منځپانگې ته ورتلل

د الرجال قوامون علی النساء آیت

د wikishia لخوا
دا مقاله د نساء سوره د ۳۴ آیت په اړه ده. د قوامیت رجال د مفهوم د معرفي کولو لپاره، د پر ښځو د سړو قوامیت لیکنه وګورئ.
د الرجال قوامون علی النساء آیت
د آیت ځانګړتیا
د آیت نومد الرجال قوامون علی النساء آیت
په سورت کې موقعیتنساء
د آیت شمېر۳۴
جزء۴
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه
موضوعفقهي
په اړهد کورنۍ د سرپرستۍ مسلې
نورد نشوز احکام
اړونده آیتونهد نساء سوره ۱۲۸ آیت


د اَلرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَی النِّسَاءِ آیت (نساء: ۳۴) آیت د کورنۍ په چوکاټ کې د نارينه وو د سرپرستۍ او مشرۍ (پر ښځو د سړو د قوامیت) یادونه کوي. په دې آیت کې د یو بل په وړاندې د مېړه او ښځې دندو ته هم اشاره شوې ده؛ لکه د نارینه له‌خوا د لګښتونو تأمینول او د ښځې لخوا د مېړه د مال او ناموس ساتنه. د اهل سنتو په سرچینو کې د دې آیت لپاره بېلابېل شأن نزولونه راوړل شوي چې د شیعه مفسرانو له لوري پرې کره کتنه شوې ده.

د شیعه مفسرانو په وینا، آیت درې اساسي مطالب بیانوي:اول، د کورنۍ په سرپرستۍ کې د نارینه د نقش بیانول، د مدیریت، سرپرستۍ، پالنې او ساتنې په توګه د قوامیت په مانا؛ دوهم، د ښځې او مېړه متقابلې دندې لکه نفقه او د کور د حیثیت ساتل؛ دریم، د ښځې د نافرمانۍ په صورت کې د چلند لپاره مرحلې له نصیحت، د بستر پرېښودلو او تر ټولو په پای کې د سپکې شان سزا بیانول، په داسې حال کې چې د عدالت رعایت او له زیان‌رسوونکې سختۍ څخه منع کول لازمي دي.

د شیعه مفسرانو له ډلې، محمد صادقي تهراني او سید حسن مصطفوي باوري دي چې دا آیت د نارینه د سرپرستۍ او ولایته خبره نه کوي، بلکې د ښځو د چارو په ترسره کولو او خدمت باندې د نارینه‌وو د مکلفیت بیان دی. د سید محمد حسین طهراني مستقل کتاب «رساله بدیعه» په فلسفي او فقهي ډول د دې آیت تشریح کوي.

متن، ژباړه او پېژندنه

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا


﴿سړي، د ښځو سرپرستان دي، ځکه چې الله د دوی ځینې پر ځینو غوره کړي دي او [ځکه] چې دوی له خپلو مالونو لګښت ورکوي؛ نو نېکې ښځې فرمانبردارې دي [او] د هغه څه په خاطر چې خدای (دهغوي لپاره) پټ ساتلی، د (خپلو مېړونو) د رازونو ساتنه کوي؛ او هغه ښځې چې د هغوی له نافرمانۍ څخه وېرېږئ، نو لومړی یې نصیحت کړئ، بیا ترې په بستر کې جلا شئ، او (که ګټه ونه کړي) نو پرې یې ږدئ؛ که تاسو ته اطاعتمنې شوې، نو پر هغوی د تېري لپاره هېڅ لاره مه لټوئ؛ بېشکه الله لوړ او ستر دی.



