مسوده:له مدینې څخه د امام حسین(ع) وتل
| وخت | ۶۰ ق کال |
|---|---|
| ځای | مدینه |
| لامل | د یزید سره د بیعت ډډه |
| موخې | د پیغمبر(ص) د امت اصلاح، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، او د پیغمبر(ص) او امام علي(ع) د سیرت پیروي |
| اړوند | د کربلا پیښه او د امام حسین(ع) پاڅون |
له مدینې څخه د امام حسین(ع) وتل د مکې پر لور د امام حسین(ع) د حرکت پیل او د عاشورا د غورځنګ لومړنۍ مرحله ده. دغه پېښه په ۶۰ هجري قمري کال کې، د معاویه له مړینې او د یزید له واکمنېدو وروسته رامنځته شوه. یزید له امام حسین(ع) څخه وغوښتل چې ورسره بیعت وکړي، خو امام له بیعت کولو ډډه وکړه. د دې پرېکړې د انګېزې په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي؛ ځینې دغه پرېکړه له یزید سره پر بیعت کولو د حکومت د فشار پر وړاندې غبرګون ګڼي او ځینې نور یې د معاویه له مړینې وروسته د پاڅون د اهدافو د تبیین او د قیام لپاره د زمینې برابرولو په موخه د امام د پلان یوه برخه بولي.
امام حسین(ع) له مدینې څخه تر وتلو مخکې مسجدالنبي ته ولاړ او د رسول الله(ص) له قبر سره یې مخه ښه وکړه. همدارنګه، یې محمد بن حنفیه ته وصیتلیک ولیکه او د خپل حرکت موخه یې د پېغمبر(ص) د امت اصلاح، امر بالمعروف او نهی عن المنکر (پر نېکیو امر او له بدیو څخه منع کول)، او د پېغمبر(ص) او امام علي(ع) د سیرت پیروي وښوده. له دې وروسته یې د خپلې کورنۍ له ډېری غړو سره یوځای مدینه پرېښوده او د مکې پر لور روان شو.
له مدینې څخه د امام حسین(ع) وتلو په مذهبي شعرونو او ادبیاتو کې هم انعکاس موندلی او ګڼو شاعرانو او مداحانو دا پېښه روایت کړې ده. دغه تاریخي پېښې په مذهبي هنرونو، په ځانګړي ډول تعزیه کې هم ځانګړی ځای خپل کړی او تمثیل شوې ده.
د امام حسین(ع) د پاڅون لومړی ګام
له مدینې څخه مکې او عراق ته د امام حسین(ع) وتل د عاشورا د پاڅون لومړنۍ مرحله[۱] او له یزید سره د بیعت کولو د غوښتنې پر وړاندې غبرګون ګڼل شوی دی.[۲] دغه پېښه په ۶۰ هجري قمري کال کې د معاویه له مړینې وروسته رامنځته شوه.[۳]
په تاریخي سرچینو کې راغلي، چې د یزید له واکمنېدو وروسته هغه د مدینې له والي ولید بن عتبه څخه وغوښتل، چې له خلکو، په ځانګړي ډول له نفوذ لرونکو شخصیتونو لکه امام حسین(ع)، عبدالله بن زبیر او عبدالله بن عمر څخه د هغه په ګټه بیعت واخلي.[۴] ولید امام حسین(ع) دارالامارې ته راوغوښت او د یزید غوښتنه یې ورسره شریکه کړه؛ خو امام له بیعت کولو سره مخالفت وکړ.[۵] په همدې ناسته کې مروان بن حکم ولید ته وړاندیز وکړ، چې که امام حسین(ع) له بیعت کولو ډډه کوي، نو باید ووژل شي؛ ځکه که له مدینې څخه ووځي، بیا به ورته لاسرسی ناشوونی شي.[۶] سربېره پر دې، په ځینو تاریخي راپورونو کې راغلي، چې یزید د مدینې والي ته په یوه لیک کې لارښوونه کړې وه، چې که امام حسین(ع) له بیعت کولو انکار وکړ، سر یې ورته ولېږي.[۷]
د مکې او کوفې پر لور حرکت
