منځپانگې ته ورتلل

مسوده:شراب څښل

د wikishia لخوا

شراب څښل د هر ډول مستوونکي څښاک استعمال ته ویل کېږي، او په اسلام کې له کبیره ګناهونو څخه شمېرل کېږي. د قرآن، روایاتو او د فقیهانو د اجماع پر بنسټ، د هر ډول شراب څښل حرام دي، او دا توپیر نه کوي چې له انګورو، خرما، مویزو (اوسکو)، یا بل شي څخه جوړ شوی وي. فقیهان شراب‌څښونکی فاسق ګڼي او باور لري چې هغوی ته زکات ورکول جایز نه دي او د هغوی شهادت نه منل کېږي.

د شراب د حرمت حکم په قرآن کې بیان شوی دی. په اسلامي فقه کې د شراب‌خورۍ لپاره د حد سزا ټاکل شوې ده چې اتیا دُرې (کوړې) دي. البته که چا شراب څښلي وي او د شاهدانو له شهادت وړاندې توبه وکړي، سزا نه ورکول کیږي.

د شراب څښلو حرمت

شراب څښل، یعنې د هر ډول مستوونکي مایع(اوبلن شي) څښل.[۱] په اسلام کې شراب‌خوري حرامه ده[۲] او د کبیره ګناهونو له ډلې شمېرل کېږي.[۳] په اسلام دین کې د شراب د خوړلو حرمت له هغو مسلمو او منل شویو مسایلو څخه دی چې د ټولو مسلمانانو ترمنځ پرې اتفاق دی، او د دین له ضروري احکامو څخه ګڼل کېږي؛ تر دې حده چې که څوک یې حلال وبولي، کافر بلل کېږي.[۴] په قرآني آیتونو کې له شراب څخه د خمر په نوم یادونه شوې ده.[۵] په فقهي کتابونو کې هم همدا معنا کارول شوې ده.[۶]

د شراب څښلو ځینې فقهي احکام

د فقیهانو د فتوو له مخې، ټول مستوونکي څښاکونه، له هرې مادې څخه چې جوړ وي؛ لکه د انګورو شراب (خمر)، د خرما شراب (نبیذ)، د مویز شراب (نقیع)، د شاتو شراب (بِتع)، د وربشو شراب (مِزر)، مُنصِف (د شیدو او شرابو ګډ څښاک)، فَضیخ (یو ډول نارس نبیذ)، او همدارنګه د غنمو او جوارو څخه جوړ مستوونکي څښاکونه، یو شان شرعي حکم لري او څښل یې حرام دي.[۷]

فقیهان شراب‌څښونکی فاسق ګڼي[۸] او باور لري چې په هغو چارو کې چې عدالت ته اړتیا وي، لکه شهادت ورکول، شراب‌څښونکی صلاحیت نه لري.[۹] د اسلامي روایاتو پر بنسټ، حتی د تقیې په حالت کې هم د شراب څښل جایز نه دي.[۱۰]

محقق بحراني، چې د دولسمې قمري پېړۍ له امامیه شیعه علماوو څخه دی، شراب‌څښونکي ته د زکات ورکول جایز نه ګڼي.[۱۱] د دیارلسمې پېړۍ شیعه فقیه، صاحب جواهر، د روایاتو پر بنسټ له فاسق سره د واده کراهت بیان کړی او دا حکم یې د شراب‌څښونکي په اړه لا سخت او مؤکد بللی، او ویلي یې دي چې په روایاتو کې[۱۲] له شراب‌څښونکي سره واده کول د خپلوانو د اړیکو پرې کولو په څېر ګڼل شوی دی.[۱۳]

په روایاتو کې د شراب څښلو غندنه

په اسلامي روایاتو کې د شراب‌خورۍ د بدوالي او همدارنګه له شراب‌څښونکو سره د چلند د څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي. له دې جملې څخه دا هم راغلي چې د شراب‌څښونکي لمونځ تر څلوېښتو ورځو نه قبلیږي او دا چې د شراب څښل د لمانځه تر پرېښودو هم بدتر دي.[۱۴] همدارنګه شراب‌څښونکی له کافر او بت‌پرست سره تشبیه شوی او ویل شوي چې هغه له شفاعت او جنت څخه محروم دی. د ټولنیزو اړیکو په برخه کې هم راغلي چې شراب‌څښونکي ته سلام کول، د هغه پوښتنه (عیادت)، او د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون کول جایز نه دي.[۱۵]

