قمر په عقرب کې
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
قمر په عقرب کې په عقرب برج کې یا د هغه د فلکي صورتونو په وړاندې د سپوږمۍ راتللو ته وایي. فقیهان د قمر په عقرب کې د معنا په اړه د نظر اختلاف لري؛ د ځينو فقهاوو لکه شهید ثاني او صاحب جواهر په اند، له قمر په عقرب کې مطلب دا دی چې سپوږمۍ په برج عقرب کې واقع شي، نه د هغې په منازلو او ورته منسوبو صورتونو او منزلونو کې. خو سید محمد کاظم طباطبایي یزدي، دواړه معناوې (برج او صورت فلکي) په دې کې شاملې ګڼي.
علامه طباطبایي د قمر په عقرب او په ځمکنيو پېښو د ستورو د حالاتو د اغېز په اړه وایي، له عقلي پلوه داسې څه ثابتېدلی یا انکارېدلی نه شي؛ که څه هم د ځمکنيو پېښو او د آسماني ستورو د حالاتو ترمنځ د اړیکې اصل د منلو وړ دی. د هغه په عقیده، په دې هکله د امام صادق(ع) روایت یا د تقیې پر اساس دی، یا دا معنا لري چې د ستورو او سپوږمۍ حالات د ځمکنيو پېښو د رامنځته کېدو زمینه جوړوونکي دي، نه علت. عبدالله جوادي آملي قمر په عقرب کې د انسان د ژوند په پېښو کې اغېزمن ګڼلی دی.
شیعه فقیهانو د امام صادق(ع) په یوه روایت استناد کړی او د قمر په عقرب کې په وخت د واده صیغه تړل او سفر یې مکروه بللی دی؛ خو دا حکم د واده د جشن مراسمو ته نه غځول کېږي. محقق کرکي، چې د صفوي دورې له سترو فقیهانو څخه و، آن د حج سفر هم په دې وخت کې مکروه بللی دی.
مفهوم پېژندنه

قمر په عقرب کې هغه وخت ته ویل کېږي چې سپوږمۍ د برج عقرب په سیمه کې یا د عقرب صورت فلکي مخې ته واقع شي.[۱] عقرب د آسمان له دولسو بُرجونو څخه یو دی چې په منطقهالبروج کې ځای لري. منطقهالبروج هغه پټۍ یا تړانګه ده چې له ځمکې څخه د کتونکي له نظره په هغه کې لمر، سپوږمۍ او سیارې تېرېږي.[۲]
قمر په عقرب کې د عقرب په برج کې د سپوږمۍ رسیدل دی.[۳]سپوږمۍ په هره قمري میاشته کې په بشپړ ډول یو ځل پر ځمکه تاوېږي، چې دا بشپړ مدار په دولسو برخو وېشل شوی او د هرې برخې لپاره یو برج ټاکل شوی. لومړی برج حَمَل(وری) او وروستی برج حوت(کب) دی. کله چې سپوږمۍ د ځمکې پر شاوخوا په خپل حرکت کې برج عقرب ته ورسېږي، ویل کېږي قمر عقرب ته داخل شو، او کله چې ترې ووځي، ویل کېږي قمر له عقربه ووت.[۴] دا حالت شاوخوا دوه نیمې ورځې دوام کوي او هره قمري میاشت یو ځل تکرارېږي.[۵]
قمر په عقرب کې د فقهې له نظره
د شهید ثاني (وفات ۹۶۵ یا ۹۶۶ق) او صاحب جواهر (وفات ۱۲۶۶ق) په شان فقیهانو په اند، له قمر په عقرب کې نه مراد برج عقرب دی، نه د هغې منازل یا صورت فلکي.[۶] د شیعه فیلسوف حسن حسن زاده آملي د راپور له مخې، فقیهان د قمر په عقرب کې په هغه معنا کې چې له امام صادق(ع) څخه په منقول روایت کې راغلې د نظر اختلاف لري: په شرح لمعه کې د شهید ثاني او په کشف اللثام کې د فاضل هندي له نظره په عقرب کې سپوږمۍ نه مراد د منجمانو په نزد د هغې تخصصي او اصطلاحي معنا ده چې سپوږمۍ باید په دقیقه توګه عقرب برج ته ننوځي خو صاحب جواهر عرفي معنا اخستې یعنې دا چې خلک یې په خپل سترګو وویني.[۷] له بلې خوا سید محمد کاظم طباطبایي یزدي په عروة الوثقی کې روایت دواړو معناوو ته شامل ګڼي یعنې هم یې تخصصي او دقیقه معنا، او هغه څه چې په سترګو لیدل کېدی شي. حسن زاده آملي د سید محمد کاظم یزدي نظر د احتیاط په لړ کې ګڼلی[۸] او په هزار و یک کلمه کتاب کې یې ویلي چې په فقهي کتابونو کې په عقرب کې د سپوږمۍ مطلب د اهل نجوم او هیات په نزد د هغې متعارفه معنا ده[۹] او یوازې صاحب عروه هغه په مطلقه معنا (تخصصي او عرفي) اخستې ده.