د تاریخي راپورونو له مخې، امام حسین (ع) د ۶۰ هجري قمري کال[۸] د رجب په ۲۷مه،[۹] د شپې له خوا، په داسې حال کې چې د قصص سورې ۲۱م آیت یې تلاوتاوه،[۱۰] د خپلې کورنۍ له ډېری غړو سره (له محمد بن حنفیه پرته) مدینه پرېښوده او د مکې پر لور روان شو.[۱۱]
د شیخ صدوق د راپور له مخې، امام حسین(ع) له مدینې څخه د وتلو له پرېکړې وروسته، د شپې له خوا د پېغمبر اکرم(ص) د مخه ښې لپاره نبوي مسجد ته ولاړ او د هغه حضرت د قبر ترڅنګ یې دعا وکړه. بله شپه هم نبوي مسجد ته ولاړ او له یوه اوږده لمانځه وروسته یې په خوب کې پېغمبر اکرم(ص) ولید چې په غېږ کې یې نیولی و او د هغه د شهادت د نږدې کېدو خبر یې ورکاوه.[۱۲] همدارنګه، ویل شوي چې د خپلې مور او ورور قبرونو ته هم ورغی او له هغوی سره یې مخه ښه وکړه.[۱۳]
د ځینو راپورونو له مخې، د بني هاشمو او د عبدالمطلب د کورنۍ یوه ډلې ښځې د ماتم او ویرنو لپاره راغونډې شوې وې، خو امام هغوی له دې کار څخه منع کړې.[۱۴] امام حسین(ع) له خپل ورور محمد بن حنفیه سره هم ولیدل[۱۵] او هغه ته یې وصیتلیک ولیکه، چې پکې یې د خپل حرکت موخه د پېغمبر(ص) د امت اصلاح، پر نېکیو امر او له بدیو څخه منع کول، او د پېغمبر اکرم(ص) سیرت او امام علي(ع) د سیرت پیروي بیان کړې وه.[۱۶]
امام حسین(ع) د خپل سفر لپاره د مدینې او مکې ترمنځ لویه او اصلي لار غوره کړه.[۱۷] مسلم بن عقیل[۱۸] یا د امام د کورنۍ یوه غړي[۱۹] وړاندیز وکړ، چې له حکومتي ځواکونو سره د مخامخېدو د مخنیوي لپاره دې له فرعي لارو څخه حرکت وکړي؛ خو امام دا وړاندیز ونه مانه او خپل حرکت ته یې په اصلي لارې دوام ورکړ.[۲۰] ځینو څېړونکو دغه پرېکړه د مبارزې په برخه کې د امام حسین(ع) د څرګند دریځ او له خپل حرکت څخه د عراق تر رسېدو پورې د غورځنګ د اهدافو د ښکاره بیان نښه ګڼلې ده.[۲۱]
د مدینې د مخورو وړاندیزونه
له مدینې څخه د وتلو پر مهال، د امام حسین(ع) ځینو خپلوانو او پېژندل شویو شخصیتونو هغه ته بېلابېلې سپارښتنې وکړې. محمد بن حنفیه امام ته وړاندیز وکړ، چې په مدینه کې پاتې شي او که له هغه ځایه وتلو ته اړ شو، نو مکه د خپل سفر د موخې په توګه غوره کړي[۲۲] او که هلته هم امنیت نه و، نورو سیمو ته ولاړ شي.[۲۳] عبدالله بن عمر هم د امام حسین(ع) د وتلو له خبرېدو وروسته، ځان ورساوه او هغه یې عراق ته له تګ څخه منع کړ.[۲۴] همدارنګه، عبدالله بن مطیع عدوي امام حسین(ع) ته سپارښتنه وکړه، چې د کوفې د خلکو پر بلنه باور ونه کړي او په مکه کې پاتې شي؛ ځکه د هغه په اند، د کوفې خلکو تر دې مخکې له امام علي(ع) او امام حسن(ع) سره خپله وفاداري نه وه ساتلې او امام ته د زیان رسېدو په صورت کې به یې کورنۍ ته هم درنې پایلې ولري.[۲۵]
د یوه روایت له مخې، امسلمه، چې د پېغمبر اکرم(ص) له مېرمنو څخه وه، له مدینې څخه د امام حسین(ع) د وتلو پر مهال هغه عراق ته له سفر کولو څخه منع کړ او د پېغمبر اکرم(ص) له قوله یې په کربلا کې د هغه د شهادت پېښه ور په یاد کړه. امام د امسلمې په ځواب کې وویل، چې له خپل شهادت څخه خبر دی او له هغه څخه د تېښتې لار نه لري.[۲۶]
