ساب النبي
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
سابُّالنَّبی، د پيغمبر(ص) سپکاوی کوونکي یا ورته کنځل کوونکي ته ویل کیږي. دا یو فقهي موضوع دی چې په فقه کې د دې کس لپاره د مرګ سزا صادره شوې ده. دا حکم د شیعه او سني فقهاوو له منل شویو احکامو څخه دی، چې دلیل یې مستفیض خبر او اجماع ده. د سلمان رشدي په اړه د امام خمیني فتوا د دې حکم یو مصداق دی.
د شیعه فقهاوو د یوې ډلې په وینا، هغه څوک چې د اسلام د پیغمبر سپکاوی واوري یا ورته کنځل واوري، نو د د حاکم شرعي له اجازې پرته سپکاوی کوونکی وژلی شي. شیعه فقها په ځینې ځایونو کې د سابُّ النبی حکم جاري نه ګڼي لکه که څوک یې نیت نه لري، یا تقیه کوي یا بې ارادې وي. په شیعه فقه کې، د خدای، امامانو او حضرت زهرا په څیر د مقدسو هستو سپکاوی هم د پیغمبر د سپکاوي حکم سره مساوي ګڼي.
مفهوم پيژندنه او موقعیت
سابُّالنَبیّ، هغه څوک چې پېغمبر(ص) ته کنځل کوي.[۱] د ځینو څېړنو له مخې، د «ساب النبی» اصطلاح یوازې په کنځلو سره خاص نه ده بلکې د پېغمبر(ص) هر ډول سپکاوی، بد رد او ملنډو ته شامله ده؛[۲] لکه څنګه چې د لسمې پیړۍ یو فقیه مقدّس اردبیلي په روایتونو کې د سَبّ، شَتْم او نَیْل اصطلاحات مترادف ګڼلي، او ټول یې د پېغمبر(ص) سپکاوي ته شامل ګڼلی دی.[۳] له بلې خوا، حسین علي منتظري، چې د څوارلسمې پیړۍ یو فقیه دی، سب النبی یې بد رد او کنځل کولو په معنا بیان کړي او نورو سپکاویو ته یې شامل نه دي ګڼلي.[۴]
په ډېرو شیعه حدیثو او فقهي سرچینو کې، د ساب النبی مسلې د فقهې د حدودو په برخه کې او بیا د قَذف په برخه کې راغلي دي؛[۵] اهل سنت مذهبونه عموما دا د ارتداد په مسایلو کې بیانوي ځکه چې سپکاوې کوونکی کس مرتد ګڼي.[۶] همدارنګه، په ایران کې د اسلامي جزا قانون په ۲۶۲ ماده او د هغې په تبصره کې، د ساب النبي حکم بیان شوی دی.[۷] خو د افغانستان د اسلامي جزا په قانون کې، د کفر تر سرلیک لاندې کوم ځانګړی جرمي لقب نشته، خو د افغانستان د اسلامي جزا قانون (چې د جزا کود په نوم یادیږي) د ۳۲۵ مادې لومړۍ فقره، چې په ۲۰۱۰ کال کې تصویب شوه، د مذهبونو د پیروانو په وړاندې د جرم په اړه، که د عمل (چلند) یا وینا له لارې وي، په لاندې ډول بیانوي: هغه څوک چې د اسلام د مقدس دین عقیدې یا احکام سپکوي یا یې تحریفوي، په متوسط حبس محکومیږي.[۸]
د امام خمیني چې کله د شیطاني آیتونو کتاب د لیکلو له امله په سلمان رشدي باندې د قتل حکم وکړ نو په نړۍ کې د ساب النبی سزا د نړیوالو تر مینځ مطرح شوه.[۹] د ساب النبی د حکم په ننګونو کې د بیان آزادۍ سره مخالفت،[۱۰] د مذهب او دین کمزوری ښودل، او له دین څخه د خلکو مینه ختمیدل، بیان شوي دي.[۱۱]
فقهي حکم
