منځپانگې ته ورتلل

مسوده:ماعون سوره

د wikishia لخوا
ماعون سوره
ماعون
شمیره۱۰۷
جزء۳۰
آیت۷
مکي/مدنيمکي
نزول۱۷
کلمه۲۵
حرف۱۱۴


ماعون سوره یا أَرَأَيْتَ الَّذِي سوره د قرآن کریم له مکي سورتونو یو سل اووم سورت دی، چې په ۳۰ سيپاره کې راغلی دی. د ماعون نوم د دې سورت له وروستي کلمې څخه اخیستل شوی او د زکات یا ګټور شی معنی لري. دا سورت د هغو کسانو ځانګړتیاوې بیانوي چې د قیامت د ورځې منکر دي. قرآن کریم فرمايي دا خلک انفاق نه کوي، لمونځ سرسري کوي او ریا کوي.

ویل کیږي چې ماعون سوره د ابو سفیان په اړه نازل شوی دی. د دې سورت د تلاوت لپاره ځینې فضیلتونه ذکر شوي دي، پشمول د دې چې څوک د ماسخوتن له لمانځه وروسته ماعون سوره تلاوت کړي، خدای به هغه ته بخښنه وکړي او د سهار د اذان تر وخته پورې به یې ساتنه وکړي.

پیژندنه

  • نومول

دا سورت ماعون او «أَرَأَيْتَ الَّذِي» نومیږي. د ماعون نوم د سورت له پای څخه اخیستل شوی او د «أَرَأَيْتَ الَّذِي» نوم د سورت له پیل څخه اخیستل شوی دی.[۱] د ماعون د معنی په اړه، ویل شوي چې د جاهلیت په زمانه کې به، هره ګټه (یا هر ګټوره وسیله) ماعون بلل کیده، او له اسلام وروسته، زکات ماعون وبلل شو.[۲] د دې سورت لپاره نور نومونه «دین» او «تکذیب» بلل شوي دي. ځکه چې دا دوه موضوعات د دې سورت له موضوعاتو څخه دي.[۳]

  • د نازلیدو ځای او ترتیب

ماعون سوره له مکي سورتونو څخه ده او د نازلیدو په ترتیب کې، دا اوولسمه سوره ده چې په پیغمبر(ص) نازله شوې ده. دا سورت د مصحف په اوسني ترتیب کې ۱۰۷ سورت دی[۴] او د قرآن کریم په ۳۰ سيپاره کې راغلی دی. علامه طباطبايي د دې سورت د مکي او مدني دواړو احتمال په پام کې نیولی دی، او ویلي یې دي چې ځینو یې نیمایي مکي او نیمایي مدني ګڼلی دی.[۵]

  • د آیتونو شمیر او نورې ځانګړتیاوې

د ماعون سوره ۷ آیتونه، ۲۵ کلمې او ۱۱۴ حروف لري. دا سورت د حجم له مخې له مُفصّلات سورتونو دی (هغه سورتونه چې لنډو آیتونه لري) په توګه ډل بندي شوی دی.[۶]

منځپانګه

په ماعون سوره کې، د قیامت د ورځې د منکرینو ځانګړتیاوې او کړنې په پنځو مرحلو کې بیان شوي دي: د قیامت د ورځې د انکار له امله، دوي د خدای په لاره کې له انفاق کولو او د یتیمانو او غریبانو سره د مرستې کولو څخه ډډه کوي، دوي لمونځ سرسري کوي، او ریاکاران دي، او اړمنو سره مرسته نه کوي.[۷] په تفسیر المیزان کې، د سورت تمرکز د هغو کسانو لپاره په ګواښ دی چې د دین ادعا لري خو د منافقینو ځانګړتیاوې لري، هغه ځانګړتیاوې چې په قیامت او د جزا سزا په ورځې باندې ایمان سره مطابقت نلري، لکه: له لمانځه غفلت کول او په عملونو کې ریا کول او د نورو محرومول حتی د ژوند له اړینو وسیلو څخه.[۸]