د امام حسین(ع) شعرونه
د ځینو تاریخي راپورونو له مخې، امام حسین(ع) له مدینې څخه د وتلو پر مهال په بېلابېلو موقعیتونو کې ځینې شعرونه ویلې دي. کله چې نبوي جومات ته ننوت، د ابن مُفَرِّغ حِمیَري ځینې بیتونه یې زمزمه کړل، چې منځپانګې یې د یزید پر وړاندې پر درېدو او د مرګ له ګواښ سره سره د ذلت نه منلو ته اشاره کوله.[۲۷] همدارنګه، د ځینو ملګرو د دې وړاندیز په ځواب کې، چې له اصلي لارې څخه دې واوړي، امام داسې شعرونه ولوستل، چې د خپلې کورنۍ، عزت او شرافت د ساتنې پر اړتیا او د هغوی د دفاع لپاره پر چمتووالي یې ټینګار درلود.[۲۸]
د پېښې شننه
له مدینې څخه د امام حسین(ع) د وتلو په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې شوي دي.[۲۹] ځینو د امام حسین(ع) د ژوند پر وړاندې ګواښونه[۳۰] او له هغه سره د حکومت د احتمالي مقابلې امکان د دې پرېکړې لاملونه ګڼلي دي.[۳۱] د تاریخ څېړونکی رسول جعفریان هم د امام وتل له یزید سره د جبري بیعت اخیستلو لپاره د حکومت د فشار پر وړاندې غبرګون بولي او په دې باور دی، چې امام له مدینې څخه په وتلو سره له هغو شرایطو څخه ځان لیرې کړ، چې پکې د بیعت پر تحمیلولو یا له حکومت سره د مخامخ کېدو امکان موجود و.[۳۲]ځینې څېړونکي په دې باور دي، چې امام په مدینه کې د قیام او اغېزناکو فعالیتونو لپاره د مناسبو شرایطو د نشتوالي له امله دغه ښار پرېښود، ترڅو د خپل حرکت په مسیر کې، په ځانګړي ډول په مکه کې، د خپلو موخو په څرګندولو او د ملګرو په راجلبولو سره د یزید پر وړاندې د پاڅون زمینه برابره کړي.[۳۳] د هغوی په اند، دغه اقدام د امام د مخکیني پلان یوه برخه وه؛ ځکه هغه خپل قیام د معاویه له مړینې وروسته وخت[۳۴] ته ځنډولی و.[۳۵]
د جعفریان په وینا، امام حسین(ع) په لومړي سر کې مکه د خپل استوګنځي لپاره غوره کړه؛ ځکه دغه ښار د نورو سیمو په پرتله ډېر امنیت درلود او د شرایطو د ارزونې او د راتلونکو اقداماتو په اړه د پرېکړې کولو لپاره یې مناسبه زمینه برابروله.[۳۶] په همدې وخت کې کوفې ته د امام د تګ احتمال هم مطرح شوی و؛ له همدې امله ځینو کسانو[۳۷] هغه دغه ښار ته له تګ څخه منع کاوه.[۳۸] د جعفریان په اند، د دغو ډېرو کسانو اصلي اندېښنه د امام د ژوند ساتل وو او هغوی د مکې د ناامنه کېدو احتمال چندان جدي نه ګاڼه.[۳۹]
د شعر او هنر په هېنداره کې
له مدینې څخه د امام حسین(ع) وتل په مذهبي ادبیاتو کې هم انعکاس موندلی دی. د قاجاري دورې شاعر[۴۰] سروش اصفهاني[۴۱] او همدارنګه غلامرضا سازګار، علياکبر لطیفیان او محمود ژولیده د دغې پېښې په اړه شعرونه ویلي دي.[۴۲] دغه پېښه د تعزیې په ځینو مراسمو کې هم تمثیل شوې ده.[۴۳] د پاکستاني شاعر د امیر حمزه بابا په شعرونو کې هم د امام حسین وتل او کربلاته مخه کول انعکاس موندلی دی.