د پیغمبر سپکاوی هغه ګناه ګڼل کیږي چې شرعي حد (سزا) لري.[۱۲] او د دې د حرامیدو سربېره، هغه څوک چې کنځل وکړي، په هغه باندې د مرګ د سزا حکم شوی دی.[۱۳] دا هغه حکم دی چې شیعه او اهل سنتو دواړو منلی دی.[۱۴] د پیغمبر په سپکاوي کولو سره، د سپکاوي کونکي وژل په هغو کسانو واجب دي چې دا سپکاوی یې اوریدلی دی.[۱۵] د لسمې پیړۍ د فقیه شهید ثاني په وینا، دا حکم حتی که سپکاوی کونکي په توبې سره هم له منځه نه ځي.[۱۶]
د فقهي حکم دلیلونه
د ساب النبی د حکم دلیلونه مستفیض روایتونه[۱۷] او د شيعه فقهاوو د يوې ډلې اجماع ده[۱۸] چې د ساب النبی عنوان یې د وژلو لپاره کافي ګڼلی دی، او د یو بل عنوان په راتلو پورې یې نه دی تړلی،[۱۹] خو ځينې فقهاو ساب النبی د ارتداد يوه ډول ګڼلی دی، او د ساب النبی حکم یې د ارتداد د حکم يو مصداق ګڼلی دی؛[۲۰] لکه څنګه چې مقدس اردبيلي په دې باور دی چې د پيغمبر(ص) درناوی د دين له ضرورياتو څخه دی، او ساب النبی له دې ضروري حکم څخه انکار کړی او مرتد دی.[۲۱]
د حوزې ځینو څیړونکیو سب النبی په اسلام او دین باندې برید ګڼلی دی، او د دین او مذهب د دفاع لپاره د ساب النبی وژل اړین ګڼلي دي.[۲۲]
د حکم د پلي کېدو څرنګوالی او استثناوې
د صاحب جواهر په وینا، په شیعه فقه کې مشهور نظر دا دی چې د ساب النبی د حکم پلي کولو لپاره د امام یا شرعي حاکم اجازې ته اړتیا نشته، او هرڅوک چې سب النبی واوري کولی شي ویناوال یې ووژني.[۲۳] خو شیخ مفید د دې حکم پلي کول د اسلامي واکمن له واکونو څخه ګڼي.[۲۴]
دا هم ویل شوي چې د سب النبي وژل یوازې په هغه چا واجب دي چې خپل ځان، مال او عزت یې خوندي وي.[۲۵] خو مقدس اردبیلي په دې باور دی چې حتی که د یو چا خپل ځان، مال یا عزت خوندي نه وي هم هغه کولی شي ساب النبي ووژني.[۲۶]
په لاندې مواردو کې، ځینو فقهاوو ساب النبی د قتل د حکم اجرا رد کړې ده:
- کله چې کنځل کوونکی نیت نه لري؛[۲۷]
- د سختې غوسې په حالت کې سبّ وکړي؛[۲۸]
- کله چې بې اختیاره وي؛[۲۹]
- کله چې د تقیې په حالت کې وي یا مجبور کړی شوی وي؛[۳۰]
- کله چې یو کس جاهل وي.[۳۱]
د سب النبی ځینې پیښې او د هغې په وړاندې غبرګونونه
د امام محمد باقر(ع) د یو روایت له مخې چې له پيغمبر(ص) یې روايت کړي، پيغمبر(ص) د هذيل د قبيلې د يو سړي د وژلو امر وکړ چې پیغمبر به یې کنځل کول، او ځينو اصحابو دا کار وکړ.[۳۲] سربېره پردې، د مکې د فتحې پر مهال، ټول مشرکان وبخښل شول، پرته له څو کسانو څخه، په شمول د دوو ښځينه سندرغاړو چې په پيغمبر(ص) پورې به یې مسخره او ټوکې کولې، او پيغمبر(ص) د هغوي د وژلو امر وکړ.[۳۳]
په د ۱۳۶۷ کال د تلی په ماشت کې (سپتمبر۱۹۸۸ کې)، د شیطاني آیتونو کتاب،[۳۴] چې د حضرت محمد(ص) په اړه یو سپکاوی کوونکی ناول و،[۳۵] خپور شو، او امام خمیني، چې د هغه وخت د ایران د اسلامي جمهوریت شیعه مذهبي واکمن او مشر و، د کتاب د لیکوال، سلمان رشدي، د قتل حکم وکړ[۳۶] او په ټوله نړۍ کې مسلمانانو د کتاب د لیکوال او خپرونکي پر ضد لاریونونه وکړل.[۳۷]