ابن عربي د دې ډلې صفات او ځانګړتیاوې او د دې ځانګړتیاوو اغیزې په لاندې ډول لیست کړي دي: د توحید له حقیقت څخه محرومیت، په جزئیاتو او کوچنیو مسلو باندې بوختیا، د قیامت په ورځ عقیده نه لرل، په مادي نړۍ باندې بشپړ باور. طبیعت سره تړاو او په پایله کې، له خدای سره مینه نه لرل، د عدالت له فضیلته محرومیت ځکه چې په اخلاقي بدیو کې ښکیل شوي، له خوف او رجا څخه محرومیت او د کمال له پامه غورځول، د معاد په هکله ناپوهي ... د دې ځانګړتیاوو له امله، د خلکو دا ډله له هیچا سره مرسته نه کوي او په پایله کې، دوي هیڅکله د نجات مخ ونه ګوري.[۹]

شان نزول

د ماعون سوره د شان نزول په اړه ویل شوي چې دا سوره د ابوسفیان په اړه نازل شوی چې هره ورځ به یې د ځان او خپلو ملګرو لپاره دوه لوی اوښان نحرول؛ خو یوه ورځ یو یتیم راغی او یو څه یې وغوښتل، او ابو سفیان هغه په لرګي وواهه او ویې شړلو.[۱۱]

فضیلتونه او ځانګړتیاوې

له پیغمبر اکرم(ص) څخه روایت شوی چې څوک د ماسخوتن له لمانځه وروسته د ماعون سوره تلاوت کړي، خدای به هغه ته بخښنه وکړي او د سهار د اذان تر وخته پورې به یې ساتنه وکړي.[۱۲] له امام صادق(ع) څخه هم روایت شوی چې څوک د مازیګر له لمانځه وروسته د ماعون سوره تلاوت کړي، د بلې ورځې تر ماښامه پورې به د الله په آمان او خوندیتوب کې وي.[۱۳] په نورو روایتونو کې ویل شوي چې په واجبو او مستحبو لمونځونو کې د ماعون سوره تلاوتول د دې لامل کیږي چې الله تعالی د انسان لمونځونه او روژې قبولې کړي او د نورو اعمالو حساب ورسره ونه کړي.[۱۴]

مخکنی سوره:
<<
ماعون سوره
مکي سورتونه مدني سورتونه
وروستی سوره:
>>

۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آل‌عمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس


فوټ نوټ

  1. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۹.
  2. طریحی، مجمع البحرین، ټوک۶، مخ۳۱۶.
  3. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۹.
  4. معرفت، آموزش علوم قرآن، ټوک۲، مخ۱۶۸.
  5. طباطبایی، المیزان، ټوک۲۰، مخ۳۶۷.
  6. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۹.
  7. مکارم شیرازی، برگزیده تفسیر نمونه، ټوک۵، مخ ۶۰۲
  8. طباطبایی، المیزان، ټوک۲۰، مخ۳۶۸.
  9. ابن‌عربی، تفسیر ابن‌عربی، ټوک۲، مخ۴۳۳.
  10. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، د نورالثقلین د قرآن او عترت فرهنګي موسسې لخوا چمتو شوی، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۲۷، مخ۳۵۶
  12. بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ټوک۵، مخ۷۶۷.
  13. بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ټوک۵، مخ۷۶۷
  14. شیخ صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، مخ۱۲۶

سرچينې

  • قرآن کریم، د محمدمهدی فولادوند ژباړه، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ل.
  • ابن‌عربي، محی‌الدین، تفسیر ابن‌عربي، سمون: شیخ عبدالوارث محمدعلي، لبنان، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق/ ۲۰۰۱م.
  • بحراني، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، د بعثت بنسټ، ۱۴۱۶ق.
  • خرمشاهي، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی (د قرآن او قرآن‌پوهنې پوهنغونډ )، ۲ ټوک، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ل.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، د صادق حسن زاده څېړنه، تهران، ارمغان طوبی، ۱۳۸۲ل.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ژباړه: بیستوني، مشهد، آستان قدس رضوي، ۱۳۹۰ل.
  • طریحي، فخرالدین بن محمد، مجمع البحرین، د احمد حسیني اشکوري څېړنه، تهران، مرتضوي خپرندویه اداره، درېیم چاپ، ۱۳۷۵ل.
  • معرفت، محمدهادي، آموزش علوم قرآن، [بې ځایه]، د اسلامي تبلیغاتو سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۷۱ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ل.