فوټ نوټ
- ↑ «علت خروج امام حسین(علیه السلام) از مدینه»، د تبیان ويبپاڼه.
- ↑ جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، مخ۶۶.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۲.
- ↑ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۳۳۸.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۳؛ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۳۴۰.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۳؛ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۳۴۰.
- ↑ شیخ صدوق، الأمالي، مخ۱۵۲.
- ↑ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۳۴۱.
- ↑ ابومخنف، وقعة الطف، مخ۱۰۲.
- ↑ ابومخنف، وقعة الطف، مخ۱۰۲.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، ۳۴-۳۵ مخونه؛ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۳۴۱.
- ↑ شیخ صدوق، الأمالي، مخ۱۵۲.
- ↑ ابناعثم، مقتل الحسین...، مخ۳۰.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، مخ۹۶.
- ↑ ابناعثم، الفتوح، ټوک۵، مخ۲۱.
- ↑ ابناعثم، الفتوح، ټوک۵، مخ۲۱.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۵.
- ↑ ابناعثم، الفتوح، ټوک۵، مخ۲۲.
- ↑ ابومخنف، مقتل الحسین(ع)، مخ۲۵.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۵.
- ↑ د لیکوالانو ډلي، مجموعه مقالات همایش امام حسین (ع)، ټوک۴، مخ۱۲۸؛ نجمي، سخنان حسین بن علی(ع)...، مخ۵۸.
- ↑ ابومخنف، وقعة الطف، مخ۸۴؛ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۵، ۳۴۱-۳۴۲ مخونه.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۵.
- ↑ شیخ صدوق، الأمالي، مخ۱۵۳.
- ↑ ابناعثم، مقتل الحسین...، مخ۳۳.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۴۴، مخ۳۳۱.
- ↑ ابومخنف، وقعة الطف، مخ۸۳.
- ↑ ابومخنف، مقتل الحسین(ع)، مخ۱۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محمدي او ګودرزي، «واکاوی تاریخی علل خروج سیّدالشهداء (ع) از مدینه و مکّه»، مخ۸۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۳؛ شیخ صدوق، الأمالي، مخ۱۵۲؛ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۵، مخ۳۴۰.
- ↑ محمدي او ګودرزی، «واکاوی تاریخی علل خروج سیّدالشهداء (ع) از مدینه و مکّه»، مخ۸۱.
- ↑ جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، مخ۶۶.
- ↑ صفایي، عاشورا: بررسی...، ۷۱-۷۲ مخونه؛ محمدي او ګودرزي، «واکاوی تاریخی علل خروج سیّدالشهداء (ع) از مدینه و مکّه»، مخ۸۳.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۲، مخ۳۲.
- ↑ محمدي اوګودرزي، «واکاوی تاریخی علل خروج سیّدالشهداء (ع) از مدینه و مکّه»، مخ۸۳.
- ↑ جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، مخ۶۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، الأمالي، مخ۱۵۳؛ ابناعثم، مقتل الحسین...، مخ۳۳؛ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۴۴، مخ۳۳۱.
- ↑ جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، مخ۷۴.
- ↑ جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، مخ۷۴.
- ↑ سروش اصفهاني، دیوان سروش اصفهاني، ټوک۱، مخ۱۰.
- ↑ سروش اصفهاني، دیوان سروش اصفهاني، ټوک۲، مخ۷۳۶.
- ↑ «اشعار ویژه حرکت کاروان اباعبدالله (ع) از مدینه»، د عقیق وېبپاڼه.