سلمان رشدي په ۱۴۰۱ هجري کال کې په غاړه کې په چاقو وهل شوی و.[۳۸] همدارنګه د سپتمبر په ۳۰، ۲۰۰۵ کې، ډنمارکي ورځپاڼې یولانډز-پوسټن د حضرت محمد(ص) سپکاوی کونکی کارتونونه خپاره کړل،[۳۹] چې د مسلمانانو لخوا د ډنمارکي توکو د بایکاټ لامل شو.[۴۰] په ۲۰۱۱ کې، په فرانسوي مجله چارلي هیبډو (په فرانسۍ ژبه Charlie Hebdo) کې د حضرت محمد(ص) سپکاوی کونکی کارتونونو خپرولو په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانانو ترمنځ لاریونونه راوپارول.[۴۱]
نور مقدسات
په فقهي کتابونو کې، د مقدساتو د سپکاوي حکم په لاندې ځایونو کې هم پلي شوی یا بحث شوی دی:
- خدای او فرښتې؛[۴۲]
- امامان او حضرت زهرا(س): صاحب جواهر د امامانو او حضرت زهرا په اړه د ساب النبی د حکم پلي کول، د شیعه فقهاوو ترمنځ د اجماع موضوع ګڼي.[۴۳]
- نور پیغمبران: صاحب ریاض د ټولو پیغمبرانو سپکاوی د پیغمبر د سپکاوي په څیر ګڼي.[۴۴] صاحب جواهر، که څه هم د نورو پیغمبرانو سپکاوی ارتداد ګڼي، خو د ساب النبی په کټګورۍ کې یې شاملول مشکل ګڼي ځکه چې ساب النبی سخت حکم لري.[۴۵]
- آمنه د پيغمبر مور: ځينو فقهاوو د پيغمبر(ص) د مور آمنې سپکاوی هم د پيغمبر(ص) د سپکاوي سره مساوي ګڼلی دی.[۴۶] علامه حلي په دې حکم کې دا مساوات په هغو مواردو کې سره یو شان ګڼي کله چې په هغه کې په آمنې بي بي باندې د قذَف تور ولګول شي نو په داسې حالت کې هغه کس مرتد ګڼل کېږي.[۴۷] صاحب جواهر هم دا حکم یوازې په هغو مواردو کې پلي کوي چې کله د آمنې سپکاوی د پيغمبر(ص) سپکاوي ته ورسي. مګر هغه په نورو مواردو کې د دې حکم پلي کول ستونزمن ګڼي.[۴۸]
- د پېغمبر(ص) او امامانو نور خپلوان(امامزادګان): د صاحب جواهر په وینا، د پېغمبر(ص) د نورو خپلوانو سپکاوی یوازې په هغو مواردو کې د پېغمبر(ص) سپکاوی سره یوشان ګڼل کیږي چې د پېغمبر(ص) سپکاوی ته لاره هواروي؛ که نه نو، د پېغمبر(ص) د سپکاوي حکم پلي کول ورباندې ستونزمن دي.[۴۹]
اړونده څیړنه
فوټ نوټ
- ↑ زراعت، «بررسی فقهی و حقوقی جرم سب النبی»، مخ ۸۳.
- ↑ زراعت، «بررسی فقهی و حقوقی جرم سب النبی»، مخ۸۶؛ مروجی طبسی، «حکم فقهی دشنامدهنده به پیامبر»، مخ۴۳.
- ↑ اردبیلی، مجمع الفائدة والبرهان، مؤسسة النشر الإسلامی، ټوک۱۳، مخ۱۷۱.
- ↑ منتظری، پاسخ به پرسشهای دینی، ۱۳۸۹ش، مخ۴۹۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۴، مخ۱۵۴؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲۸، مخ۲۱۱؛ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ټوک۱۶، مخ۵۴؛ بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۳۸۶ش، ټوک۳۰، مخ۷۸۴.
- ↑ آقابابایی، «قتل نفس به اعتقاد مهدورالدم بودن مقتول»، مخ۱۷۴.
- ↑ «قانون مجازات اسلامی»، پایگاه اطلاعرسانی قوانین و مقررات کشور(د هیواد د قوانینو او مقرراتو په اړه د معلوماتو ویب پاڼه).