د قمر په عقرب د اغېز اثبات یا انکار
ویل شوي د قمر په عقرب کې اثر له هغه باورونو دی چې تر یوه حده په خلکو کې موجود دی؛[۱۰] د دهخدا په لغتنامه کې هم راغلي چې قمر په عقرب کې مطلب په برج عقرب کې د سپوږمۍ راتګ دی چې خلک یې نحس او سپېره ګڼي او له کارونو ډډه کوي.[۱۱]
په همدې زمینه کې ځینې روایتونه[۱۲] په عقرب کې د قمر د منفي اثر په تایید کې نقل شوې خو ځینې روایتونه[۱۳] بیا له دغه شان باوره نهي او منع کوي.
یو له هغه حدیثونو چې دغه شان باورونه تصدیقوي له امام صادق(ع) څخه یو حدیث دی چې پر اساس یې څوک چې په عقرب کې د سپوږمۍ د راتللو په وخت سفر یا واده وکړي خېر او خوښي به ونه وینی.[۱۴]
علامه طباطبایي باوري دی چې له عقلي نظره د یو خاص وخت او خاصې ورځې د نېکمرغه والي یا بدمرغوالي د اثبات او یا انکار لپاره کوم دلیل نیشته، او که څه هم په دې اړه روایتونه پریمانه دي، خو زیاتره یې د مرسل والي یا مرفوعوالي په وجه ضعیف دی.[۱۵] د هغه له نظره، په خپله ورځ یا یو وخت د نېکمرغه او بدمرغه والي یا نېک او بدوالي صفت نه شي لرلی او کوم روایتونه چې په داسې خبره دلالت کوي یا باید د تقیې له مخې وبلل شي یا پرېښودل شي.[۱۶]
علامه طباطبایي په عقرب کې د قمر د راتللو او په ځمکنیو پېښو د ستورو د حالاتو د اغېز په اړه په دې نظر دی چې له عقلي نظره د دغه خبرې انکار یا اثبات نه شو کولی؛ البته هغه د اسماني ستورو له حالاتو سره د ځمکې د پېښو د ارتباط انکار نه دی کړی او هغه یې د دیني ضروریاتو مخالف هم نه دی ګڼلی.[۱۷] د هغه په وینا له امام صادق(ع) څخه نقل شوی روایت او داسې نور ممکنه ده د تقیې له مخې وي او ښایي مطلب دا وي چې د ستورو احوال او اوضاع په ځمکه کې د خاصو پېښو زمینه جوړوونکي دي، نه علت.[۱۸]
د شیعه مفسر او فیلسوف عبدالله جوادي آملي له نظره هم د یوې خاصې ورځې یا وخت ذاتي سپېروالی صحیح نه دی، خو په عقرب کې د قمر په وخت د نکاح تړلو د منعې په اړه روایتونه په حقه دي؛ ځکه چې د نړۍ پېښې د انسان په ژوند کې اغېزه لرلی شي.[۱۹]
شرعي احکام
په عقرب کې د قمر لپاره په شیعه فقه کې ځینې احکام بیان شوې دي؛ منجمله:
- شیعه فقیهانو د امام صادق(ص) د روایت په استناد سره په عقرب کې د قمر د راتللو په وخت واده مکروه ګڼل دی.[۲۰] ویل شوي چې په روایت کې د تزویج مطلب د واده عقد اونکاح ده[۲۱] او د جشن دستورې پکې نه شاملیږي.[۲۲]
- علامه مجلسي د حلیة المتقین په کتاب کې د قمر په عقرب کې وخت کې جماع مکروه ګڼلې.[۲۳]
- په دې وخت کې سفر مکروه دی، د دې حکم دلیل هم د امام صادق(ع) روایت بلل شوی دی.[۲۴] او د صفویانو په پړاو کې لوی شیعه څېړونکي محقق کرکي آن د حج سفر هم پکې مکروه بللی.[۲۵]
- د چهارشنبې په ورځ حجامت، که سپوږمۍ په برج عقرب کې وي، مکروه ګڼل شوې.[۲۶]
د شیعه و د تقلید د مرجع آیتالله مکارم شیرازي پورې اړوند سایټ جامع المسائل کې راغلي چې د قمر په عقرب کې د سپېره اغېز د لرې کولو لپاره دعا او صدقه کول ګټور دي.[۲۷]
فوټ نوټ
- ↑ «قمر در عقرب چیست و چه احکامی دارد؟»، خبرگزاری دانشجو.
