مسوده:نحن معاشر الانبیاء لا نورث
| څخه صادر شوی | حضرت محمد(ص) ته منسوب |
|---|---|
| اصلي راوی | ابوبکر |
| راویان | عمر بن خطاب او ځینو نور صحابه |
| د سند اعتبار | د شیعه وو له نظره غیرمعتبر / د اهلسنت له نظره معتبر |
| سني سرچینې | مسند ابنحنبل، صحیح بخاري |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
نَحنُ مَعاشِرَ الانبیاءِ لا نُوَرِّثُ (معنی: موږ، پیغمبران، میراث نه پریږدو) یوه جمله ده چې ابوبکر حضرت محمد(ص) ته منسوبه کړه او د هغې پر بنسټ یې فاطمه(س) ته د فدک بیرته ورکولو څخه انکار وکړ، کوم چې پیغمبر(ص) هغې ته بخښلی و. دا عمل، چې د پیغمبر(ص) د لور فاطمې(س) له سختو اعتراضونو سره مخ شو، او دا خبره د شیعو او سنیانو ترمنځ د یوې خورا مهمې تاریخي شخړې لپاره بنسټ شو. د ابوبکر دې چلند د شیعو او سنیانو ترمنځ د فکري، فقهي او تفسیري اختلافونه یوه مسله رامینځته کړه، کوم چې د پیغمبر(ص) د میراث مسلې او د فدک پیښې سره تړاو لري.
سنیانو دا حدیث صحیح او قطعي الصدرو ګڼلی، او دا یې د پیغمبر(ص) د میراث نه پریښودو لپاره اساس ګڼلی دی. له بلې خوا، شیعه دا حدیث د هغې د سند او محتوا له مخې تحریف شوی ګڼي، او دا د قرآن د متن سره مخالف ګڼي. د دې روایت په اړه شخړه د قرآن کریم د آیتونو تفسیر ته هم غځېدلې ده؛ شیعه د پیغمبرانو د میراث پورې اړوند آیتونه د مالي میراث سره تړلي ګڼي، پداسې حال کې چې سني مفسرینو دا د روحاني میراث لکه پوهې او نبوت سره تړلي ګڼلي دي.
حضرت فاطمه(س) په یوه وینا کې چې فدکیه خطبه نومېږي، پیغمبر ته د داسې حدیث منسوبول رد کړي دي او د قرآن کریم هغه آیتونه یې د دلیل په توګه راوړي دي چې پیغمبرانو څخه د میراث اصل تاییدوي، په دې توګه د ابوبکر عمل د عدالت او اسلامي تعلیماتو خلاف ګڼي. تاریخي راپورونه ښیي چې حضرت زهرا(س) د خپل ژوند تر پایه پورې له دې چلند څخه ناخوښه وه. شیعه عالمانو دا حدیث په دې دلیلونو سره چلنج کړی دی چې د دې حدیث په اړه د پیغمبر(ص) خپلوان ولی بې خبره وو؟ یوازې ابوبکر دا حدیث ولی نقل کړی بل چا ولی نه دی کړی؟ حال دا چې د پیغمبر خپلوانو د دغه حدیث په اړه ناخبره وو، دغه روایت یوازې د ابوبکر لخوا نقل شوی، دا حدیث له قرآن سره یې په ټکر دی بلکې خپله د ابوبکر چلند هم په کې متناقض دی، شیعو د دې په پام کې نیولو سره د دغه روایت اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د دې برعکس، ځینو سني عالمانو هڅه کړې چې د حدیث دفاع وکړي او دا د پیغمبر(ص) لپاره د یو ځانګړي او استثنایی حکم په توګه وړاندې کړي.
