منځپانگې ته ورتلل

مسوده:فیل سوره

د wikishia لخوا
فیل سوره
شمیره۱۰۵
جزء۳۰
آیت۵
مکي/مدنيمکي
نزول۱۹
کلمه۲۳
حرف۹۷


فیل سوره د قرآن کریم یو سل او پنځمه سوره ده او د مکي سورو له ډلې څخه شمېرل کېږي، چې د قرآن کریم په دېرشمه سیپاره کې راغلې. دې سورې ته ځکه فیل سوره ویل کېږي چې د د فیل اصحاب کیسه پکې بیان شوې ده؛ هغه کسان چې د کعبې د ورانولو په نیت له خپلې سیمې څخه راوخوځېدل، خو خدای د هغوی پر وړاندې ابابیل مرغان ولېږل، او دغو مرغانو د خټو د پخو ډبرو په ویشتلو سره هغوی هلاک کړل. د ځینو تقلیدي مراجعو د نظر له مخې، که څوک په ورځنیو فرض لمونځونو کې له حمد سورې وروسته فیل سوره تلاوت کړي، د احتیاط له مخې باید قریش سوره هم ورسره ولولي؛ ځکه دا دواړه د یوې سورې په حکم کې دي.

د فیل سورې د تلاوت د فضیلت په اړه له امام صادق(ع) څخه روایت شوی چې په فرض لمونځونو کې د دې سورې لوستل د دې سبب ګرځي چې د قیامت په ورځ به د نړۍ ټول موجودات شاهدي ورکړي چې نوموړی له لمونځ کوونکو څخه و؛ نو الله تعالی به د هغوی شاهدي ومني او امر به وکړي چې هغه جنت ته داخل کړي.

پېژندنه

  • نوم اېښودنه

دې سورې ته ځکه فیل سوره ویل کېږي چې د فیل اصحاب کیسه پکې بیان شوې ده. کله ناکله دې سورې ته «الم تر» هم ویل کېږي، ځکه چې په همدې عبارت پیلېږي.[۱]

  • د نزول ترتیب او ځای

فیل سوره د مکي سورو له ډلې څخه ده او د نزول په ترتیب کې نولسمه سوره ده چې پر پېغمبر(ص) نازله شوې ده. په اوسني مصحف کې دا یو سل او پنځمه سوره ده[۲] او د قرآن کریم په دېرشم سيپاره کې ځای لري.

  • د آیتونو شمېر او نورې ځانګړنې

فیل سوره ۵ آیتونه، ۲۳ کلمې او ۹۷ توري لري. دا سوره له لنډو سورو څخه ده او د قرآن کریم د مُفَصَّلاتو (لنډو آیتونو لرونکو سورو) په ډله کې راځي. فیل سوره له هغو سورو څخه ده چې ټول آیتونه یې په یو ځل پر پېغمبر(ص) نازل شوي دي.[۳]

مینځپانګه

خدای تعالی په دې سوره کې د فیل اصحاب کیسې ته اشاره کوي؛ هغه لښکر چې د ابرهه په مشرۍ د یمن له خوا د کعبې د ورانولو په موخه د مکې پر لور روان شوی و.الله تعالی د ابابیل مرغان د هغوی پر وړاندې ولېږل او هغوی یې له منځه یوړل. دغو مرغانو پر هغوی د خټو پخې ډبرې واورولې، تر دې چې هغوی یې د ژوول شویو واښو او بوسو په څېر وګرځول. دا پېښه د پېغمبر(ص) د زېږېدو په کال کې رامنځته شوې وه، او وروسته هماغه کال د همدې پېښې په مناسبت عام الفیل ونومول شو.[۴]

د نزول سبب

د فیل سورې د نزول د سبب په اړه له امام سجاد(ع) څخه روایت شوی چې: ابوطالب پېغمبر(ص) ته وویل: ایا ته یوازې خپل قوم ته رالېږل شوی یې، که د ټولو خلکو لپاره مبعوث شوی یې؟ پېغمبر(ص) وفرمایل: «نه، زه د ټولو انسانانو لپاره مبعوث شوی یم؛ که سپین وي که تور، که عرب وي که عجم؛ زه ټول هغه کسان دې دین ته رابولم چې د غرونو پر څوکو او د سمندرونو په غاړو کې ژوند کوي، او د فارس او روم خلک هم دې دین ته دعوتوم.» کله چې د پېغمبر(ص) دا خبرې قریشو واورېدې، ډېر حیران شول.قریشو ابوطالب ته وویل: «ایا د خپل وراره خبرې دې اورېدلي چې څه وایي؟ په الله قسم، که د فارس او روم خلک دا خبرې واوري، موږ به له خپلې خاورې وشړي او د کعبې ډبرې به یوه یوه جلا کړي.» همدلته خدای د هغوی د همدې خبرې په ځواب کې، چې ګواکې د فارس او روم خلک به کعبه ونړوي، فیل سوره نازله کړه.[۶]