- ↑ عابدین، مؤمنی او عبدالسبحان، صدیقی، مجازات سب النبی از دیدگاه مذاهب اسالمی و حقوق ایران و افغانستان، دوه درې میاشتنۍ علمي ترویجي مجله، د اسلامي مذهبونو تقریب مطالعات (فروغ وحدت)، څوارلسم کال/نوی دوره/ګڼه ۵۱/ پسرلی او اوړی ۲۰۱۹، مخونه ۴۴-۵۸.
- ↑ جواهری، «استنباط حکم ساب النبی(ص) از ابعاد سهگانه سنت اسلامی»، مخ۲۶.
- ↑ حسینی پاسندی، و دیگران، «واکاوی اجرای مجازات ساب النبی با نگاهی بر چالشها»، مخ۳۵.
- ↑ حاجیدهآبادی و نوری، «بازپژوهی مجازات سابّ الامام»، ۱۳۹۳ش، مخ۴۴.
- ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۱۹ق، ټوک۴، مخ۳۰۱.
- ↑ علامه حلی، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۱۷۹؛ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۲۱، مخ ۲۶۸.
- ↑ جواهری، «استنباط حکم ساب النبی(ص) از ابعاد سهگانه سنت اسلامی»، مخ۲۹؛ خوانساری، جامع المدارک، ۱۴۰۵ق، ټوک۷، مخ۱۰۹.
- ↑ خوانساری، جامع المدارک، ۱۴۰۵ق، ټوک۷، مخ۱۰۹.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۱۰ق، ټوک۹، مخ۱۹۶.
- ↑ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ټوک۱۶، مخ۵۵.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، مخ۴۸۲؛ ابنزهره، غنیة النزوع، ۱۴۱۷ق، مخ۴۲۸.
- ↑ محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۴، مخ۱۵۴.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، مخ۴۸۲؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۴، مخ۴۵۴.
- ↑ اردبیلی، مجمع الفائدة والبرهان، مؤسسة النشر الإسلامی، ټوک۱۳، مخ۱۷۰.
- ↑ حاجیدهآبادی و نوری، «بازپژوهشی در مجازات سابّ الامام»، ۱۳۹۳ش، مخونه۶۵-۶۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۴۱، مخ۴۳۸.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، مخ۷۴۳.
- ↑ خوانساری، جامع المدارک، ۱۴۰۵ق، ټوک۷، مخ۱۱۲.
- ↑ اردبیلی، مجمع الفائدة والبرهان، مؤسسة النشر الإسلامی، ټوک۱۳، مخ۱۷۱.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۴۱، مخ۴۳۹؛ گلپایگانی، الدر المنضود، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۲۶۶.
- ↑ ګلپایګانی، الدر المنضود، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخونه۲۶۷-۲۶۸؛ فاضل لنکرانی، جامع المسائل، ۱۴۲۵ش، ټوک۱، مخ۵۰۱.
- ↑ گلپایگانی، الدر المنضود، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۲۶۷.
- ↑ ګلپایګانی، الدر المنضود، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۲۵۳-۲۵۴.
- ↑ گلپایگانی، الدر المنضود، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۲۵۶.
- ↑ کلینی، فروع کافی، ۱۳۶۷ش، ټوک۷، مخ۲۶۷.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۳۷۸.
- ↑ ."The Satanic Verses"
- ↑ رضوانی، بررسی حکم امام خمینی درباره سلمان رشدی، ۱۳۸۸ش، مخ۱۲۴.
- ↑ موسوی خمینی، صحیفه نور، ۱۳۸۹ش، ټوک۲۱، مخ۲۶۳.
- ↑ رضوانی، بررسی حکم امام خمینی درباره سلمان رشدی، ۱۳۸۸ش، مخ۱۲۵-۱۲۷.
- ↑ «حمله با چاقو به سلمان رشدی»،د یورونیوز خبري آژانس.
- ↑ فاضلی، «مرگ کاریکاتوریست جنجالی دانمارک»، د اعتماد د ورځپاڼه ویب پاڼه.
- ↑ «دانمارک از کاریکاتورهای موهن میلیونها یورو زیان دید»، د همشهری آنلاین ویب پاڼه.
- ↑ «Satire-Zeitung darf nicht mehr online gehen»، د اشپیگل د ورځپاڼه ویب پاڼه.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقها، ۱۴۱۴ق، ټوک۹، مخ۴۳۳؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۱۹ق، ټوک۴، مخ۳۰۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۴۱، مخ۴۳۵.