د شیعه وو او سنیانو ترمنځ په مذهبي اختلافاتو کې د روایت مقام
د نَحنُ مَعاشِرَ الأَنبِیاءِ لاَ نُوَرِّثُ حدیث، له هغو حدیثونو څخه دی چې د اسلام له پیل راهیسې د شیعه او سنیانو ترمنځ په کې اختلاف و.[۱] د مسلمانانو لومړی خلیفه ابوبکر، فدک ضبط کړ، کوم چې د فاطمه زهرا(س) په ملکیت کې و، او د پیغمبر(ص) د لور د اعتراض په ځواب کې، هغه له پیغمبره یو روایت نقل کړ: «نَحنُ مَعاشِرَ الأَنبِیاءِ لاَ نُوَرِّثُ؛ موږ پیغمبران میراث نه پریږدو؛ هغه څه چې زموږ څخه پاتې کیږي هغه صدقه ده.» په دې دلیل سره، ابوبکر فدک فاطمې ته بیرته ورنه کړ.[۲]

سنیان، د دې روایت په دلیل سره، د حضرت محمد(ص) میراث د هغه وارثانو ته ردوي، او له بلې خوا، شیعه دا روایت جعلي ګڼي او له پیغمبر(ص) څخه ارث وړل مستند ګڼي.[۳] د دې حدیث په اړه اختلاف د شیعو او سنیانو ترمنځ د پیغمبرانو د میراث په اړه د آیتونو تفسیر ته هم پراخ شوی دی؛[۴] تر دې چې د امامیه مفسرینو د نمل سورت د ۱۶ آیت او د مریم سورت د شپږمې آیت میراث مالي میراث ګڼلی دی،[۵] پداسې حال کې چې سني مفسرینو دا بیرته غیر مالي میراث ته ورګرځولی دی.[۶]
فدک په حجاز کې، خیبر ته نږدې یوه ځمکه وه.[۷] دا سیمه، د اسلام په پیل کې د یهودیانو د اوسیدو ځای و،[۸] د خیبر په جګړه کې پرته له جګړې د مسلمانانو لاس ته راغله[۹] او پیغمبر(ص) دا خپلې لور زهرا(س) ته ورکړه.[۱۰]
شیعه عالمانو له ابوبکر څخه دا روایت څیړلی او رد کړی دی، په شمول د شیخ مفید چې په خپلې یو کتابچې «رسالة حول الحدیث نحن معاشر الانبیاء لا نورث»[۱۱] او علامه حِلّي په نَهجُ الحق[۱۲] او کشف المراد کې څیړلی دی.[۱۳] خو، سني عالمانو لکه فخر رازي په تفسیر الکبیر[۱۴] کې او ابن تیمیه په منهاج السنة النبویه[۱۵] کې د دې حدیث دفاع کړې ده.
د حضرت فاطمه(س) چلند
اهل بیت(ع)، په شمول د فاطمه(س)، هیڅکله د نَحنُ مَعاشِرَ الأَنبِیاءِ لاَ نُوَرِّثُ روایت ريښتیاوالی نه دی تایید کړی او مخالفت یې کړی دی.[۱۶] د احمد بن حنبل او بخاري په وینا، فاطمه(س) د دې چلند له امله له ابوبکر سره په غوسه شوه او دا کرکه یې د خپل ژوند تر پایه پورې په زړه کې وساتله.[۱۷]
بی بی فاطمې(س) د دې موضوع په اړه یوه خطبه ورکړه، چې فدکیه خطبه بلل کیږي، او نَحنُ مَعاشِرَ الأَنبِیاءِ لاَ نُوَرِّثُ د جملې ځواب یې په کې ورکړی دی.[۱۸] په دې خطبه کې هغې د خپل پلار له میراث څخه په محرومیدو او د فدک په غصب کیدو باندې اعتراض کړی دی، او دا عمل یې د دیني اصولو او عدالت خلاف ګڼلی دی.[۱۹] همدارنګ هغې په خپله خطبه کې د قرآن کریم آیتونو ته هم اشاره کړې ده. چې په کې د پیغمبرانو میراث ته،[۲۰] په میراث کې د کورنۍ لومړیتوب ته،[۲۱] او د میراث په اصل باندې ټینګار ته[۲۲] اشاره کړې ده.[۲۳]
حضرت زهرا(س) استدلال وکړ چې له میراث څخه د هغې د محرومیدو لپاره هیڅ دلیل شتون نلري او د هغې کورنۍ اړیکې او د پیغمبر سره دیني تړاو د هغې د مشروعیت لپاره کافي دلیلونه دي.[۲۴] هغې د ابوبکر دا عمل د اسلام څخه مخکې دورې د ظالمانه دودونو ته د بیرته راستنیدو نښه بللې او د انصارو په چوپتیا یې نیوکه کړې، او له دوی څخه یې غوښتي دي چې د دې ظلم په وړاندې بې پروايي ونه کړي.[۲۵]
