، حسن بن سلیمان، مختصر البصائر، سموونکی: مظفر، مشتاق، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ هـ ق.
- سلیميان، خدامرد، «تحلیل مفهومی توقیت ظهور حضرت مهدی(عج) و کارکرد آن در تعیین مصداق»، جامعه مهدوی، ۱۱ شمېره، پسرلي او دوبي ۱۴۰۴ هـ ل.
- شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، إثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، اعلمي، لومړی چاپ، ۱۴۲۵ هـ ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، کمال الدین و تمام النعمة، سموونکی: علياکبر غفاري، تهران، اسلامیه، لومړی چاپ، ۱۳۹۵ هـ ق.
- طوسي، محمد بن الحسن، کتاب الغیبة للحجة، سموونکی: تهراني، عباد الله و ناصح، علي احمد، قم، دار المعارف الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ هـ ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سموونکی: غفاري علياکبر و آخوندي، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۰۷ هـ ق.
- ګودرزي، مجتبي، «تعیین وقت برای ظهور(توقیت)»، د مهدویت د نړیوال کنفرانس، مهدویت او ننګونې (لومړی ټوک)، ۱۳۹۸ هـ ل.
- مجلسي، محمدباقر، کتاب رجعت، څېړنه: سید حسن موسوي، قم، دلیل ما، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ هـ ل.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر الاخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ هـ ق.
- نعماني، محمد بن ابراهیم، الغیبة، سموونکی: علياکبر غفاري، تهران، نشر صدوق، لومړی چاپ، ۱۳۹۷ هـ ق.
- «دربارهی سخنان آیتالله بهجت و ناصری پیرامون ظهور»(د ظهور په اړه د آیت الله بهجت او ناصري د ویناوو په باب)، د انصاف نیوز وېبپاڼه، د خبر د درج نېټه: د ۱۴۰۱ ل د وږی ۶مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل د لیندی ۴مه.
- «مطلب هشتم: تعیین وقت ظهور؛ بررسی برخی از شایعات منتسب به آیت الله بهجت قدسسره» (اتم مطلب: د ظهور د وخت ټاکل؛ آیتالله بهجت قدسسره ته د منسوبو ځینو اوازو څېړنه)، د آیتالله بهجت د دفتر وېبپاڼه، د خبر د درج نېټه: د ۱۳۹۸ ل د لړم ۷مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل د لیندی ۴مه.
- «همه چیز درباره مستندی به نام ظهور بسیار نزدیک است»(د «ظهور بسیار نزدیک است» په نامه مستند په اړه هر څه)، د پرسمان وېبپاڼه، د خبر د درج نېټه: د ۱۳۹۰ ل د وری ۲۳مه، د ۱۴۰۵ ل د لیندی ۴مه.
- «پاسخ آیت الله مکارم شیرازی به سؤالاتی پیرامون مستند ظهور نزدیک است»(د «ظهور نزدیک است» مستند په اړه پوښتنو ته د آیتالله مکارم شیرازي ځواب)، د حوزه خبري اژانس، د خبر د درج نېټه: د ۱۳۹۰ ل د وری ۳۰مه، د ۱۴۰۵ ل د لیندی ۴مه.
- «نظر علما در مورد مستند ظهور بسیار نزدیک است»(د «ظهور بسیار نزدیک است» مستند په اړه د علماوو نظر)، د دارالصادق کلتوري مؤسسې وېبپاڼه، د ۱۴۰۵ ل د لیندی ۴مه.
- «انتقاد مدیر مرکز تخصصی مهدویت از یک مستند جنجالی»(د مهدویت د تخصصي مرکز د مدیر نیوکه پر یوه جنجالي مستند)، د فارس خبري اژانس، د خبر د درج نېټه: د ۱۳۹۰ ل د وری ۱۹مه، د ۱۴۰۵ ل د لیندی ۴مه.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||