نساء سوره، ۳۴ آیت

«الرجال قوامون علی النساء» آیت د نساء سورې ۳۴مه آیت ده چې د نارینه وو د سرپرستۍ او مدیریت یادونه کوي[۱] او د کورنۍ د سرپرستۍ موضوع تشریح کوي.[۲] ویل شوي چې خدای په دې آیت کې د کورنۍ په جوړښت کې د نارینه مقام، مسئولیت او دندې بیان کړي، او همدارنګه د ښځې د متقابلې دندې او د کورنۍ د ساتنې لارې چارې بیان شوې دي.[۳]

شأن نزول

د اهل سنتو تفاسیر د دې آیت لپاره د نزول دوه سببونه یادوي:

  • سعد بن ربیع چې د انصار له مشرانو و، خپله مېرمن حبیبه د نافرمانۍ له امله په څپېړه ووهله. حبیبه د پلار سره رسول اکرم(ص) ته شکایت یووړ. رسول(ص) وویل: ښځه د قصاص حق لري. د حبیبې د راستنېدو پر مهال دا آیت نازله شوه، او رسول(ص) وفرمایل: راستانه شئ، ځکه موږ یوه اراده لرله خو د الله اراده بل شان وه او هغه غوره ده.[۴]
  • د فخر رازي په وینا، د دې آیت سبب د ښځو پوښتنه وه چې ولې نارینه زیات میراث اخلي؛ آیت ځواب ورکړ چې نارینه مهر او نفقه ورکوي، نو ځکه یې میراث زیات دی.[۵]

سید محمدحسین طباطبایي باور لري چې لومړی شأن نزول (د حبیبې وهل) ستونزې لري؛ ځکه که فرضاً روایتونه صحیح هم وي، اول: رسول(ص) حکم نه و کړی، یوازې پوښتنې ته یې ځواب ورکړی و؛ د حکم لپاره دواړه لوري باید حاضر وي. دوهم: د دې شأن نزول منل د رسول(ص) خطا ګڼل کېږي، چې د نبوي عصمت خلاف دی، نو دا شان نزول د اعتبار وړ نه دی.[۶]

د ایت مینځپانګه

ویل شوي چې «الرجال قوامون علی النساء» آیت څو مطالب بیانوي، لکه د نارینه سرپرستي (پر ښځو د سړو د قوامیت)، د کور د لګښتونو تأمین، د مېړه او ښځې متقابلې دندې، او د ښځې د نافرمانۍ په صورت کې د کور د ساتنې لارې چارې.[۷]

په کورنۍ کې سرپرستي او ریاست

مفسرانو د «الرجال قوامون علی النساء» د آیت په تفسیر کې درې لیدلوري وړاندې کړي دي:

  • ډېری شیعه مفکران او مفسران له دې امله چې نارینه د کور د مدیریت په حیثیت کې ګڼي، نو د قوامون مفهوم یې د سرپرستۍ، قیمومت،[۸] ولایت[۹] او سلطې[۱۰] په توګه تعبیر کړی دی.
  • صادقي تهراني، قوامیت د کار ترسره کولو، پالنې، د ښځو د چارو سمبالولو او خدمت یا چاروالۍ په معنا ګڼي.[۱۱] سید حسن مصطفوي هم باور لري چې آیت یوازې د ښځو د چارو د ترسره کولو لپاره په قیام دلالت کوي، نه پر هغوی پر تسلط.[۱۲]
  • ځینې نور مفسران دواړه لیدلوري (مشري او خدمتګزاری) یوځای کوي او وایي قوامیت یوازې د امر او نهي په معنا نه دی، بلکې د ښځو د شأن درناوی او د هغوی چارو ته رسېدنه هم ده.[۱۳]

د ښځې او مېړه متقابلې دندې

د شیعه مفسرانو په وینا، د نساء سورې د ۳۴م آیت په بلې برخې کې (وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ)، خدای د یو بل په وړاندې د مېړه او ښځې دندو ته اشاره کړې ده. مفسرانو د دې آیت د دې برخې مطلب د مېړه دا مکلفیت بللی چې د کور د عزت وړ ژوند لګښتونه تأمین کړي، لکه د ښځې او ماشومانو نفقه، د ښځې مهر او د کورنۍ د حیثیت ساتنه.[۱۴]