د حدیث متن او د هغې مختلف نقلونه
دا حدیث؛ لا نُوَرِّثُ ما تَرَکنا صَدَقَه په مختلفو سني سرچینو کې له پیغمبر(ص) څخه روایت شوی دی.[۲۶] د دې روایتونو پر بنسټ، راغلي دي: «لاَ نُورَثُ (لا نُوَرِّثُ) مَا تَرَكْنَا (فَهُوَ) صَدَقَةٌ.» (ژباړه: له موږ ارث نه شي وړلی [موږ میراث نه پریږدو] هغه څه چې موږ یې شاته پریږدو هغه صدقه ده) په ځینو روایتونو کې، دا حدیث د «إِنَّا (نَحنُ) مَعاشِرَ الأَنبیاءِ» جملې سره پیل کیږي،[۲۷] خو د ابن حَجَر عَسقَلانی په وینا، چې په نهمه پیړۍ کې د سنیانو حدیث پوه دی، که څه هم د حدیث پیل «إِنَّا (نَحنُ) مَعاشِرَ الأَنبیاءِ» جملې سره مشهور دی، خو ځینې حدیث پوهانو د دا ډول روایت انکار کړی دی.[۲۸]
دا حدیث په لنډو او اوږدو جملو سره په څو پيښو کې له اَبوبَکر بن ابیقُحافه[۲۹] او عُمَر بن خطّاب[۳۰] څخه روایت شوی دی:
- لومړۍ پیښه: د پیغمبر(ص) له وفات وروسته، فاطمې(س) له ابوبکر څخه وغوښتل چې د خیبر او د فدک د ځمکو د خمس برخه چې پیغمبر(ص) ورته ورکړې وه، هغې ته بیرته ورکړي؛ خو ابوبکر انکار وکړ او دا حدیث یې له پیغمبر(ص) څخه نقل کړ.[۳۱]
- دوهمه پیښه: کله چې د پیغمبر(ص) ځینو میرمنو له پیغمبر(ص) څخه د خپل میراث غوښتنه وکړه، ابوبکر، د دې حدیث په لوستلو سره، د دوی د غوښتنې منلو انکار وکړ.[۳۲]
- دریمه پیښه: چې د فدک په اړه د امام علي(ع) او عباس بن عبدالمطلب تر منځ اختلاف و نو عمر بن خطاب دا حدیث د دوي ترمنځ د منځګړي په توګه له پیغمبر(ص) څخه روایت کړ.[۳۳]
د اعتبار ارزونه
دا حدیث د سنیانو په منځ کې یو قطعي الصدرو حدیث دی، مګر امامیه دا حدیث د سند او محتوا له پلوه ضعیف ګڼي.[۳۴] د شیعه عالمانو په وینا، دا حدیث د فدک د نیولو په هدف جوړ شوی و.[۳۵] شیعه عالمانو د دې حدیث اعتبار په مختلفو دلیلونو رد کړی دی:
له قرآن سره معارضه
دا حدیث د قرآن سره مخالف ګڼل شوی دی.[۳۶] د ابن سعد البغدادي چې یو سني تاریخ پوه دی، په کتاب الطَبَقاتُ الکُبری کې راغلي دي: کله چې ابوبکر د لا نورث ما ترکنا صدقه حدیث په نقل کولو سره د فدک له سپارلو انکار وکړ نو علي بن ابي طالب(ع) د نمل سورت ۱۶ آیت او د مریم سورت ۶ آیت تلاوت کړ او د هغه ادعا یې د قرآن سره په ټکر کې وګڼله؛ ځکه چې په دې دوو آیتونو کې د پخوانیو پیغمبرانو د میراث مسله بیان شوې ده.[۳۷]
په څوارلسمه پیړۍ کې یو سني مفسر ابن عاشور، د دې حدیث او قرآن ترمنځ د شخړې د حل لپاره، په دې باور دی چې که څه هم د قرآن آیتونه د پیغمبرانو میراث او د هغوی وارثانو ته د میراث پریښودلو یادونه کوي، خو دا حدیث ښیي چې د حضرت محمد(ص) څخه میراث نه وړل د حضرت محمد(ص) له ځانګړو احکامو څخه یو حکم و.[۳۸] خو شیعه عالمان په دې باور دي چې د حضرت محمد(ص) ځانګړي احکام یوازې په هغو مواردو کې منل کیږي چې یو مشخص دلیل ولري، او په شکمنو مواردو کې، حضرت محمد(ص) او نور خلک باید په احکامو کې سره برابر وګڼل شي.[۳۹]