- ↑ تعزیه «خروج اباعبدالله(ع) از مدینه...».
- ↑ شینواري، دآل محمد په ویر کې د غزل بابا اشعار، د آندیال وېبپاڼه.
سرچينې
- ابناعثم، محمد بن علي، الفتوح، بيروت، دار الأضواء، ۱۴۱۱ هـ.ق.
- ابناعثم، محمد بن علي، مقتل الحسین و قیام المختار، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۴ هـ.ق.
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، نجف، المطبعة المرتضویة، ۱۳۵۶ هـ.ق.
- ابومخنف لوط بن یحیی، وقعة الطف، قم، د اسلامي خپرونې دفتر، ۱۳۷۵ ه.ل.
- ابومخنف، لوط بن یحیی، مقتل الحسین(ع) و مصرع أهل بیته و أصحابه فی کربلاء، قم، الشریف الرضی، ۱۳۶۲ ه.ل.
- «اشعار ویژه حرکت کاروان اباعبدالله (ع) از مدینه» (ځانګړي شعرونه د اباعبدالله (ع) د کاروان د مدینې څخه د حرکت په اړه)، د عقیق ویب پاڼه، د مطلب د خپریدو نیټه: ۲۷ غوایي ۱۳۹۴ ه.ل.، د لیدلو نیټه: ۲۲ لړم ۱۴۰۵ ه.ل.
- «تعزیهی خروج اباعبدالله(ع) از مدینه در شهرستان جم- روستای صیدی ۱» (د اباعبدالله(ع) د مدینې څخه د وتلو تعزیهه، د جم ولسوالی- د صیدي کلی ۱)، د اپارات ویب پاڼه.
- جعفریان، رسول، تأملی در نهضت عاشورا، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ ه.ل.
- د لیکوالانو ډلي، مجموعه مقالات همایش امام حسین (ع)، تهران، د اهلبیت نړیوالې ټولنې، ۱۳۸۱ ه.ل.
- محمدي، رمضان و ابراهیم ګودرزي، «واکاوی تاریخی علل خروج سیّدالشهداء (ع) از مدینه و مکّه» (تاریخي تحلیل د سیدالشهداء (ع) د مدینې او مکې څخه د وتلو لاملونه)، د تاریخ اسلام فصلنامه، د پرله پسې شمېره ۷۵، تله ۱۳۹۷ ه.ل.
- سروش اصفهاني، میرزا محمدعلي، دیوان سروش اصفهاني، تهران، امیرکبیر، ۱۳۴۰ ه.ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، الأمالي، تهران، کتابچی، د شپږمې چاپ، ۱۳۷۶ ه.ل.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد في معرفة حجج الله علی العباد، قم، د شیخ مفید د زیږون د زرمې کلیزې نړیواله کنفرانس، ۱۳۷۲ ه.ل.
- شینواري، امیر حمزه /د-آل-محمد-په-ویر-کې-د-غزل-بابا-اشعار/ د آندیال وېبپاڼه، د لیدلو نیټه: ۲۲ لړم ۱۴۰۵ ه.ل.
- صفایي حائري، علي، عاشورا: بررسی و تحلیل حرکت امام حسین(ع)، قم، لیلة القدر، ۱۴۰۱ ه.ل.
- طبري، محمد بن جریر، تاریخ الطبري: تاریخ الأمم و الملوک، بيروت، بيخپروونکی، بينېټه.
- «علت خروج امام حسین(ع) از مدینه» (د امام حسین(ع) د مدینې څخه د وتلو لامل)، د تبیان ویب پاڼه، د مطلب د خپریدو نیټه: ۲۶ وري ۱۳۹۷ ه.ل.، د لیدلو نیټه: ۲۲ لړم ۱۴۰۵ ه.ل.
- مجلسي، محمدباقر، بحارالأنوار: الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بيروت، دار إحیاء التراث العربي، دویم چاپ، ۱۴۰۳ هـ.ق.
- نجمي، محمد صادق، سخنان حسین بن علی(ع) از مدینه تا کربلا، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۱ ه.ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||