- ↑ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ټوک۱۶، مخ۵۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۴۱، مخونه۴۳۶-۴۳۷.
- ↑ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ټوک۱۶، مخ۵۶؛ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۴۱، مخ۴۳۷.
- ↑ علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ټوک۵، مخ۴۱۰.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۴۱، مخ۴۳۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۴۱، مخ۴۳۸.
سرچينې
- آقابابایي، حسین، «قتل نفس به اعتقاد مهدور الدم بودن مقتول» (د مقتول د مهدورالدم ګڼلو پر بنسټ د نفس قتل)، د فقه اهلبیت مجله، ټوک ۱۲، قم، د اسلامي فقه دایرةالمعارف مؤسسه، اوړی ۱۳۷۹هـش.
- آقابزرګ تهراني، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، بیروت، دار الاضواء، درېیم چاپ، ۱۴۰۳ق / ۱۹۸۳م.
- ابن زهره، حمزه بن علي، غُنیة النزوع إلی علمی الأصول والفروع، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۴۱۷ق.
- اردبیلي، احمد بن محمد، مجمع الفائدة والبرهان في شرح إرشاد الأذهان، څېړنه: مجتبی العراقي، قم، مؤسسه النشر الإسلامي، بېنېټې.
- بروجردي، سید حسین، جامع احادیث الشیعة، تهران، د فرهنګ سبز خپرندویه، ۱۳۸۶هـش.
- «تحلیل جرم سبالنبی در فقه اسلامی و قوانین کیفری» (د سبّالنبي د جرم شننه په اسلامي فقه او جزايي قوانینو کې)، د ایران د کتاب او ادبیاتو د کور وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۴ لړم ۱۴۰۴هـش.
- جزېري، عبدالرحمن، الفقه علی المذاهب الأربعة، بیروت، دار الثقلین، ۱۴۱۹ق.
- جواهري، محمدرضا، «استنباط حکم ساب النبی(ص) از ابعاد سهگانه سنت اسلامی» (د اسلامي سنت د درېګونو ابعادو له مخې د سبّالنبي(ص) د حکم استنباط)، د اسلامي فقه او د حقوقو د بنسټونو دوهفصلنامه، ۲۹ ګڼه، پسرلی او اوړی ۱۳۹۳هـش.
- حاجيدهآبادي، احمد؛ او عباس نوري، «بازپژوهی مجازات سابّ الامام» (د سابّالامام د مجازات بیاڅېړنه)، د اسلامي حقوقو مجله، ۴۰ ګڼه، پسرلی ۱۳۹۳هـش.
- حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، آلالبیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
- حسیني پاسندي، سید صدرالدین؛ او سیده بهاره ارجمندیان او سید مهدي احمدي، «واکاوی اجرای مجازات ساب النبی با نگاهی بر چالشها» (د سبّالنبي د مجازات د تطبیق څېړنه له ننګونو سره)، د حقوقو او نوې مطالعو مجله، ۱۴ ګڼه، پسرلی ۱۴۰۳هـش.
- «حمله با چاقو به سلمان رشدی» (پر سلمان رشدي د چاقو برید)، د یورونیوز خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۱ زمری ۱۴۰۱هـش، د لېدنې نېټه: ۲۲ زمری ۱۴۰۱هـش.
- خوانساري، جامع المدارک في شرح المختصر النافع، تهران، مکتبة الصدوق، ۱۴۰۵ق.
- «دانمارک از کاریکاتورهای موهن میلیونها یورو زیان دید» (ډنمارک د سپکاوي کاریکاتورونو له امله په میلیونونو یورو زیانمن شو)، د همشهري آنلاین وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۸ وږی ۱۳۸۵هـش، د لېدنې نېټه: ۱۵ زمری ۱۴۰۴هـش.
- رضواني، علياصغر، بررسی حکم امام خمینی درباره سلمان رشدی (د سلمان رشدي په اړه د امام خمیني د حکم څېړنه)، قم، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۸۸هـش.
- زراعت، عباس، «بررسی فقهی و حقوقی جرم سب النبی» (د سبّالنبي د جرم فقهي او حقوقي څېړنه)، د مشهد د الهیات پوهنځي مجله، ۵۷ ګڼه، منی ۱۳۸۱هـش.