د ابوبکر متضاد چلند
ځینې علماوو هغه تاریخي پیښو ته اشاره کړې چې پکې ابوبکر د دې حدیث د محتوا خلاف عمل کړی دی:[۴۰]
- کله چې د امام علي(ع) او عباس ترمنځ د پیغمبر د تورې، زغرې او خچر په اړه په شخړه وه نو ابوبکر هغه د پیغمبر د میراث په توګه علي ته پریښودل.[۴۱]
- ابوبکر د پیغمبر میرمنو ته اجازه ورکړه چې د پيغمبر(ص) په کورونو کې اوسیږي او هغه یې ضبط نه کړل.[۴۲]
- ابوبکر له خپلې لور عایشه، چې د پیغمبر د میرمن وه څخه دا اجازت وغوښت چې د پیغمبر د قبر تر څنګ ښخ شي[۴۳]، نه له نورو مسلمانانو څخه.[۴۴]
د پیغمبر(ص) د خپلوان له دې حدیث څخه ناخبري
ځینې علماوو دا حقیقت چې دا حدیث یوازې ابوبکر ته بیان شوی و، یوه حیرانونکې پدیده ګڼلې ده؛ ځکه چې دا امکان نلري چې د پیغمبر(ص) لور او میرمنې - د پیغمبر نږدې خپلوان او طبیعي وارثان - به د داسې بیان څخه بې خبره وي.[۴۵] علامه حلي د دې حدیث د صحت په اړه نور شکونه هم راپورته کړي دي چې یو یې د ابوبکر شخصي انګېزو ته اشاره کوي، چې د فدک له ضبط څخه یې ګټه پورته کړه.[۴۶]
ځینې سني لیکوالان دا اعتراضونه سم نه ګڼي او باور لري چې د دې روایت نقل یوازې ابوبکر پورې محدود نه دی او نورو صحابه هم دا روایت کړی دی.[۴۷] په هرصورت، د ابن ابي الحدید په وینا، چې یو سني عالم دی، د ابوبکر په وخت کې، دا حدیث یوازې د هغه لخوا روایت شوی و، که څه هم د هغه له مړینې وروسته، نورو صحابه هم دا روایت نقل کړی دی.[۴۸]
فوټ نوټ
- ↑ بستاني، «ارزیابي حدیث نحن معاشر الانبیاء لا نورث»، مخ۸۵.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافي، ټوک۱، مخ۵۴۳؛ ابنطیفور، بلاغات النساء، ۱۶-۲۳ مخونه.
- ↑ الغفوري، «معالجة منهجیة لحدیث لا نورث، القسم الاول»، مخ۲۲۲.
- ↑ فهیمیتبار، «بررسی تطبیقي روایت»، ۵۰-۵۱ مخونه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طوسي، التبیان، ټوک۷، مخ۱۰۵؛ ټوک۸، مخ۸۲؛ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۶، مخ۷۷۶؛ ټوک۷، مخ۳۳۴؛ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۵، مخ۳۴۹.
- ↑ طبري، جامع البیان، ټوک۱۶، مخ۳۷؛ ټوک۱۹، مخ۸۷؛ بیضاوي، انوار التنزیل، ټوک۴، ۶ و ۱۵۶ مخونه؛ شوکاني، فتح القدیر، ټوک۳، مخ۳۸۱؛ ټوک۴، مخ۱۴۹.
- ↑ یاقوت حموي، معجم البلدان، ټوک۴، مخ۲۳۸.
- ↑ بلادي، معجم معالم الحجاز، ټوک۲، ۲۰۶ و ۲۰۵ مخونه؛ ټوک۷، مخ۲۳.
- ↑ طبري، تاریخ الامم والملوک، ټوک۳، مخ۱۵.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۱، مخ۵۴۳؛ سیوطي، الدر المنثور، ټوک۵، مخ۲۷۳.
- ↑ شیخ مفید، رسالة حول حدیث نحن معاشر الانبیا، مخ۲۰.
- ↑ علامه حلي، نهج الحق، ۲۶۵-۲۷۰ مخونه.
- ↑ علامه حلي، کشف المراد، ۱۹۷-۱۹۸مخونه.
- ↑ فخر رازي، تفسیر الکبیر، ټوک۹، مخ۵۱۴؛ ټوک۲۱، مخ۵۱۰.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ټوک۴، ۱۹۳-۲۲۵ مخونه.
- ↑ بستاني، «ارزیابی حدیث نحن معاشر الانبیاء لا نورث»، مخ۸۶.
