منځپانگې ته ورتلل

حلف‌ الاحلاف

د wikishia لخوا

حِلْفُ الاَحلاف یا لَعَقَةُ الدّم، د قریشو قبیلو ترمنځ د اسلام څخه مخکې یو تړون و چې د کعبې د مقامونو په اړه د شخړې وروسته رامینځته شو.

د پیغمبر(ص) څلورم نیکه، قُصَی بن کلاب، د مکې او کعبې مسؤلیتونه د خپلو زامنو، عبدالدار او عبدمناف ترمنځ وویشل.[۱] هغه د دارالنَّدوه کیلي او د پوځ بیرغوالي عبدالدار ته ورکړل، او د اوبو ورکول(حاجیانو ته اوبه ورکول) او رفادت (د حاجیانو کوربه توب او ملمستیا) عبدمناف ته ورکړل.[۲] د عبدالدار او عبدمناف له مړینې وروسته، د دوي د زامنو ترمنځ د مقامونو په اړه شخړه وشوه.[۳] د ځینو روایتونو له مخې، قصی ټول مقامونه عبدالدار ته ورکړي وو.[۴] بني عبدمناف د بنی عبدالدار په لاسونو کې د مقامونو انحصار سره مخالفت وکړ.[۵]

بني عبدمناف، د بني اسد، بني زُهره، بني تَیم او بنو حارث په څېر قبیلو په ملاتړ سره، «حلف المُطیَّبین»[یادونه ۱] (عطر لګوونکي تړون) وتړه.[۶] په مقابله کې یې، بني عبدالدار، د بني مخزوم، بني جُمح، بني سهم او بني عَدي په څېر قبیلو سره «اَحلاف» یا «لَعَقَةُ الدّم»[یادونه ۲] (د وینې څښونکي) تړون وتړه.[۷] د منځګړو په وړاندیز، مقامونه بیا وویشل شول: سقایت (اوبه رسول) او رفادت (میلمه پالنه) بني عبدمناف ته ورکړی شول او د کعبې د کیلي داري او بیرغوالي په څیر مقامونه بني عبدالدار ته ورکړی شول.[۸] دې تړون د جګړې مخه ونیوله او د اسلام تر راتګ پورې په خپل ځای پاتې شو.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ۱ټوک، مخ۲۴۱.
  2. ↑ مسعودی، التنبیه والإشراف، دارالصاوی، مخ۱۸۰؛ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ټوک۱، مخ۲۴۱.
  3. ↑ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، دار الفکر، ټوک۲، مخ۲۹۱.
  4. ↑ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، دار الفکر، ټوک۲، مخ۲۹۱؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۱۳۲.
  5. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفة، ټوک۱، ۱۳۰ او ۱۳۱ مخونه.
  6. ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ټوک۱، مخ۲۴۸؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۱۳۲.
  7. ↑ طبری، تاریخ طبری، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ټوک۲، مخ۴۱؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، مخ۱۸۰.
  8. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۱۳۲؛ مسعودی، التنبیه والإشراف، دار الصاوی، مخ۱۸۰.
  9. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ټوک۱، مخ۱۳۲.

سرچينې

  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، بیروت، دار المعرفة، بې‌نېټه.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دار الفکر، بې‌نېټه.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، بې‌نېټه.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الاشراف، قاهره، دار الصاوی، بې‌نېټه.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بې‌نېټه.