په اسلام کې د شراب څښلو د حرمت د اعلان وخت او څرنګوالی

د شراب‌خورۍ د حرمت د حکم د اعلان په وخت او څرنګوالي کې دوه بېلابېل نظرونه شته دي: «ناڅاپي یا په یو ځای تحریم» او «تدریجي تحریم». د دغو دوو نظرونو ترمنځ اصلي اختلاف دې ته ورګرځي چې ایا د خمر د تحریم آیتونه مکي دي[۱۶] که مدني دي.[۱۷]

په اسلامي روایاتو کې د شراب څښلو د تحریم فلسفه

آیت‌الله بروجردي د خمر د حرمت د علت په اړه د یوه سوېډني ډاکټر د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي:

«پر حیواناتو د انسان امتیاز او لوړاوی د عقل له مخې دی، او الکول د عقل دښمن دی. له دې امله چې انسان تل د زیاتوالي غوښتونکی دی؛ نو که نن یو کاشوغه وڅښي، سبا یې هماغه یو کاشوغه دوه کېږي، او ورو ورو یو بوتل هم څښي.[۲۶]»

په اسلامي روایاتو کې د شراب د تحریم لپاره ځینې علتونه بیان شوي، چې ځینې یې دا دي:

  • د زړه نور او د انسان د ځوانمردۍ د روح له منځه تلل؛[۲۷]
  • په بدن کې د لړزې او رعشې پیدا کېدل؛[۲۸]
  • د حرامو کارونو د ترسره کولو جرأت او ورته ګروهنه؛[۲۹]
  • د وینې تویولو او زنا پر لور تمایل؛[۳۰]
  • د عقل کمزوري کېدل او له منځه تلل.[۳۱]

د شراب څښلو حد

د فقیهانو د فتواو له مخې، که یو بالغ، عاقل او د شراب د حرمت په حکم پوه کس شراب وڅښي، د شراب‌خورۍ حد پرې واجب کېږي.[۳۲] د شراب‌څښونکي شرعي حد اتیا دُرې (کوړې) دي.[۳۳] محقق اردبیلي، چې د لسمې قمري پېړۍ له امامیه فقیهانو څخه دی، دا حکم اجماعي ګڼلی دی.[۳۴]

په فقه کې د شراب‌خورۍ ثبوت یا د شراب‌څښونکي په دوه ځله اقرار سره کېږي، یا د دوو عادل نارینه وو په شهادت سره.[۳۵] خو که چا چې شراب څښلي وي، د شاهدانو له شهادت مخکې توبه وکړي، حد ترې ساقطېږي؛ خو د شهادت له اقامې وروسته توبه د حد د سقوط سبب نه ګرځي.[۳۶]