په لمانځه کې د فیل سورې تلاوت

د تقلید د ځینو مراجعو د نظر له مخې، که څوک په ورځنیو فرض لمونځونو کې له حمد سورې وروسته فیل سوره تلاوت کړي، د احتیاط له مخې باید قریش سوره هم ورسره ولولي؛ ځکه دا دواړه د یوې سورې په حکم کې دي.[۷] البته، په لمانځه کې د دغو دواړو سورو د لوستلو پر مهال باید هره سوره په جلا «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ» سره پیل شي؛ یعنې د هرې سورې په پیل کې بسم الله ویل اړین دي.[۸] د اُبيّ بن کعب په مصحف کې هم دا دواړه د یوې سورې په بڼه لیکل شوې وې، خو د دواړو ترمنځ «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ» نه وه لیکل شوې.[۹]

فضیلتونه او ځانګړنې

د فیل سورې د تلاوت د فضیلت په اړه، له امام صادق(ع) څخه روایت شوی چې په فرض لمونځونو کې د دې سورې لوستل د دې سبب ګرځي چې د قیامت په ورځ به هره دښته، غر او د خاورې هره ټوټه (یعنې د نړۍ ټول موجودات) شاهدي ورکړي چې نوموړی له لمونځ کوونکو څخه و. بیا به (د الله تعالی له لوري) یو غږ کوونکی اعلان وکړي، تاسې زما د بنده په اړه رښتینې شاهدي ورکړه. ما ستاسو شاهدي ومنله. هغه بې له حساب کتاب څخه جنت ته داخل کړئ؛ ځکه هغه له هغو کسانو څخه دی چې زه هغه او د هغه عملونه خوښوم.[۱۰] په ځینو روایتونو کې د فیل سورې د تلاوت لپاره نورې ځانګړنې هم بیان شوې دي؛ له هغو څخه د دښمن له شر څخه ژغورل[۱۱] او له مسخ کېدو او ناحقه تورونو څخه خوندي پاتې کېدل یاد شوي دي.[۱۲]

مخکنی سوره:
<<
فیل سوره
مکي سورتونه مدني سورتونه
وروستی سوره:
>>

۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آل‌عمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس


فوټ نوټ

  1. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۸.
  2. معرفت، آموزش علوم قرآن، ټوک۲، مخ۱۶۶.
  3. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۶۸.
  4. طباطبایی، المیزان، ټوک۲۰، مخ۳۶۱.
  5. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، د نورالثقلین د قرآن او عترت فرهنګي موسسې لخوا چمتو شوی، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
  6. فتال نیشابوری، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، ټوک۱، ۵۴–۵۵مخونه.
  7. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ټوک۱، مخ۶۹۳، د آیت‌الله خویي، سیستاني، صافي او وحید خراساني د نظر له مخی.
  8. طباطبایی یزدی، محمدکاظم، عروة الوثقی، ټوک۲، مخ۵۰۲.
  9. معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۲۳.
  10. شیخ صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، مخ۱۲۶.
  11. حر عاملی، وسائل الشیعه، ټوک۶، مخ۵۵.
  12. طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱۰، مخ۸۲۰.

سرچينې

  • قرآن کریم، د محمدمهدي فولادوند ژباړه، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ل.
  • بني‌ هاشمي خمیني، سید محمدحسین، توضیح المسائل مراجع: د تقلید د شپاړسو سترو مراجعو د فتاواوو سره سم، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۳۹۲ل.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی (د قرآن او قرآن‌پوهنې پوهنغونډ)، ۲ ټوک، د بهاءالدین خرمشاهي په زیار، تهران: دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ل.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، څېړنه: صادق حسن‌زاده، تهران، ارمغان طوبي، ۱۳۸۲ل.
  • طباطبايي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۹۷۴م.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سمون: فضل‌الله یزدي طباطبايي او هاشم رسولي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ل.
  • فتال نیشابوري، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، رضی خپرونې، لومړی چاپ، ۱۳۷۵ل.
  • معرفت، محمدهادي، آموزش علوم قرآن، [بې ځایه]، د اسلامي تبلیغاتو سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۷۱ل.
  • معرفت، محمدهادي، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسة النشر الاسلامي، ۱۴۱۵ق.