- ↑ ابنحنبل، مسند ابنحنبل، ټوک۱، ۱۷۹ و ۱۸۹ مخونه؛ بخاری، صحیح البخاري، ټوک۸، مخ۱۴۹.
- ↑ ابنطیفور، بلاغات النساء، ۱۶-۲۵ مخونه.
- ↑ ابنطیفور، بلاغات النساء، ۲۱-۲۳ مخونه.
- ↑ وګورئ: نمل سوره، ۱۶ آیت؛ مریم سوره، ۶ آیت.
- ↑ انفال سوره، ۷۵ آیت.
- ↑ نساء سوره، ۱۱ آیت.
- ↑ ابنطیفور، بلاغات النساء، مخ۲۱.
- ↑ ابنطیفور، بلاغات النساء، مخ۲۱.
- ↑ ابنطیفور، بلاغات النساء، ۲۱-۲۳ مخونه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابنحنبل، مسند ابنحنبل، ټوک۱، ۱۸۸، ۲۲۲ او ۲۲۵ مخونه؛ بخاري، صحیح البخاري، ټوک۵، مخ۲۰؛ ټوک۸، مخ۱۴۹.
- ↑ ابنحنبل، مسند ابنحنبل، ټوک۱۶، مخ۴۷؛ نسائي، السنن الکبری، ټوک۶، مخ۴۷.
- ↑ ابنحجر عسقلاني، فتح الباري، ټوک۱۲، مخ۸.
- ↑ ابنحنبل، مسند ابنحنبل، ټوک۱، مخ۱۷۹؛ بخاري، صحیح البخاري، ټوک۴، مخ۷۹.
- ↑ ابنحنبل، مسند ابنحنبل، ټوک۱، مخ۲۳۷؛ بخاري، صحیح البخاري، ټوک۵، مخ۸۹.
- ↑ ابنحنبل، مسند ابنحنبل، ټوک۱، ۱۸۸، ۲۲۲ او ۲۲۵ مخونه؛ بخاري، صحیح البخاري، ټوک۵، مخ۲۰؛ ټوک۸، مخ۱۴۹.
- ↑ بخاري، صحیح البخاري، ټوک۵، مخ۸۹.
- ↑ ابنحنبل، مسند ابنحنبل، ټوک۳، مخ۳۰۱؛ بخاري، صحیح البخاري، ټوک۵، مخ۸۹.
- ↑ سایبان او نور، «بررسي اندیشه امامیه و اهلسنت در مورد ارث پیامبران»، مخ۲۷۶.
- ↑ سایبان او نور، «بررسي اندیشه امامیه و اهلسنت در مورد ارث پیامبران»، مخ۲۷۶.
- ↑ علامه حلي، نهج الحق، مخ۲۶۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ټوک۲، مخ۲۱۵.
- ↑ ابنعاشور، التحریر و التنویر، ټوک۱۶، مخ۱۲.
- ↑ الغفوري، «معالجة منهجیة لحدیث لا نورث، القسم الاول»، مخ۲۲۳.
- ↑ علامه حلي، نهج الحق، مخ۲۶۸.
- ↑ علامه حلي، نهج الحق، مخ۲۶۸.
- ↑ صدر، الفدک فی التاریخ، مخ۱۱۴.
- ↑ صدر، الفدک فی التاریخ، مخ۱۱۴.
- ↑ الغفوري، «معالجة منهجیة لحدیث لا نورث، القسم الثالث»، مخ۳۱۶.
- ↑ جلالي حسیني، «مقدمه»، رسالة حول الحدیث نحن معاشر الأنبیاء لا نورث، مخ۴.
- ↑ علامه حلي، نهج الحق، مخ۲۶۸.
- ↑ برّاج، احکام المیراث في الشریعة الاسلامیه، مخ۲۷۱.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ټوک۱۶، مخ۲۲۷.
سرچينې
- قرآن کریم.
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغه، قم، کتابخانه آیتالله مرعشي نجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مِنهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القَدَریّة، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، ۱۴۰۶ق.
- ابنحجر عسقلاني، احمد بن علي، فتح الباري شرح صحیح البخاري، صیدا، المکتبة العصریه، ۱۴۲۰ق.
- ابنحنبل، احمد بن محمد، المسند، څېړنه شعیب الارنؤوط، عادل مرشد او نور، مؤسسة الرسالة، بیروت، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
- ابنحنبل، احمد بن محمد، المسند، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۶ق.