فقیهان د شراب د حد د اجرا د څرنګوالي په اړه هم وايي چې حد هغه وخت جاري کېدای شي چې کس له مستۍ څخه راووځي.[۳۷] همدارنګه د هغوی د فتوو له مخې، که په یو کس باندې هر ځل د شراب له څښلو وروسته حد جاري شي، نو په درېیم ځل وژل کېږي؛[۳۸] خو که څوک څو ځله شراب وڅښي او حد پرې جاري نه شي، نو د ټولو لپاره یو حد بسنه کوي[۳۹] همدارنګه که څوک د ژوند د ژغورلو یا د سختې ناروغۍ د درملنې لپاره مجبوره شي چې مستوونکی څښاک وڅښي، نو شرعي حد پرې نه تطبیقېږي.[۴۰]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. هاشمی‌ شاهرودی، فرهنگ فقه،‌ ۱۴۲۶ق، ټوک۴، مخ۶۳۴.
  2. علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الامامیة، ۱۴۲۰ق، ټوک۵، مخ۳۴۳.
  3. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۵۷۱؛ شیخ صدوق، ثواب الأعمال، ۱۴۰۶ق، مخ۴۷۹؛ علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، مخ۱۹۵ و ټوک۶، ۱۳۵-۱۳۱مخونه.
  4. د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۳۶، مخ۳۷۳؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۱۵۷.
  5. د بقره سوره ۲۱۹ آیت؛ د مائده سوره ۹۰ آیت .
  6. د مثال په توګه وګورئ: بهبهانی، الرسائل الفقهیه، ۱۳۷۸ش، مخ۷۹؛ نراقی، عوائد الأیام، ۱۴۱۷ق، مخ۵۷.
  7. د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۴۱، مخ۴۶؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۴.
  8. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۴۱، مخ۴۶.
  9. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۴۱، مخ۴۷.
  10. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۶۳، مخ۴۹۵.
  11. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش.، ټوک۱۲، مخ۲۰۹.
  12. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۴، مخ۵۳.
  13. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۳۰، مخ۱۱۵.
  14. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، ۴۰۱-۴۰۰مخونه؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۶۳، مخ۴۸۸.
  15. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، ۳۹۸-۳۹۶مخونه.
  16. علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، ۳۵۹-۳۶۱ مخونه و ټوک۶، مخ۱۳۴ و ټوک۱۸، ۶۳-۶۲مخونه.
  17. د مثال په توګه وګورئ: قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۶، مخ۲۸۶.
  18. علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ټوک۶، مخ۱۳۵.
  19. حر عاملی، تفصیل وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۲۵، مخ۳۰۴؛ شیخ صدوق، الأمالی، ۱۴۱۷ق، مخ۵۰۲.
  20. د مثال په توګه وګورئ: ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۲۶۰؛ دینوری، الشعر و الشعراء، ۱۴۲۳ق، ټوک۱، مخ۲۵۰.
  21. ملکی میانجی، بدائع الکلام فی تفسیر آیات الاحکام، ۱۴۰۰ق، مخ۲۹.
  22. د مثال په توګه وګورئ: سبحانی، مصادر الفقه الاسلامی و منابعه، ۱۴۱۹ق، مخ۱۶؛ مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۱، مخ۳۲۸؛ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۶، مخ۲۸۶.
  23. د مثال په توګه وګورئ: طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۲۱۰؛ ابن‌ابی‌حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۳۹؛ زمخشری، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، ۲۶۰-۲۵۹مخونه.
  24. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۶، مخ۳۹۶.
  25. ابن‌عابدین، حاشیه رد المختار علی الدر المختار، ۱۴۱۵ق، ټوک۴، مخ۲۰۲.
  26. «خاطره آیت‌الله سبحانی از یادداشت علامه طباطبایی برای کنگره مبارزه با مشروبات الکی«؛ وبگاه خبرگزاری شفقنا(د شفقنا خبري وېبپاڼه).
  27. شیخ صدوق،‌ علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۴۷۶.
  28. شیخ صدوق،‌ علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۴۷۶.
  29. شیخ صدوق،‌ علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۴۷۶.
  30. شیخ صدوق،‌ علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۴۷۶.
  31. شریف رضی، نهج البلاغه، ۱۴۱۴ق، مخ۵۱۲.
  32. د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۲۲ق، ټوک۱۳، ۵۴۷-۵۴۴مخونه؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، ۴۵۵-۴۵۳مخونه
  33. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلّی، المختصر النافع، ۱۴۱۰ق، مخ۲۲۲.
  34. مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۳، مخ۱۹۰.
  35. امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۶.
  36. امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۶.
  37. د مثال په توګه وګورئ: امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۵.
  38. د مثال په توګه وګورئ: خویی، مبانی تکملة المنهاج، ۱۹۷۶م، ټوک۱، مخ۲۷۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۶.
  39. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۴۱، مخ۴۶۲؛ طباطبایی کریلایی، ریاض المسائل، ۱۴۲۲ق، ټوک۱۳، مخ۵۵۳.
  40. امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۴.