- سید مرتضی، علي بن حسین، الانتصار، قم، مؤسسه النشر الإسلامي، ۱۴۱۵ق.
- «شرح مبسوط قانون مجازات اسلامی حدود شامل: سبالنبی، مصرف مسکر، سرقت، محاربه، بغی و افساد فی الارض» (د اسلامي جزا قانون تفصیلي شرح (حدود) په شمول: سبّالنبي، د مسکراتو کارول، غلا، محاربه، بغی او افساد فیالارض)، د ایران د قوانینو او مقرراتو د معلوماتي پایګاه وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۴ لړم ۱۴۰۴هـش.
- شهید ثاني، زینالدین بن علي العاملي، الروضة البهیة في شرح اللمعة الدمشقیة، څېړنه: سید محمد کلانتر، قم، مکتبة الداوري، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثاني، زینالدین بن علي العاملي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسه معارف اسلامي، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، مؤسسه النشر الإسلامي، ۱۴۱۰ق.
- طباطبایي، علي بن محمد، ریاض المسائل في تحقیق الأحکام بالدّلائل، قم، د آلالبیت(ع) د تراث د احیا مؤسسه، ۱۴۱۸ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، إرشاد الأذهان إلی أحکام الإیمان، قم، مؤسسه النشر الإسلامي، ۱۴۱۰ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۴۲۰ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، د آلالبیت(ع) د تراث د احیا مؤسسه، ۱۴۱۴ق.
- فاضل لنکراني، محمد، جامع المسائل، قم، امیرالقلم، ۱۴۲۵هـش.
- فاضلي، محمود، «مرگ کاریکاتوریست جنجالی دانمارک» (د ډنمارک د جنجالي کاریکاتوریست مړینه)، د اعتماد ورځپاڼې وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲ زمری ۱۴۰۰هـش، د لېدنې نېټه: ۱۵ زمری ۱۴۰۴هـش.
- «قانون مجازات اسلامی»(د اسلامي جزا قانون)، د هېواد د قوانینو او مقرراتو د معلوماتي پایګاه وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۱۸ زمری ۱۴۰۴هـش.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الفروع من الکافي، تهران، دارالکتب الإسلامیة، درېیم چاپ، ۱۳۶۷هـش.
- ګلپایګاني، سید محمدرضا، الدر المنضود، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۱۴ق.
- محقق حلي، جعفر، شرائع الإسلام في مسائل الحلال والحرام، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- مروجي طبسي، محمدجواد، «حکم فقهی دشنام دهنده به پیامبر(ص)» (د پېغمبر(ص) سپکاوی کوونکي فقهي حکم)، د فرهنګ کوثر مجله، قم، ۷۸ ګڼه، اوړی ۱۳۸۸هـش.
- منتظري، حسینعلي، پاسخ به پرسشهای دینی (دیني پوښتنو ته ځوابونه)، قم، د آیتالله منتظري دفتر، ۱۳۸۹هـش.
- موسوي خمیني، سید روحالله، صحیفه نور، تهران، د امام خمیني(ره) د آثارو د برابرولو او نشر مؤسسه، ۱۳۸۹هـش.
- مؤمنی، عابدین، صدیقی، عبدالسبحان، «مجازات سب النبی از دیدگاه مذاهب اسالمی و حقوق ایران و افغانستان»، دوه درې میاشتنۍ علمي ترویجي مجله، د اسلامي مذهبونو تقریب مطالعات (فروغ وحدت)، څوارلسم کال/نوی دوره/ګڼه ۵۱/ پسرلی او اوړی ۲۰۱۹، مخونه ۴۴-۵۸
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، بېنېټې.
- یعقوبي، احمد بن ابيیعقوب، تاریخ الیعقوبي، څېړنه: عبدالأمیر مهنا، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۹۹۳م / ۱۴۱۳ق.
- .«The Satanic Verses»، در سایت goodreads، د لیدنې نیټه: ۱۵ زمری ۱۴۰۴ش.
- "Satire-Zeitung darf nicht mehr online gehen»، د اشپیګل په ورځپاڼه کې ویب پاڼه، د مطلب د داخلیدو نیټه: ۳ نوامبر ۲۰۱۱م، د لیدنې نيټه: ۱۵ زمری ۱۴۰۴ش.
| ||||||||||||||||||||||||||||