- ابنسعد بغدادي، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق احسان عباس، بیروت، دار صادر، ۱۹۶۸م.
- ابنطیفور، احمد بن ابیطاهر، بلاغات النساء، القاهره، مدرسة والدة عباس الأول، ۱۳۲۶ق.
- ابنعاشور، محمد بن طاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ، ۱۴۲۰ق.
- الغفوري، خالد، «معالجة منهجیة لحدیث لا نورث، القسم الاول» (د “لا نورث” حدیث د تګلارې له مخې څېړنه، لومړۍ برخه)، الاجتهاد و التجدید، ګڼه ۲۸ او ۲۹، منی او ژمی ۱۳۹۲ل.
- الغفوري، خالد، «معالجة منهجیة لحدیث لا نورث، القسم الثالث»(د “لا نورث” حدیث د تګلارې له مخې څېړنه، درېیمه برخه)، الاجتهاد و التجدید، ګڼه ۳۲ او ۳۳، منی او ژمی ۱۳۹۴ل.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، څېړنه محمد بن زهیر بن ناصر، دمشق، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
- برّاج، جمعه محمد محمد، احکام المیراث فی الشریعة الاسلامیه، عمان، دار یافا العلمیه، ۱۴۲۰ق.
- بستاني، قاسم، «ارزیابي حدیث نحن معاشر الانبیاء لا نورث»(د “لا نورث” حدیث د تګلارې له مخې څېړنه)، په شیعهشناسي مجله کې، ګڼه ۲۰، ژمی ۱۳۸۶ل.
- بلادي، عاتق بن غیث، معجم معالم الحجاز، بیروت، مؤسسة الریان، ۱۴۳۱ق.
- بیضاوي، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۱۸ق.
- جلالي حسیني، سید محمدرضا، «مقدمه»، رسالة حول الحدیث نحن معاشر الأنبیاء لا نورث، تألیف محمد بن نعمان، قم، د شیخ مفید د زرنیز نړیواله کنګرس، ۱۴۱۳ق.
- سایبان، سید محمدجواد، او سید علي حسینپور او سید محمدمهدي حسینپور، «بررسي اندیشه امامیه و اهلسنت در مورد ارث پیامبران»(د پیامبرانو د میراث په اړه د امامي او اهلسنتو د اندونو څېړنه)، د فقهي مذاهب د تطبیقي مطالعاتو په پژوهشنامه کې، ګڼه ۷، پسرلي او اووری ۱۴۰۳ق.
- سیوطي، عبدالرحمن بن ابیبکر، الدر المنثور في التفسیر بالمنثور، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
- شوکاني، محمد بن علي، فتح القدیر، دمشق- بیروت، دار ابنکثیر- دار الکلم الطیب، ۱۴۱۴ق.
- شیخ مفید، محمد بن نعمان، رسالة حول الحدیث نحن معاشر الأنبیاء لا نورث، مقدمه او زیاتونې د سید محمدرضا حسیني جلالي په قلم، قم، د شیخ مفید د زرنیز نړیواله کنګرس، ۱۴۱۳ق.
- صدر، محمدباقر، الفدک فی التاریخ، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۱۰ق.
- طباطبایي، محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرندوی دفتر، ۱۴۱۷ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ل.
- طبري، محمد بن جریر، جامع البیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۲ق.
- طبري، محمد بن جَریر، تاریخ الاُمَم والمُلوک، بیروت، روائع التراث العربي، ۱۳۸۷ق.
- طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بېنېټه.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، کشف المراد في شرح تجرید الاعتقاد، قم، مؤسسة الامام الصادق(ع)، ۱۳۸۲ل.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، نهج الحقّ و کشف الصدق، بیروت، دار الکتاب اللبناني، ۱۹۸۲م.
- فخر رازي، محمد بن عمر، تفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ق.
- فهیمیتبار، حمیدرضا، «بررسی تطبیقی روایت «لا نُوَرِّثُ ماترکنا صَدَقَه» از منظر فریقین»(د فریقینو له نظره د «لا نُوَرِّثُ ماترکنا صَدَقَه» حدیث پرتلیزه څېړنه)، د حدیثپژوهۍ په نشریه کې، ګڼه ۱۰، منی او ژمی ۱۳۹۲.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړنه علیاکبر غفاري، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- نسائي، احمد بن شعیب، السنن الکبری، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
- یاقوت حموي، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۵م.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||