سرچينې

  • ابن ابي‌حاتم، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر القرآن العظیم، ریاض، د نزار مصطفی الباز کتابتون، ۱۴۱۹هـ ق.
  • ابن عابدین، محمدامین، حاشیة رد المختار علی الدر المختار شرح تنویر الأبصار فی فقه مذهب الإمام أبی حنیفة النعمان، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵هـ ق.
  • ابن هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویه، تصحیح: ابراهیم ابياري، بیروت، دار المعرفة، بې‌نېټې.
  • بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، تحقیق: محمدتقي ایرواني، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې خپرونې، لومړی چاپ، ۱۳۶۳هـ ش.
  • بهبهاني، محمدباقر، الرسائل الفقهیة، قم، د علامه مجدد وحید بهبهاني مؤسسه، ۱۳۷۸هـ ش.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة الی تحصیل مسائل الشریعة، تحقیق او تصحیح: د آل‌البیت د مؤسسې څېړنیزه ډله، قم، مؤسسه آل‌البیت، لومړی چاپ، ۱۴۰۹هـ ق.
  • «خاطره آیت‌الله سبحانی از یادداشت علامه طباطبایی برای کنگره مبارزه با مشروبات الکی» (د آیت‌الله سبحاني خاطره د علامه طباطبایي له یادښت څخه د الکولي مشروباتو پر ضد د کانګرس لپاره)، د شفقنا خبري وېبپاڼه، د کتنـې نېټه: ۱ د غبرګولي ۱۴۰۴هـ ش.
  • خویي، سید ابوالقاسم، مبانی تکملة المنهاج، نجف، مطبعة الآداب، ۱۹۷۶م.
  • دینوري (ابن قتیبه)، الشعر و الشعراء، قاهره، دار الحدیث خپرندویه، ۱۴۲۳هـ ق.
  • زحیلي، وهبه، الفقه الاسلامي و أدلته، دمشق، دار الفکر، ۱۴۰۴هـ ق.
  • زمخشري، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، تصحیح: محمد عبدالسلام شاهین، بیروت، دار الکتب العربي، درېیم چاپ، ۱۴۰۷هـ ق.
  • سبحاني، جعفر، مصادر الفقه الاسلامي و منابعه، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۱۹هـ ق.
  • سمرقندي، نصر بن محمد، تفسیر السمرقندي (بحر العلوم)، تحقیق: عمر عمروي، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۶هـ ق.
  • سیوطي، عبدالرحمن بن ابي‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، بیروت، دار الفکر، بې‌نېټې.
  • شریف الرضي، محمد بن حسین، نهج البلاغة (د صبحي صالح په ترتیب)، قم، نشر هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴هـ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، قم، دار الشریف الرضي، دوهم چاپ، ۱۴۰۶هـ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، تحقیق او تصحیح: علي‌اکبر غفاري، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، دوهم چاپ، ۱۴۱۳هـ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، الأمالي، قم، مؤسسه البعثة، لومړی چاپ، ۱۴۱۷هـ ق.
  • طباطبایي کربلایي، سید علي، ریاض المسائل فی بیان الأحکام بالدلائل، قم، د اسلامي نشر مؤسسه (تابع د مدرسینو)، لومړی چاپ، ۱۴۲۲هـ ق.
  • طبري، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲هـ ق.
  • علامه حلّي، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، قم، مؤسسه امام صادق (ع)، لومړی چاپ، ۱۴۲۰هـ ق.
  • علامه طباطبایي، سید محمدحسین، د تفسیر المیزان ژباړه، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنه، پنځم چاپ، ۱۴۱۷هـ ق.
  • عیاشي، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشي، تهران، المطبعة العلمیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۰هـ ق.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰هـ ق.
  • قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، نشر ناصر خسرو، ۱۳۶۴هـ ش.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تحقیق: علي‌اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷هـ ق.
  • د اسلامي فقه دایرةالمعارف مؤسسه، د اهل‌بیت (ع) د مذهب مطابق د فقه فرهنګ، قم، مؤسسه دایرةالمعارف اسلامي، لومړی چاپ، ۱۳۸۷هـ ش.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار (جامعه د امامانو د احادیثو ګاڼه)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳هـ ق.
  • محقق حلّي، جعفر بن حسن، المختصر النافع فی فقه الإمامیة، تهران، د مؤسسه البعثة د اسلامي مطالعاتو څانګه، درېیم چاپ، ۱۴۱۰هـ ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴هـ ق.
  • مقدس اردبیلي، احمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، تصحیح: مجتبی عراقي، قم، مؤسسه نشر اسلامي، ۱۴۰۳هـ ق.
  • ملکي میانجي، محمدباقر، بدائع الکلام فی تفسیر آیات الأحکام، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۰هـ ق.