- ↑ «روزهای قمر در عقرب در سال ۱۳۹۹ش»، مؤسسه تحقیقات و نشر اهل بیت(ع)؛ «قمر در عقرب چیست و چه احکامی دارد؟»، خبرگزاری دانشجو.
- ↑ «حکم عقد کردن در زمان قمر در عقرب»، سایت جامع المسائل.
- ↑ «قمر در عقرب چیست و چه احکامی دارد؟»، خبرگزاری دانشجو.
- ↑ «دانستنیهای قمر در عقرب»، خبرگزاری حوزه.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۲۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۴۱.
- ↑ حسنزاده آملی، دروس معرفة الوقت و القبلة، ۱۴۱۵ق، ص۱۶۱-۱۶۳.
- ↑ حسنزاده آملی، دروس معرفة الوقت و القبلة، ۱۴۱۵ق، ص۱۶۱-۱۶۳.
- ↑ حسنزاده آملی، هزار و یک کلمه، ۱۳۸۱ش، ج۶، ص۲۲.
- ↑ اکبری، خرافهها و واقعیتها، ۱۳۹۱ش، ص۴۹.
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۲۵۶۱.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۷۵، ح۴۱۶؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۷، ح۲۴۰۱.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۷۹، ص۱۰۵؛ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۹، ص۳۷۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۷۵، ح۴۱۶؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۷، ح۲۴۰۱.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۷۱ و ۷۲.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۷۵.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۷۵.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۷۶.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، نشر اسراء، ج۱۵، ص۵۱۸ و ۵۱۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۱۱؛ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۳۲ و ج۱۲، ص۱۶؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۲۱؛ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۲۳، ص۳۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۴۱.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱۲، ص۱۶؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۲۱.
- ↑ «برگزاری مراسم جشن عروسی در ایام قمر در عقرب»، سایت جامع المسائل.
- ↑ علامه مجلسی، حلیة المتقین، ۱۳۶۹ش، ص۱۲۴ و ۱۲۵.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۱۴، ص۴۱؛ طباطبایی، العروة الوثقی (المحشی)، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۳۲.
- ↑ علامه مجلسی، حلیة المتقین، ۱۳۶۹ش، ص۲۷۰.
- ↑ «حکم عقد کردن در زمان قمر در عقرب»، سایت جامع المسائل.
سرچينې
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغه، تحقیق و تصحیح محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- اکبری، محمود، خرافهها و واقعيتها، قم، فتیان، ۱۳۹۱ش.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
- «برگزاری مراسم جشن عروسی در ایام قمر در عقرب»، سایت جامع المسائل، مرکز پاسخگویی به احکام شرعی و سؤالات فقهی، تاریخ بازدید: ۹ آذر ۱۳۹۹ش.
- جوادی آملی، عبدالله، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، قم، مرکز نشر اسراء.
- حسنزاده آملی، حسن، دروس معرفة الوقت و القبلة، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۱۵ق.
- حسنزاده آملی، حسن، هزار و یک کلمه، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۱ش.
- «حکم عقد کردن در زمان قمر در عقرب»، سایت جامع المسائل، مرکز پاسخگویی به احکام شرعی و سؤالات فقهی، تاریخ بازدید: ۹ آذر ۱۳۹۹ش.
- «دانستنیهای قمر در عقرب»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۱ تیر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۰ آذر ۱۳۹۹ش.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه، زیر نظر جعفر شهیدی، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۸۵ش.
- «روزهای قمر در عقرب در سال ۱۳۹۹ش»، مؤسسه تحقیقات و نشر اهل بیت(ع)، تاریخ درج مطلب: ۲۵ اسفند ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۹ آذر ۱۳۹۹ش.
- شریف رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الافهام إلی تنقیح شرائع الاسلام، قم، مؤسسه المعارف الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، من لا یحضره الفقیه، تحقیق و تصحیح علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، ج۱۹، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۴ق/۱۹۷۴م.
- طباطبایی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (المحشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- «قمر در عقرب چیست و چه احکامی دارد؟»، خبرگزاری دانشجو، تاریخ درج مطلب: ۱۳ آبان ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۹ آذر ۱۳۹۹ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، حلیة المتقین، قم، لقمان، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||