د موجودو تفسیرونو له مخې، د هغه مسئولیتونو په بدل کې چې مېړه د کورنۍ په وړاندې لري، خدای له ښځې غوښتې چې د کور د نظام په وړاندې مطیعه، همکاره او ژمنه وي، او په اطاعت، د مېړه د مال او عزت په ساتنه، نه یوازې د هغه په حضور کې بلکې د هغه په نشتون کې هم، د همسرۍ او ښځې والي دندې ترسره کړي او خیانت ونه کړي.[۱۵]

د کورنۍ د ساتلو لارې چارې

د آیت په وروستۍ برخه کې، د هغو ښځو (ناشزه) د چلند څرنګوالی بیان شوی چې د همسري (مېرمنتوب) دندې نه ترسره کوي. د مفسرانو په نظر، هغه لارې چې د ناشزه لپاره په آیت کې یادې شوي (موعظه، په بستر کې جلاوالی، او سپک تنبیه) باید پړاو په پړاو او د عدالت له چوکاټ څخه له وتلو پرته ترسره شي.[۱۶] د مکارم شیرازي د تفسیر نمونه پر اساس د ناشزې ښځې د اصلاح مرحلې داسې دي:

  • موعظه او نصیحت: لومړی پړاو د نرمې، دوستانه موعظې کولو مرحله ده (فَعِظُوهُنَّ) او د بدو پایلو بیانول چې ښځه د ناسم کار له امله ورسره مخ کېږي.
  • د بستر پریښودل: که موعظه اغېز ونه کړي، دوهم پړاو د بستر په کچه لرې کېدل دي (وَاهْجُرُوهُنَّ فِی الْمَضَاجِعِ). د المیزان په تفسیر کې د سید محمدحسین طباطبایي په وینا د «وَاهْجُرُوهُنَّ فِی الْمَضَاجِعِ» ظاهر د بېلېدو او له بستر څخه د وتلو مانا نه لري، بلکې مطلب دا دی چې په هماغه بستر کې د اعتراض په ډول داسې کړنې ترسره شي چې د بې مېلۍ او ناخوښۍ نښه وي، لکه شا اړول یا د لوبو پرېښودل.[۱۷]
  • بدني سزا: د سید محمدحسین طباطبایي په قول، که د ښځې سرکشي او له مسئولیته تېښته زیاته شي او ښځه په زېل او ضد سره د کورنۍ فضا له ګواښ سره مخ کړي، نو د وروستي پړاو چې سپک وهل (وَاضْرِبُوهُنَّ) دی، سپارښتنه شوې ده؛ البته دا تنبیه باید ډېر خفیف وي، لکه څنګه چې په روایاتو[۱۸] او فقهي کتابونو[۱۹] کې راغلي، او هېڅکله باید د هډوکي ماتېدلو، ژوبل کېدو یا حتی د بدن د شین کېدو سبب نه شي.[۲۰]

له ایته په استفادې سره په اسلامي شورا کې د ښځو د ګډون ممنوعیت

سید محمدحسین حسینی طهراني د دې آیت او ځینو روایاتو په استناد، په مجلس شورا د ښځو حضور کې -ان که مجتهده هم وي ـ جایز نه ګڼي. هغه باور لري چې اوسنۍ اسلامي شورا یوازې مشورتي ارګان نه دی، بلکې د ملت پر چارو عمومي ریاست لري او په ټولو حکومتي برخو کې د کړنلارې د ټاکلو مسئول دی؛ له سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او امنیتي (لکه جنګ او سولې) تر په اجرايي قوې د نظارت پورې. د ده په نظر، دا ډول عمومي ولایت او رهبري د ښځو له ګډون سره سمون نه خوري.[۲۱]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ټوک۴، مخ۱۱۷.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۳، مخ۳۶۹.
  3. مصطفوی‌فرد و ایماندار، «رویکرد اندیشوران شیعه به مفهوم قوامیت مرد در آیه ۳۴ سوره نسا»، مخ۸۲.
  4. واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، مخ۱۵۵؛ بیضاوی، انوار النتزیل، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۷۲.
  5. فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۱۰، مخ۷۰.
  6. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۴، مخ۳۴۹.
  7. مصطفوی‌فرد و ایماندار، «رویکرد اندیشوران شیعه به مفهوم قوامیت مرد در آیه ۳۴ سوره نسا»، مخ۸۲.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۴، مخ۳۴۳؛ قرشی بنایی، احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ټوک۲، مخ۳۵۴؛ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۷۳.
  9. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۳۱۵؛ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ټوک۲، مخ۲۱۱.
  10. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۶۸.
  11. صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۳۶۵ش، ټوک۷، مخ۳۸.
  12. مصطفوی، تفسیر روشن، ۱۳۸۰ش، ټوک۵، مخ۳۶۰.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۳، مخ۳۷۰؛ بلاغی، حجة التفاسیر، ۱۳۸۶ش، ټوک۲، مخ۳۹؛ فضل‌الله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۷، مخ۲۲۹-۲۳۰.
  14. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۶۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۳، مخ۳۷۰؛ صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۳۶۵ش، ټوک۷، مخ۳۸.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۶۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۳، مخ۳۷؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۳۱۶-۳۱۷.
  16. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۴، مخ۳۴۵.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۴، مخ۳۴۵.
  18. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲۱، مخ۵۱۷.
  19. صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۵۲۱؛ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۴، مخ۳۳۸.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۳، مخ۳۷۳- ۳۷۴.
  21. حسینی طهرانی، رساله بدیعه، مخ۲۱۶و۲۱۷.

سرچينې

  • بلاغي، عبدالحجه، حجة التفاسیر، قم، حکمت، ۱۳۸۶هـ ش.
  • بیضاوي، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۱۸هـ ق.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۰۹هـ ق.
  • حسيني تهراني، سید محمدحسین، «رساله بدیعه»، د مکتب وحی وېب‌پاڼه، د لېدنې نېټه: ۱۷ د چنګاښ ۱۴۰۲هـ ش.
  • رضایي اصفهاني، محمدعلي، تفسیر قرآن مهر، قم، د تفسیر او د قرآن د علومو څېړنې، ۱۳۸۷هـ ش.
  • صادقي تهراني، محمد، الفرقان في تفسیر القرآن، قم، فرهنگ اسلامي، ۱۴۰۶هـ ق.
  • صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، قم، اسلامي خپرونې، ۱۴۱۳هـ ق.
  • طباطبایي، محمد حسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰هـ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲هـ ش.
  • طوسي، محمد بن حسن، المبسوط في الفقه الإمامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷هـ ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان في فقه القرآن، تهران، مرتضوي، ۱۳۷۳هـ ش.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، تفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰هـ ق.
  • فضل‌الله، محمد حسین، من وحي القرآن، بیروت، دار الملاک، ۱۴۱۹هـ ق.
  • فیض کاشاني، محمد بن شاه مرتضی، الاصفي في تفسیر القرآن، قم، مرکز النشر التابع لمکتب الإعلام الإسلامیز، ۱۴۱۸هـ ق.
  • قرشي بنابي، علي اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بعثت، ۱۳۷۵هـ ش.
  • مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، ۱۴۱۹هـ ق.
  • مصطفوي، حسن، تفسیر روشن، تهران، د کتاب د خپرولو مرکز، ۱۳۸۰هـ ش.
  • مصطفوي‌فرد، حامد او حمید ایماندار، «رویکرد اندیشوران شیعه به مفهوم قوامیت مرد در آیه ۳۴ سوره نساء» (د نساء سورې د ۳۴ آیت کې د سړي د قوامیت د مفهوم په اړه د شیعه مفکرانو لیدلوری)، په د قرآني ښوونو مجله کې، ۲۶مه ګڼه، ۱۳۹۶هـ ش.
  • مغنیه، محمدجواد، الکاشف في تفسیر القرآن، قم، دار الکتاب الاسلامي، ۱۴۲۴هـ ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱هـ ش.
  • واحدي نیشابوري، علي بن احمد، اسباب نزول القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۱هـ ق.